© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


               
 


 

ادولف دبس څنگه ووژل شو

د کابل هوټل. د آرلینگټن ارامځي. د دارالامان کمپ

 

صـبورالله ســــیاه ســـنگ
hajarulaswad@yahoo.com

ژباړه : رحمت آریا
Arahma4787@Rogers.com

 

د زندان د دیوالونو په لپه کې

سره له دې چې د ۱۹۸۰ زکال ژمي ، د وچې بیدیا په زړه کې د کابل د څرخي پله زندان په خپلو کلکو سړو  منگلو کې ځاپه ، خو زندانیانو په تودو زړونو او مینې د ورزشکار یاسین خبرو ته غوږ نیوه.

چا هغه د " CIA جـاسـوس " نوماوه ، چا د "  KGB کارمـند " او یو شمیر نورو "Maoist باله. دی په خپله چې له دغو غوږ پوڅو خبر نه وو ، ویل به یې : "زه بې گناه یم. ډیر ژر به خلاص شم." ویل کیدل چې هغه کاراټه باز دی ، په ټولې نړۍ گرځیدلی او د خپلې مورنۍ ژبې په پرتله په انگریزي او روسي ښه پوهیږي.  

زندانیانو نوموړی " وحشي یاسین" باله. موږ نه پوهیدلو ، او لا تر اوسه نه پوهیږم چې " وحشي" د هغه کورنی نوم یا هغه سپک نوم وو چې دده دښنمانو ورباندې ایښی وو. هغه که هر څه وو او هر څوک چې وو هیله من یم چې ژوندی اوسي او دغه یادښت لیک ولولي او د زندان د کلکې اوسپنیزې دوستۍ په پیڅې ما ته بریښنا لیک را ولیږي او له خپل ژوندیتوبه دې ما ته ډاډه کړي.

همدا شان ماته د  Adolph Spike Dubs د وژل کیدا په اړه د امریکا د ویرجینیا د اوسیدونکي ښاغلي Sam Saloan د نهه ویشت کالو مخکې د لیکنو برخې را په زړه شي ؛ په ځانگړې توگه چې ښاغلي سلون وايي : " په پینځلس ژبو آشنايي لرم. په ۱۹۷۷ زکال کې مسلمان شوم . زما نوم محمد اسماعیل وو او سي آی اې ته د جاسوسۍ په تور د افغانستان د لښکرگاه ، جلال آباد ، دهمزنگ او څرخي پله په زندانونو کې بندي وم."  د زړه له کومې هیله من یم چې نوموړی ژوندی اوسي.

که د یاسین او اسماعیل پر تړښت او پیوند باور ونه کړم نو د نړۍ ټولې هک پکتیاوې به په تړلو سترگو ومنم. تر هغه مهاله چې ما د Youtube په ویب پاڼه کې د  Sam Saloan مخ نه وو لیدلې له ځانه مې پوښتل چې آیا دغه دواړه نومونه د یوې څېرې نومونه دي؟

 

د زندان له لــَپــو دباندې 

وروسته له دې چې د ۱۹۸۷ز کال د دسامبر په نهمه نېټه د څرخي پله له زندانه ووتلم د یاسین د نښو پربنسټ مې په کابل کې د امریکا د سفیر د موټر چلوونکي پته وموندله. د هغه نوم گل محمد وو. غښتلی ، پنډ ، زړور ، ټوکي سړی وو ، خوله یې له خندا ډکه وه . هغه وویل :

 " یرغمل نیوونکي درې تنه ول، یو تن یې د ترافیکو پولیسي دریشي اغوستې وه. د ژمي د ســړې څــېــلې یوه ورځ وه ؛  د کابل په نوي ښار کې د انگیسي د زده کړې د کورس تر مخ د یوې ترافیکي څراغ پایې ترمخ یې زموږ مخه و نیوله. کله چې ما کړکۍ پرانیستله د ترافیکو په جامه کې یو تن سړي تښتوونکي خپله تومانچه را وښودله او ویې ویل : دروازه پرانیزه. وَر مې پرانیست. د سترگو په رپ کې زما ترڅنگ کښیناست ، بیا یې مخ تاو کړ او د موټر د شا دروازه یې پرانیستله. دوه تنه نور هم راغلل او د سفیر صاحب تر څنگ کښینستل. هغه چې زما تر څنگ وو ، وویل : " د کابل هوټل ته! " بله لاره او چاره مې نه درلودله. ما د هغوی له امره غاړه نه شوای غړولای. کله چې د هوټل دروازې ته وسیدلو ، سفیر صاحب یې له ځان سره دننه بوت او ماته یې وویل : " ته آزاد یې! د امریکا سفارت ته ولاړ شه او ووایه چې ستاسو سفیر دلته دی." سفارت ته ولاړم او د سفارت کارمندانو ته مې د سترگو لیدلی حال ووایه. د هماغې ورځ په ماسپښین مې واوریدل چې سفیر صاحب او یرغمل نیوونکي ټول یو ځای ووژل شول."

