© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


           

   
پوهنمل حاجی محمد نوزادی  

 

 

 

                                                                                                                         

                       اداری فساد له کومه راغې اوچا دناسور ټپ کړ؟

 

           دفساد دغه عربی کلمه په قاموسونوکی د خرابيدلو ، خوسا کيدلو ، برباديدلو ،له منځه تللو ، ظلم ، ورانکاريو او نورو ورته چارو په معنا راغلې ده چی ټولی معناګانی يی د وګړو پر ژوند ناوړه اغيز ښندی .
         فساد دانسانی ټولنی دپاره کومه نوی او تازه اختراع شوي يا کشف شوی پديده نده . دا ناوړه پديده د ټولنيز ګډ ژوند له پيل نه د شيطان پر لاس ديوی خورا خوږی دانی په توګه تر انسان يوری را رسيدلې او ورته په دام کی ايښودل شويده .
         کله چی ادم بابا پاک خدای په جنت کی را پيداکړ ، تر هغه وخته چی دی يوازی وو او انسانی ټولنيز ژوند لا نه وو پيل شوی ، هرڅه په ښه توګه روان وه . تردی وخته لا په جنت کی ټول ټاکل شوی نورمونه د ادم لخوا په پام کی نيول کيدل . سره ددی چی په خپل منځ کی د وګړو يوځای والۍ د دښمن په وړاندی ددوی توان او دفاعی وړتيا زياتوی . خو له بده مرغه دغه يوځای والۍ او ګډ ژوند دشيطان په وړاندی ددوی دريځ کمزورۍ کوی ، دمقابلې توان يی کموی او د ورانيدو په لور يی ګامونه چټکوی .
       ښايی له همدی کبله وی ، کله چی حوا انا پاک خدای د ادم د ځيګر له کاږه هډوکی ( پښتۍ ) نه را وزيږول او د ادم سره يی په ګډ ژوند کولو سره دانسانی ټولنی لومړنۍ خښته کښيښوده ، له همدغی ورځی نه انسانان د شيطان په وړاندی کمزوری او زيان منونکی شول . شيطان ډير ژر پدی وتوانيدی څو د حوا انا دلاری ادم با با وفساد ته وهڅوی .دوی پدی توګه دټاکل شوو نورمونو او الهی اوامرو څخه سر رغړاونه وکړه او دمنع شوی بوټی د ميوی  په خوړلو سره يی فساد را منځته کړ . دوی خو خپله جزا وليده او له جنت نه وشړل شول . شيطان ځمکی ته هم ورسره راغی ، دفساد زڼی يی ورسره راوړ او دبدمرغۍ تخمونه يی ورته وکرل . دځمکی پرمخ هم لومړنۍ ټولنه ادم دخپلی ميرمنی حوا او زيږدلواولادونوسره پيل کړه . دلته دده يو ځوی قابيل را پاڅيد او خپل ورور هابيل يی وواژه چی د ورور وژنی فساد ته يی لاره پرانيستل .
         پدی توګه موږ وينو چی فساد دبشری ټولنی سره يو ځای منځته راغلې ، ګام ګام ورسره تللې او دحالاتو سره سم يی وده کړی او په بيلابيلو شکلونو کی کله دلته کله هلته راڅرګند کيږی . هيڅ يوه ټولنه هم دفساد په بيخی ډول پاکه نده . په هری ټولنی کی دا کرغيړنه پديده په يوه يا بل شکل ترسترګو شويده . په ځينو هيوادونو کی دا دښکلې ناوی پشان تر رنګينو شالونو لاندی پټه او ډير لږ څرګنديږی ، خو دافغانستان غوندی په ځينو غمځپلو ټولنو کی يی بيا دښکاری پشان پر ماشه ګوته ايښی او په لوړ اواز بی پروا ډزی کوی .
         کله چی پاک خدای خپلو بنده ګانو ته د ځينو ګناهونو پخاطر جزا ورکوی نو يوه له ډيرو ناوړو جزاګانو څخه يی همدا ده چی ضعيف حاکم ورباندی مقرروی . دداسی حاکم تر امر لاندی دشيطان غوا لنګه ، فساد ګوته پر ماشه ايږدی ، بی ډاره ډزی کوی او دناتوان قانون کمزوری مټان ورماتوی .
          رابه شو خپل هيواد افغانستان ته . دلته هم  دتاريخ په اوږدو کی دفساد مور بچيان زيږولې ، کله خو په ماشومتوب لا ورنه مړه شوی اوکله کله يی هم په ناز لوی کړی او دنن پشان يی ترکماله رسولې دی . په هره پيمانه چی د اميرانو مټان قوی وو , په هم هغه پيمانه دفساد غړی تښتيدلې او هر څومره چی دامټان کمزوری شوی نو دفساد اوښان بامونو ته ختلې دی .

