© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


                 

 پوهنمل حاجی محمد نوزادی




                                        
ليوه له خدايه څه غواړی ؟ باد اوباران     
         

 دماشومتوب له وخته می چی کله ناکله له مشرانو څخه لوړ متل ارويدی ٫ پدی هيڅ نپوهيدم چی ليوه دڅه پخاطر دباد وباران ليوال دی٫ هغه خو ورنه دپټيدو دپاره ځای هم تلری . يوه ورځ می دمتل دارويدو وروسته دنوموړی مشر نه وپوښتل چی ليوه ته باد او باران څه ګټه رسوی . هغه راته وويل چی لوی شی بيا به يی پخپلو سترګو ووينی اوپری پوه به شی . ورته می وويل چی ليوان خويوازی په غرو او ځنګلونو کی وی ٫ نو زه به يی چيرته ووينم . هغه راته وويل چی دليوانو دليدو پخاطر دځنګله تګ ته اړتيا نشته ٫ په کلې او کور کی غټ ليوان پراته دی خوستا سترګی يی لاتراوسه دليدلو توا ن نلری . ماته هغه وخت داخبره يوه معما ښکاريده . رښتياهم چی څومره لوئيدلم ٫ په سترګوکی می هم دکورنی ليوانو دليدو توان زياتيدی . وروسته می په اسانۍ سره ليدلای شوه چی څومره باد تند او باران زيات وی ٫ چوپان دخپل ځان دژغورلو  په کار اخته شی اوليوه ته د رمی ټولواکی  پلاس ورځی .
           تيره ورځ می داريانا په تلويزيون کی جمهوری رياست ته ديوه نوماند له خولې نه وارويدل چی ويل يی : درين انتخابات تخلف وسيع صورت گرفته است . دربسياری از ولايات جنوبی وجنوب شرقی کشور امنيت بسيا رخراب است لذ ا نماينده گان ما درانجا حضور نداشتند . ما از ان مناطق راپور های موثق داريم که درتعداد از اولسوالی ها يا اصلا انتخابات صورت نگرفته وياهم مردم به تعداد خيلی کم دران اشتراک ورزيده است . اما موظفين مربوطه بمقدارچهار الی پنج مرتبه اوراق رايه دهی را درصندوقها زيادتر انداخته وانهم به نفع يک کانديد مشخص ( چی هدف يی کرزی وو ) . چنين انتخابات برای ما قابل قبول نبوده ومااز حق خود دفاع خواهيم کرد .
          دخپل حق څخه دفاع کول دهرچا نه يوازی داچی قانونی حق بلکه يوه ټولنيزه  دنده ده . که رښتياهم داسی کار ترسره شوی وی نو دانه يوازی تخلف بلکه يو څرګند تقلب دی . تخلف دتيروتنی يو شکل دی چی که په قصد سره ترسره شی ٫ وجرم ته اوړی . قصدی تخلف د اصلی لاری نه پرته دټاکلوموخوپخاطر پر کږه لاره تلل دی . تر اثبات وروسته يی بايد داصلاح چاری په ګوته شی .تقلب بياپهرحالت کی جرم دی ځکه چی داکار يوازی په قصدی ډول ترسره کيدلای شی نه دتيروتنی له مخی . دتقلب اجرا کوونکی ته دجزاپه قانون کی ټاکلی جزا په پام کي نيول شوي ده . په انتخاباتو کی تقلب بايد دجرم په توګه وڅيړل شی او دجبران په موخه يی حسب الاحوال پريکړی وشی . پدی ډول دتقلب داثبات په صورت کی کيدلای شی د اړوند صندوق ټولی رايی يا ديوه مشخص نوماند پنامه پرتی رايی باطلې اعلان اوياهم په هغه ټاکلې ځای کی دسره نوی تکراری انتخابات ترسره شی .
