© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


               
 


 

"د پسرلني سباوون د گولیو باران"

(و آن گلوله باران بامـــداد بهــــاران)

تازه خپور شــــو

                                

نعمت الله حکیمی (کابل)

 

د ډاکټر صبورالله سیاه سنگ څېړنیز کتاب "و آن گلوله باران بامداد بهاران" یا "د پسرلني سباوون د گولیو باران " د ۲۰۰۹ز کال په پای کې په ۳۶۲ پاڼو کې د دانش د خپرندوېې ټولنې له پلوه په پښتو ژبه خپور شو. ددغه څېړنېز کتاب پښتو ژباړه د پښتو نامتو لیکوال، پیاوړي ژباړونکي او انځورگر ښاغلي رحمت آریا کړې ده. د پسرلني سباوون د گولیو د باران د څیړنیزې لیکنې لومړني بڅرکي د یوې پر له پسې لړۍ په توگه په یوه وخت کې په دري او پښتو ژبو په افغان ویب پاڼو کې په خپرېدا شول. دغه کتاب د ۲۰۰۹ زکال په نیماییو کې روسي ژبې ته هم وژباړل شو. روسي ژباړه یې نامتو لیکوال او ژباړونکي ښاغلي غوث جانباز وکړه.  

د پسرلني سباوون د گولیو باران ښايي د افغانستان په تأریخ کې لومړنی څیړنیز کتاب وي چې په هیواد کې د جمهوریت د بنسټ ایښودونکي اود هیواد د لومړي ولسمشر شهید محمد داؤود خان او د هغه د کورنۍ د ۱۷ تنو غړو د وژل کیدا څرنگوالی په کې په ډیر ځیر او احتیاط پلټل شوی دی.دغه لیکنه د ۱۳۵۷ ل کال د غوايي د اوومې له ورځې نیولې بیا تر هغې شېبې پورې پېښې پل په پل راسپړي چې شهید سردار محمد داؤود او کورنۍ یې د کودتا د رژیم له پلوه په پټ ډول خاورو ته و سپارل شوه او د لوستولو پرمهال لوستونکي ته دا ور په زړه کوي چې پر لاسوندونو یا اسنادو ولاړه دغه لیکنه د خپل تأریخي ارزښت ترڅنگ د یوه رښتوني جنايي داستان په ډول پیل او په خونړی پای، پای ته رسیږي. په دغه پلټنه کې له ډیرو پياوړو کورنیو او بهرنیوسرچینو او ژوندیو مرکو څخه کار اخیستل شوی دی د بېلگې په توگه د کودتا له مشرانو لکه دستگیر پنجشیري، سلیمان لایق او د له یو شمیر جنرالانو سره مرکې. په دې کې په زړه پورې مرکه ښايي له امام الدین سره وي چې د شهید داؤود خان د وژنې تور ورباندې لگول شوی دی. په دغه پلټنه کې د شوروي د لاس لرلو او نه لرلو لړۍ هم په ژور ډول سپړل شوې ده.

یو شمیر افغان څیړونکي دغه لیکنه په خپل ذات کې لومړنۍ ژور ترینه تأریخي پلټنه بولي او ټینگار کوي چې ښاغلي ډاکټر صبورالله سیاه سنگ په سیاسي جنايي پلټنو کې له لویدیځو میتودولوژيو څخه گټه اخیستې او د پېښې ټولې فزیکي او روانې ډډې یې تر کلکې څارنې لاندې نیولې او ټولې برخې یې تر شونې کچې بې ځوابه نه دي پرې ایښي. پښتو ژباړه یې هم هموغومره پیاوړې ده لکه د َري چې ښاغلي رحمت آریا په کره او ښکلې پښتو ژباړلې ده. ویل شوي دي چې د پسرلني سباوون د گولیو باران د افغانانو د نورو لیکنو، پلټنو او هلو ځلو ترڅنگ د داؤود خان او د هغه د وژل شوې کورنۍ د غړو د جسدونو د موندلو لامل شو. هغه مړي چې دیرش کاله د یوې پټې معما په توگه د څرخي پله په پولیگون کې ترخاورو لاندې پټ ښخ شوي ول. ښايی د پسرلني سباوون د گولیو باران به دی یوه تأریخي ریفرنس په توگه نورو پلټنو ته لاره پرانیزي. دغه کتاب د قاتل او قاتلینو د پښو د پل په موندلو پسې گام پر گام پرمخ ځي، یو شمیر نومونه او څیرې را سپړي او د هغوی ونډې له څو اړخونو تر کره کتنې لاندې نیسي. د پسرلي سباوون د گولیو باران یو بې ساری تأریخي کتاب دی چې هر افغان یې باید ولولي.