          په افغانستان کی د ١٩ پيړۍ کورنۍ اړودوړ دفساد کاروان ته څلور لاری پرانيستې وی . کله چی ددی پيړۍ په وروستيو لسيزو کی دامير عبدالرحمن اوسپنيزو مټانو دقدرت واګی تر لاسه کړی ، دسرترسری امنيت په ټينګولو سره يی متمرکز او يو موټۍ دولت جوړ کړ ، قانونی نورمونه يی په کارواچول او پدی توګه يی دفساد ټول ډولونه تر لويه بريده زولانه کړه . دی حالت نژدی تر سقاوی اړودوړ پوری دوام وموند او لدی نه يی وروسته  بيا غوټۍ ګل کړی .له نيکه مرغه دی کار زيات دوام ونه موند او نادر خان ژر د اړودوړ په ختمولو سره تر ديره حده دفساد په مخنيوۍ هم وتوانيدی . دسردار محمد هاشم دصدارت پرمهال چی دبيرحمانه قاطعيت نه يی کار اخيست ، دفساد ريښوته اوبه بندی شوی . دمحمد ظاهرشاه دسلطنت په  وروستيو کلنو  د دموکراسۍ په لسيزه کی له شرايطو څخه بده کټه يورته او اداری فساد يو ځل بيا په را ژوندی کيدو شو . سردار محمد داود چی دهاشم خان تراوسپنيز دسپلين لاندی لوی شوی وو ، په ١٩٧٣ کی يی دقدرت ترلاسه کولو سره سم دنيم ژوندې شوی فساد ښاخونه غوڅ کړه چی د١٩٧٨ کال تر اوښتون وروسته يی ريښی هم په وجيدو شوی .
        د١٣٥٨ کال دجدی په شپږمه نيټه دسره اردو تر يرغل وروسته دفساد په اړوند بل حالت منځته راغی . ددی پړاو په پيل کی هم فساد درشوت په بڼه په دويم  لاس چارواکو کی ډير زور وا نه خيست ځکه دا يو استخباراتی سيسټم وو اودخاد غړی په ټولو ادارو کی فعال وه چی وړو مامورانو دی کارته زړه ښه کولای نشو ، مګر لوړ پوړو چارواکو ته دمقام څخه دشخصی ګټی اخيستلو لاره بيخی خلاصه وه . ددغو چارواکو ترمنځ هم فساد درشوت په شکل زيات چلند ندرلود او داختلاس په شکل هم  يوازی دلومړی لاس چارواکی پری اخته وه . دبيلګی په توګه ويل کيده چی ښاغلی کشتمند د اريانا هوايی شرکت د ( ډی سی ١٠) الوتکو په رانيولو او بيا بيرته پلورلو کی د روسی سلاکارانو سره په ګډه په ميليونونو ډالره جيب ته واچول . ددی کار سره سره بياهم دنوموړۍ رژيم په لومړيو کلنو کی رشوت او اختلاس يوه عامه يديده نه وه . يوازی هغه وخت چی ډاکتر نجيب الله دخپل حاکميت دوام په خطر کی وليد ، نو يی وخپلو نژدی کړيو ته شين څراغ ولګاوه څو دسبا ورځی خپل غم وخوری . ټاکلو کړيو پدی وخت کی لدغه شنه څراغ نه پوره واخيسته خو تر ډيريو يوری لا دڅراغ روښنايی نه وه رسيدلې چی برق مړشو .
١٩٩٢  کال راورسيدې . تنظيمی انارشيزم دفساد ټول شکلونه دپاکستانه ورسره راوړه . لدی نه پرته چي په سلګونو کلنو راټوله شوی دولتی شتمنی د غنيمت تر نامه چور شوه ، تويکی زورواکانو همدارنګه دخلګو په شخصی شتمنيو کی هم ازاد واک او  اختيارترلاسه کړ . پدی وخت کی نه يوازی داچی د فساد ټولو پخوانی ښکلونو ته وده ورکړل شوه بلکه نور ډير نوی شکلونه يی هم اختراع کړل ، داځکه چی دټولو کښتنې او پاسنی ارګانو انرژی په بشپړه توګه فقط په همدغه لاره کی په کار لويدله . پدی توګه چاړه نوره د اوولس تر هډوکو ورسيده   .

