|
دکيږدېو مېلمه --------------------------------- حنيف بکتاش
کا شکې چې غرونه نه وای کاشکې چې ستوري ، زموږ د سين پر څپو نه ځلېدای سکښت دمزلو نو، دا ویالي او ګودرونه نه وای سپېڅلې مینه، ساده خلک،ساده زړونه نه وای
کاشکې سپوږمۍ، زموږ دډاګ پر لمن نه جګېدای ستوري ړانده وای، قصې مړې وای،تاریخونه مړه وای
کاشکې شپېلۍ ماته وای، او زما زړه هېڅکله، ددي خورو ورو کيږدیو،مېلمه شوای نه وای کاشکې چې ترخو، په وږمو کې لمبولای نه وای
کاشکې چې ما، ددغو غرونو پر سر، دهيلو جام، سر او انجا م، او دځوانۍ قامت ما ت کړی نه وای روح راکې نه وای، له دې خاورې بې ژړا تېرېدای کاشکې چې تېره، را نه هېره، ځان کې هست وای، ځان کې مست وای، له هر څه نه بې پروا تېرېدای
خو لمره ګوره داسې نه شم کوای آ سما نه تا نه یوه پو ښتنه لرم له دغه زړه سره مې څه وکړمه؟
ما رج۲۰۱۰مېلادي کال لندن
له غصې ترسپېدې
د نرګس مسکا
مه ځه پسر ليه له دې کلي نه پر ېږده دغاټول جامونه پورته وي ډاګونو کې پرېږد ه د نرګس مسکا پرا نيسي وي باغونو کې بو ټي را ژوندي شي ترخې وناڅي، عطرونو کې څا نګې غو ټۍ ونيسي زړه پرانيزي رازونو کې سره شراب جاري شي د تا کونو په رګونو کې
مه ځه پسر ليه له دې کلي نه پر ېږد ه د شپېلۍ اواز راپورته شي کيږ د ېو نه مست شي ګودرونه بیا خیا لي شي له منګېو نه پېغلې زينتي شي جا مې ډکې له پو لېونه سپينه خندا وخوځي د شونډو په لا لونو کې پرېږ د ه د غا ټول جا مونه پورته وي ډاګونو کې
مه ځه پسرلیه له دې کلي نه پرېږد ه ما لي راوړي پیغا مونه د ګلا ب بیا مينه جاري شي په تارو کې درباب سترګو کې راڼه شي اميدونه دشبا ب ومينځي له زړونو نه ما تم او اضطراب پرېږد ه دماشوم خندا اوچته شي نازونو کې پرېږد ه دنرګس مسکا پر انيستې وي با غونو کې
مه ځه پسرلیه له دې کلي نه پرېږد ه چې د روح بلبله ووځي له جېلونو نه پرېږد ه چې اسير فکرونه وغورځي سرونو نه زړونه را بهر شي تور او سپينو تعبيرونو نه سپينه سپېده وخوځي دتورې شپې رګونوکې زموږ په فر یادونو، تا ندو هیلو، ارمانونو کې زموږ په غزلونو په سندرو اوډولونو کې زموږ په کتا بونو د را تلونکو په یا دونو کې مه ځه پسر لیه له دې کلي نه مه ځه له دې کلي نه !
.
«»«»«»«»«»«»
ادبی ـ هنری
|