لوی څښتن دې اډولف دبس وبخښې او که گناه کار وي ، نو د هغه له گناهونو دې ور تیر شي ؛ خو د هغې غملړلې پيښې په اړوند د گل محمد د خبرو پاتې لړۍ ښايي په ویر کې هر ډوب سړی  په کړس وخندوي. دا چې نوموړی رښتیا وايی یا په لوی لاس د ټوکو او ټکالو مالگه ورباندې  شېندي ترڅو خبرې یې لا خوندورې شي ، هغه په خپله ښه پوهیږي او څښتن یې. خو د امریکا متحده ایالاتو ته د هغه د راتگ افسانه په زړه پورې او د اوریدلو وړ ده :

" د سفیر صاحب له وژل کېدا وروسته د سفارت کارمندانو راته وویل : د هغې ورځې د پیښې د جزﺌـیاتو د روښانولو لپاره لوړ پوړو چارواکو امریکا ته بللی یې. وروسته مې له ځان سره وویل په پردیسۍ که ،  له کور کهوله لېرې په یوه پردي هیواد کې خدای مه کړه کومه ټـــَکه مې پر سر را گوزار نه کړي. داسې نه شي چې د سفیر صاحب د ژوند د نه ژغورلو په تور را ته سزا را نه کړي.

شېبه په شېبه ورځ را باندې تیاره کیدله ، ترڅو چې د سفر نېټه و ټاکل شوه. کله چې ما له خپلې کورنۍ سره خدای په اماني کوله نو کوشني زوی مې راته وویل : پلار جانه ! پلار جانه! ماته له امریکا څخه یوه جوړه نوي بوټان راوړه. له ځان سره مې وویل : که ژوندی بیرته راغلم نو ستا بوټان به هم له ځان سره راوړم.

لنډه دا چې امریکا ته را ورسیدلم. له هوايي ډگره یې نیغ یوه ځانگړي دفتر ته بوتلم ، د ډوډۍ او اوبو له راکړې وروسته یې راته وویل : ددغه کمپیوټر مخې ته د څرمن یوه څوکۍ ده او د کمپیوتر مخې ته کښېنه. په گوډې ماتې انگریزي مې ووویل : ژباړونکی چیری دی؟ هغوی را ته وویل: ژباړونکي ته اړتیا نه شته.

هلته لیرې یو دنگ امریکایي سړي غلی ولاړ وو ، هغه وویل : زه فارسي پوهیږم. زما اندیښنې لا پسې زیاتې شوې. خدای رټلي شیطان په زړه کې راتاو کړل  داسې نه سي چې دوی ټول له دغې خونې ووځي او په همدغه غټ ماشین ما ایرې کړي او ومې وژني. دنگ سړی رامخته شو او په فارسي یې وویل : گل محمده ! امریکا د کمپیوټر نړۍ ده. دلته له تا څوک پلټنې نه کوي. غلی کښینه. سترگې دې له دغې ښېښې مه لیرې کوه. په بشپړه چوپتیا کې د سفیر د وژل کیدلو د پیښې انځور په خپلوسترگو کې را تاو کړه او د هماغې ورځې د جزﺌـیاتو په اړه چې څه دې لیدلی او اوریدلی ښه ژور فکر وکړه. موږ خپل ټول مالومات ستاسو د فکر پر بنسټ  په همدغه کمپیوتر کې ثبت کوو 

خدای ته مې شکرونه وکړل او په زړه کې مې وویل : ځه سړیه د مرگ له لومې بچ شوې. په چوپه چوپتیا کې مې د کمپیوټر ښېښې ته وکتل او د هغې ورځې پېښې مې په یاد راوړلې. په یاد مې راوړل چې سفیر صاحب د سفارت کاډیلاک مرمۍ ضد موټر ته راغی ، موټر ته پورته شو ، د موټر په دویم سیټ کې کښېناست ، د نوي ښار پر لور وخوځېدلو ، یرغمل نیوونکي مې تر سترگو شول چې موږ ته رانیږدې کېدل ، د تومانچې د میل را نیږدې کیدل چې زما غوږه چڼې ته یې را نیږدې کړه او ......

په ذهن کې مې را تاو شول که یرغمل نیوونکو د کابل هوټل پر ځای هماغلته په نوي ښار کې سفیر صاحب ځای پر ځای وژلی وای ، نو شک نه شته چې لومړی به یې زه وژلی وای. که یې زه وژلی وای نو کورنۍ مې خاورې په سر کېدله. کرار کرار په خپلو سوچونو کې ډوب شوم. په همدغه شېبه کې مې د خپل کوشني زوی غږ تر غوږه شو : پلارجانه ! پلار جانه ! ماته له امریکا څخه یوه جوړه نوي بوټان راوړه. پلار جانه ! پلار جانه ! ماته له امریکا څخه یوه جوړه نوي بوټان راوړه. په همدغه شېبه کې هماغه دنگ سړی را ننوت او ویې ویل : گل محمده ! موږ به تا ته نوي بوټان واخلو! د اصلې موضوع په اړوند فکر وکړه!"