         ددغسی حالاتو څيړل دانتخاباتی شکايتونو دکميسيون دنده ده . ددی کميسيون اصلی تصميم نيونکی ډله پنځه تنه غړی لری چی دری نفره يی خارجيان او دملګرو ملتونو لخوا ټاکل شويدی  او پاته دوه کسان يی افغانان چی يو يی دستری محکمی استازې او بل يی دبشر دحقونو ساتونکی ډلې استازيتوب کوی . لدی نه ښکاری چی دکميسيون اکثريت دملګروملتونو استازيتوب کوی او افغانی برخه دلته يواقليت جوړوی . پدی ترکيب کی دپريکړو پر وخت ټاکونکۍ رول خارجان پلاس کی لری نه افغانان . دا چی دانتخاباتو مستقل کميسيون دنوماندانو لخوا په رسميت پيژندل کيدی نو يی هغه ته دخپل ځان دکانديدولو درخواسی ورکړه ٫ همدارنګه دشکايتونو کميسيون په دغه ترکيب سره دوی ته دمنلو وړ وو نويی ځکه هغه ته خپل شکايتونه وروليږل . دنوماندانو ددی کار مانا داده چی ددغو کمسيونو پريکړی هم بايد ورته د درناوی او منلو وړ وی . دانتخاباتو مسقل کميسيون دټاکنو د ورځی دپاره دهيواد په کچه نژدی ١٦٠٠٠٠٠ يوسل اوشپيته زره کسان داړوندو سيمو نه استخدام کړی او پکار ګمارلې وو . کيدلای شی په دومره کسانو کی به دهر کانديد مينه وال تير شوی وی چی دهغوی په ګټه يی ښايی لاس وهنی هم کړی وی . خو دشکايتونو دارويدلو کميسيون بيا پاخه غړی لری او ترکيب هم دا ډول دی چی ورباندی دګوتی نيولو ځای نه ترسترګو کيږی ٫ ځکه يی نو بايد پريکړی هرومرو ومنلی شی . که څه هم تراوسه پوری خو هيچا ددغه کميسيون دترکيب نه سر ندی ټکولې ولی دښاغلی عبدالله پلويانو دخبرو نه داسی ښکاری چی دوی به دشکايتونو ارويدلو دکميسيون د بی پری والی په هکله دکميسيون تر پريکړو وروسته خپل نظر څرګند کړی . کيدلای شی ددی خبری مانا دا وی چی که يی پريکړی ددوی په ګټه وی نو کميسيون په رښتينی توګه بی پرې او دموکراتيک دی کنه نو يو ګوډاګۍ او ګمارل شوی کميسيون به وی . پرداسی نظر به بيا هيوادوال او نړيوال پخپله قضاوت وکړی.
 رابه شو دليوه قصی ته . داوس دپاره که د نورو کانديدانو له کړو وړو نه تيرشو ٫ پکارده چی پر ښاغلو کرزی او عبدالله باندی لږ شانتی پښه ونيسو . دوی هريوه دځان کانددولو پر مهال خپلې ژوری محاسبی تر سره اوپايلی يی هم پخپله ګټه تری نه تر لاسه کړی وی . ددغو څيړنو او محاسبو وروسته دوی دانتخاباتو مستقل کميسيون دفتر ته ولاړل او دخپلی نوماندی درخواستې يی ورکړلی . دښاغلې عبدالله محاسبه داسی وه چی په افغانستان کی دشکيلو هيوادونو مشرانو دم ګړۍ د کرزی مخالفت ته ملا تړلۍ او دکور په دننه کی هم دکرزی دبرې پوتنشيال ترلويه بريده دهيواد جنوبی او جنوب ختيزی سيمی دی . پدغو سيمو کی دامهال دجنګ داور لوخړی اسمان ته ختلې ٫ دچاخبره باداو باران خورا زور اخيستی او دليوه دپار دښکار بازار تود دی  . ددغی بدمرغۍ په پام کی نيولو سره به دنوموړو سيمو په ډيرو ځايونو کی يا اصلاً صندق کښيښودلای نشی اويا که په ځينو ځايونو کی انتخابات ترسره هم شی نوهلته به له يوی خوا ډير لږ ګډون کوونکی برخه واخلې او له بلی خوا به ددغو لږو کسانو رايی هم دکرزی ٫ اشرف غنی احمدزی ٫ ميرويس ياسينی او يوشمير نورو تر منځ وويشلی شی چی کرزی ته به ډيره سپکه برخه و رسيږی . دعبدالله دمحاسبی سره سم به کرزی دخپل پوتنشيال نه بی برخی ٫ ده ( عبدالله ) ته به ميدان چغالی پاته او بی سياله کانديد به وشميرل شی .  د عبدالله دغه محاسبه که څه هم دموجودو ترخو واقعيتونو پربنسټ په دقيق ډول تر سره شوی وه او بيځايه هم نه وه ٫ خو د ارزونی په خلاف دانتخاباتو په ورځ هلته زيات شميرل کسانو سر پلاس کي واخيست او تر صندقه يی ځانونه ورسول . که څه هم پدغو سيمو کی اړوندی رايی دښاغلی عبدالله د محاسبی له مخی تر يوی کچی وويشلې شوی خو دده له بده بخته هلته دکرزی پله له هغه څه نه  درنه راوخته چی ده دځانه سره ورته ټاکلې وه.

