© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


ليكوال :   پاول بوالز
ژباړنه :  شير احمد توخى 


 

باغ

 

يو غريب سړي د هيواد په جنوبي برخه كي ، په يو ډيرلير ي كلي كى ژوند كاوه. د خپلى غريبى د حثيت سره برابره د د جلگى پر څنډه باندى كوچنى مخكه درلوده ،چى پر هغه مخكه یې ځان ته باغ جوړ كړ ى و.ټوله غر مه به یې په خپل باغ كي ويالى  كيندلى او تر لمرلوېدو د مخه به د باغ  پورتني خوا ته تلي او د كاريزدروازه بي يې خﻻصوله.د كاريز اوبو به د ويا لو له ﻻري د اوربشو،او د ځوانو انارو درختو تربيخه پوري منډې وهليى.تر سره اسمان ﻻندي به د با غ فرش د جواهرو په شان ځليدى،او كله جى به دى پر يوي جگي ډبري ناست د باغ و روښانه فر ش ته به يى كتل د ځان سره به يې چرت واهه ، چى په  دغه  ټوله جلگه كى تر دغه ښكلى باغ نسته.

د دغسى ښكلي منظري په ليدو سره به د ده زړه د خوشحاليه ډكيدى،او تر ډيره ناوخته به په باغ كى كښنستى او كله چى به كور ته ننوتې د ده ميرمنى به د ده په مخ او سترگو كى يوه عجبه خوشحالي ليدله،او دي به د ځان سره ويل(خزانه يى پيدا كړي ده)مگر خپل ميړه ته يى هيڅ نه ويل .

او كله چى به دوى دواړه مخامخ د ماښام پر ډوډې  كښينستل ،د سړې په زړه كى اوس هم د باغ ياد تازه ؤ او د باغ د بركته د خوشحالى په قدر هم پوه سوي وؤ نو ده ته داسې ښكاريدل چ ى دغه خوشحالى به د ده سره تل وي.اودىبه هيڅكله د دغې خوشحالى د زوال سره مخامخ نسي.  او خپله ډوډى يې خوړله او غلى ناست و.

دده ښځه هم چوپه ناسته وه،او په زړه كې يې ويل دې بيا د خزاني په باره كى چرت وهي ،او دا په ډير قهر كې وه او داسې فكر يې كاوه چى د د ې ميړه نه غواړى چى  دا د خزانى په رازكى د ځان سره شريكه كړې.

په سبا سهار،ښځه د خپلې كوڅى په پاى كى د يوى  سپين سرى كوډگرى كور ته وﻻړله اود هغى څخه يې پوډر،او طبې بوټې رانيول او په كور كې يې دا ټوله مواد سره گډوډ ،او پاخه كړل اوپسله څو ورځو هغه دوا چىدې غوښتله تياره سوله.او خپل د ميړه د ډوډى په هر خوراك كى به يې د دوا يوه كاچوغه گډه وله.

دوندې وخت ﻻتير سوى نه و چى سړې ناجوړه سو.خو بيا هم د يو لږ وخت لپاره به هره ورځ به باغ ته تلى، مگر كله چى به باغ ته ورسيدى دى به دوند ې كمزوره و چى فقط په باغ كى د خرما تر درختى  ﻻندي كښينستې او د درختې سره يې تكيه لگوله.خپل په غوږو كې يې تيزتيزآوازونه اوريدل،او خپل پر سنجش،او فكرو باندي يې خپل تسلط د ﻻسه وركړې و.خو سره د دې بيا هم دلمر د لوېدو پر وخت به ېې چى د باغ سره او روښانه فرش ته كتل د خوشحاليه به په جاموكى نه ځایيدى.او كله چى به كور ته راتلې دده ميرمني به بيا د ده په مخ کي خوشحالى ليدله.

ښځى بيا په زړه كې وويل(دى حتماٴد خزانى په حساب كولو اخته دى)او دا هم هره ورځ په پټه په د پسى باغ ته تلله ، او د درختوله شا څخه يې خپل ميړه ته  كتل.كله چى دې وليدل چې سړى يوازى كښينى او مځكې ته گورې .په تراټ د سپين سرى ښځې كورته ور غله او هغې ته ېي دا ټوله قصه وكړه.  سپن سرې ښځې په ډير تلواردي ته وويل،ته بايد چابكه سى،او سړى پر خبرو راولى د مخه تر دې چى دى د خزانى پټ سوى ځاى هير كړى.