 

د تأریخ په وریځو کې نا موندونکی پلټونکی

دیرش کاله کیږي چې په کابل کې یوه ستره خونړۍ پیښه رامنځته شوه. که د پیښې د پلټنې په اړه لوستونکی وغواړي د افغانستان د ښو لیکوالانو کتابونو او سرچینو ته مخه کړي آیا خپلو پوښتنو ته به ځواب تر لاسه کړي؟ خپله پلټنه له کومه ځایه راپیل کړي؟ آیا له هماغو ۳ غټو کتابونو  یې را پیل کړي چې ښه نوم لري او د ځلاندو کتابونو په کتار کې دي؟

 

۱ ) ادولف دبس او عبدالله باحث ؟

" په کابل کې د امریکا د لوی سفیر وژل کیدل : د امریکا دولت چې د غوايي له کودتا وروسته یې په افغانستان کې نوی رامنځته شوی رژیم په رسمیت پیژندلی وو ، له نوی دولت سره خپلې اړیکې سړې مگر عادي ساتلې وې. د ۱۹۷۹ زکال د فبرورۍ د مېاشتې ۱۴ نېته وه ، د هغه هیواد سفیر آدولف دبس د نورو ورځو په شان په شهر آرا کې له خپل استوگنځي راووت او د هوايي ډگر پر سړک د سفارت پر لور وخوځېد. د هغه موټر د لارې په اوږدو کې د څلورو تنو له خوا چې له هغوی څخه یو تن یې د پولیسو جامې اغوستې وې و درول شو. سړي تښتوونکو ، سفیر د کابل هوټل ته بوت او د مسافرو په یوه خونه کې یې بندي کړ. وروسته روښانه شوه چې نوموړي کسان د [ ستم ملي ] د غورځنگ کسان ول او له دولت څخه یې غوښتل چې د هغوی مشر عبدالله باحث ور خوشې کړي.

عبدالله باحث د بدخشان له وگړو څخه وو ، هغه د پښــتــنو د واکمنۍ د ضد له ټینگو فعالینو څخه وو ، باحث د محمد داؤود خان د جمهورۍ پر مهال ددولت پر ضد د بدخشان په پاڅون کې کلکه ونډه و لوبوله او زندان ته ولوید. د ۱۹۷۸ زکال دوبــَی وو چې باحث د درملنې لپاره د عقلي او عصبي روغتون ته لیږدول شوی وو ، باحث له هغه ځایه د خپلو ملگرو په مرسته و تښتېد ، د باحث معالج ډاکټر ، ډاکټر اسعد حسان غبار چې په جرم کې یې هیڅ لاس نه درلود ، زندان ته و لوید.

تر اوسه روښانه نه ده چې د باحث په برخلیک څه ټکه را پریوتله. ولې د هغه همکارو ملگرو د باحث له تیښتې څو مېاشتې وروسته بیا هم له دولت غوښتنه کوله چې ور خوشې یې کړي ؟ هر گوره ! حفیظ الله امین د هغه وخت سر وزیر وو او د رژیم ټولې واگې یې په لاس کې وې ، کله چې امین د امریکا د لوی سفیر له نیول کیدلو خبریږي ، د افغانستان بانک او د ملي بانک په دانیو کې چې د کابل هوټل ودانۍ ته مخامخ ودانۍ دي د ژاندارم یوه ډله ځای پر ځای کړه. سړي تښتوونکو ته یې گواښ وکړ چې سفیر خوشې کړي. له دغه ځایه وروسته د پیښې لړۍ خړه پړه ده او څرگنده نه ده  چې یرغمل نیوونکو ته دا موقع په لاس ورکړل شوه چې خپلې غوښتنې وړاندې کړي که نه. خو د بانک له ودانۍ څخه یو شمیر ژاندارم پولیسو ناڅاپه د هغې خونې په دروازې اور کوي چې سفیر پکې ساتل شوی وو. په پای کې سفیر او سړي تښتوونکي ټول هماغلته ځای پر ځای ووژل شول.

ویل شوي چې د اور د امر د ورکړې پر مهال د شوروي امنیتي سلاکاران هم د پیښې په سیمه کې ول ؛ افغان چار واکو ،  یا د شوروي د سلا کارانو د مشورې یا د هغوی د نه مشورې له کبله د امریکا د سفارت له چارواکو څخه ځانونه لیرې وساتل. " [ افغانستان در پنج قرن اخیر/ میرمحمد صدیق فرهنگ / ۱۹۹۵ . پاڼې ۸۸۷ او ۸۸۸]

 

پوښتنې ....

