داکتر مجاور احمد زيار

 

 

 

غرېو نيولی مهال

 

د ښار پر شونډې دې

اوږدې اوږدې بوللي

د چوپتيا بهاندې،

د باد پر خوله

د شپې او وير

پرله پسې سندرې ....

او تور تپلی هسک دې،

د کولکيو په ژورو کې

مېشت.

څه خوروونکې،

څه غرېو نيولی مهال !!؟

 

[][][][][][]

 

 

 

د مينې سو بمني

 

ستا د ښکلا د سپېڅلتياد کليسا ارغنون،

زما د مينې د اورتون د برمنيو سرود..

ستا د ښايست دپسرلي د رنګينو سېمفوني،

زما دمينې د پرتم د سوبمنيو سرود!

 

[][][][][][]

 

 

 

ټيکه

 

ملا دا ژوند په ما دوزخ کړ چې جنت وګټي،

هم مې د سرو مال په بيه مال دولت وګټي...

دغه يې نياو پر ما دا يو جهان هم نه لوروي،

خو ځانته غواړي، هم دنيا هم اخرت وګټي!

 

[][][][][][]

 

 

ولسواله او دينواله

 

بنسټپالي

له ولسوالۍ

فاشېزم جوړوي

او له دينولۍ

اخوانېزم!

 

[][][][][][]

 

 

 

زنګوهلې توره

 

د پلرونو او نيکونو له دښنومې

څه ډار نشته د جګړې په سره ډګر کې،

نه له توپ و نه توپک و توغندي يې...

خو افسوس چې

هغه زوړ او تاريخي مکار غليم مې

- له دا دومره نوو نوو جنګ اوزارو سره بيا هم -

لا هغسې د دين ګروهې

په زړه او زنګوهلې پڅه توره

په څټو سره له څټه غوڅوي سر!

 

 

 [][][][][][]

 

 

 

 

 

 


صفحهء اول