© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


ظاهر حکمی

 


 

 د پسرلی زیری


ځا نګم په ټا ل کی د پسرلی ، لــــرم د زړه ارما ن
تر سر به شی می غو ښتا ، د پسرلی پــــه ا رمغا ن
خوښ یم د ګل چمن با غو بوستا ن پــــه زرغونتیا
د خو ښی ټا لونه خورمه ، سره می لــــــه یـــاران
د بز ګرو کروند ګــــرو د هیـــــلی ورځ راغی
د چوغکو بلبلو خـــــــو ښۍ شو پـــــــه ګلستا ن
شنو ورخو هرخوا په وده شی ګـــــــــړۍ په ګړۍ
هڅی د زیار وهی څپی ، پـــــــــه زړه کی د انسان
پسرلی په راتلو د نوی کال سینګارشی پـــــه سترګو
د خوښۍ احساس ښخ شی په زړه کی د زوړاوځوان
په غرونو د منو نو کی ژو ګــــرځی ډ کی خیټي
شپانه د رمی شاته ښکاری خوښ په خـــوله خند ان
د ژمی له سا ړه با د و نه خلک شی پـــــــه امن
پسرلی کی غرو رغو رنګینی په ګل د ا رغوان
خرمی د پسر لی خلکو زړونو کی خوری ټـا لونه
د خه ژوندون بحیر د رومی، په نڅــا و په جولا ن
کوچا ن په خوشحا لی او اوښا ن پــه غړغړی وی
و طن ته شی په راتگ ، د کډ وا لو لوی کاروان
څړ ځا یونو کی څارویو ښکاری په خیز پــه مستی
ګوری په هڅه با ند ی ، کروند و کی بــــز ګران
په پلو ا و په پټیو کـــــــا ته شی د کــــر هــڅی
هر یو ورته خوښ د خلک خه ژوند پــه ګـــزران
راتګ د نوی کا ل او پسرلی مبارک وا یي حکمی
غواړی سمسور په سوکا لی دا خـــوار هیواد ودان


 

    

«»«»«»«»«»«»

 

 

 

 


 

ادبی ـ هنری

 

صفحهء اول