آیا د هغو کسانو شمیره چې ادولف دبس یې یرغمل نیولی وو ، درې تنه ول ؟ آیا په افغانستان کې د [ جنبش ستم ملي] په نامه کومه سیاسي ډله شته؟ عبدالله باحث څوک دی؟ یا دا چې د [ جنبش ستم ملي] یا [ گروه ستم ملي ] په نامه چې نوم یې د یوې ډلې په توگه  په لوی لاس یا په نا خبره بڼه اخیستل کیږي په رښتیا یې په دغه نامه کوم مشر درلود؟ د عبدالله باحث د ملا مرۍ ماتې شوې وې ولې " عقلي عصبي روغتون" ته  د رماتیزم د درملنې لپاره لیږدول شوی وو؟ آیا نوموړی د علي آباد د روغتون د عصبي جراحۍ په څانگه کې نه وو بستري شوی؟

له هغې پیښې وروسته شپږ اوه کاله وروسته نومیالی تأریخ لیکل کیږي او ولې د تأریخ پر پاڼو دغه کرښې لیکل کیږي :  " لا تراوسه روښانه نه ده چې د باحث پر برخلیک کومه ټکه را پریوتله؟" او " ولې د باحث همکارانو له دولته د هغه د خوشې کیدلو غوښتنه کوله حال دا چې نوموړی څو میاشتې مخکې تښتېدلی وو؟ "

آیا د تأریخ لیکلو موخه دغسې پوښتنو ته ځواب موندل او د هغوی بربنډول نه دي؟ څوک خبر دي او څنگه پوهیدای شو چې یرغمل نیوونکو په رښتیا له دولت څخه د خپل مشر د خوشې کېدلو غوښتنه کوله؟ که ښاغلي صدیق فرهنگ له ځان سره منلي وي چې نوموړو کسانو په رښتیا دغسې یوه غوښتنه درلودله نو ولې یې د خپل تأریخ په هماغو کرښو کې داسې نه ویل : روښانه نه ده چې یرغمل نیوونکو ته د غوښتنو د وړاندې کولو موقعه په لاس ورکړل شوه که نه؟

 

۲ ) ادولف دبس او بدرالدین باحث ؟

" پینځمه څپرکۍ : کمونیستي رژیم :  د ۱۹۷۹ ز کال د فبرورۍ د مېاشتې په څوارلسمې نېټې په کابل کې د امریکا لوی سفیر آدولف دبس چې له خپله کوره د دفتر پر لور روان وو د لارې په پسور [ اوږدو ؟] کې د عمومي واټ پر سر د ۳ تنو له پلوه چې د پولیسو جامې یې اغوستې وې و دَرَول شو او د موټر چلوونکي ته وویل شول چې د کابل هوټل پر لور دې ولاړ شي. د هوټل مخې ته یې سفیر له موټر را وایست او سفیر ته یې وویل د هوټل هغې خونې ته دې ولاړ شي چې سړي تښتونکو مخکې له مخکې کرایه کړې وه. وروسته له دې چې سفیر یې د هوټل په خونه کې بندي کړ سړي تښتوونکو د ټیلفون له لارې دولت ته خبر ورکړ : " موږ د امریکا سفیر یرغمل نیولای دی او ترهغه مهاله چې د [ ستم ملي مشران] په ځانگړې توگه ددغې ډلې مشر بدرالدین باحث د څرخي پله له زندانه راخوشې نه شي نوموړی به له موږ سره بندي وي." [ بدرالدین باحث د ستم ملي د هغې څانگې مشر دی چې د طاهر بدخشې له ډلې څخه جلا شوې وه او ځانته یې پلویان راټول کړي ول. نوموړی له دغې پیښې مخکې د څرخي پله په زندان کې وژل شوی وو.]

حکومت د سړي تښتونکو دغې غوښتنې ته ځواب ور نه کړ. کله چې د امریکا د سفارت کارمندان له پیښې خبر شول په بیړه یې هڅه وکړه چې حفیظ الله امین د ټیلفون له لارې و مومي او د سولې له لارې د پیښې د هوارۍ لپاره د لارو چارو په لټه کې شي. کارمندان د امین په موندلو نه بریالي کیږي ؛ بیا یې پولیسو ته مخه کړه ترڅو د هوارۍ لاره و لټوي. د کارمندانو دغه هڅه هم شنډه وختله. څکه د پولیسو څانگې بل ډول لارښوونې تر لاسه کړې وې او د همدغو لارښوونو پر بنسټ یې عمل وکړ. په دې توگه چې د ملي بانک د ودانۍ د بام تر شا یو شمیر وسله والو پولیسو مورچل نیولی وو او له هماغه ځایه یې هوټل تر اور لاندې ونیو ، د اور په لړ کې سفیر او درې تنه سړي تښتوونکي یو ځای ووژل شول." [ رویداد های نیمه اخیر سده بیست افغانستان / محمد نذیر کبیر سراج/ ۱۹۹۷ ، پپ ۱۲۵ او ۱۲۶]

 

پوښتنې ......

بیا هم خبره د " ستم ملي" د نامه پر شپول راڅرخي او داسې ښودل کیږي چې گڼې " ستم ملي " د یوې ډلې نوم دی او د " بدرالدین باحث" په نامه یې یو مشر درلود. آیا یوه سیاسي سازمان ته د دغسې نوم ورکړنگ چې نوم یې یوازې  د واکمنو کړیو خوښ وي ،  سمه خبره ده؟ آیا بدرالدین باحث هماغه عبدالله باحث دی یا بل څوک دی؟ که ټایپي غلطي مو نه وي کړي ، نو عبدالله باحث څوک دی؟

په زړه پورې دا ده چې " رویداد های نیمه اخیر سده بیست در افغانستان" دوه کاله  تر " افغانستان در پنج قرن اخیر" او له هغې خونړۍ پیښې اتلس کاله وروسته لیکل شوی دی.