 په هغه شپه ميرمنى د ميړه په ډوډى كى ددوا يوه غټه كاچوغه گډه كړله،او د ډوډى ورسته د چاى پر وخت يې د ميړه سره په ډيره غوړه مالى او شيرنه ژبه خبرى پيل كړى.مگر سړې به  موسكا دي ته كتل.ښځې تر ډيره ناوخته كوښيښ وكړ چى دى پر خبروراولى،مگر ميړه به يې يوازې خپلې اوږې غورځولي او په ﻻسو يې اشارې كولي.

په دا بله ورځ سړى ﻻويده و چى دده ميرمنه د كوډگرې ښځې كور ته ور غله او هغې ته ېي وويل ،زما ميړه بيخې گونگى سوىدى. تا لكه چىتراندازې ډيره دوا وركيړه ده .كوډگرې دې ته وويل، اوس نو ته د ده زړه د راز نهﻻس پريوله ، ستاد پاره  يوازنى ﻻر دا ده چی د مخه تر دې چى ستا ميړه مړ سې ته ژر د دغه كلې څخه وتښته.

ښځى په ځغستا كور ته وځغستل او ويليدل چى ميړه يې تر اوسه پر بوريا باندى خﻻصه خوله بيده ؤ.ښځې خپل كالې ژر را ټول كړل او په هغه ورځ د كلې نه وتښتيدله.

تر درو ورځو پوري سړې په ډير ژور، اودروند خوب كى ډوب پروت ؤ.او په څلرمه ورځ چى د خوبه را ويښ سو نو داسى ورته ښكاريدل لكه دې چى يوى بلي دنيا ته په يو اوږد سفر تللى ؤ . ډير وږى ؤ ، مگرپه  كور كى يې د وچى ډوډى يوه ټوټه پيدا كړله اوژر يې وخوړله .د جلگى په لور خپل باغ ته روان سو او خپل په باغ كى يې ډير اينځر راټول كړل او تر يوى درختى ﻻندي كښينستى او اينځر هم ژر وخوړل.دده په دماغ كى د ده د ښځى ياد نابوده سوىؤ ځكه چى ده هغه بيخى هيره كړى وه. او كله به چى كوم گاونډى دده سره ړوغبر كاوه د به په ډير احترام هغه ته جواب وركاوه  لكه د يو بيگانه سړى سره چى څوك مخامخ سی او د ده گاونډيان به هم دده نه سرگردانه تلل.

د سړي صحت بير ته كرار،كرار په جوړيدو سو.هره ورځ به باغ ته تلي او تر لمر لوېدو پورې به يې كار كاوه.د لمر د لوېدو او د باغ د سرو اوبو د ديدن نه ورسته به خپل كور ته تلى او ځان ته به يې ډوډې پخوله او بيا به په  خواږه خوب ويدېدی.نه ده انډيواﻻن درلودل،او نه یې د چا سره خبرى كولى،نه ده څوك پيژندل ،فقط ده به خپل سر ورته ښوراوه يا بى ورته خندله.او بيا خلگو وليدل چى دى مسجد ته د لمانځه دپاره هم نه راتلى اود وىخپل په مابين كى فيصله وكړه چى ملا صاحب دده كور ته ورسى او دده سره خبري وكړى.او كله چى سړى او ملا د ده په كور كى مخا مخ سره كښينستل ملا دسړي د ميرمني آواز ته خپل غوزونه خﻻص نيولې وه، او د خواخوږی او نزاكت له امله  يې د هغي په باره كې پوښتنه هم نسواى كوﻻي .مگر ملا د ښځي په باره كى فكر كاوه، او خپل د ځان څخه يې پوښتنه كوله چى دا به چير ته وی.
ملا د سړې د كور نه ډير شكمن وﻻړى.سړى خپل په ژوند بوخت ؤ،مگر خلگو آوازه اچولې وه چى سړي  خپله ښځه وژه لى ده.او ډيرو كسا نو غوښتل چى د سړې كور ته  ورسې او د ښځې مړى پيدا كړى . ليكن ملاصاحب د دغه قدم اجازه دوى ته ورنكړه او  ویل یې  چى دى به بيا و رسي او د سړې سره به خبري وكړي.
دا  وار ملا سيده د جلگى په څنډه كې د سړي باغ ته ورغلى او ملا سړي ته د ليرى كتل چى خپل په باغ  كى په ډيره خوشحالى دخپلو درختو او نيالگويو سره په كار بوخت ؤ.
ملا تر ډيره وخته سړي ته كتله او بيا نژدې وره غلى چ د ده سره خبرې وكړى.

