© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 لومړۍ برخه


               
 


ژباړونکۍ : پوهنمل حاجی محمد نوزادی

 

 

                       د طالبانو طریقت  ( دویمه برخه )

 

     پښتنو ګورې یو په  بل مو وژنی                 لکه پردی  هسی په خپل مو وژنی
  
 یا به کښتۍ له ډوبیدو ژغورو نن               یا خو په څنګ کی د ساحل مو وژنی 

                                                                                ( ح. م. نوزادی ) 

دلومړۍ برخی سره په تړاو  :

          د طالبانو دلوړو بریالیتوبونو دشمیرلو سره جوخت دا پوښتنه رامخ ته کیږی چی ددی کار پټ را ز په څه کی پروت دی ؟ پدی اړه هم پخوا او هم اوس ډیر روایتونه ارویدل شویدی چی پدی لړ کی لاندی لاملونه دیادونی وړ دی :

          د وسلو اکمالات :  داسی ویل کیده چی طالبانو ته هره ورځ په کاروانو وسلی د پاکستان نه را روا نی دی .  پدی هکله باید ووایم چی دکابل – جلال اباد – پیښور لوی سړک تر ټولو لنډه لاره ده چی د پاکستانه د وسلو د را لیږدولو پخاطر تری نه کار اخیستل کیدلای شی . تر هغه ځایه چی موږ څا رل پردغی لویی لاری باندی د هیڅ ډول اکمالاتی ترانسپورت نښی نښانی و نه لیدل شوی . یو نیم ځای ددغه سړک پر غاړو د سوځیدلو ټا نکونو او ذرهپوښونو اسکلیټونه پراته  او کله کله هم ځینی لاری موټران تر سترګو کیدل چی د زړو موټرانو پاتی برخی او زاړه فلزات به پکښی بار وه  . دا ډول لارۍ هم د پاکستان پرخوا روانی وی نه له هغی خوا نه . لدی پرته یوشمیر مینی بسونه هم لیدل کیدل چی خلګو به سفریوی بلی خوا ته پکښی   کاوه  . زموږ د دوه ورځنی سفر په موده چی پردغی لاری مو کاوه یوازی دوه  ټ – ۶۲ ډوله روسی ټانکونه او نژدی لس دانی ټیوټا ډوله جیپان مو د ګزمی په حال کی ولیدل . داهم باید ووایم  ددغو جیبا نو په باره کی چا قصه راته وکړه چی طالبان هره سیمه فتحه کړی ، دخلګو څخه دا ډول جیبان استملاک کوی او پخبلو نظامی چارو کی تر نه کار اخلی . د طالبنو د را منځته کیدو سره سم دا جیپان د دوی دپاره یو ډول سمبول ګرځیدلی دی ځکه چی یوازی دوی ورپکښی تګ راتګ کوی . بله لاره چی له پاکستانه وسلی اومهمات  ورباندی را نقل کیدلای شی ، هغه دکندهار – کابل لویه لار ده چی زر کیلومتره اوږدوالې لری  ( دا لار اصلا ۴۸۵ کیلومتره اوږده ده . ژباړونکۍ ) . مګر دالار خو دتیرو اوږدو کلنو جنګ راهیسی کنډ اوکپر شوی او همدارنګه د ماینونو خطر  ورسره تړلې دی . پردی لاره باندی حتی د جیپانو پواسطه هم د کندهار نه کابل ته څو ورځی او نظامی ترانسپورتی وسلی چی چټکتیا یی کمه ده ، کیدلای سی یوه هفته وخت ونیسی . ځکه نو ددی لاری نه کار اخیستل د منطقو سره جوړ نه راځی . د یادونی وړ ده چی د کابل نه شما لی ولایتونو ته غزیدلی لار همدا اوس د جبهی لیکه ده او مهمات ورباندی لیږدول اصلا امکان نلری . موږ هیڅ ډول نظا می ترانسپورت پردغه لاره با ندی لیدلې ندی ا و یوا زی مو دری ټا نکه او د ګراد پنامه یوه زړه جنګی دستګاه ولیدل چی پر یوه بار وړونکی موټر باندی بار شوی وه .