 

۳ ) ادولف دبس او بهرام الدین باحث ؟

" د دبس ترور : روسي دروهې یا دسیسې په هر اړخیزه توگه پلې کېدلې او د مجاهدینو د نامه د بــَدَولو لپاره له هرې خوا هلې ځلې کېدلې. دا ځل د توربختۍ پچه په کابل کې د امریکا د سفیر ښاغلي آدولف ډابز ( ډبس؟) په نامه را وختله. ښاغلی ډبس د کمونیزم د نړۍ او چپي رژیمونو په اړه پراخ مالومات درلودل. روسانو ته دا هم روښانه وه چې نوموړی له چیلي وروسته کابل ته رالیږل شوی وو.

د کابل رژیم هماغومره  چې له هیواده  دباندې چارو کې بې خبره وو په هماغه پیمانه له کورنیو چارو څخه هم بې خبره وو. د رژیم ټولې چارې د روسانو په نغوته تر سره کېدلې.

د ډبس اگریمان [ منل لیک] وروسته له هغې تر سره شو چې [ نور احمد ] نور په واشنگتن کې وټاکل شو. امین هم ډیره هڅه کوله چې [ نور]  ژر تر ژره واشنگټن ته و رَ ټــي.

روسانو د دغې دروهې له لارې غوښتل  له یوې خوا د مجاهدینو نوم ور تور کړي او هغوی د ترهگرو په نامه نړۍ ته ور وپیژني ترڅو له هغوی څخه د نړیوال ملاتړ مرستې غوڅې کړي او له بلې خوا یې هڅه کوله ځانونه د دبس له شتون څخه بې غمه کړي.

د امریکا سفیر د ۱۹۷۹ ز کال د فبروري د میاشت په یوه سباوون د کار دفتر ته د تللو په لاره کې د ک . گ. ب د ۳ تنو ترهگرو تر برید لاندې راغی چې د افغان ترافیکو د پولیسو جامې یې اغوستې وې. هغه د کابل هوټل ته بوتلل شو او هلته د یرغمل په توگه و ساتل شو.  

په جرمونو او جنایاتو کې کله نا کله سیمه ییزې او توکمیزې ځانگړتیاوې روښانه وي. په افغانستان کې ان تر نن پورې یرغمل نیول دود نه دی. د میلمه ډیر درنښت کیږي او هغه ته په درنده سترگه کتل کیږي. په ډیریو برخو یرغمل نیول د روسانو او د هغوی د روزل شویو کسانو یوه لاره وه.

ښاغلي ډبس ته موقع په لاس ور نه کړل شوه چې ټیلفوني اړیکه ونیسي  او د یرغمل نیونکو غوښتنې دولت ته روښانه کړي. د لویدیځو هیوادونو سفیران د هوارۍ په لټه کې شول. چا نه شوای کولای امین را پیدا کړي ترڅو له هغه سره خبرې وکړي یا یې له نیږدې وویني. ښاغلی ډبس ووژل شو او یرغمل نیوونکي هم ووژل شول. د پیښې له ډگره یې د شاهدانو ټغر ور ټول کړ.

د عملیاتو پر مهال خلکو د ک. گ. ب ډیر شمیر غړي ولیدل چې د افغانستان د بانک د ودانۍ د بام له سره یې د عملیاتو لارښوونه کوله. په ورځپاڼو کې د څو تنو انځورونه د ترهگر په نامه خپاره شول چې هېڅ چا نه پیژندل.

د امریکا د متحده ایالات د فدارلي پلټنو (FBI) د ادارې یوه لویه پلټونکې ډله کابل ته را ورسیدله. سره له دې چې رژیم په پلټنو کې له هغوی سره همکاري نه کوله ، خو پلټنونکې ډلې د ترور پازوالي د ک.گ.ب. پر غاړه واچوله.

رژیم وویل چې ترهگرو د بهرام الدین باعث د خوشې کولو غوښتنه کوله. دا هم د رژیم له هماغو پخوانیو ښکرورو درواغو څخه یو بل ښکرور درواغ ول. ځکه رژیم لا پخوا او ډیر مخکې باعث وژلی وو." [ داوؤد خان در چنگال ک.گ.پ/ الف هارون/۱۹۹۷]

ښاغلی حامد د " داؤود خان در چنگال ک.گ.ب" د کتاب ژباړونکی د ادولف دابس وژل کیدل د چیلي له کودتا سره تړلي بولي او لیکي : " د ک.گ. ب. له نظره ادولف دابس او د انگلستان د سفارت کارکوونکی دیویډ سپډنگ په چیلي کې د سالوا دور النده پر وړاندې  د ۱۹۷۳ زکال د سپتمبر د مېاشتې د یولسمې د سي آی اې د کودتا کره طراحان ول چې په پای کې آلنده ووژل شو ، رژیم یې ړنگ او پر ځای یې جنرال  اگوستو پینوشه واکمني تر لاسه کړه.  

