سرفراز مومند
زه یو څوک پیژنم
زه یو څوک پیژنم چې دکوڅی ماشومانو ښه ماشوم ګاڼه-په مکتب کی همصنفانو
اونوروهلکانو ورته ښه شاګرد وایه .
زه یو څوک پیژنم چې پلاراوموریی ښه ځوی او ورونو او خویندویی ورور ګاڼه-په
پوهنتون کی دلایقواوشریفومحصیلنوپه جمله کی حسابیده زه یو څوک پیژنم چې
دجومات ملا صاحب او دکلی خلک یی دیو لمونځ ګذاره مسلمان، با تقوا او نیک
انسان په حیث پیژني- صوفی مشربه دی- دهیواد په کچه بهترین ژورنالیست ، په
مسلک کی وارد اودهمکارانو سره صمیمی دی .
زه یو څوک پیژنم چې ډیر شعرونه یی یاد دي خصوصا دصوفی شاعرانو دشعرونو
علاقمنددی- دپخواني ښوخلکو حکایتونویی خبروته نوره ښکلا وربخښلې ده ښکلې او
په زړه پورې خبرې به یي کولې- ضرافت یی په خبروکی له ورایه ښکاریده-
اوریدونکي ورسره نه ستړي کیږي – په ملګرو او دوستانو کی یی ځانګړی ځای
درلود او ټولوورته داحترام په سترګه کتل .
زه یو څوک پیژنم چې سیاست یی نه کاوه خو د وطن دمصالحو سره بی طرفه نه ؤ
دوطن سره یی مینه دهرچانه زیاته وه خود وخت په سیاسی ګوندونو او ډلوټپلو کی
نه ؤ- دوطن دګټو په اساس یی ازاد قضاوت کاوه .
زه یو څوک پیژنم چې دمهاجرت په څو کلنو کی یی وطن هیر نه کړ- وطن ورته ګران
ؤ اوپدی ارمان چی کله به وطن کی دخدمت دپاره بیا شرایط برابر شی په دې هیله
او انتظاریی شپې سبا کولې .
نو دا شخصیت څوک دی؟
دا څوک دی چی په کوڅه کی ښه ماشوم- په مکتب کی ښه شاګرد په کور کې ښه ځوی
اوښه ورور- په کلي او جومات کې په ښو اخلاقو مشهور- په پوهنتون کی لایق او
ښه محصل – په سیاسی خرابیو کی شریک نه دی – ملګري او دوستان ورته احترام
کوی .
نودا څوک دی؟
دومره ښیګڼې په لږو انسانانو کی یو ځای کیدی شی او هغه څوک چی دومره صفتونه
ولری نو هغه ته باید انسان وویل شی .
هغه ښه شخصیت الحاج غوث زلمی دی- زه چی غوث زلمی د ډیر پخوا نه پیژنم په
پوهنتون کی زما شاګرد ؤ- دا ټولې ښیګڼې می عمیق دده په شخصیت کی لیدلی دي-
نو ځکه هغه تهمتونه چی په نوموړي لګیدلي دی زه پری باور نه شم کولی او که
چیرې دیو انسان په حیث ترې غیر اګاهانه کومه اشتباه شوی وي- نو پروردګار
عالم هم په توبه انسان بخښی- باید
غوث زلمی عفه شی او ضایع نه شی- دده له فهم - دانش – انرژی او شخصیت څخه
دوطن په ګټه استفاده وشی- اوس هم لا نا وخته ندی . دغوث زلمي دخلاصیدو
اووطن ته یی دخدمت په هیله .
اجتماعی ـ تاريخی
صفحهء
اول
|