          طالبانو چی د روسی لښکرو تروتلو وروسته يی وسله پر ځمکه ايښی وه او دامهال په خپل روتين ژوند لګيا وه، ددی حالت په ليدلو يی يواربيا وسلې ته لاس واچاوه ، دشر اوفساد پرضد يی دجهاد ناره پورته کړه . دشنونکو په اند دطالبانو دبريالي پر مختګ يو له ډيرو پياوړو لاملونو څخه همدغه شعار وو چی نر او ښځو ، لويانو او وړو ورته لبيک ووايه . دوی دهمدغه شعار پر وزرو ډير ژر د بدخشان لوړو څوکو ته ور څيرمه شول . داوخت دشرعيت توره دومره تيره وه چی نه تنها اداری فساد ته چا زړه ښه کولای نشو بلکه دهر ډول ټولنيز فساد ريښی وچی شوی . رشوت ، اختلاس ، پرښځو او هلکانو جنسی تيرۍ ، غلا ، اختطاف خو لا يوی خواته پريږده ، ان دسپيانو، کرکانو او زرکو جنګول ، عادی قماربازی او داسی نور هم له منځه ولاړل .
           په نيويارک او واشنګټن کی د ٢٠٠١ کال دسپتمبر دپيښو پايلی د ب ٥٢ او ف ١٦ ډوله الوتکو بمباری او دطالبانو د اسلامی امارت راپرزول وو . د تنظيمی انارشيزم ناورين داځل د زخمی مار په بڼه په کليو او ښارونو راننوت او دټولنيز ژوند په هره برخه کی يی پريمانه زهر وپاشل ، دفساد پر فصل يی بيا اوبه سپری کړی او د اداری فساد په ګډون يی دفساد د ټولو ډولونو څانګی ورته ګل کړی .
        کرزۍ دبن په کنفرانس کی د لنډ مهاله اولسمشر په توګه وټاکل شو . ده بيچاره خپلی حکومتی چاری په ډيرو کمزورو مټانو پيل کړی . قهريه قوه لکه اردو او پوليس موجود نه وه ، هغه داړه ماران چی دبن په کنفرانس کی دهيواد د باغ باغوانان ټاکل شوی وو ، کرزی يی د ادلون بدلون واک ندرلود . امريکايانو او انډيوالانو يی داچی دغه کسان د طالبانو سره په جنګ کی ددوی پرڅنګ دريدلی وو نو دوی يی په غيږکی ونيول او دانغام په توګه يی اختيار ورکړ چی څه يی زړه غواړی هغه دی چور او جيبونه دی پری وپړسوی . پدی توګه دوی بيله ډاره هرڅه ته لاس او خوله اچول ، اداری فساد د امريکا او لويديز تر وزرو لاندی ددغو کسانو په وجود کی په ناز سره وروزل شو . دفسا د دغه نازولې بچی دخپل ولينعمت تر سيوری لاندی نور د هيچا پروا نه درلوده ، دقانون بنديزونه يی مات او پر ټولنيزو نورمونو يی ناړی تو کړی . دولتی ځمکی يی لاندی کړی ، ګمرکونه يی قبضه کړل ، پر کانو يی چپاول راوړ ، دولتی تصدی ګانی يی د ازاد بازار دغښتلې کولو په پلمه چور کړی ، اختلاس ته