ک.گ.ب. غوښتل دغه دواړه کسان ووژني. ک.گ.ب. ته دغه شېبه په افغانستان کې په لاس ورغله. که دا وانگیرو چې د سازا غړو د ډبس په تښتوونه کې لاس درلود نو ټول گزارشونه دې ته نغوته کوي چې د کابل رژیم ، په ځانگړې توگه امین له ترهگرو سره د اړیکو په نیولو او د ډبس په ژغورنه کې هېڅ کار نه وکړ. د ډبس د تښتونې په پیښه کې د امین او د  ک.گ.ب. له ناپامې ډک چلند دې ته نغوته کوي چې ک.گ.ب. غوښتل له ډبس څخه د آلنده غچ واخلي." [ داؤود خان در چنگال ک.گ.ب. / الف هارون/ ۱۹۹۷ پ. ۳۱۰ ]

 

پوښتنې ...

آیا دا به ښه نه وای چې ښاغلو هارون او حامد دواړو د کومولاسوندونو پربنسټ په چیلې کې د آدولف ډبس ونډه دومره پراخوي؟ آیا نوموړو کله په هغه هیواد کې کوم ماموریت تر سره کړی دی؟ 

که د الف. هارون په وینا د [ افغانستان] چارې ټولې د روسانو په نغوته تر سره کېدلې او ک.گ.ب. کلونه کلونه مخکې پوهیدله چې د " آدولف ډبس" په نامه د ښکار غټه مــَړۍ افغانستان ته رالیږل کیږي نو ولې د هغه اگریمان په واشنگټن کې د نور احمد نور په ټاکلو پورې تړل کېده؟ مگر ک.گ.ب. [چې په خپله ککره کې یې د ډبس د خونړي برخلیک په اړه نقشه درلودله ] آیا د کابل لومې ته د هغه راتگ یې په پټو سترگو او پرته له پوښتنو او گړویږنو مانه؟  

آیا دغه خبره  چې " تر نن پورې په افغانستان کې یرغمل نیول دود نه دی ..... یرغمل نیول په ډیرو برخو کې د روسانو او د هغوی د روزل شویو کسانو چلوټه وه" تر ډیره بریده د یوې ټوکې په توگه نه ده ؟

الف. هارون یرغمل نیوونکي " د ک.گ.ب. ۳ تنه ترهگر" نوموي او زیاتوي : " د عملیاتو پر مهال ډیرو کسانو د ک.گ.ب. یو شمیر غړي ولیدل چې د افغانستان بانک د بام له سره یې د عملیاتو لارښوونه کوله" خو دلته دوی نه وايي چې په کابل کې خلکو د ک. گ.ب. د پټې دستگاه کارمندان د کومو بیلگو او نخښو پربنسټ وپيژندل؟

حامد د "داوود خان در چنگال ک.گ.ب" د کتاب د ژباړونکي په توگه ولې د خپلې بد گومانۍ بنسټ د [ سازمان انقلابي زحمتکشان افغانستان] په نامه ږدي؟

" بهرام الدین باحث "  څوک دی؟ ایا نوموړی د عبدالله باحث او بدرالدین باعث ترمنځ کومه بله آشنا یا نا آشنا څیره ده ؟ بله دا چې که غوره شوې واژې د یوه سړي د فکري تگلارې استازیتوب ونه کړي نو که " ښاغلی ډبس" لیکلای شو ولې " باعث" ته هم " ښاغلی باعث" نه شو لیکلای؟

 

د نورو کسانو خبرې

۱) ډاکټر شاه ولي ، د امین د واکمنۍ پر مهال د سر وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر : " باید وویل شي چې زموږ اړیکې له  امریکا [ پرته] له نورو لویدیځو هیوادونو سره عادي وي. د ۱۹۷۹ ز کال د فبرورۍ په مېاشت کې کله چې د امریکا سفیر ډابس د یرغمل نیوونکو له پلوه یرغمل ونیول شو ، د هغه په ژغورنه کې د افغانستان دولت هلې ځلې وکړې خو د همدغې پیښې په لړ کې نوموړی ووژل شو ؛ د سفیر د وژل کیدلو له پیښې وروسته د افغانستان په اړه د امریکا سیاست هم بدلون وموند. امریکایانو خپلې یو شمیر مرستې و درَولې. امین غوښتل خپلې اړیکې له امریکا سره عادي کړي ، هغه په خپله په کابل کې د امریکا له شارژ دافیر سره ولیدل او هم مو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال سره په نیویارک کې هغه مهال ولیدل کله چې موږ د یوه افغاني پلاوي په مشرۍ د ملگرو ملتونو په څلور دیرشمه غونډه کې د گډون لپاره تللي وو موږ د افغانستان او امریکا د اړیکو د ښه والي خبره هماغلته راپورته کړه او ددغو خبرو لړۍ دوام درلود." [ افغانستان در قرن بیست/ دکتور ظاهر طنین / ۲۰۰۵ / پپ : ۲۷۸ او ۲۷۹ ]

