فاروق فــــردا

 

 


 

Pashto Fonts

 

If  Pashto special letters do not appear properly you can

download the  (fonts.zip) file and extract the font files in  the Fonts map under C:\Windows for Windows XP or C:\WINNT for Windows2000. You may need to restart your web browser application.

 


 

 

 


 

 

 

  فاروق فـــردا

 

 

پاڼه

ګورۍ چي څنګه د زمان صحنه كى

د رژيدلو يوه ژيړه ننداره چليږى

زموږ دكلى دكوترو ډلى

چي دزمان په آيينه كى وينى

دكنګلونو فصل

او دكنګلو په هيندارو كي دخپلو بچو

كنګل كنګل وزرونه،

نو رژيدونكو ژيړو پاڼو پسى

په ساندو ساندو كي غومبورى وهى.

يو لاروى چى دكنګل دماتو ماتو آيينو پرڅوكو

په لو څو پښو يى دلمرونو كورته لار وباسى

وايى دپاڼو رژيدنه په دي ګڼ ځنګل كى

دكليوالو مخ ته

كه دكنګلو آيينى دروى

خو دژوندون دفصل

دماتيدلو معنى نه وركوى.

مسكو۲۰۰۴

 

 

 

اهدا دكابل ښار غير مسلكى سوالګر ښځو ته

سوالګري

چي پر كاله در ته راكټ ورول

راټولولي تا هم نشواي چيري

 دګلاليو ماشومانو دخنداوو ټوټي

اوس تا دخپلو نازولو دفرياد پر ستوني پښه ايښي ده .

څو چي دستا دژوند دوني  دغه پاتي څانګي

لكه زموڼږ دكلي،

دبڼ دسرو ګلونو

دسرو غوټيو په شان ونه سوزي

 ديوي ټيكلي دخيرات له پاره

 د ورځي زر زر ځلي

دګلاليو بچو

دقاتلانو دسرونو دعاګاني كوي.

۲۰۰۳ كابل

 

 

دخندا حجاب

څومره كلونه وشول

چي زموږ دميني دبڼ

ښكلي ګلپيغلي ستري شوي دي دلمر له وړانګو

كافري تا دشريعت سبق لوستلي نه دي

دخپلو زلفو دماښام سيوري كي ومي ساته

چي مي دزړه دستورو

دسترګكونو دخنداوو حجاب څيري نه شي.

كابل- جوزا

 

 

 

 

 


صفحهء اول