يی رابړی جوالونه کښيښودل او رشوت يی د اداری اجرااتو يو نه شليدونکۍ پرنسيپ وګرځاوه . دی کار بيا غلا ، اختطاف ، جنسی تيرويو , تروريزم او نورو ته لاره خلاصه کړه . داچی نوموړو کسانو ته دا اختيارات دبخشش او انعام په توګه ورکول شوی وه ، نو يی د معافيت کلتور منځته را وست . هغه څو تنه وزيران هم چی له پخوا نه ککړ نه وو دفسادی نجاست په خوسا ډنډ کی دوی هم خوسا شول او پدغه لاره کی يی و سياليو ته پښی لوڅی کړی . په ادارو کی داجرااتو دا شکل د يوه وزير يا ريئس نه بل ته په ميراث پاته کيده . دهر لوړ پوړی چارواکی اصلی موخه داوه چی بايد پدغو سياليو کی لوړ ځای ترلاسه کړی .
         نور نو دفساد پرضد مبارزه سخته شوه ځکه چی دامرض اوس د ناسور ټپ و ګرځيدی او سرطان يی دومره ريښی وځغلولې چی د متاستاز تر پولې يی ځان رسولۍ دی . امريکا او لوديز چی داګړۍ د اداری فساد خبره جدی نيولې ده ، ددوی اصلی هدف د ټولنی پاکول نه بلکه د کرزی بدنامول دی . د بيلګی په توګه دوی د مارشال فهيم په وړاندی هغه وخت دجنګسالار او جنايتکار ناری پورته کړی چی کله کرزی هغه د خپل لومړی مرستيال پر ځای نوماند کړ . همدارنګه دوستم چی کله په ترکيی کی عيش او عشرت کاوه ، دوی يی نوم هم پرخوله را نه وړ ، خو چی کله کرزی په ټولټاکنو هغه دځان کړ نو يی د جنايتکار پنامه پښی ور پسی لوڅی کړی . پدی کی هيڅ شک نشته چی د فهيم او دوستم غوندی يوشمير په وينو ککړ کسان
 بايد د يوی بی پرې محکمی ميز ته کښينی . مګر امريکا او لوديز چی هره دوه مخی پاليسی پرمخ بيايی هغه دوی پوه شه او وجدان يی . دلته فساد په رښتنی توګه د افغان اوولس پر اوږو دغم پيټۍ دومره دروند کړيدی چی نور يی دکشولو توان نلری .

        داچی فساد له کومه راغی او چا دناسور ټپ کړ ، ددی سوال ځواب په لوړو کرښو کی څرکند دی ، ولی دا څرګندوالۍ اوس زموږ د درد درملنه نشی کولای . دامريکا دا ډول دوه مخۍ سياست هم په هيڅ شکل دکرزی مسئوليت نه کموی . دغه فساد پرنورو عواملو برسيره دامنيت پر لاخرابوالې باندی ډير بد اغيز ښندلۍ دی . ځکه نو کرزی په هر شکل او په هره بيعه چی  وی بايد دفساد ريښی وباسی کنه نو ددهدده اعتبار او حيثيت به په ملی او نړيواله کچه په صفر کی ضرب او معنوی ژوند به يی اخير ددی ښامار تر ستونی تيرشی .  پای  



 

اجتماعی ـ تاريخی

صفحهء اول