 

۲ ) دکتور حلیم تنویر ، لیکوال ، څیړونکی او د گلبدین حکمتیار د اسلامي گوند غړی : " د محمد داؤود د جمهورۍ په وروستیو کلونو کې امریکا هڅه کوله چې له افغانستان سره خپلې دوه اړخیزې همکارۍ  او اړیکي پراخه کړي ، امریکا د روسانو د اغیزو او نفوذ د مخنیوۍ او د خپلو اړیکو د لاټينگښت لپاره خپل نوی سفیر آدولف ډبس کابل ته را ولیږه. نوموړي له امین او تره کي سره ولیدل. هغوی له امریکا څخه د شلو میلیونو ډالرو هغه غوښتنه وکړه چې مخکې امریکا له داوؤد سره ژمنه کړې وه. خو امریکا نه غوښتل له روسانو سره په افغانستان کې د پروژوپه سیالیو کې ښکیله شي. څه موده وروسته د امریکا سفیر د څلورو تنو وسله والو له خوا یرغمل ونیول شو او د کابل هوټل ته یې بوت. د سید داؤود تړون او د ژاندارم او پولیسو د لوی بولندوی د بیړني گام په کړس کې سفیر له یرغمل نیوونکو سره یوځای ووژل شو. امریکا د خپل سفیر د وژل کیدا په ځواب کې هېڅ ډول غبرگون له ځانه را څرگند نه کړ او چوبه خوله پاتې شوه." [ تاریخ و روزنامه نگاري افغانستان/ دکتور حلیم تنویر/ ۲۰۰۰ ز کال پ. ۲۴۱ ]

۳ ) اکاډیمیسین دستگیر پنجشیری : نورمحمد تره کی او حفیظ الله امین د گوندونو او دولتونو په منځ کې د برابرو حقونو د اړیکو او د یو بل په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې پـَلــَویان ول.تره کي او امین تل دغه تشریفاتي او ډیپلوماتیکي موازین په پام کې نیول. د بېلگې په توگه ، یوه ورځ  په کابل کې د شوروي لوی سفیر الکساندر پوزانوف د گلخانې په ماڼۍ کې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مرکزي کمیټې  د عمومي منشي حضور ته ومنل شو. په هاغه شېبه کې د سیاسي دفتر له پلوه په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفیر د نیول کیدلو او وژل کیدا پیښه څیړل کېدله.

پوزانوف د چریکانو له پلوه د ډبس د نیول کیدلو ، د امنیتي ځواکونو د بیړني چلند او د ډبس د مړینې په اړه ډیر قهریدلی ، له اندیښنو او تشویشونو ډک ښکاریده. نوموړي چې پوځي او له ماجرا ډک گامونه یې د افغانستان او د سیمې په تاوان لیدل په کلکه آمرانه ژبه له تره کي وپوښتل : ملگری تره کي ! ولې دغه پیچلې سیاسي ستونزه د خبرو اترو او احتیاطي تدابیرو له لارې هواره نه شوه؟

تره کي د شوروي د سفیر پر وړاندې داسې غبرگون له ځانه څرگند کړ : ملگری پوزانوف ! تاسو زموږ په هیواد کې سفیر یاست ، زه ستاسو سفیر نه یم. دا د افغانستان د کورنیو چارو یوه خبره ده.

ددغه ځواب په اوریدلو د شوروي لوی سفیر د گلخانې له ماڼۍ څخه پرته له دې چې کوم غبرگون له ځانه ښکاره کړي ووت. (پ:  119/ "ظهـور و زوال حـزب دمـوکـراتیک خلق افغانسـتان"/ دسـتگیر پنجشـیری/1999)

د مینانو د سرې ورځې لمانځنه

۱ ) زما له لاسه تللې میرمن Marjorie Yamamoto چې د کابل په یوه روغتون کې رنځورپاله وه د [ ۱۹۷۹ز کال] د مینانو [ والنتاین] په ورځ په خپلې خوښې د کابل هوټل په لور و خوځېدله. د [ هغې په وینا] د هوټل په دالان کې د افغان دولت امنیتي چارواکو ، روسي سلاکارانو او زموږ [امریکا] د سفارت افسرانو هڅه کوله چې له یرغمل نیوونکو سره اړیکه ونیسي او د هغوی د غوښتنو په اړوند د خبرو اترو لاره پرانیزي. روسانو ظاهرأ له څو ساعتوشنډو هلو ځلو وروسته  خپله حوصله له لاسه ورکوله، نو افغانانو ته یې د " اور" امر ورکړ. ( زما میرمنې دا ویرلړلې دنده هم درلودله چې د سفیر مړی چمتو کړي ترڅو د [ امریکا] سفارت ته راوړل شي. )

روسانو ته پته و لگېدله چې امریکايي چارواکو ددغې وژنې پر وړاندې هېڅ ډول غبرگون څرگند نه کړ نو له همدې امله یې لس مېاشتې وروسته پر دغه هیواد د پوځي برید تابیا تر لاس لاندې ونیوله.

