عبدالباری جهانی

 

 

 

 

 

دو غزل از  باری جهانی

 

ارسالی: عبدالعلی رسولزاده

 

 

 

۱

 

لکه د سيــــند اوبـــــه پـــــه عمر کي بــــــــــهيږي ورځي  

د حبـــابــــــونـــــو پــــه څېر سر پر سر ماتـــــيږي ورځي

بــــــوډی زمــــــان پـــــــر ګــــــوتــــو وايي د پېړيو تسپې

د ځوانۍ مخ تـــــــه مي پــــــــــه هره شپه تېريږي ورځي

لکه وږمــــــــه چي د خــــــزان ور رسېــــــدلې نـــــــــه وي

لا مي  د هيلو بــــــاغ کي وار پــــــه وار غوړيږي ورځي

هغه سبـــــــــا چي د ژونــــــــدون په ويـــــنو نـــــه اوبيږي

لا ورتــــه ولي پــــــه هر نــــــــــن  کي هوسيــــــږي ورځي

چي مي په وچ کوګل کي غواړي شرنګاشرنګ د نغمو

خبري نــــــه دي پـــــر تـــــابــــــوت باندي بوڼيږي ورځي

پـــــــه دې نــــاپــــايه هنګامــــــه کي بــــــې حسابه پلونه

د هر قـــــــدم سره ښخيـــــــږي پــــــــناه کيـــــــــږي ورځي

مــــــــوږ لېـــــونــــــو لــــه روڼو شپو سره پيوند کړئ دئ

تــــــر دې محفــله هره شپـــــه راځــــــي سوځيږي ورځي

لا بــــــــه تـــــــر څو وي جهــــــانـــــــي د الـــــوتــــو په تمه

 چي ګام پـــــه ګــــام لــــــــه زولــــــنو سره پاتيږي ورځي
 

 

 

 

٢

 

جــــــانــــانـــــه پــــــه سجدو درته راغلئ يمه ځم

څــــــو ورځي دي په غېږ کي اوسېدلئ يمه ځم

د اوښکو په ګامونـو اسوېلـــــو در څخه ولاړم

لــــــه ستــــــرګـــــو تر بــــــاڼو را رسېدلئ يمه ځم

تـــــر اوسـه مي باقي دي پر کوڅود پلونو نښي

 يـــــــــو عمـــــــر پــــــــــــر دې لارو ژړېدلئ يمه ځم

پېغور چي د سيالۍ مي د رقيب را پاته نه سي

ســــــل ځـــــله دي ســـــــــکروټـو ازمېيلئ يمه ځم

ته ناست وې لاس تر غــاړه له رقيب سره همراز

پــــــر شمـــــع د مـــــحفل دي کړېــــــــدلئ يمه ځم

د عقل پـــــــر کوڅـــــو مي کاڼو سر دئ پېژندلئ

 پــــه ټـــــول د لـــــــــــېونو کي چي ښاغلئ يمه ځم

لــــــه شپـــــو څخه دي ولاړم جهاني رنګه په صبر

لــــــه شــــرنــــــګه د نــــــغمې دي پرېوتلئ يمه ځم

 

 

 

 

 

 

 

 


 

 

 

صفحهء اول