پوهنمل حاجی محمد نوزادی
ملګری
ملتونه او دافغانستان دلاری دترکمنستان دګازو نل لیکه
د افغان جرمن انلاین ویاړلی پورتال دی کور ودان وی چی داځل یی په خپل یوه
بل نوښت سره څیړونکو او لوستونکو ته دافغانستان په اړه ترنړیوالو چاپی
رسنیو پوری د لاس رسۍ په موخه د پام وړ اسانتیاوی رامنځته کړی . څو ورځی
وړاندی د همدی ۲۰۱۰ کال د اپریل په څلورمه نیټه چی تلزه د ترخی ( کیسه صفرا
) دعملیاتو وروسته له روغتون نه ( دلته پرځای بولم د ډنمارکی ډاکترانو له
زړه سواند چلند نه زما د بریالی عملیاتو په هکله او همدارنګه دخپلو دوستانو
او وطنوالو د خواخوږیو له کبله د زړه له ژورو مننه وکړم ) کورته راغلې وم ،
په افغان جرمن انلاین کی می د خبرونو دسرلیک په کلیک کولو سره د ( نړیوالو
خپرونو ) روسی ژبې برخه پرانیستل . هلته می د افغانستان په باره کی ډیر څه
تر سترګو شول چی لدی ډلی نه د ترکمنستان څخه دافغانستان دلاری پاکستان او
هند ته د ګازو د پایپ لاین په اړوند دملګرو ملتونو د جنرال سکرټر یادونی
راته ډیری خوندوری و ایسیدی ، دا ځکه دپروژی دپیل په پړاوونو کی چی لا په
افغانستان کی وم دخپلی دندی له مخی می تړاو ورسره درلو او عملا پری بوخت وم
. ومی غوښته چی ددی لیکنی پښتو ژباړه د لوستونکو سره هم شیریکه کړم ، خو له
بده مرغه روغتیا یی حالت می لا هغه ګړۍ ددی کار فرصت ندرلود . نومړی لیکنه
می خپل کمپیوټر ته را کاپی او اوس چی روغتیا می دلوی خدای په فضل او
ددوستانو د دعا په برکت مخ پرښه کیدو ده ، دادی د ژباړلو په موخه یی
کمپیوتر ته کښیناستم .
دا تاسی او داهم دیادی شوی موضوع پښتو ژباړه :
ملګری ملتونه د افغانستان دلاری پاکستان اوهند ته د ترکمنستان څخه د ګازو د
پایپ لاین غزولو پروژه دیوی دیری مهمی او د پام وړ پروژی به توګه ستایی .
داهغه څه دی چی د ملګرو ملتونو جنرال سکرټر بان کی مون په ترکمنستان کی
دهغه هیواد د اولسمشر سره دخپلو خبرو اترو د پایلی ارزونی پر مهال
ژورنالیستانو (ИА Regnum Новости ) ته وویل .
بان کی مون د ترکمنستان حکومت او اولس ته د ( باوری او دایمی انرژې
لیږدونکی ترانزیت او دنړیوالو همکاریو په پرمختیا کی ددغه کار رول ) تر
سرلیک لاندی د نړیوال کنفرانس دبریالی پای ته رسیدلو له کبله مبارکې وویل
او زیاته یی کړه چی ددی کنفرانس اهمیت دهغو موضوعګانو څخه په ګوته کیږی
کومی چی دکنفرانس د اجندا دپاره غوره شوی وی او بحث ورباندی وشو . ده
ترکمنستان په نړیوال بازار کی د ګازو د یوه باوری صادرونکی هیواد په توګه
یاد کړ .
بان کی مون پدی ترڅ کی د افغانستان د ټیکاو مسلې ته هم پام واړاوه او ویی
ویل : ،، دخپل ګاونډی هیواد افغانستان د سوله ایزی بیا رغونی په اړه د
ترکمنستان سیاست د نړیوالو د تایید وړ او ملګری ملتونه ورته په ډیره درنه
سترګه ګوری ،، . نوموړی پدی اړوند زیاته کړه چی دافغانستان د بیا ودانولو
او ټیکاو سره په تړاو کی دلندن د کنفرانس رول دستایلو وړ دی او هیله یی
څرګنده کړه چی د کنفرانس پریکړی به دافغانستان د کشالې په هوارولو کی د پام
وړ رول ولری . ده همدارنګه د مرکزی اسیا او ملګرو ملتونو د منطقوی مرکز –
یونما د کاری ډلی هغه ګډ کار وستایه چی دافغانستان سره یی دمرستو په موخه
پرمخ بیایی . پدی لړ کی بان کی مون دافغانستان دلاری د ګازو دنوموړی پایپ
لاین د غزیدلو پروژه ډیره اغیزمنه او دپاملرنی وړ وګڼل .
د (ИА Regnum Новости ) دڅرګندونوسره سم دغه پایپ لاین به په ترکمنستان کی
د دولت اباد د ګازو کان چی ذخیری یی د ۱،۷ څخه تر ۴،۵ تریلیون مکعب مترو
پوری حساب شویدی ، د افغانستان دلاری د پاکستان او هندوستان سره وتړی . د
پایپ لاین بشپړ اوږدوالۍ ۱۶۸۰ کیلومتره دی چی ۱۷۰ کیلومتره یی د ترکمنستان
، ۸۳۰ کیلومتره یی د افغانستان او ۴۰۰ کیلومتره یی د پاکستان په خاوره کی
تیریږی . دپایپ لاین دخط د اوږدوالی ۱۳۰۰ کیلو متره به په هوارو او یا نژدی
هوارو سیمو کی وغزیږی چی اخیرنۍ وریانت به یی په پاکستان کی دهغه د ترمینل
په ټاکلو او دبازار په دینامک پوری اړه ولری . په پام کی ده چی دلین خط به
په افغانستان کی د هرات – کندهار د لویی لاری تر څنګ وغزیږی او د پاکستان
بلوچستان ایالت ته به واوړی . دا لین به په یلوچستان کی د کوټی ښارته نژدی
تیرشی . د اړوند ترمینل د پاره و هند ته دهغه د وروستنی غزولو په موخه تر
ټولو ښه خط په پاکستانی پنجاب کی د ملتان سیمه ده . په پایپ لاین کی د ګاز
دتیرولو توان تر ۳۰ میلیاردو مکعب مترو پوری په پام کی نیول شویدی او
ټولټال به ۴ میلیارډه امریکایی ډالره لګښت ورباندی وشی . په پام کی ده چی
افغانستان به ددغه پایپ لاین څخه هرکال تر ۴۰۰ میلیونو دالرو پوری ترلاسه
او لدی نه پرته به ۱۲ زره تنه په افغانی خاوره کی د پایپ لاین سره په تړلو
چارو کی په کار وګمارل شی . د ژباړی پای .
د ژباړونکی یادوونه :
ما غوښته چی د افغانستان د اقتصادی پرمختګ په اړوند ددغی نل لیکی د
اغیزمنتیا په هکله چی یو وخت می کاری تړاو ورسره درلود ، هم په لنډو کی څو
کرښی ولیکم . مګر تر ژباړنی وروسته می حس کړه چی داګړۍ استراحت اړتیا لرم .
په مینه ، تر بیا .
اجتماعی ـ تاريخی
صفحهء
اول
|