© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ظاهر حکیمی

 

 

دمینی نازونه

دګلو په ګلزار می بویو رنګین ګلونه
چه شرنګ شو د پا یزیبو دجا نا ن په قدمونه
په هر قدم کی د هغه ښکاره دمینی راز و
څرګنده ا و ښکا ره و په کی د مینی تړونونه
د خوښی په شرنګ ډوبه پاتی حیرانی هغه
شو راویښ له خوبه چرګ با نګ په اوازونه
ناست پر پالنګ دپایزیبو شرنګهار په تمه
چه اوسی دخوښی په شرنګ اوخیالی وختونه
هر مین له ده په کار چه وی د مینی په دنیا
په هوس کی دجانان به ساتی د ژوند خیالونه
بی دجانان ګلزار ورته بوی د ژوند اغزی
په سفر کی د خیا ل وهی د مینی مزلو نه
تیروی رنځور په غمونو پاتی سرګردان
قبلوی پر ځان د مینی هرڅه او شرطونه
نه لری تابو توان پر مخ دغورځنګ دمینی
نه درځی اثره نورپه غیرد مینی رحمتونه
ناست خوار حکمی په ګلزار کی دمینی هیلمند
چه پی وشی بوی په نسیم د مینی نازونه
 

    

«»«»«»«»«»«»

 

 

 

 


 

ادبی ـ هنری

 

صفحهء اول