© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 لومړۍ برخه

 

دویمه برخه

 

دریمه برخه


               
 

ژباړونکۍ : پوهنمل حاجی محمد نوزادی

 

                   د طالبانو طریقت  ( څلورمه برخه )

     پښتنو ګورې یو په  بل مو وژنی                 لکه پردی  هسی په خپل مو وژنی
    
یا به کښتۍ له ډوبیدو ژغورو نن               یا خو په څنګ کی د ساحل مو وژنی 

                                                                                ( ح. م. نوزادی ) 
 

دتیری دریمی برخی سره په تړاو کی د ژباړی دوام :

اخر داطالبان څوک دی ؟ :

         هغه کسان چی فکر کوی طالبان د ،، پښتنو ،، یو غښتلۍ قوت دی ، دوی په لویه پیمانه تیر وتلې دی . طالبان په واقعیت کی د افغانانو د دوو تیرو لسیزو ( مقا له په ۱۹۹۷ کال کی لیکل شویده . ژباړ. ) د غمیزی او فاجعی یوه منطقی پایله او ثمر دی .  دطالبانو څرګندیدل د افغانی متدینی او دودیزی ټولنی هغه غبرګون دی چی د ( نقشبندیه طریقت ) پر بنسټ یی ددی اولس په خټه کی ریښی ځغلولی دی . لنډه داچی د طالبانو پدیده د هغه څه په وړاندی چی پر بیګانه  بنسټ باندی خارجی ارزښتونه بلل کیږی ، دافغانی ټولنی دیوه  خاص او ځانګړی عبرګون په توګه یادولای شو . ،، طالبان ،، همدارنګه په اسلامی نړۍ کی د هغو ځانګړو فوندامنتالیستی غورځنګونو یوه برخه ده چی دسوسیالیستی ارزښتونو او لویدیز پلوی اغیز په وړاندی را پورته شوی او جنګیدلې دی . طالبان د داسی یوه ( نظامی – دینی ) طریقت غړی دی چی واحده اداره او دخپل جوړښت په ټولو پوړونو کی ټینګ انظباط او دسپلین لری . ددی یادونی سره سره دا خبره هم دویلو وړ ده چی زموږ معلومات لا تر اوسه د طالبانو په اړوند ډیر لږ دی ، خو بیاهم ویلای شو چی د طالبانو د جوړښت ډیری ځانګړتیاوی موږ ته د صلیبی جنګونو دوره راپیادوی . دغه دوی پدیدی یو له بله سره ډیر ورته والۍ لری . دصلیبیانو د وخت جنګونه اولښکرکښی په حقیقت کی د ( طالبانو ته ورته مذهبی طریقتونو ) سره د اروپایی وسله والو جنګیالیو مخامخ کیدل وو . صلیبی جنګونه په اروپا کی په تدریجی توګه د لودیز مسحیت طریقتونه لکه ( تامپلییران ) او (هاسپیتالیان ) منحته راوستل . یو له دغو طریقتونو څخه تر دا اوسه پوری هم د یوه مستقل دولت په توګه پاته دی  چی د ( مالتا دولت طریقت ) پنامه یادیږی .

         د طالبانو جنګیالی د وړوکتوب له وخت نه د خپلو مشرانو د اوامرو بیله قید او شرط   منلو ته روزل کیږی . هلکان ان به مدرسو کی ډیر سخت او درانده فزیکی او روانی تمرینونه سرته رسوی . د بیلګی په توګه ماشومان په زنځیرونو سره پر ځمکه باندی داسی میخ بند او تړل کیږی چی له خپله ځایه د حرکت کولو امکان هم نه تر لاسه کوی . دا ډول حالت ترهغه وخته دوام کوی چی ماشوم – شاګرد د قران کریم یوه سوره په یاد حا فظی ته سپاری . ددی ډول ستونزمنو تمرینونو به پایله کی د ،، طریقت ،، ښوونکی د سر ښندونکو وفادارانو ګارډ روزی . یو بل تاریخی ورته والۍ هم رایادولای شو او هغه داچی په مصر کی ،، مملوکا نو ،، او په ترکیه کی ،، عثمانی یانچاریانو ،، پرخپل وخت د ورته لارو څخه ګټه اخیستل . 

