© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


               
 


 

ژباړونکۍ : پوهنمل حاجی محمد نوزادی

 

 

                     د طالبانو طریقت  ( دریمه برخه )

     پښتنو ګورې یو په  بل مو وژنی                 لکه پردی  هسی په خپل مو وژنی
   
 یا به کښتۍ له ډوبیدو ژغورو نن               یا خو په څنګ کی د ساحل مو وژنی 

                                                                                ( ح. م. نوزادی )
 

    د پښتو ژباړونکی یوه لنډه یادوونه :

        پدی برخه کی د مقالې لیکوال دهغو ګنګوسو یادوونه کوی چی په پیښور کی یی دافغا نی مهاجرانو له خولی دافغا نی طالبانو دمشر ملا محمد عمر د هویت او موجودیت یا نه موجودیت په اړوند ارویدلې دی . داچی دهغه د فزیکی موجودیت په هکله واقعیت اوس ټولې نړۍ ته معلوم دی ، ځکه نو زه دلنډیز پخاطر د ټولو خبرو له ژباړنی نه تیریږم ، خو ګنګوسی په لنډه توګه داسی وی چی ګویا پخپله ملا محمد عمر فزیکی وجود نلری او اصلا دا سړی هم هغه حفیظ الله امین دی چی د۱۳۵۸ کا ل دجدی په شپږمه شپه روسانو دی وژلې نه وو بلکه شوروی ته یی لیږلې وو ، اوس بیرته خپل وطن ته راغلی دی او دملا محمد عمر په رول کی کار کوی . ځینو لا داسی هم ورته ویلې وه چی دا سړی دپخوانی پادشاه محمد ظاهرشاه یو ځوی دی چی اوس طالبان رهبری کوی . د ځینو نورو له قوله دی لیکی چی ملا محمد عمر اصلا د دفاع پخوانۍ وزیر شهنواز تڼۍ دی . لیکوال دلوړو ګنګوسو له یادولو وروسته زیاتوی او وایی چی ملا محمد عمر که هرڅوک یعنی حفیظ الله امین یا د ظاهر شاه ځوی او یا هم تڼۍ  وی او لوړ یاد شوو کسانو غوندی صاحب منصبان یی د لوړ پوړو قوماندانا نو په توګه ورسره هم وی ، بیاهم دوی ټوله افغانان او دی ټولنی ته بیګانه خلګ ندی . دوی حق لری په خپل وطن کی د ټیکاو او سرترسری حاکمیت د ټینګولو دپاره مبارزه او هر ډول هلی ځلی وکړی .

       لدی لنډی یادونی وروسته غواړم دژباړی پاته برخه لوستونکو ته په لاندی کرښو کی وړاندی کړم :

 د طالبانو په سیمو کی د زور زیاتی شتوالې یا نشته والې :

       پدی اړه هم غواړم د خپلو سترګو لیدلې حال ووایم . باید پر دی خبره اعتراف وکړم ، دهغه څه انتظا ر چی می درلود ، موږ دخپل سفر پر وخت په افغانستان کی ونه لیدل . هلته دطالبانو لخوا د ،، زور زیاتی او ترور ،،  نښی نښانی زموږ تر سترګو نه شوی ، خوبیا هم پکار ده د یوی پیښی یادوونه وکړم : د کا بل څخه د وتلو په لاره کی طالبانو موټران درول او تلاښی کول یی . یوه بس موټر ته نژدی چی دخلګو ګڼه ګونه وه ، د غالمغا ل او شر وشور اوازونه تر غوږ شوه . پدی وخت کی یو د پاخه عمر طالب او دوه تنه ځوان وسله وا ل طالبان دخلګو په منځ کی را ښکاره شول . د دوی په را څرګندیدو سره غالمغال چوپ شو او هغه شخړه چی لا پوره پیل شوی نه وه ، پای ته ورسیده . د یوه نفر طالب پلاس کی مو هغه دیګ ولیدی چی له یوه سړی نه یی اخیستې وو . طالب یو دم په ډیر قهر سره دیګ وغورځاوه ، د ټوپک په قنداق یی هغه وټکا وه او بیا یی په پښه وواهه او دسړک پرغاړه یی یوی کثافتدانۍ ته واچا وه . دویم طالب په قهر او امرانه ډول وهغه سړی ته یوڅه وویل چی دیګ تری نه اخیستل شوی وو . سړۍ چوپ خوله پاته شو او ځان ی ارام ونیوی . طالب اول هغه په لغته وواهه او بیا یی له ګریوانه ونیو او د قرارګاه خوا ته یی بوت . وروسته زموږ دسفر رهنما راته وویل چی طالبا ن پاکستان ته د کباړ او فلزاتو وړل منع کړیدی . دا چی موږ ژبه نه زده نو د پیښی په ټولو جزییاتو باتدی پوره پوه نه شوو . ښایی دابه هغه څه وی چی پرطالبانو باندی یی له کبله د ،، ترور ،، تورونه لګوی .اویا به دا هغه څه وی چی طالبان  لدغی لاری د ټولنیزو تخلفاتو په وړاندی میارزه کوی او له کبله یی پدی توانیدلی دی څو دخپل حاکمیت په سیموکی بشپړ امنیت او خوند توب تامین کړی .

