© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


                                           

 

 

پوهنمل حاجی محمد نوزادی



                                           د چين ديوال لانورهم اوږد شو


             


وړاندی لدی نه چی اصلی خبری ته راوګرځم ٫ غواړم په تړاو يي د څو ټکيو يادونه وکړم : يوه ورځ می يوه ځوان دوست چی زما کومه سياسی ليکنه يی لوستې وه ٫ راته زنګ وواهه او پوښتنه يی وکړه چی زما په نوموړې ليکنه کی د ( پنځم ستون ) کارول شوی اصطلاح دسياسی پلوه څه مانا لری ؟ دی رښتيا هم ددغه اسم څخه داخيسل شوی اصطلاح سره بلد نه وو ٫ خوکله چی می دتاريخچی په موخه دپيښی قصه ورته وکړه نو يی په مانا باندی سر خلاص شو .
داسی پيښی او اسمونه ډير دی چی د وخت په تيريدوسره يوه منلی سياسی يا ټولنيزه اصطلاح تری نه جوړشوی وی . لدغی ډلی نه يوهم د (چين ديوال ) دی چی دسياسی اصطلاح په بڼه خورا ډير کارول کيږی . دبيلګی په توګه : دامهال چی لا داولسمشری ټولټاکنو پايلی اعلان شوی ندی او دکرزی دګټلو چانس غوښين بريښی ٫ په بهر او دننه کی ځينی ټاکلې کړۍ دا وړانديزونه کوی او وايی چی کرزی ته پکارده دځينو نورو نوماندانو سره چی ددوی په اند مطرح کسان دی ٫ يو ائيتلافی حکومت جوړ کړی . زما په اند دغو کړيو داخبره بيخی له پامه غورځولې ده چی دنظرياتی او پروګرامی پلوه د داکتر عبدالله لخوا وړاندی شوی پارلمانتاريزم ٫ دده او کرزی تر منځ د ( چين ديوال ) جوړوی او دګډ کار په وړاندی يی خنډ ګرځی . خو ددغو اندونو په اړه بيا دکرزی او اشرف غنی احمدزی ترمنځ په هيڅ ډول د ( چين ديوال ) منځته راتلای نشی او هيڅ داسی خبره نشته چی ددوی د ګډ کار په مخ کی خنډ وګرځی .
پدی توګه معلومه شوه چی د ( چين ديوال ) اصطلاح د دوو اړخونو ترمنځ ديوه داسی خنډ په بڼه کارول کيږی چی دنوموړو اړخونو ترمنځ نژديوالې ناشونۍ ګرځوی .
اوس به راشو اصلی خبری ته : تيره ورځ می د MetroXpress پنامه ديوی ډنمارکی ژبی ورځپاڼې په ٢٣\٠٩\٢٠٠٩ ګڼه کی تر لوړسرليک لاندی يوه وړه ليکنه تر سترګو شوه چی غواړم پښتو ژباړه يی په لاندی کرښو کی دخپلو درنو لوستونکو سره شيريکه کړم :
چينايی لرغون پيژندونکو دنړۍ تر ټولو اوږده ديوال يوه بله برخه چی لاتر اوسه معلومه نه وه ٫ دخپلو سپړنيزو چارو په ترڅ کی و موندل . داسپړنی ښيی چی دچين دغه مشهور ديوال تر هغه څه چی تراوسه پوری ګمان کيده د ١١ کيلومترو په کچه لانورهم زيات اوږد دی . دغه نوی برخه د Jilin په ولايت کی پيدا شويده چی دلرغونپوهانو په اند ٢٢٠٠ کاله وړاندی يی دجوړونی کارونه پيل شوی وه . نوموړی پوهان وايی چی ددغه ستر او لرغونی ديوال چاری دسلګونو کلنو په موده په بيلابيلو برخو کی رواني وی .
دچين ديوال لنډ تاريخګۍ :
دغه ستره او ټينګه قلعه ديولړ اوږدو ښاخونو ټولګه ده چی يوله بله سره نه شليدونکی اړيکي لری او په ګډه سره دچين پنامه پيژندل شوی جوړښت رانغاړی . نننۍ ديوال د Ming په کورنۍ پوری تړاو نيسی چی د ١٣٠٠ سليزي له منځنيو لسيزو نه يی د ١٦٠٠ سليزی تر منځيو لسيزو پوری پرچين واکمنې کوله . خود ديوال د جوړولو دپيل وخت تر زيږد وړاندی ٤٠٠ کالو پوری غزيږی . د ديوال د جوړولو بنسټيزه موخه داوه چی دمنګوليايانو ٫ منچوريايانو او نورو هغو اولسونو د پراسانو سپرو پوځونو مخ ونيسی کوم چی له شمال لوری نه يی پرچين حملې کولې .
دچين ديوال ته نننۍ ګواښونه :
نوموړی ديوال دخپل غښتلې ټينګښت او برم سره سره دم ګړی د هوا د داسی ناخوالو لکه ريګبادونو او اورښتونو لخوا د خرابيدلو تر ګواښ لاندی دی . دمنظم حفظ اومراقبت نشتوالۍ او د زرګونو توريستانو تګ راتګ هم د ديوال د استهلاک اوخرابيدو نورلاملونه دی . لدی نه پرته اوس داکار هم يو په زړه پوری موډ ګرځيدلې چی دلويو شرکتونو ميلمستاوی ٫ د منډو لوبی او پرتمين ودونه هم ددغه ديوال په ښکلو برخو کی ترسره کيږی چی د ديوال دخرابيدو په چارو کی لويه ونډه اخيستلای شی .
د چين د ديوال اوسنۍ اوږدوالۍ :
دغه ستر ديوال دخپلو ټولو ښاخونو يا څانګو په ګډون په ټوليز ډول ٨٨٥١٫٨ کيلومتره اوږد دی چی کولای شو پر درو برخو يی و ويشو :
١ - د ديوال اصلې برخه : دا برخه يی پخپله هغه ديوال دی چی خلګ يی دچين د ديوال پنامه پيژنی . دا ديوالی برخه ټول ٦٢٥٩٫٦ کيلومتره اوږدوالۍ لری .
٢ - د ايسار کانالی برخه : که ديوال ته ديوه خنډ په توګه وګورو ٫ نو دغه برخه د ژورو کانالو او ويالو په بڼه جوړه شوی چی همدارنګه د دښمن سپرو پوځونو دپرمختګ د لاری خنډولو پخاطر کيندل شوی او په همدی موخه تری نه کار اخيستل کيده . ددی برخی ټول اوږدوالۍ ٣٥٩٫٧ کيلومترو ته رسيږی .
٣ - د ديوال خنډ اچونکې طبعی برخه : دا د دفاعی خط په توګه د ديوال هغه طبعی تاسيسات دی چی د ځمکنی ځانګړتياوو له مخی ورنه پدغه موخه کار اخيستل کيدې لکه رودونه او غونډۍ ډوله غرنيز فزيکی خنډونه . ددی برخی ټول اوږدوالۍ ٢٢٣٢٫٥ کيلومتره دی .
پای

 

 

                                        

اجتماعی ـ تاريخی

صفحهء اول