© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


               
 


 

ژباړونکۍ : پوهنمل حاجی محمد نوزادی

 

                          د طالبانو طریقت  ( لومړۍ برخه )

                پښتنو ګورې یو په  بل مو وژنی                 لکه پردی  هسی په خپل مو وژنی
            
  یا به کښتۍ له ډوبیدو ژغورو نن               یا خو په څنګ کی د ساحل مو وژنی 

                                                                                ( ح. م. نوزادی ) 

 

            د افغان – جرمن انلاین په ویاړلۍ سایټ کی می تیره ورځ  د ( طریقت طالبانی ) تر سر لیک لاندی یوی لیکنی ته پام واوښت چی محترم غوث جانبا ز په ډیره روانه او خوږه دری ژبه باندی د ( نیزاویسیمایا ګا زیته ) بنامه له روسی ژبی ورځپاڼی نه ژباړلې وه . دلیکنی اصلې لیکونکۍ ماکسیم شیفچنکو نومۍ  روسی ژورنالیست او سیاسی څیړونکۍ دی . دغه ژورنالست په ۱۹۹۷ د طالبانو پلاس  دکابل تر فتحی لږ وروسته افغانستان ته سفر کړی وو ، هلته په ازاده پښه ډیر ګرځیدلې ، دطالبانو دکړو وړو په هکله  یی تر وسه وسه ډیر معلومات را ټول او بیا د جلال اباد د لاری پیښور او له هغه ځایه بیرته مسکو ته راګرځیدلې دی . دالیکنه یی د هم هغه کال د جولای په ۸ نیټه به نوموړې ورځباڼی کی خپره کړیده . ښا یی محترم جانباز صاحب به پدی  خاطر لیکنه اوس ژباړلې اونشر ته سپارلې وی چی دطالبانو سره د روغی جوړی خبره داګړۍ د ورځی دیوی بیړنۍ غوښتنې په توګه د هیواد په دننه او بهر کی د رسنیو ږیږه سرلیکونه جوړوی .

          پدی هیله  چی د روغی جوړی دغه توده خبره هیڅکله هم سړه نشی او په وطن د دایمی سولی یوه پیلامه وګرځی ، ما وپتییل چی یاده شوی لیکنه  په پښتو ژبه هم وژباړم . خو داچی د ورځپاڼی هغه ګڼه می  په روسی ژبه په ګوتو رانغله څو په نیغه می له روسی نه ژباړلې وای ، ځکه نو ا ړوتم  د دری ژبی نه یی چی محترم جانباز ډیره خوږه ژباړلې ده  ، پښتو ژبی ته راواړوم او تر مینه والو پوری یی ورسوم  . خدای دی وکړی چی د لوستونکو خوښه او د روغی جوړی په وړاندی د ذهنیتونو دروښانه کولو په اړوند  زما د هلو ځلو په لړ کی یو بل وړوکۍ غوندی چوبړ وګڼل شی . ترلوړو اړینو یادونو وروسته  دادی دژباړنی پښتو بڼه په درنښت سره دلوستونکو مخ ته ایږدم :

         موږ طلبان  لومړې ځل د۱۹۹۶ کال د سپتمبر په میااشت  هغه وخت ولیدل چی داحمد شاه مسعود چریکانو ددوی دجبهی لیکه دشا دخوا پری کړی وه او دپروان دری په یوه تنګی کی یی هغوی جبل السراج ته نژدی محاصره او تر خپلو ضربو لاندی راوستې وه. لږ وروسته دلس ګونو تنکیو زلمیانو جسدونه چی توری لنګوټې یی پرسر وی ، دهغه سړک پرغاړو پراته وه چی دسالنګ تونل نه د جبل السراج په لور غزیدلې ده . په همدغه پیښه کی د طالبانو لومړنی اسیران هم د مسعود دنفرو پلاس ورغلل . اسیرانو نه غوښتل چی عکسونه یی واخیستل شی ځکه یی نو د عکس اخیستلو پروخت خپل سرونه بلی خواته اړول . دوی همدارنګه دمسعود کسانو ته په ډیره بی تفاوتۍ سره لنډ جواب ورکاوه . تر دغه مهاله موږ د طالبانو په هکله یوازی د وحشتناکو ویدویی صحنو ، د جمهور ريیس نجیب الله د غرغره کولو او دهغو سخت ګیریو له مخی قضاوت کولای شو چی دوی ته به یی دشرعی قوانینود تطبیق په چارو کی منسوب کول . داچی طالبان په رښتنی توګه څوک دی او ددوی دحاکمیت په سیموکی دخلګو ژوند او وضعیت څنګه دی پکار وه چی هغو سیمو ته یو ځل سفر وشی .