         ښه نو، که داسی فرض کړو چی طالبانو ته نظامی مهمات دهوا دلاری په الوتکو کی راځی ، پدی اړه باید ووایم چی د کابل د انترکانتینینتال هوټل له کړکیو نه د کابل ټول ښار او هوایی ډګر داسی ښکاری لکه پر ورغوی چی درته پروت وی . موږ هلته دخپل دری ورځنی اقامت پرمهال ان د یوی الوتکی ږغ هم تر غوږ نشو چی ناسته وکړی . لدی پرته بل هوایی ډګر په بګرام کی دی . هغه ډګر هم دجنګ کرښی ته څیرمه نژدی پروت دی  چی دطالبانو دغه تخیلی مرستندویان په هیڅ ډول ورنه ګټه اخیستلای نشی. لدی لاری به نه یوازی مهمات سالم و نه رسیږی بلکه د انتقال کوونکو ژوند هم دپوره خطر سره تړلی دی . داچی پدی تړاو دافغانستان په نورو سیمو کی څه پیښیږی ، موږ پوره معلومات نلرو . ځینی سرچینی وایی چی طالبان له خارج نه ټاکلی مرستی تر لاسه کوی .

         د طالبانو قومی منشا :  ویل کیږی چی ګوندی طالبان پښتون توکمه ملی ګرایان دی . ایا دا خیره د واقغیت سره اړخ لګوی ؟ ایا دطالبانو دتحریک ټول غړی یوازی پښتانه دی ؟ دلته داخبره دپام وړده ، دهغو ماشومو یتیمانو په ډله کی چی د جنګ ( له جنګ نه د لیکونکی موخه دشوروی قواوو سره د افغانانو جنګ دی . ژباړ. ) به کلنو کی مرستونونو او دپاکستان دینی مدرسو ته لیږدول شوی ، لویه  برخه یی دهیواد د بیلابیلو قومونوڅخه لکه تاجکان ، ازبکان او نور وه . په مدرسو کی د ښوونی او روزنی اوهمدارنګه دژوند چاپیریال د اغیز له مخی ډیریو ماشومانو خپله مورنۍ ژبه هیره کړه . داځکه چی هلته خبری او درسی چاری یوازی په پښتو او اردو ژبو ترسره کیدی .

        مګر دافغانانو ( ښایی د ټولی منطقی دخلګو ) یوه عجیبه ځانګړتیا داده چی په طبعی او جنتیکی ډول خپله منشا برجسته کوی . دهرچانه چی به مو کله پوښتنه وکړه چی په قوم څوک دی ، هغه به لومړی وویل چی دی افغان ( یا پاکستانۍ ) دی ، خو لږ وروسته به یی خامخا ویل چی مثلا پښتون ، تاجیک ، پنجابۍ . . . .  دی .

         دطالبانو دتحریک جګ پوړو چارواکو په پخپلو خبرو کی وار وا ر پردی موضوع ټینګار کاوه چی د دوی حرکت یو ( سر ترسری اسلامی حرکت ) دی او له همدی کبله د هیڅ ډول قومی توپیرونو سره اړخ نه لګوی . سره لدی هم ویل کیده چی دوی پرغیر پښتنی قومونو باندی فشار اچوی . ددی خبری داثبات پخاطر پکار وه چی دکابل جنوب لودیز سیمی ته ولاړشو او په نیغه له خلګو سره خبری وکړو ( کابل یو کثیرالقومی او کثیرالفرهنګی ښار دی ) . پدی سیمه کی هزاره توکمه افغانان میشت دی . هلته مو پرهغوی باندی دفشار اچونی خبره له هیچا نه هم وا نه وریدل . موږ په پیښور کی دخپلی استوګنی پر مهال داسی ګنګوسه وارویدل چی طالبانو دجنګ په میدان کی دخپلی ماتی د جبران پخاطر نژدی دری سوه تنه دخپلو مخالفانوڅخه یرغمل نیولی دی . دا ګنګوسی ډیر ژر د طالبانو د حکومت لخوا رد او تکذیب شوی . وروسته معلومه شوه چی دی خبری په رښتیا هم واقعیت ندرلود او دا دری سوه تنه هغه کسان وه چی دمخا لفا نو دلیکو څخه د دوی خواته ور ا وښتی وه . . . . . .

         په کابل کی دمیشتو هزاره ګا نو ډیرۍ دپخوانی شوروی سفارت شاوخوا سیمو کی اوسیږی . ددی سیمو اکثره ودانی د تنظیمی جګړو پرمهال لوټی لوټی شوی او ورانه ویجاړه له ماینونو ډکه سیمه ده . ددی ټولو ناخوالو او وحشت سره سره چی ددی ورانیو څخه لمس کیږی ، بیاهم د ژوند چاری دلته دریدلی ندی . د سړکونو پرغاړو د دستفروشانو ږوږ دی چی خپل مالونه خرڅلاو ته وړاندی کوی . دلته او هلته د شعیه ګانو تور بیرغونه هم درپیدو په حال کی تر سترګو کیږی . پدی ځای کی نه یوازی داچی موږ د وسله والو طالبانو ډلی و نه لیدی ، ان د دوی د ګزمو ټیو ټا جیپان مو هم ډیر په ندرت تر سترګو شوه .