         ددی ټولو سره سره بیاهم دایوه پوښتنه پرځای پاته ده : ایا د ،، طالبانی طریقت ،، نننی او راتلونکی مشران څوک دی چی دا ګړۍ ( ۱۹۷۷ ) دافغانستان واکداران دی ؟ د طالبانو د مشرانو څخه هغه کسان چی موږ په افغانستان کی ولیدل او خبری اتری مو ورسره وکړی ، دوی زده کړې ، هوښیار او په کار پوه کسان وو . دول خپل چاپیریال ډیر ښه درک کړی وو او خپل ټول حرکتونه یی په پوره سړه سینه سره کنترول . زموږ د ګروپ نه د یوه خبرلیکونکی د یوی پوښتنی په ځواب کی چی ملا محمد عمر څوک او په څه خاطر ستاسی د دومره باور وړدی ؟ یوه طالب داسی ځواب ورکړ : ،، دا ډیره ساده خبره ده خو تاسی ته یی درک کول مشکل کار دی  - ملا محمد عمر هغه څوک دی چی هیڅکله نه تیر وځی ،، .

     په پای کی دا یوه خبره هم دیادولو وړ بولم چی افغانستان ته زموږ سفر په روسیه کی د ( مسلمانانو اتحادیی ) لخوا سازماندهی او تنظیم شوی وو . 

د لیکنی پا ی  . کابل – جلال اباد – پیښور – مسکو

     د لیکوال لنډه پیژندنه : ښاغلۍ ماکسیم شیفچنکو د روسی راډیو تلویزیون چلونکۍ او وتلۍ ویاند دی . دی دخپلی ژبی روسی نه برسیره په انګریزی ، المانی او عربی ژبو روانی خبری کوی . په بیلابیلو ورځپاڼو ، مجلو او جریدو کی یی کار کړی ، دمعاصرو ادیانو دستراتیژیکی او څیړنیز مرکز مشر پاته شوی ، د راډیو او تلویزیون بیلابیل پروګرامونه یی مخ ته بیولې دی او یوازنۍ روسی توکمه ژورنالیست دی چی دطالبانو دحاکمیت پروخت یی په ۱۹۹۷ کال کی د دوی د مشرانو سره لیدنی کتنی کړیدی .    د ژباړی پای .

       د پښتو ژباړونکې لخوا څو دیادونی وړ څرګندونی  :

      د لوړی لیکنی و پښتو کولو ته می د دوو خبرو له کبله ملاوتړل : لومړی داچی د داسی وتلی روسی ژورنالیست په قلم دسترګو دلیدلی حال پر بنسټ دا ډول یوه  لیکنه راته په زړه پوری وه . دویم داچی طالبان که څه هم دنورو ټولو سیاستوالو پشان انسانان او دټاکلو نیمګړتیاوو څخه خالی نه وه ، خو دوی ته کله ناکله داسی کارونه او ناخوالی منسبوی او حتی د واقعیت نه بیخی لیری هنری فلمونه یی په هکله جوړوی چی دی ته دطالبانو د مخالفانو د دروغجن تهمت نه پرته بل څه ویلای نشو . زما په ګمان دداسی دروغجنو تهمتونو لګول لکه په یو لړ هنری فاسدو او کاذبو فلمونوکی چی پر طالبانو لګول شویدی ، نه یوازی بی انصافی بلکه دژورنالیستیکو اخلاقو څخه هم دباندی کار دی . زه فکرکوم چی دا ډول کارونه نه داچی د ذهنیتونو په روښانه کولو کی مرسته نه کوی ، پوره یقین لرم چی ناوړی موخی او د اویو خړول یی دمنځ ټکۍ دی . ځکه می نو وغوښتل پدی حساسو شیبو کی چی د سولې خبری دافغان مشرتابه د پروګرام اونړیوالو رسنیو دلیکنو ږیږه سرلیکونه جوړوی ، ددی لیکنی په ژباړلو سره دخپلی خوا نه هم یوه وړه خښته ددی ودانۍ په بنسټ کی کښیښودلای شم او دروغی جوړی په لاره کی د هغو کسانو د ذهنیتونو په روښانه کولو مرستندوی وګرځم چی د تنظیمی انارشیزم دپلویانو ناوړو تبلیغاتو یی په سترګو کی خاوری پاشلې دی . برسیره پر دی غواړم د لوړی لیکنی د څیړنیزی برخی د منځپانګی په هکله هم څو ټکې روښانه کړم :