 دجنوبی او ختيزو سيمو داغميزه د کرزې نه هم پټه نه وه پاته اوپرخپل دغه پوتنشيال باندی يی د برې حساب نشو کولای . دی پدی هم ښه پوهيدی چی امريکا او اروپا يی نور نه يوازی داچی ملاتړی ندی بلکه دپښو خاوری يی هم ورنه کاږی . نويی څه يی بايد کړی وای ؟ پکار وه چی دهيواد دمشر په مقام کی داسی لاری ولټوی چی هم خپل دبرۍ چانس پری پوخ کړی او هم نړيوالو ودی ته اړباسی چی دده د ملی موقف له مخی بايد درناوی ورته وکړی . په همدی هيله يی په محاسبو لاس پوری کړ او دسطرنج ويوی پيچلي لوبی ته کښيناست . د دوستم او محقق په خپلولو سره يی متحدی جبهی ته کشت ورکړ . دفهيم خان په وړاندی کولو يی دشورای نظار نه وزير واخيست او پای کی يی د اسماعيل خان په ورمخته کولو سره دجمعيت اسلامی رخ په پياده مات کړ .

  دافغانستان ناوړ حالت ٫ نظامی او سياسی کړکيچونو امريکا او لوديز سرګيچ کړيدی . ددغه څپڅپانده هيواد مشرتابه ته ددوی دملاتړ وړ څوک پيداکيدل ورته يوه بله ستونزه وګرځيده . ددوی په وړاندی له ټاکلی کچی نه زپاته دکرزی سرکښی او په کورنی سياست کی له ټاکلې کچی نه دده زيات نرموالی داهغه څه دی چی پرکرزی باندی يی نور نو باور کول سخت شواو ورسره سم يی دملاتړ نه لا س واخيست . ددی سره سره چی ډاکتر عبدالله ددوی دملاتړ ترلاسه کولو پخاطر دوی ته دخپل صداقت دڅرګندونی په موخه زياتی هلې ځلې وکړی او دوی هم دکرزی په مقابل کی پرشا وټکاوه ٫ خو پدی خاطر چی هغه د ديوی خوا د اويايمو کلونو د ناورين په چور اوچپاول کی پوره ونډه درلوده او دجنګسالارانو دمشرتابه ډلی وتلۍ غړۍ وو او دبلی خوا نه د روسيی او ايران سره ديوه تړلۍ سياستوال په توګه پيژندل شويدی نوپوره باور ورباندی اسانه کار نه وو . په پاتو کانديدانو کی که د دوی دپوره باور و ړ څوک هم وی ٫ هغوی په ټولټاکنو کی د اړتيا په کچه دخلګو باور ترلاسه نه کړای شو .
دکرزی دی چل په افغانستان کی دميشتو نړيوالو نه لاره ورکه اودوی يی دی ته اړايستل چی دوه ګونی لوبه پيل کړی . دوی دکرزی دپلان په ډاګه کيدو سره سم دجنګسالارانو او دبشر دحقوقو پرضد دجنايتکار ا نو هغه دوسيی چی تر اوسه پوری يی پخپله شاته غورځولې وی ٫ يواربيا راپورته کړی . ددی کار ښکاره موخی دنړيوا لی ټولنی په وړاندی د کرزی لانور بی اعتباره کول او د پښتنی قومونو ترمنځ دده په اړه بی باورۍ ته لمن وهل دی . له بل پلوه داچی دکرزی ترپخی لوبی وروسته دهغه دماتی امکان سست ښکاره شو نويی په زغرده تخريبول هم دامريکا او لوديز په ګټه و نه ليدل . دلوړو لاملونو په پام کی نيولو سره دوی په ټولټاکنو کی د خپل بی پرې والی ناری پيل کړی او په خپلو څرګندونو کی داسی ښودل چی دهيڅ يوه ټاکلی کانديد شاته نه دريږو بلکه دخلګو د ارادی او رايو درناوۍ به وکړو .