         په کابل کی د استوګنی پر وخت موږ اجازه تر لاسه کړه چی د ځینو دولتی ادارد لکه د باندنیو چارو وزارت او کورنیو چارو وزارت څخه هم لیدنه وکړو . د باندنیو چارو په وزارت کی تر ټولو زیات  زموږ پام هلته د مامورینو و قومی ترکیب ته واوښت . یو نفر تاجک ، دوه تنه دشمال پښتانه او نور یی ټول د جنوبو او مرکزی سیمو عادی پښتانه وه ( ددی وزارت یو ډیرشمیر غیر پښتنی مامورینو د بیلابیلو تبلیاتو تر اغیزی لاندی کارونه پریښودل او خارج ته ولاړل . ژباړونکۍ ) .  دغو مامورینو نژدی ټولو کسانو څو خارجی ژبی زده او لوړی زده کړی یی په کابل پوهنتون اویا په لودیزو هیوادونو کی پای ته رسولی وی .  د دوی سره دخبرو  نه موږ پوه شوو چی نژدی هریوه یی لږ ترلږه دری تاریخی دوری دلته پدغه وزارت کی تیری کړیدی لکه شاهی رژیم ، کمونیستی حکومت او ورپسی تنظیمی جهادی دوره .

        د کورنیو چارو وزیر یو کندهارۍ پښتون وو او د ،، نظم خاص ،، په چارو کی یی مرستیال هم د یوی پښتنی کورنۍ غړۍ وو . وزیر خورا جدی سړې ښکاریدی او یوازنۍ توپیر یی د خپلو خارجی سیالانو څخه دا وو چی دده سپینه لنګوټه پرسر او پولادی رنګه افغانی جامی یی اغوستی وی . ددی وزارت اکثره ماموران دکابل اوسیدونکی وه . یو تن د جنایی څانګی مامور چی د پاخه عمر خاوند وو ، زموږ یی تود هرکلۍ وکړ او په روسی ژبه یی راته وویل : زدرا ستویتی تواریشی ( ملګرو السلام علیکم ) . ده راته پخبلو خبرو کی وویل چی دی یو افغان تاجک دی او زیاته یی کړه چی د کابل اوسیدونکی نه یوازی داچی د طالبانو لخوا دتوپیریز قومی فشار سره مخامخ شوی ندی بلکه دلته طالبانو د ټولو قشرونو ملاتړ او درناوۍ کړیدی  . ترهغه ځایه چی دجنوبی او جنوب ختیزو سرحدونو څخه بل پلو ته د لرو پښتنو د متنفذو کورنیو سره تړاو نیسی ، ددوی څخه د طالبانو د ملاتړ په هکله ضد او نقیضی خبری ارویدلی کیږی . یوه بیژندل شوی پښتون موږ ته وویل چی دوی د طالبانو څخه راضی ندی  . د پښتنو د ( ازادو قبایلو ) په ځینو سیموکی ویل کیږی چی طالبان د دوی رسم او رواج ، ازادیو او دودونو ته درناوۍ نه کوی او هر څوک چی ددوی اوامرو ته غاړه نه ایږدی ، د سختو او خشنو کړنو سره مخامخ کیږی او تهدید کوی چی د ،، اسلامی  حاکمیت ،، نه پرته دوی نور هیڅ قوانین او مقررات نه پیژنی .

        دخپلو دښمنانو په وړاندی طالبان پریکنده ، چټک او بی رحمه عمل کوی . د سترو قوتونوسره راټولول ، جبهی ته لیږل او و خپلو موخو ته د رسیدو په لاره کی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کول د طالبانو دغوره او وتلو صفتونو څخه شمیرلای شو . سره لدی چی دپښتنو ځینی مشران د دوی څخه راضی  ندی ، خو بیاهم د دوی په وړا ندی دریدلو ته زړه ښه کولای نشی . د طالبانو پرضد د مخالفتونو تنظیمول او ترسره کول ولویی پانګی اچونی ته اړتیا لری . په اوسنیو شرایطو کی ګمان نه کیږی چی داسی څوک پیداشی څو دطالبانو ( ضد ایتلاف ) باندی چی ډیره برخه یی چلباز ، حیله ګر او مکار کسان دی ، و پانګی اچولو ته زړه ښه کړی .