        لکه څنګه چی ما هم تل پخپلو لیکنو کی  داموضوع په پراخه پیمانه څیړلی ده ، زه د لوړی مقالی د لیکوال ښاغلی شیفچنکو د ارزونی سره پدی هکله په بشپړ ډول همږغۍ یم چی د طالبانو څرګندیدل په افغانستان کی د تنظیمی حکومت پر مهال دداسی شرمونکو ناخوالو لکه غلا ، چور وچپاول ، لاره نیول ( پاټک اچونی ) ، سړې وژنی ، انسان تښتونی ، جنسی تیریو ، زورواکیواو نورو نادودو په وړاندی د دافغان زوریدلو خلګو د غبرګون یوه طبعی او لازمی پایله ده . مګر دده دا نظر ماته ډیر پر ځای نه ښکاری چی د طالبانو جنګی عملیات یی د صلیبیانو دوخت د جنګی خوزښتونو اویا دهغه وخت دجنګی طریقتونو سره په پرتلیز ډول یاد کړیدی . د صلیبی جنګونو لومړۍ جنګی خوزښت په اروپاکی په ۱۰۹۵م. کال د رومی پا پ ( اوربان ۲ ) په نوښت د سلجوقی ترکی مسلمانا نو د ولکی څخه د فلسطین او په ځانکړی توګه د یوروشلیم ( بیت المقدس . ژباړ. )  چی د اسمانی دری واړه ادیانو دپلویانو لکه مسلمانانو ، عیسویانو او یهودیانو د پاره یو مقدس ښار ګڼل شویدی ، د ازادولو تر شعار لاندی راپیل شو . ددی جنګونو وروستۍ لړۍ په ۱۲۷۲م. کی پای ته ورسیده . پدغه موده کی ټوله ۹ واره جنګی خوښتونه ترسره چی په ترڅ کی یی بی شمیره کسان مړه او ښارونه د خاورو سره برابر شوه . ددغو جنګونو دپیل ظاهری موخه د یوروشلیم ازادول او دمسحیت په خپرولو کی خپله دینی دنده ترسره کول وو ، خو وروستی جنګونو وښوده چی دا یوازی هغه ظاهری شعار وو چی پر بنسټ یی دجنګیالیو را ټولول اسانه کیده ، مګر اصلی موخه د پردیو ځمکو لاندی کول او داشغال شوو اولسونو پر مادی او معنوی شتمنیو پاندی لاسبرۍ وو .

       دتامپلیرانو  او هسپتالیانو طریقتونه هم په حقیقت کی د مسحیانو یو ډول دینی – نظامی تحریکونه وه . دپیلګی په توګه تامپلیرانو طریقت  په ۱۱۱۹م. کال دلومړی او دویم صلیبی جنګونو تر منځ د رومی پاپ په تايید پیل شو . و دغه دینی – نظامی تحریک ته ډیرۍ دسپاره نظام ناشتمن غړی راجلب کیدل . ددی طریقت غړو باید دخپل مادی ژوند او ان خپلوانو سره اړیکی شکولی او دژوند تر پایه باید مجرد بی واده پاته شوی وای . ددوی غذا یوازی وچه ډوډی او اوبه وی ، نور ټول نعمتونه پر دوی باندی حرام ګڼل کیده ، جامی یی باید ډیری ساده او هیچاته د شتمنیو درلودلو جواز نه وو . که د طریقت د کوم غړې تر مرګ وروسته دده څخه په پاته شوو شیانو کی سره زر یا سپین زر اویاهم پیسی موندل شوی وای ، نو دهغه مړۍ ته دا جواز نه وو چی ددوی د پاره په ټاکل شوی مقدسه ساحه کی ښخ کړل شی. او که چیری دده دمړې تر ښخیدو وروسته داشیان موندل شوی وای ڼو مړۍ باید له قبره را ایستل شوی وای او سپیانو د خوړلو د پاره اچول شوی وای . خو دا ډول مقررات په عمل کی یوازی د طریقت پر بی وسه غړو او لیکو باندی دتطبیق وړ وه . تاریخی اسناد ددی خبری څرګندوی دی چی ددی طریقت غړی دجنګی غنیمت په اړوند ډیر حریص خلګ او دومره ظالمان وه چی د غنیمت ترلاسه کولو پخاطر یی نه یوازی اشغال شوی اولسونه په بیرحمانه توګه  وژل بلکه دخپل طریقت پرغړو باندی یی هم صرفه او زړه سوی  نه کاوه .