چا دری هیڅ مزاحمت نه کوی :

        د وړو نجونو او زړو ښځو نه پرته باید ټولې میرمنی داسی چادری ( بُرقه ، بوغره . ژباړ. ) پرسر کړی چی بدن یی له سر نه تر پښو پوری ورباندی پوښلۍ وی . یوه اروپا یی سړی ته به ښه دا وی چی په افغانستان کی ښځو ته ان بی غرضه نظر هم وا نه چوی . د پردیو ښځو عکس اخسیتل کولای شی عکاس ته د مرګونی خطر سره تړلې خطر وی . د ویدیو یو کست مو ولید چی نوار یی د کورنیو چارو وزارت په انګړ کی د یوه ټانک د میلې پر سر پیچلۍ او ځوړند وو . موږ ته وویل شوه چی داکست د یوه برتانیوی خبر لیکونکی وو .

        په کابل کی د ښځو تګ راتګ اوس د خلق دموکراتیک ګوند د حاکمیت د وخت سره ډیر توپیر لری چی هغه وخت به ښځی او ځوا نی نجونی په تنګو لمنو کی بی پروا اوخرامانه ګرځیدی . خو سره لدی هم پدی سفر کی موږ لیدل چی کله کله به ښځو پخپلو منځو کی یا دخپلو نارینه وو سره دښار په کوڅو کی په لوړ اواز خبری کولی . موږ ان داسی هم ولیدل چی یوه بوغره والا ښځه د یوه نارینه سره روانه وه او خبری یی کولی ، یوځل هغه ته په قهر شوه ، په لوړ اواز یی څه ورته وویل اوبیا یی هغه پرلاس وواهه .. . . .   !

        وړی نجونی حق لری چی تر دریم ټولګۍ پوری ښوونځی ته ولاړی شی او په ټیټه سویه لیک لوست او حساب زده کړی . ښځی همدارنګه د نسایی او ولادی په څانګو کی د کار کولو اجا زه لری . په کابل کی دهغو نجونو اومیرمنو دپاره چی زده کړی یی کړی دی دا ډول مقررات دمنلو وړ ندی . خو د کلیو او بانډو د ښځو دپاره بیا  دی حالت هیڅ ډول ستونزی ورته رامنځته کړی ندی . د بیلګی په توګه زما ښه یاد دی چی په شوروی کی لا په تاجک میشتو او ازبک میشتو سیموکی د پردیو ښځو عکس اخیستل یو نامناسبه کار ګڼل کیدی . که په عمومی توګه ووایم عادی افغانی ښځی پخپله هم و پردی نارینه وو ته دخپل مخ د ښودلو مینه والی ندی او دا کار نه خوښوی . له همدی کبله ویلای شم چی د طالبانو دغه ډول مقررات یوازی دهغو میرمنو د پاره زورونکی دی چی اروپایی تربیه یی لرله او د دی ډول ښځو شمیر بیا په افغانستان کی ډیر لږ دی .

 په کابل کی بشپړ امنیت واکمن دی :

       د هغی ورځی راهیسی چی د یو لړ خیانتوتو ( د لیکوا ل موخه د ډاکتر نجیب الله خاین او فرصت طلبه انډیوالان دی . ژباړ. ) په پایله مجاهدینو ته د ارګ واک وسپا رل شو  ، د کابل اوسیدونکو ا رامه او بی غمه ورځ و نه لیدل . د ربانی – مسعود – حکمتیارایتلافی حکومت د غلا ، چباول ، جنسی تیریو او نورو ظلمونو برسیره په خپلو کی په ورانونکو خونړیو جګړو بوخت شو . ددی بین الجهادی وحشت او فاجعی تر ټولوستره قربانی د کابل د بی دفاع اوسیدونکو په برخه شوه . د ۱۹۹۲ کال د پسرلې را وروسته د کابل د ښار هره ناحیه په یوه ملک الطوایفۍ واوښته چی بیلا بیلو تنظیمی زور واکانو پری خپله واکمنی ټینګه کړی وه . دلته د هر زورواک برخه د دوی پنامه یادیدله : د مسعودیانو ساحه ، دحکمتیار ساحه ، دخلیلیا نو ساحه ، د دوستمیانو ساحه . . . .  . او داسی نور . کابل چی یو وخت دوه میلیونه نفوس درلود ، د شورویانو ، امریکایانو ، جرمنیانو بلغاریانو او نورو په مرسته اباد شوی وو ، ناببره د راکټونو ،  ټانکونو توپونو او ماینونو تر وحشتناک ګوزارونو لاندی راغې او ۷۰٪ برخه یی به خاورو او لوټو بدله شوه . همدا اوس په کابل کی د ملګرو ملتونو کارکوونکی د ۳۵۰۰ ماینونو د پیداکولو ، را ایستلو او شنډولو په کار لګیا دی چی د نجیب الله له نسکوریدو وروسته په کابل کی د تنطیمی وحشت په لاسونو کرل شویدی .

