ماهر مومند

 

 

 

 

 

 


 

احمد ماهر مومند

 

غزل

                            

 

دژوند رنګين ماښام ؤ، ترڅنګ مې ناست جانان ؤ

خاموشه شان فضاء وه، خفګان ورته حيران ؤ

 

دغم سينه پرې شوې، دهجر کوڅې شاړې

خوشحال لښکر راغلی زمونږ په عشقستان ؤ

 

آسمان ځمکه کې مينه، صحرا چمن کې مينه

بس هر طرف وه مينه همدغه مې ارمان ؤ

 

دعشق په مدرسه کې مجنون زما استاذ ؤ

دننګ په مدرسه کې استاذ زما افغان ؤ

 

ترډيرې مودې وروسته د کور ورډبيدلی

سوله وه راغلی بې جګړو افغانستان ؤ

 

دملک درې او دښتې اغوستی شين کميس ؤ

په هرې خوا بهارؤ، فرارترې نه خزان ؤ

 

آريا که خراسان که د نن افغانستان دی

په ما باندی ډيرګران دی، پخوا راباندې ګران ؤ

 

ژر شه ای مومنده اوس تعبير غواړه له ربه

کتلی دې بيا خوب دی پخوا زما ګمان ؤ

                                     اپريل 2000

 

 

 

 


صفحهء شعر و داستان

 

صفحهء اول