          موږ د ورځپاڼی خبرلیکونکو نه دسفر نه وړاندی او نه  هم دسفر پرمهال د طالبانو د کړو وړو په اړوند هیڅ ډول استخباراتی معلومات ندرلود . که زموږ سره داسی معلومات موجود وای ، ښا یی چی موږ ته به دا امکان پلاس راغلی وای چی ددغو پیاوړو او غښتلو قوتونو دپټوعملیاتو په باره کی ځینی ( پټ رازونه ) درک کړو . خو سره لدی هم موږ په ازاده پښه دافغانستان تر نیمی برخی نه په زیاته برخه کی وګرځیدو او هرڅه مو پخبلو سترګو ولیدل . دادی په لاندی کرښو کی پدغه اړه خپل ترلاسه کړی معلومات د لوستونکو سره شیریک کوو:

          طالبان د یوه نظامی ځواک په توګه په ۱۹۹۴ کال کی راڅرګند شول . یوه ورځ د یوه قومی مشر ( اصلا جهادی قوماندان وو ، نه قومی مشر . ژباړونکۍ. ) نفرو هغه کاروان چور کړ چی دکوم چا شخصی مالونه یی انتقالول . مګر هغه پیښه چی تردغه چپا ول وروسته منځته راغله  ، دهغی سیمی ټول خلګ یی به ژوره توګه هک پک او په حیرت کی واچول . هغه دا وو چی یو شمیر کسانو نه یوازی هغه مالونه بیرته په بوره اما نت دارۍ خبل خاوند ته پلاس ورکړل بلکه چور کونکی داړه ماران یی هم په سخته جزا ورسول . وروسته خلګو ته جوته شوه چی دغه نیک عمل د ( مدرسو وسله والو طالبانو ) ترسره کړی وو . له همدغه ځایه د طالبانو پنامه یو تحریک د لومړی ځل دپآره د افغانستان په تاریخ کی ثبت شو .

 طالبانو ولی دومره بریا لیتوبونه پلاس راوړل ؟      په افغانستان کی د وروستیو کلنو وسیاسی- نظامی پیښو ته حتی یوه لنډه کتنه هم دا په ګوته کوی چی دی هیواد هیڅکله هم د طالبانو پشان منظم او پیاوړۍ ځواک ندرلود . داسی قوت چی دجنګ په ډګر کی یو په بل پسی بریالیتوبونه ترلاسه او خپل ډیر ډارونکې او زورور دښمنان له منځه یوسی . د دوو کلنو په موده کی دوی د هیواد ستر ولایتونه لکه کندهار ، هرات ، جلال اباد او په پای کی د افغانستان پایتخت کابل پلاس راوړل . دمجاهدینو جنګیالی چی دشوروی اردو په وړاندی یی اوږده پارتیزنی جنګونه کړی وه ، اوس هری خواته په تښتیدو او د هیواد په شمالی سیمو کی سره وپا شل شول . یوازنۍ شی چی تنظیمی ډلی یی تر اوسه پوری د طالبانو پلاس د محو کیدلو نه ژغورلې دی ، هغه دافغانستان غرنۍ  او ډیره صعب العبوره ځمکه  ده . کنه ډیر پخوا به لا طالبانو هغوی له منځه وړی وای . همدا اوس هم طالبانو دهیواد دوی دریمی برخی ( د ۱۹۹۷ کال جولای ) تر خپل کنترول لاندی راوستی او داسی ښکاری چی ډیر ژر به دهیواد پاتی برخی هم ددوی پلاس فتح شی .

د طالبانو ضد ایتلاف له چا نه جوړ دی  ؟  ترهغه ځایه چی موږ معلومات لرو  ، پدغه ایتلاف کی د پخوانی وسله والو قواوو پاتی شونی لکه  ،، ملی جنبش ،،  ( چی مشر یی پخوا دوستم او اوس د هغه سیال دښمن عبدالمالک دی ) ، دنظار شورا ( داحمد شاه مسعود په مشرۍ د تاجکانو یوه ډله ) ، د کریم خلیلی د وحدت حزب ، د ګلبدین حکمتیار اسلامی حزب او د برهان الدین ربانی د اسلامی جمعیت څو پاته شوی ګروپونه چی د ورکیدو په حال کی دی او ځینی نوری ډلګۍ چی همدارنګه اوس مخ په ورکیدو دی ، ګډون لری .

           د هیواد د اسماعلیه ډلی وضعګیری چی په شمالی او مرکزی غرنیو سیمو کی اوسیږی لا تر اوسه پوری پوره معلومه نده . معلومیږی چی دوی پدغه اییتلاف کی د ګډیدو مینه وال ندی او د دوستم د ملیشو سره په تاکتیکی ډول سر ښوروی تر څو په شمال کی د هغوی د نفوذ نه زیانمن نشی . دغه مذهبی سازمان  چی د اغا خان لخوا اداره کیږی ،  په نړۍ کی تر ټولو بډای مذهبی سازمان دی . له همدی کبله دطالبانو په ګډون هیڅوک نغواړی دهغوی سره خپلی اړیکی خرابی کړی . دی سازمان هم عادت نیولې چی په کابل کی دهر حاکم رژیم سره خپلی دوستانه اړیکی وساتی .