        د طالبانو په لیکو کی کادرونه :  داسی ګنګوسی هم شته چی ګویا دطالبانو د رهبری غړی پخوانی کمونیستان دی . موږ ته چا دڅو نفرو نومونه یادکړه چی د ( دموکراتیک جمهوریت ) پروخت وتلی سیاسی کسان اویاهم د اردو قوماندانان وه او اوس دطالبانو جګپوړی غړی او ملاتړ کوونکی دی . د بیلګی په توګه  :

۱ – داؤد مجید سربلند چی د ببرک کارمل د اطلاعاتو او کلتور  وزیر او د پرچمیانو یو کادر وو او اوس دطالبانو سره کار کوی . ځینی شنونکی بیا وایی چی هغه د خلقیانو مینه وال وو .

۲ – عبدالقادر اکا چی د خلقی اړخ سره یی تړاو درلود ، په ۱۹۸۹ کال دجمهور رییس نجیب الله پر ضد دهغه د دفاع وزیر شهنواز تڼی تر ناکام بغاوت وروسته ، دده سره یوځای پاکستان ته ولاړ . قادر اکا هغه وخت د هوایی قواوو یو کادر وو او اوس د طالبانو د اردو د هوایی قواوو مشرتوب ورته سپارل شویدی .

۳ – ګل محمد اندړ یو خلقی کادر او ځینی سرچینی څرګندوی چی دی دنجیب الله په حکومت کی د خاد غړۍ وو او اوس د طالبانو سره کارکوی .

۴ – ډګرمن ابراهیم عمر خلقی او د دافع هوا د مکتب قوماندان وو .

       ویل کیږی چی دغو کسانو ته اوس د ملایانو لقب ورکړل شوی او خپل اصلی نومونه یی اړولی  دی . د شهنواز تڼی د ناکام بغاوت وروسته ځینی جنرالان هم دده سره پاکستان ته فرارشوه او ځینی نورو د منځنی رتبو صاحب منصبانو یی په اردو کی خدمت پریښود او دهغو کسانو په لیکو کی و دریدل چی دنجیب الله پرضد یی وسله واله مبارزه کول . دیادونی وړ ده چی داپروسه دا اوس هم ( ۱۹۹۷ ) دوام لری .  دطالبانو پیاوړتیا او داخلی انظبااط  ددی لامل ګرځی څو د اردو افسران  چی دعسکری دسپلین سره یی عادت نیولې دی ، د دوی لیکو ته ور جذب شی .

          د پښتو ژباړونکی یا دونه : د لو ړو کسان په اړه د مقالی لیکونکی ته چا نا سم معلومات ورکړی دی . داؤد مجید سربلند ( اصلا مجید سربلند ) ترهغه ځایه چی ما پیژندی د ببرک کارمل د ډیرو مقربو مریدانو څخه وو او نه یوازی داچی د خلقی اړخ مینه وال نه وو بلکه سخته کرکه یی هم ورنه کوله . د طالبانو سره  ده هیڅکله هم ده کار ندی کړی . د هوایی او مدافع هوایی قوماندان قادر اکا هم پاکستان ته تر فرار څه موده  وروسته اوکراین ته ولاړ او له هغه ځلیه بیا ډنمارک ته مهاجر او اوس هلته اوسیږی . دطالبانو سره یی یوه ورځ هم کار ندی کړی . ګل محمد اندړ په  دخاد کی وظیفه ندرلوده بلکه د کورنیو چارو په وزارت کی دجنایی څانکی یو کادر وو . دی ترهغه ځایه چی زه خبر یم د کوم سیاسی ګوند غړیتوب ندرلود او دطالبانو سره یی هم د ډګری افسر په توګه کار ندی کړی . د دافع هوا پوهنځۍ قوماندان ابراهیم عمر زما د معلوماتو له مخی هیڅ وخت د طالبانو سره کار ندی کړی .

         ډا ډول ګنګوسی او پروپاګندی  ماهم په افغانستان کی د طالبانو پروخت د دوی په هکله ارویدلې دی چی اصلا د دوی دمخالفانو لخوا ترسره کیدی . ښایی دا پدی خاطر وو چی له یوی خوا د پخوانی اردو دغړو سره د تړاوله مخی طالبان تخریب او له بلی خوا دطالبانو سره دجنګ په ډګرکی دخپلو ماتو دپاره دلایل جوړ او ځانونه بری الزمه وښیی . پدی کی شک نشته چی یو ډیر کم شمیر افسرانو دمعاش تر لاسه کولو پخاطرښایی د خپلې مجبورې له مخی دطالبانو په لیکو دعادی غړو په توګه کار کړی وی ، مګر هیڅ یو پخوانی افسر چا ندی لیدلی چی ا ن د طالبانو د یوی ټولې قوماندانی هم ورته سپارل شوی وی . 

د دریمی برخی پای . نوربیا

 

 


 

اجتماعی ـ تاريخی

صفحهء اول