       واقعیت خو دادی چی د مسحیت په فلسفه کی هر ډول زور زیاتۍ او جنګونه مردود شمیرل شوی دی او عدم تشدد دلته پدی فلسفه کی غوښینه برخه لری . جنګ ته دانګل او د مرګ ژوبلی او وینی تویونی په موخه  وسله کارول دمسحیت د دین په احکامو کی په هیڅ حالت کی هم جواز نلری . دا پداسی حال کی ده چی تر صلیبی بیرغ لاندی په جنګونو کی بی شمیره بشری جنایتونه ، مرګ ژوبلی او ان د جنوسایډ پیښی ترسره شوی .

       را به شو طالبانو ته .  په افغانستان کی د طالبانو د را څرکندیدو سره سم ددوی اصلی شعار د شر او فساد په وړاندی د جهاد پخاطر وسلې ته لاس اچول وو . په اسلامی احکامو کی داکار د مسحیت د احکاموپه خلاف نه یوازی داچی جواز لری بلکه یوه دینی وجیبه هم ګڼل شویدی . طالبانو پخپل هیواد کی دشر او فساد د ورکولو ، سیاسی ټیکاو او سرترسری امنیت راوستلو پخاطر توره تر ملا وتړل . دوی هیڅکله هم دخپل هیواد د پولو د پاندی دنورو د ځمکو د نیولو شعار وړاندی کړی ندی . طالبانیزم هغه افغانی پدیده وه چی نطفه یی د تنظیمی جنګونو په بطن کی ددغه انارشیزم د زوال په موخه چی ټولنی ته نو د زغم وړ نه وو ، کښیښودل شوه ، وده یی وکړه او د را زیږیدو سره سم یی په لنډه موده کی د تنظیمی جنګونو افت له منځه یووړ او په هیوادکی  یی د سرترسری امنیت ټینګولو په لور چټک ګامونه واخیستل .

        دښاغلۍ ماکسيم شيفچنکو ددی ارزونی منل هم ماته ګران دی چی ګوندی طالبانو د ( نقشبندیه طريقت ) تر اغيزی لاندی وسلی ته لاس اچولۍ دی . داځکه چی : نقشبندیه طريقت زما دمعلوماتو له مخی دتصوف د يوی نوی لاری په توګه د ( قادریی طریقت ) او ( چستیه طریقت ) وروسته منځته راغلی چی بنسټ ایښودونکۍ یی خواجه بهاوالدین محمد نقشبند بخارایی ( ۷۱۸ ۷۹۱  ق. ) یاد شویدی ، د رامنځته کیدو سره سم یی په نسبتا کمه موده کی د خراسان او ماورالنهر په هیوادونو کی  ښایسته ډیر پلویان ترلاسه کړه . ددی طریقت پیرو صوفی باید په ظاهره د خلکو او په باطن کی د حق ( معبود برحق  ، رب العالمین ) سره وی ، دبیکارۍ او لهوالعب څخه باید ځان وژغوری . نقشبندیه د اعتدال او میانه روۍ طریقت دی چی دپخوانیو طریقتونو په خلاف یو نقشبندی صوفی دپاک خدای ذکر په جهر ( لوړ اواز ) نه بلکه  په خفیه ډول یغنی په زړه کی ادا کوی ، لکه یو ددی طریقت پیرو صوفی شاعر چی وایی :

ای برادر در طریق نقشبند
ذکرحق را دردل خود نقش بند

       پدی طریقت کی همدغه دعبادت اسانی لاری ددی لامل شوی چی په ټولی اسلامی نړۍ کی په پراخ ډول خپورشی او ځانته پریمانه پلویان پیداکړی . 