       په افغانستان کی زموږ دریور یو زوړ سړی او خورا متدین مسلمان وو چی پنځه وخته لمونځ یی هیڅکله هم نه قضا کاوه . ده موټر په یوه کوڅه کی د سړک پرغاړه و دراوه . دسړک کیڼی خواته د یوه لوړ منزله تعمیر نړیدلې کنډواله او ښۍ خواته یی یو نړیدلې مسجد تر سترګو کیدی . ډریور خپل سر په ډیری مایوسۍ سره و ښوراوه او د خواشینۍ نه یی په ډکه لهجه سره وویل : د سړک داپلو د مسعودیانو د خدمت بیلګه او هغه بل بلو ته یی د خلیلیانو د خدمت نښی نښانی پا تی دی . د خبرو پروخت اکثرو افغانانو موږ ته ویل چی دوی یوازی د دوو حکومتو څخه ډیر راضی دی لکه د نجیب الله حکومت او د طالبانو حکومت چی چور وچپاول ، غلا ، سړی تښتونی ، د چا پر مال او ناموس باندی هیڅ ډول تیرۍ نشته .

       موږ ډیر ارویدل چی طالبان خلګ په زور او جبرسره د لمانځه دپاره مسجدونو ته کشوی . دا هم ویل کیده چی عادی طالبان پدی نه پوهیږی چی د پنځه وخته ټاکل شوو لمونځو نه پرته نور اضافی عبادت د اسلام په دین کی یو حتمی کار ندی . ترهغه ځایه چی موږ لیدل افغانان پخپله متدین خلګ دی او ټولی دینی چاری پخپله خوښه او رضاسره ترسره کوی ، ځکه نو و دی کار ته د دوی دمجبوره کولو اړتیا نشته . ښایی ځینی کسان ونکړای شی د اذان د ارویدلو سره سم ځانونه بیله ځنډه مسجد ته ورسوی  . . . . . هر افغا ن ( که نامسلمان او یا لیونۍ ) نه وی ، د اذان د ارویدو سره سم دعا کوی او د اسلام دین حرمت پرځای کوی .

       همدا اوس په کابل کی یو ډول ،، ځانکړې ،،  موسیقی شته چی خلګ یی ږغوی . دطالبانو د ټیوتا موټرانو د ټایپونو د لاری ځانګړې سندری په لوړ اواز ارویدل کیږی . زموږ له ډلی نه یو تن چی خورا ډیر کنجکاو وو ، د طالبانو یو دا ډول کست یی تر لاسه کړ . طالبان معمولا په پښتو او دری ژبه هغه حماسی سندری اوری چی د جنګ په ډګر کی د طالبانو قهرمانی ، د وطن مینه او د دښمنانو څخه د نفرت څرګندویی کوی . د چارو پوهان وایی چی دا ډول سندری او سرودونه صوفیانه اغیزی لری او انسان پر عیرت او هیجان راولی .

        غواړم په ټینګار سره ووایم چی وسله وال طالبان د کابل په کوڅوکی اصلا نه تر سترګو  کیږی ( د جلال اباد ښارته دننوتلو او وتلو په درازو کی د وسله والو طالبانو پوستی ځای پر ځای شویدی ) . ځوان افغانان  چی توری یا سپینی لنګوټې یی پر سرو دی ، د ماشیندارانوسره پراوږو د دولتی ودانیو او تاسیساتو ساتنه کوی . دولتی دفترونو ته د ننوتلو پر وخت د مراجعینو بشپړه تلاشی کیږی . ډیری ا وازی چی هلته د طالبانو د بدو کړونو په هکله ارویدل کیدی ، د واقعیت سره یی سرنه خوړ . د بیلګی په توګه موږ په ډلو ډلو طالبان لیدل چی عکاسخانو ته به تله ترڅو د هویت کارت او یا نورو اسنادو دپاره خپل عکسونه واخلی . ځینو طالبانو به د ،، مالبورو ،، سګریټ نه په خوند سره دودونه ایستل او خارجیانو ته به یی دوستانه موسکا کوله . . . . . . . 

د دریمی برخی پای  . نوربیا

 


 

اجتماعی ـ تاريخی

صفحهء اول