          د وروستیو کلنو پیښو دا وښوده چی د طالبانو پرضد هیڅ یو ایتلاف هم پخپلو منځو کی یوبل ته دخیانت کولو او ان خونړیو تصادمونو څخه خوندی ندی پاته شوی . دا دول اییتلافونه په عام ډول د مذهبی ، سیمه ایزو ، او ژبنی نژدیوالی پر بنسټ منځته راغلی دی . د قومونو ، مذهبونو اوسیموتر منځ د دوستۍ ګډ ژوند پخوا د پیاوړی  مرکزی ا داری په مټ تامین کیدی او چی کله به په مرکزی اداره کی څه ناتوانی او کمزوری منځته راغله ، خونړی پیښی  تری نه زیږیدلای  شوی .

          په افغانستان کی د ( تنظیمی حکومت ) پر مهال دمسخرو وړ صحنی منځته راتلی . د بیلګی په توګه جمهور رییس ربانی دخبل صدراعظم حکمتیار سره او د دفاع وزیر یی احمدشاه مسعود بیا د دواړو سره په جګړو اخته وو . د ،، اییتلافی کا بینی ،، غونډی یی هم پدی ډول تر سره کیدی . د هیواد په شمال کی وروستی پیښی دا وښوده  چی د ،، طالبانو ضد اییتلاف ،، په لیکو کی دعمل یووالۍ وجود نلری . د عبدالمالک یوه حرکت د سیمی  ،، زورور ،، قوماندان رشید دوستم په یوه حمله له پښو واچاوه او تیښتی ته یی ا ړ ویست .

            لویی غوښتنی ، ځان غوښتنی او ځان  ښودنی د ،، اییتلاف ،، دمشرانو تر منځ زور اخیستۍ دی  . ویل کیږی چی طالبانو دخپلو بریاوو لویه برخه د وسله والو مخالفانو د تطمیع کولو او رانیولو له مخی پلاس راوړی دی . پدی لړ کی د ډیرو پیسو خیری کیږی . وایی چی طالبانو د ۲ څخه تر ۲۵ میلیونه ډالرو پوری سیمه ایزو ،، قوماندانانو ته د کابل خخه د تښتیدلو ، غافلګیره کولو او وروسته بیا د دوستم د شړلو په موخه ورکړی دی . هغه کسان چی پدی ډول طالبانو ته را جذبیدل ، مجبوره چی توری یا سپینی لنګوټی پر سر او د دوی نو ر مقررات ومنی .

     د طالبانو دتحریک په دننه کی داخلی مقررات په لنډه توګه دا وه :

الف ـ  بیله قید او شرط نه د واحد امریت څخه اطاعت کول ( طالبان د ۶ تنو مولوی صاحبانولخوا چی په کندهار کی ناست دی ، اداره کیږی . ددوی روحانی رهبر ملا محمد عمر او د دولت مشرتوب یی د ملا محمد ربانی پرغاړه دی ) .

ب ـ د ما فوق مشرتابه اوامر او فرمانونه بیله ځنډ ، شک او تردید نه عملی کول .

ج ـ ا سلامی ارزښتونه او ملی ګټی تر قومی او سیمه ایزو ګټو لوړی ګڼل .

        په افغانستان کی دسفر پرمهال او له هغه نه وروسته موږ پخبلو کی یو له بل نه دا پوښتنه کول : ایا تر اوسه پوری داسی پیښه چا لیدلې ده چی د طالبانو کومه ډله دی وخپلو مخالفو قوتونو ته ور اوښتی او یا ورته تسلیمه شوی وی ؟ څو ورځی وړاندی یوه حیرانونکې ګنګوسه خپره شوه چی ګویا د طالبانو د اطلاعاتو اوکلتور وزیر ملا متقی په مشرۍ یوه دری زره کسیزه ډله د سالنګ په شمال کی پلخمری ته نژدی تر محاصری لاندی راغلی او ډیر ژر به مخالفانو ته تسلیم شی . ددی پیښی په اړه بیلابیل روایتونه ارویدل کیدل . یو روایت داسی وو چی دحکمتیار او سالنګی کوچنیو پارټیزنی ډلو نوموړی طالبان بی وسلی کړی اویا یی خپلی خواته ور اړولی دی . مګر څو ورځی وروسته معلومه شوه چی دملا متقی دغه انډیوالان نه یوازی داچی بی وسلی شوی ندی ، بلکه هغوی لا نور هم دسیمه ایزو قوماندانانو د ورسره یوځای کیدو له کبله اکمال شوی او پیاوړی شوی دی . لدی نه وروسته طالبانو وکړای شول د تاجکستان سرحد ته نژدی دکندز هوایی ډګر چی ډیر ستراتیژیک اهمیت ورته لری ، دخبلو مخالفانو څخه تر لاسه  کړی . طالبانو دامهال دمخالف اییتلاف دجبهی شاته سنګر نیولې  چی لدی لاری به وکړای شی پرهغوی باندی مرګونی ضربی واردی کړی .

د لومړۍ برخی پا ی . نور بیا  .

 

 


 

اجتماعی ـ تاريخی

صفحهء اول