       دی طریقت  په افغانستان کی يی هم د صوفيانو تر منځ ځانته ټاکلۍ پلويان درلودل او لری یی  ، مګر طالبان ( ملايان ) صوفيان ندی . تصوف په اسلام کی د فی السبيل الله عبادت هغه لاره ده چی له مخی يی صوفيان خپل ټول نفسانی خواهشات لکه دمادی شتمنيو حرص او نور ترپښو لاندی کوی او پرځای يی د عرفان ( خدای پيژندنی ) لاره په مخ کی نيسی . داکسان يا پخپله لږ و ډيره شتمنی لری چی دژوند حد اقل اړتياوی پری پوره کولای شی اويا هم دکار او زيار له مخی دومره څه پلاس راوړی چی خپله ګذاره په وکړی او فقر کولو ته احتياج نشی . دوی دخپل وخت پاته برخه په عبادت تيروی . ددی خبری سره سره چی په صوفیانو لوی عالمان تیرشویدی  مګر صوفيانو ته داوږده دينی تعليم تر لاسه کول حتمی کار ندی ، ځينی صوفیان خو يی لا پوره سواد هم نلری . طالبان او ملايان بيا دينی علما دی چی کلونه کلونه په منظم يا نامنظم ډول د دينی زده کړو نصاب بشپړوی او په ختم کی ديوه لوی مد رس  مولوی لخوا  دشهادتنامی په توګه لونګۍ ورته تړل کيږی . دا کسان مسلکی دينی  خلګ دی چی اکثره يی دهمدغه تعليم دلاری ځانته حلال رزق او روزی پلاس راوړی او دخپلو مادی اړتياوو پوره کول ورباندی کوی .

        په سيا سی او نظامی لحاظ د طالبانو تحريک اوږد تاريخ نلری او لکه څنګه چی ښاغلی شيفچنکو ياده کړی د ١٩٩٤ کال راهيسی يی دهيواد په تاريخ خپل ځای او رول ثبت کړيدی . دوی اصلا د شوروی يرغلګرو پر ضد دافغانانو دجهاد پروخت د بيلابيلو جهادی تنظيمونو غړی وه چی د شورويانو ترماتی او دافغانستان څخه ددوی تر شړلو وروسته يی وسله پرځمکه کښيښوده او خپل عادی ژوند ته يی مخه کړه . کله چی دوی د دتنظيمی جګړو ناورين ، د قوماندانانو ملک الطوايفی او ددی فساد په بطن کی دهيواد د تجزيی خطر په سترګو وليدی ، نويی يو ځل بيا وسلی ته لاس واچاوه ، د طالبانو پنامه سره راټول او دجهاد ناره يی پورته کړه خو داځل يی دجهاد موخه دشر اوفساد محو کول او دهيواد د ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه وه . پدی مقدسه وظيفه کی پاک څدای توفيق د دوی په برخه کړ او ډير ژر يی نژدی ټول هيواد دشر اوفساد له ناورين  څخه وژغوره ، دخلګو مال او ناموس په امان شو او او نور دتوپک او توپونو په ډز ماشومان له خوبه نه پاڅيدل .