(William Harwood, TIME Weekly, December 18, 2001)

۲) ۱۹۷۹ زکال د فبرورۍ ۱۴: د [ امریکا] د سفارت کارکوونکو باور درلود چې د افغانستان د کورنیو چار د وزارت چارواکو منلې چې د کابل هوټل پر خونه به ناڅاپه  برید نه ور وړي. د۱۲:۳۰ بجو په شاو خوا کې لومړنی ډز واوریدل شو. له هغه وروسته د پولیس ځواکونو د هوټل پر دالان او د سړک له پورې غاړې د [ کابل هوټل] د مخامخ ودانیو له بامونو څخه د گولیو باران جوړ کړ ، د گولیو باران له یوې دقیقې څخه زیات وو. چوپه چوپتیا خپره شوه. روسي سلا کاران ولیدل شول. له هغه وروسته د سفیر سوری سوری جسد یې و موند. درې واړه یرغمل نیوونکي ژوندي ونیول شول. یرغمل نیوونکو غوښتل یو تن له زندانه راخلاص کړي. د کورنیو چارو د وزارت په وینا نوموړی زنداني په هیواد کې نه وو.

(Reference: Military History, 15.19, Adolph Dubs, Bloit College Magazine)

۳) پر افغانستان د ۱۹۷۹ زکال د سامبر له یرغل څو میاشتې مخکې چې د یرغل خبرې مخ په تــَودیدو وې د همدغه کال د فبرورۍ د مېاشتې په ۱۴ نېټې ادولف سپایک ډبس د امریکا د سفارت پر لور روان وو. د هغه موټر یې ودَرَاوه او هغه یې د مرمۍ تر گواښ لاندې د کابل هوټل ته بوت.

کله چې [ په کابل کې د امریکا په سفارت کې] سیاسي سلا کار Bruce Flatinد ډبس له تښتول کیدلو خبر شو ، د کابل هوټل پر لور وخوځېد او هلته یې شوروي او افغان چارواکي ولیدل. هغوی وویل یرغمل نیوونکي څو تنه ترهگر دي او له زندانه د څو تنو د خوشې کېدلو غوښتنه کوي.

Bruce Flatin د څلور ساعته لوڅوپوڅو او سرگردانیو په لړ کې د امریکا د متحده ایالاتو پیغام چارواکو ته رساوه او ټینگار یې کاوه : داسې یو ناسنجول شوی گام دې پورته نه شي چې په لړ کې یې د ډبس ژوند ته گواښ پیښ شي.( دغه پیغام د امریکا د متحده ایالاتو د دولت د وزیر Cyrus Vance له پلوه را رسیدلی وو)

سره له دې چې په سیمه کې مؤظفو چارواکو ډاډ ورکړی وو چې همداسې به وشي خو د ودانۍ مخته د بلې ودانۍ له پاسه او په هوټل کې د ځای پر ځای شویو امنیتي ځواکونو له پلوه ناڅاپه اور پیل شو او هغه خونه یې تر اور لاندې ونیوله چې یرغمل نیوونکي پکې ایسار ول.

د هوټل په دالان کې د [ سفارت] امریکایان سترگې په لاره کښینول شوي ول د هغوی په وینا  له مخکېنیو ډزو وروسته د یوې لنډې مودې لپاره لنډې چوپتیا خپره شوه د همدغې چوپتیا په لړ کې افغان پولیس هغې خونې ته ننوتل  او یو ځل بیا یې د گولیو د باران ډزې را پورته شوې.

په پای کې Flatin ته اجازه ورکړل شوه چې دننه ولاړ شي. کله چې Flatin د خونې پر انگړ پښه کښیښودله، نو د څوکۍ پرمخ یې د سفیر بې ځانه جسد ولید.

دغه راز چې دبس ولې او د کومو کسانو له پلوه ووژل شو هېڅکله نه دې بربنډ شوی.

(The Murder of Ambassador Dubs, Kabul, 1979,” in Embassies under Siege, Sullivan, Joseph G Ed Washington, DC: Brassey’s 1995)

 

په راتلونکې گڼه  کې

۱) " مړي مو په مرمیو سوري سوري کړل او د کابل هوټل ته مو راوړل"

۲) " د ۱۹۷۹ زکال د فبرورۍ د مېاشتې د څوارلسمې په پیښه کې د کي جي بي ونډه"

۳) بحـرالـدین باعـث او Adolph Spike Dubs

4) بحـرالـدین باعـث د هغه د پلویانو له نظره

5) د دروازې د تالې تر شا مرگ

6) بیا هـم باعـث او دبس

7) د باعـث قبر

8) د دبس قبر

9) او ... ... ...

 

[][]

ریجـاینا/ کـانادا

30 ســپتمبر 2009


 

اجتماعی ـ تاريخی

صفحهء اول