© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 



شير ا حمد تو خى

مــــور

ده خپلى خونى ده كړكى نه دباندى ده سراى په باغچه كى،په ډير ناز او محبت روزل سوى ده گﻻنوجوړى ته گورم،چى تل به څنگ پر څنگ وﻻړوه .مگر اوس ده ياغى او مغروره باران ده حملو ده ﻻسه ده ريښو سه جدا سوى،او ده سراى ده خټو او لوشو پر سرپه ډير سپك نظر پا ش پا ش پراته وه.

ده خپلو ښا هښستو گﻻنو پر دغه حالت با ندى زما زړه اوبه،اوبه سو.او زه په دغه چورت كى وم چى دباندى ورسم او دوى بير ته خپل پر اصلى ځاى په با غچه كى ښخ كړم،چى نا ببره زما ده كور دروازه په ډير زور زور وټيكيد ل .ده دروازى ده ټيكيودو سه داسى مهلوميد ل لكه څوك چى دروازه په خپلو

سوكانو وهي او غواړى چى په تلوار كور ته را  ننوزى. زه هم په ډيرو اوږدو اوږدو گاموده دروازىپه لور روان سوم ده باران اوبو ده كور دهيليز هم  لوند كړى و، ده كور ده دروازى ده خلا سيد و سره سم ده باران نورو اوبو هم كور ته دننه په تراټ راوزغستل ما ده دروازى نه سردباندى را وهستى اوچى لوړ مى وكتل زما  وه مخ ته زما مور وﻻړه وه،ده مور په ليدو سره زما ژبه ده خوشهالي نه بنده بنده او گونگي سوله اوما په اشارو مور ته وويل چى كور ته راننوزي.

كله چى مور كور ته رادننه سوه ما ده كور دروازه ژر  وتړل او مور ته مى په ډير غور وكتل،زه ده مور وه ديدن ته داديرش كاله انتظار ،او تږى وم. او ده تهجب خبره وه چى ده باران په دغسى شرپ كى ده مور پر مخ او كا لو باندى ده باران يو څاڅكې هم نه و. ما ده مور دواړه لاسونه خپل په لاسو كى ونيول او مچ مى كړل،ده مور هغه غنم رنگه لاسونه چى تل به ي ده تنباكو و بوى تلى اوس بيخى بى بويه ،او په سپين رنگ بدل سوى وه.مور ما ته وكتل او په ډير پاسته آواز ي ما ته وويل: څنگه ي؟

ما هم لنډ جواب وركړ: ښه يم

زما په جواب ده مور خوله ده خندا ډكه سوله،او ده خندا سره ي هغه ژړژړ غاښو نه چى ده تنباكو و ده چلم ده عمل ده لاسه ژړ سوىو وښكاريدل،مگر عجبه خبره وه چى ده مور هغه غاښونه ده واورى په شان تك سپين سوى وه.مور ده چلم سخته عملى وه،هر وخت چى به زه ده مكتب نه كور ته راتلم نو مابه مورپه سراى كى ده ديوال سره نژدى، يا په سراى كي ده انگورو تر تاك لاندى ده چلم په څكولو بوخته ليدله.ده مور ده خوله نه راوتلى دود ما ته ډير پر اسراره مهلو ميدى.

ما به په خپله كله كله ده چلم اوبه ورته تازه كولي او زما ښه په ياد دې كله  چى ده اول ځل دپاره ما چلم ته په ډير غور وكتل تر دغه در مخه ما ته دا چلم ډير يو ساده چلم ښكاريدى ليكن كله چى ما پر چلم باندى ده خپل ده اكا په لاس ليكل سوى ده خطا طۍ نمونى او ده نقاشى نري نرې نقش او نگار وليد زما وه سترگو ده چلم قدر ډير لوړ سو.

زما اكا زموږ ده ښارډير نامتو خطا ط  و، زموږ ده ښار پر دكانو،او رسمى دفترو باندى د ده په لاس ليكل سوي لو حى ځړ يدلى.او اوس چى ما ده مور سپين غاښونه وليدل زه په زړه كى ډير خوشهاله سوم چى آخر مور مجبوره سوه چى چلم پريږدى.