 لوړی ستونزی ددی لامل شوی چی امريکا او لوديز په ټولټاکنو کی ديوی څرګندی او سپينی اجندا نه لاس په سر او يو اپرچونيستی موقف خپل کړی . دوی داسي دوه مخی سياست ته لاس واچاوه چی دهری ورځی دحالاتوسره سم بدلون ورکوی . د بيلګی په توګه به امريکا راواخلو . دانتخاباتو د ورځی په ماښام ښاغلی اوباما نوموړی انتخابات  په ښکاره ډول بريالې او يوه لويه لاسته راوړنه وګڼل . دوی ورځی وروسته چی د درغليو خبری راپورته شوی د اوباما استازی ښاغلې هالبروک بيله دی چی پايلو ته انتظار وباسی ٫ هغه يی ناکام وکڼل و وړانديز يی وکړ چی يا دی دسره انتخابات ترسره اويا دی پريوه ائتلافی حکومت باندی جوړجاړۍ وشی . دانتخاباتو کميسيون د هغو صندقونو چی په هکله يی شکايتونه موجود نه وو ٫ د رايو په شميرلو او دمقدماتی پاپلو په تدريجی اعلانولو لاس پوری کړ . کله چی يوازی په سپينو رايو کی د کرزی دګټلو چانس يقينی غوندی شو نو همدغه دامريکا استازی تيره ورځ خپلو څرګندونوته بدلون ورکړ او ويي ښودل چی ګويا په انتخاباتو کی تر يوی کچی پوری لاسوهنی نه يوازی په افغانستان غوندی هيوادونو ٫ بلکه ان په امريکا کی هم ترسترګو کيږی . دده ددی خبری مانا داده چی دا تيروتنی اودرغلۍ په دومره پيمانه ندی چی پايلی دی اغيزمنی کړای شی ځکه نو دپايلو منل او درناوۍ پکار دی . ښاغلی عبدالله او پلويانو يی درايوشميرنی د پايلو  د تدريجی او ټوټه ټوټه اعلانولو سره پدی خاطر مخالفت ته ملا وتړل چی دابه ښايی هيوادوالو او نړيوالو ته وښئی چی کرزی په هغو سپينو رايو کی هم وړاندی دی چی نوماندان يی په هکله شکايت نلری . که چيری دټولو رايو دشميرلو وروسته اخيرنۍ نتيجی يوځل اعلان شی ، بيانو دکرزی مخالفان کولای شی چی سپينی او توری رايی سره ګډوډی وښئي ٫ دنړيوالو او هيوادوالو ذهنيتونه مغشوش ٫ لجاجت او لچريو ته پښی لوڅی کړی .

 پدی لوبه کی دکرزی دپاره مثبت او منفی اړخونه دواړه ترسترګو کيږی . مثبت اړخونه يی دده دګټلو دچانس پوخوالۍ ٫ دملی يووالې داميدونو مړژواندو ريښوته يوار بيا اوبه ورکول او دتنګ نظرو ايرانی افغانستانيانو دناروا پروپاګندو بی اغيزه کول دی . منفی اړخونه يی بيا دادی چی دتوپکمارانو په رګونو کی يی يوار بيا وينه په خوځښت راوستل ٫ دخپلو نړيوالو مخالفانو تبرته يی لاستۍ ورکړ او دطالبانوسره يی د روغی جوړی کمزورۍ امکان لانورهم سست کړ .

  دائتلافی حکومت په اړه هم غواړم څو ټکی يادی کړم . ښاغلی عبدالله او نور نوماندان چی مسلکی زده کړی او دکار تجربی   لری ٫ دوی ددغه هيواد وګړی او دايی مکلفيت دی چی دخپل توان سره سم وطن ته خدمت وکړی . دولت چی مشر يی هرڅوک هم وی ٫ دا دنده لری چی دوی ته دهغوی دمسلکی پوهی سره برابر ابرومندانه مناسب کار ورکړی . که دائتلافی حکومت نه موخه داسی ائتلاف وی داويايمو کلنو په پيل کی دتنظيمونوترمنځ په اسلام اباد کی وشو او دبن په کنفرانس کی منځته راغې ٫ دا ائتلافونو ناوړه پايلی درلودلې او ازموده را ازمودن خطاست . نوماندان بايد پدی پوه وی چی هر انتخابات يو تن ګټونکی او څو تنه بايلونکی درلودلای شی . که د دوی سره داسی نظر موجود وی چی زه خوبيله هغه پريمانه پيسی او سوکال ژوند لرم نو يا بايد دهيواد جمهور رئيس شم او يا په داخل يا خارج کی ارام کښينم ٫ وطن پوه شه او ستونزی يی . زما په اند دا نظر د وطن سره جفا او ان خيانت دی چی هيله ده زموږ نوماندان به داسی ونکړی .
                                                                                                                          پای

 

 

                                                                  

اجتماعی ـ تاريخی

صفحهء اول