وچ
فصل
دا د بي
ښاخو وچو ونو ځنګل
څنګه د لمر
پر چني خوله لګوي؟
ماتي
هينداري ته يي
د کوم زوړ
حسن دځواني او پيغلتوب
ښکلي عکسونه
باسي
دکومي وني
را مات شوي سيوري
له خپل
اندازه سره
کوي زموږه
دزرګونو معلولينو پيښي
دا بله وچه
ونه
څنګه
مغروره دار ختلي سپينو وړانګو ته بيعت ورکوي
او دچينو
او د رودونو له اوبو نه ځان بي نيازه بولي
يوازي ساري
دهغو لاره چي
دوچ فصلونو
سوداګرو سره
ددي پر سر
باندي چني نه وهي
ځکه دوي سر
نه لري
له زرګونه
سر پري شويو شهيدانو په شان
کابل ١٣٨٢
فاروق فردا
لومړى مخ