پیژندل شوی او نامتو لیکوال، پیاوړي ژباړونکي او انځورگر ښاغلي رحمت آریا "د پسرلني سباوون د گولیو باران" په سریزه کی لیکلی دی:

د هیواد د ولسپالو لېکوالانو په ډله کې ډاکټرصبورالله سیاه سنگ چې کله ناکله د حجرالاسود په نامه هم لېکنې کوي هغه لېکوال، شاعر او څېړونکی دی چې لېکنې او څیړنې یې د افغانستان او سېمې په خپرونو کې د ډیرو کسانو پام ځان ته را اړولی اود هغه ترڅنگ یې په فارسي – دري ژبه د پښتنو شاعرانو، لیکوالانو او پښتني ولسي فرهنگ په پېژندنه کې ډیرې لېکنې کړې دي. له هغې ډلې څخه د ارواښاد ملنگ جان په پیژندنه او هیوادپالنه کې د هغه ژوره څیړنه ده.

د ډاکټر صبورالله سیاه سنگ د لېکنو یوه غوره برخه دا ده چې له هرډول ژبني تصعب او لنډپارۍ څخه لیرې ده او د یوه رښتوني افغان لېکوال په توگه یې ملي او ولسي دریز راخپل کړی دی.

داکټرصبورالله سیاه سنگ د افغانستان د لومړني ولسمشر ارواښاد شهید سردارمحمد داؤود خان او د هغه د کورنۍ د وژونکو د پل او یا د هغوی د پښو د پـَلونو د خاپ د راسپړلو او موندلو په اړه یوه ژوره او هر اړخیزه څیړنه را اخیستې او تر اوسه ډیرې پټې او نا ویل شوې خبرې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د یو شمیر مشرانو له خولې را وتلې چې ټولې یې په خپله د پام وړ دي او ښایي د راتلونکو پـَلـټنو او څیړنو لپاره لاره پرانیزي. د ده ترڅنگ دغه څیړنه د هیواد د اوسني تأریخ یوه تیاره برخه را روښانوي. سردار محمد داؤود خان که هرڅه وو، خو هېڅ رښتونی افغان نه شي کولای د هغه په ولسپانې او هېوادپالنې کې شک او شوپیان ولري.

دغه څیړنه د نوموړي گوند له مشرانو سره د مرکې، په دغه اړوند د یو شمیرلېکل شویو کتابونو او د نورو کسانو د سترگو د لیدلی حال پرنبسټ ولاړه ده چې لوستونکی کرار کرار یوې منطقي پایلې ته ورنیږدې کوي.

نوماند اکاډمیسین ښاغلي محمد اعظم سیستانی د دی کتاب په هکله داسی لیکی: 

... نن به داسې یو څوک راپورته شي چې په ټول ژوند کې یې له سرو زرو پرته ان د یوه ځل لپاره خپل سر کتاب ته نه دﺉ ټیټ کړﺉ او نه پوهیږي چې کره کتنه څه ده، له ښي اړخه لیکل کیږي یا له کیڼ اړخه، او نه پوهیږي چې تأریخ او تأریخي سکالو څرنگه څیـړل کیږي، په ټولې خړسرۍ اوسر ټمبه گۍ یې پښې پر ډنډه پنج ټینگې لگولې او د بل چا څیړنې او پلټنې تر کره کتنې لاندې نیسي او ته به وایې چې که دا لیکوال د سیمې یو اوسنی لیکوال نه وي نو شک نشته چې د وروستیو دریو لسیزو د پخو لیکوالانو له منځه یو پوخ لیکوال او کره کتونکی دﺉ.