       په پای کی غواړم د فرصت نه په ګټه اخیستلوسره دیوی بلی خبری یاددونه هم وکړم چی هغه دماکسیم شیفچنکو د لیکنی  سره تړاو نلری : په هیواد کی دملی  روغی جوړی خبره چی دامهال په کور دننه او دباندی کی د رسنیو ږیږه سرلیکونه جوړوی ، داهغه خبره ده چی په یادولو ، بحث کولو او ژور څیړلو ارزی . که پدی اړه هر څومره لیکنی وشی  بیاهم لږ دی . داځکه چی زموږ هیواد او هیوادوال روان دیرش کلن خونړی ناورین دومره ځپلی دی چی نو یی چاړه و هډوکوته رسیدلی ده . هغه څوک به خدای هیڅکله هم ونه بخښی چی ددغی غمیزی په وړاندی بی پروا کښینی او تماشا یی وکړی . هر افغان لا څه کوی چی هر انسان دافغانانو پدی وضع باید و زوریږی او دحل پرلارو چارو باتدی یی باید فکر وکړی . همدا اوس د هرګړی په تیریدو سره یو طلایی چانس زموږ دلاسه وځی . زما په اند باید دولت او طالبان دواړی خواوی د سولی د خبرو په وړاندی پر خپلو شرطونو باندی یوار بیا دسره کتنه وکړی . د دولت دا شرطونه چی یوازی د میانه رو طالبانو سره خبرو ته اماده ګی ښیی ، دخارجی قواوو په شتون به اول هغوی وسلی پر ځمکه ایژدی ، موجود اساسی قانون به منی او لدی وروسته به دوی ته داچانس ورکول کیږی چی د دولت د عالیقدرو استازو سره دخبرو اترو میز ته کښینی . د سولی د پاره د دا ډول یوه شرط وړاندی کول ډیره بیځایه غوښتنه ده ځکه ددغه ډول طالبانو سره خو دولت هیڅ ستونزه هم نلری او دهغوی سره و دیرو خبرو اترو ته اړتیا نشته . طالبان دی هم خبل پر دی شرط باندی چی ټولی خارجی قواوی باید اول له افغانستانه ووځی او وروسته دی خبری اتری پیل شی ، یوار بیا غور وکړی . د دواړو خواوو نه د دا ډول شرطونو وړاندی کول نه یوازی داچی سولی ته لاره نه خلاصوی بلکه هغه په ټپه تړی . دسولی مذاکری د دواړو څخه د نیک نیت اوټینګی سوله ایزی ارادی غوښتنه کوی . شرطونه باید دیو بل دتشویق په هکله د مقابل لوری دپاره تر ډیره حده دمنلو وړ وی . د سولی غوښتنه داده چی دواړی خواوی باید بیله قید اوشرط نه خبرو ته کښینی او هلته د مذاکرو پر میز باندی خپل شرطونه یو بل ته دغور او بحث پخاطر وړاندی کړی  . که چیری داړخونو هدف وټینګی او دایمی سولی ته رسیدل وی ، نو کیدلای شی یوبل ته دتیریدو په پایله کی پریوه مناسب دریم وریانت باندی پریکړه وکړی او دواړی خواوی ورباندی امین ووایی . طالبانو ته باید داخبره معلومه وی چی ددغو خارجی لښکرو په هیوادونو کی خلګ نور دافغانستان دجنګ نه  ستړی شوی او داسی  په تنګ راغلی چی حکومتونه یی د وتلو دپاره یوه بهانه لټوی . ددی خبری ډیره ښه بیلګه د افغانستان پرموضوع دهالینډ هیواد د حکومتی  اییتلاف ړنګیدل  او پدی لړۍ کی دناټو د نورو هیوادونو په پارلما نونو کی جدی بحثونه دی .

        ددی خبری معنا داده چی نور د بوش د اداری د لویی غوښتنی سیاست ماته خوړلې چی دنړۍ په هر ګوټ کی یی دنړۍ د تسخیرولو په موخه دخپلو دایمی نظامی مرکزونو و جوړولو ته لیڅی را نغښتې وی . افغانانو ته پکار ده ددغه وخت حساسیت په پام کی ونیسی او دخپل هیواد په ګټه په سنجول شوی سیاست او هوښیارانه دیپلوماسۍ سره ورنه کار واخلی . که خدای مه کړی موږ یوار بیا د تیرو اشتباګانو په لومه کی بند پاته شوو ، نو تاریخ به مو هیڅوخت هم ونه بخښی . خدای دی وکړی چی داسی ونشی .

په مینه او بیرزوینه ! 

د لیکنی  پا ی .

 


 

اجتماعی ـ تاريخی

صفحهء اول