لمر پر وليدو و او د باغ د اوبو پر سر باندې د لمر سره رنگ خپله سايه خپره كړى وه.سړي د ملا د څپلیو آواز واوريدى اوموﻻ ته يې په ډيره خوشحالى وويل.  زما باغ ډير ښكلى دى. ملاورته وويل ، ښكلى دى كه نه دى خو ته بايد د اﷲ ډير شكر وكاږى چي تا ته يې دغسى باغ دركړى دى.
سړي په ډير پوسخند ملاته وويل ، اﷲ؟ هغه څوك دى؟ ما د هغه نوم نهد ىوريدلى . دا باغ ما په خپله جوړ كړى دى ما د دغه باغ هره  درخته،هر نيالگۍ خپل  په ﻻسو کښېنولی او د باغ هره وياله مى په خپله كيندلى ده . نه چا زما سره كومه مرسته كيړه ده، او نه زه د چا پوړه وړى يم.
د ملا مخ تك سور سو او خپل په درانه ﻻس يې سړي ته ټينگه څپېړه وركړه او په تلوار د باغه ووتى.سړي خپل پر باړخو باندى ﻻس نيولى خاموشه وﻻړ ؤ.
ملا د ځا نه سره فكر وكړ، داسړى ليونى سوى دى.او په هغه شپه د كلى خلگو په مسجد كى دغه فيصله وكړه چى دغسې شخص زموږ په كلى كې ژوند نسې كوﻻى.


د راتلونكى ورځې په سهار وختى د كلى نارينه د ملا په مشري د جلگى په لور د سړې باغ ته روان سول.د كلى كوچينيانو تر مشرانو تر مخه باغ ته وځغستله او
د باغ د درختو د شا نه یې سړي ته كتل چى خپل په كار اخته ؤ، كوچينيانو د درختو د شا نه پر سړي باندى د ډبرو ، او ښكنځلو حملى پيل كړى . سړي دغو حركتو ته
دونه اهميت ور نه كړ خو ناببره يوه ډبره د ده پر څټ ولگيده او دى ډيرچابك وغورځيدى كوچينيان په  تراټ د باغه وتښتيدل خو يو هلك  پر مځكه ولويدى او
سړي ټينگ را گير كى ده غوښتل چى د هلك  څخه پوښتنه وكړى، تاسې ولى ما په ډبرو ولی؟
مگرهلك يوازى چغې اونارى وهلى او كله چى د كلى

خلگو د هلك چغى او نارى واوريدى ، په ډيرو لوىو لوىو گامونو يې باغ ته ور وځغستل او هلك يې د سړي څخه را كش كړ او پر ده باندى يې د بيلچو او داسو وارونه شروع كړل

او ځاى پر ځاى يې ووژې. او خلگو د ده مړ وجود، او ځړيدلى سر د ويالى پر غاړه  پريښود او دكلى په لور روان سول او په زړه كې يې د خداى شكر كیښ چى هلك مو روغ رمټ راوستى. په كراره،كراره د باغ ټولي درختې مړي سولي،اوډير ژر باغ هم پسي وﻻړى . هلته يوازى دښت پاته ؤ.

***
پاول بوالز ( ۱۹۱۰-۱۹۹۹) ژباړونكى،موسيقې راټولونكى، د امريكا د نيو يارك په ښار كى زيږدلى، په ۱۹۴۷ كال كى د ده نامتو ناول (پوښلى اسمان) چاپ سو.او پسله هغه دى د خپل كورنى سره مراكش ته كډه سواو تر مرگه پورى هوري ؤ.د عربى ژبى د ليكواﻻنو لكه ،محمد مرابت،دريس بن حميد،احمد يقوبې،اومحمد چوكري كتابونه په انگريزي ژبى ژباړلې دي.او همدارنگه د سارتر،او بورخيس كتابونه يې هم ژباړلي دي.


 

    

«»«»«»«»«»«»

 

 

 

 


 

ادبی ـ هنری

 

صفحهء اول