ده مور پر سر اوس هم هغه آسماني رنگه پوړنى و،چى ده پوړنى په يو پلو كى به مور خپلى پيسى ټينگى غوټه كولى او هره هفته ده چار شنبه په ورځ به مور خپل ده پوړنى ده پلو څخه ما ته پيسى راكولى ، اوزه په ډيره خوشهالى زموږ ده ښار يوازنى  د كتا بو پلورنځى ته په په لوى لوى گامو تلم اوكله چى به دكان ته ورننوتلم نو حميد صاحب په ډير اخلاص ما ته ده (كمكيانو انيس)مجله راكول او زما پر سر بي خپل لاس په ډير محبت تيراوه .كله چى به كور ته راتلم نو مور به ما ته په دروازه كى په انتظار ولاړه وه او زما په راتگ سره به مورزما وه مخ ته كښينستل او ما به ده مجلى ټوله داستانونه مور ته لوستل.او تر راتلونكى چار شنبى پورى به ما ده مور هر كار په ډيره چاپلوسى،او غوړه مالي كاوه.او سترگه په لار وم چى كله به مور خپل ده پوړنى غوټه خلاسه كى او ما ته پيسى راكړى.مگر اوس چىما ده مور وه پوړنى ته وكتل نو زما سترگو  لكه ده غله سترگى ده مورپه غوټه سوى پلو پسى كتله مگر ده پوړنى څلور سره پلوه خلاس وه.

ما او مور ده لوند دهليز نه زما ده كتابو و خونى ته راغلو،په خونه كى زما كتا بونه  پر ميز باندى ډير  گډو او وډ  پراته  وه .مور ده ميزنه يو كتاب راپورته كى چى په دوړو پټ و،مور خپل په پوړنى ده كتاب

دوړى پاكى كړى او كتاب ي مچ كې او بيا ي سترگو ته نژدى كى،ما ته ده مور دغه ساده گى ډير خوند راكى.مور زما وه طرف ته ي په ډير محبت   وكتل او وويل: وي،ته تر اوسه خپل كتا بونه پاك نه سا تى؟

زه ده شرمه چپ ولاړ وم،جواب مي نسواى وركولاي،مگر مور ما ته گډه گډه وه او پس له څو شيبو ده مور آواز كرار كرار زما نه ليرى ليرى كيدى ما په زور زورپه مور پسى چغى وهلى ليكن مور زما بغا رى او چغى نه اوريدى او زه نا څاپه ده خوبه را ويښ سوم .په خونه كى تاريكه وه،او زما ستوتۍ لكه ډبره سخت سوى و ده بستر نه را ولاړ سوم  او ده اوبو ده منگى په يخو اوبومى خپل ستونى لوند كى چى ورسره ورسره ده منگى ده خاوره خوند هم زما پر شونډو باندي پاته سو. ده دباندي نه ده نرم باران آواز راتلى او په زړه كى خوشهاله وم چى د مور  سره  په خوب كى ديدن وسو او ورسره هغه ديرش كاله پخوانى ورځ را په ياد سوله.

دغسى بارانى ورځ وه كله چى مور مړه سوه او كله چى موږ ده مور جنازه ده ادهيرى وه طرف ته وړله ،په هغه ورځ  زموږ په ښار كى د يو نا متو سړى ده مرگ آوازه وه او په هر اخبار،راديو كى د هغه  په باره خبرى كيدلى ، مگر زماده مورجنازه زما پر كمزورو اوږو باندى ده گمناميو پر سړك  ادهيرى ته روانه وه.

اوس باران ختم سوى و، او لمر هم راپو رته سوى و، ده اوبو گيلاس مى په لاس كى و او ده كړكى نه مى ده سراى په لور وكتل په باغچه كى زما ده گﻻنو  جوړى  څنگ پر څنگ سره ولاړ دى او ده دوي پر پاڼؤ باندى ده باران څاڅكى تر غوړ لمر لاندى لكه مرغلرى بريښيږى.
 

    

«»«»«»«»«»«»

 

 

 

 


 

ادبی ـ هنری

 

صفحهء اول