پرته له دې چې د سیاه سنگ ستاینه وشي باید ټینگار وکړم هغه څیړنه چې سیاه سنگ د داؤود خان او د هغه د کورنۍ د وحشیانه وژنې په اړه تر لاس لاندې نیولې په تیرو دریو لسیزو کې د هغې ساری زموږ د هیواد څیړونکو، تأریخ لیکونکو او کره کتونکو په منځ کې نه دﺉ لېدل شوی. ددغه کار په ارزښت یوازې هغه کسان پوهیږي چې په پلټـنیزو او څیړنیزو څانگو کې ورهڼه او پوهه ولري نه هغه کسان چې شپې او ورځې په بانډارانو تیروي. په تأریخ او تأریخي برخو کې څیـړنه ، عملي پیاوړتیا، زړه غـَټـاوي، پراخ زغم، زور او د رښتیا او حقیقت د موندنې لپاره په تأریخي لاسوندونو کې بشپړ ځیروالي ته اړتیا لري. هغه کسان چې د خپلو ماغزو د ویلي کولو او د خپل فکري ځواک د په کار اچولو لپاره وخت او زور ونه لري نو د یوه بشپړ او د منلو وړ څیـړنیز کار د تر سره کولو زور هم نه لري. هغه کسان چې د میخانو غیږو ته پناه وړي هیڅوک نه شي کولای له هغوی څخه د سترو تأریخي پـلټـنو هیله ولري.

هغه ځیروالي او د علمي اندیښنو په څادر کې رانغـښتې حوصله، انرژي او وخت چې ښاغلي ډاکټر سیاه سنگ د ولسمشر داؤود خان او د هغه د کورنۍ د وژنې په تړاو په کار اچولې او د تأریخي لاسوندونو د راټولو لپاره د بشپړ ناپـېـېـلتوب په رڼا کې ددغې سکالو ټول اړخونه، تأریخي خواووې، د اروا پوهنې څنډې، سیاسي لمنې، وینا واله ډول او اوریدونکی لپاره د اوریدا وړتیا په داسې بڼه راسپړلې او په پام کې نیولې چې د هیڅ کارپوه تأریخ لیکوال په وَس کې نه لېدل کیږي .

زما په گروهنې د ښاغلي سیاه سنگ کاري بڼه دا ډول ده چې هغه په جناﺋـي او تأریخي څیړنو کې د لویدیځې نړۍ د پوهانو او پلټونکو تگلاره په پام کې نیولې او له دغه اړخه د سیاه سنگ کار د افغان د کلاسیکو تأریخ لیکونکو له کاري تگلارې څخه ډیرتوپیر مومي چې کولای شو د تأریخي پلټنو په ډگر کې یې د پام وړ یو نوښت وگڼو.

ټول لوستونکي د کودتاچیانو د بمباریو پر وړاندې د داؤود خان له زړورتیا، ننگیالیتوب، له سرښندنې ډکې خو د زړه بوږنوونکې پیښې د لوستلو لپاره د دوه وو اونیو هره شېبه شماري چې د کابل ناتهـ او بینوا ویب پاڼې را پرانیزي او د " پسرلني سباوون د گولیو د باران/ وآن گلوله باران بامداد بهار" تر نامه لاندې د نومیالي افغان واکمن د ننگیالي مقاومت او له میـړانې ډک د مرگ داستان پاتې برخه چې د ډاکټرسیاه سنگ په پياوړي قلم لیکل شوی ولولي.

ښاغلي سیاه سنگ د داؤود خان د غیرتي مرگ داستان په دومره ورهڼه لیکلی چې د لوستونکي فکر او ارواح په وَزَونو کې له ځان سره اخلي او تر هغې پولې پورې یې له ځان سره بیایي چې د داؤود خان دغم لړلي خو ویاړلي مرگ داستان د پاتې برخې لوستولو ته یې تـنده لا زیاتیږي.

***

 

د کتاب نوم       د پسرلني سباوون د ګوليو باران
ليکوال                                  صبورالله سياه سنگ
ژباړن                                   رحمت آريا
خپرندوى          دانش خپرندويه ټولنه
شمېر                                     1000 ټوکه
چاپ کال          2009 م اګست
 کمپوزر                                ژباړن
ډيزاين                                   ذبيح شفق

 


 

اجتماعی ـ تاريخی

صفحهء اول