© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 


 
ژباړونکۍ : پوهنمل حاجی محمد نوزادی



                         دافغانستان د ديپلوماسۍ له تاريخ نه څو ديادونې وړ خبری  


                                        پرکبليو باندی رحم د سپو نشی
                                       درقيب لاسونه مه کړی پردلبر بر


 د روان ٢٠٠٩ کال د مۍ په مياشت مسکو ته تللۍ وم . دهمدی مياشتی په ٢٢ نيټه ( داولسونو د دوستۍ روسی  پوهنتون ) او دهمدی پوهنتون سره تړلو مسکوميشتو افغانانو د افغانستان او روسيی ترمنځ د دوستۍ تړون د ٩٠ - يمی کاليزی په اړوند د يوه کنفرانس رابلل له پخوا نه په پام کی نيولې وه . کنفرانس ته د روسيی له بهرنه څوک بلل شوی نه وو . خو زه چی بيله هغه هلته وم نو دکنفرانس د جوړونکي ډلې افغاني کسانولخوا دنورو مسکوميشتو فرهنګپالو افغانانو په ډله کی ور وبلل شوم . نوموړی کنفرانس ته ٫٫ دنړيوالو مناسباتو نوی سيسټم د منځته راتلو دپروسی سره په تړاو کی د روسيی - افغانستان اړيکی ،، د سرليک په توګه ټاکل شوی وو  . که څه هم کنفرانس د نوموړی پوهنتون په يوه واړه سالون کی پرانيستل شو او د رابلل شوو ګډون کونکو شمير يی هم ډير زيات نه وو ٫ خو هلته د يولړ پوهانولخوا په زړه پوری مقالې  وړاندی شوی . ما ته دپروفيسورکارګون ويکتور ګريګوريويچ مقاله ترټولوپه زړه پوری ښکاره شوه . دی د روسيی دعلومو په اکاډمۍ کی دختځ پيژندنی انستيتوت دافغانستان دسکتورمشر دی . دده دليکنې سرليک داسی وو : ٫٫ دافغانستان د ديپلوماسۍ دتاريخ يو څو پاڼی،، . هلته ده په ځانګړۍ توګه ( تراستقلال وروسته په خارجی سياست کی دافغانستان لومړی ګامونو ) ته پام اړولۍ  وو . دتفريح پر مهال می له هغه نه دده دمقالی يوه کاپی ترلاسه او د ژباړلو اجازه می هم تری نه واخيستل چی دادی دافغانستان داستقلال ( د اسد ٢٨ ) دکاليزی په درشل کی يی لوستونکو وړاندی کوم .  په ليکنی کی ځينی خبری ماته نوی ښکاره شوی اوغوښته می چی په څو کرښو کی په هکله خپل دنظر ټکی هم وليکم . خوداچی له يوی خوا زه تاريخپوه نه يم او له بلې خوا نوموړی پوهاند هلته په مقاله کی اخځ ځايونه ښودلې ندی ٫ ځکه نو لدی نه تير سوم . دليکنې منځپانګه څرګندوی چی اميرامان الله خان دهغو ناروا تورونو په خلاف چی دانګريزنو د پروپاګندو لخوا ورپوری تړل شوی وه او دده سياست يی داسلام ضد باله ٫ دی يو پراسلام او وطن مين پادشاه وو .  همدا لامل وو چی دغه ځوان او ترلويه بريده بی تجربی افغان ټولواک د دوو پخو او مکارو ليوانو ( برتانيه او روسيه ) تر منځ ګير راغی او په ډيری بی رحمۍ سره يی دده د پرمختيا غوښتکې غورځنګ وځپلو ته لاره هواره کړه . د درنو تاريخپوهانو او پدی برخه کی د اړوندو وطنوالو نه هيله لرم که يی د ردولو يا تائيدولوپه هکله ديادونی وړڅه خبری لری ٫ زما غوندی لوستونکو سره يی شيريکی کړی .
په درنښت او مننی سره مو دادی دمقالې پښتو ژباړی ته پام راګرځوم :
 
  تراستقلال وروسته په خارجی سياست کی دافغانستان لومړی ګامونه پرتخت دکښيناستلو سره جوخت اميرامان الله خان دخارجی سياست په داډول درو برخوکی اوچت ګامونه واخيستل لکه : دشوروی اتحاد سره د ديپلوماتيکواړپکو ټينګول ، دبرتانيی سره دمناسباتو دتدريجی نورمال کولو په لور هڅی اوهمدارنګه داسلامی نړۍ دمشرتوب ترلاسه کولو په موخه هلې ځلې .
 شاه امان الله تر ټولو وړاندی په روسيه کی د منځته راغلو بدلونونو ( داکتوبر انقلاب او ورسره تړلې دکورنی جګړی شخړي .  ژباړ. ) څخه د ګټې اخيستلو په هيله ليڅی راو نغښتلې . په ١٩١٩ کال ده او دده دخارجی چارو وزير محمود طرزی په ترتيب سره خپلو سيالانو دشوروی دولت مشر و. ی. لينين او دخارجی چاورو وزير ګ . چيچيرين ته پيغامونه وليږل . امان الله خان شوروی مشر ته پخپل پيغام کی دسلطنتې واک ترلاسه کولو دخبر په ترڅ کی د اوولسونو ترمنځ دبرابرۍ او دټولو خلګو دسوله ايز يووالې په هکله يادونه کړی وه . محمود طرزی بيا خپل شوروی سيال ته په پيغام کی داهيله څرګنده کړی وه چی هرڅه ژر ددواړو هيوادونوترمنځ د دوستۍ اړيکی ټينګی شی . څه موده وروسته د محمد ولې خان په مشرۍ مسکوته افغانی هيات وليږل شو چی خپل منځی ديپلوماتيکی چاری سمبالې کړی .
محمد ولې خان دلينين سره وکتل او دشوروی روسيی سره يی ديوه نظامی تړون وړانديز ورته وکړ . داچی مسکو لاتر دی مهاله و داسی تړون ته پوره تيارۍ ندرلود نو يی ددی پرځای دافغانستان سره يوازی دهراړخيزو مرستو وعده وکړه . ددی کار سره سم شوروی روسيی هم کابل ته خپل ديپلوماتيک هيات وليږه . امان الله خان هيات خپل حضورته ومانه او ورسره جوخت د افغانستان سره د دوستۍ دتړون پر اومليک ( مسودی ) باندی کار پيل شو . څرګنده ه چی دواړه اړخونه دغه تړن ته ليوال وه : افغانستان دی ته اړتيا درلوده چی استقلال يی په رسميت وپيژندل شی . روسيه بياچی پدی وخت کی داکتوبر ترانقلاب وروسته دبرتانيی په مشرۍ د ١٤هيوادونو دمداخلې سره لاس او ګريوان وه ٫ دافغانستان لخوا واخلاقی او سياسی ملاتړته اړه وه .
 داچی په ١٩١٩ کال دمسکو او کابل ترمنځ تګ راتګ دڅو مياشتو دپاره بند شوی وو ٫ نو شوروی هيات دمسکو نه دهدايت تر لاسه کولو په هيله دانتظار په حالت ناست پاته شو . دهدايت نه را رسيدو سره سره بياهم هيات امان الله خان ته د په زړه پوری نظامی مرستو وعدی ورکولې . پدی توګه دکابل مذاکری پيچلې شوی او ډيروخت يی ونيوی . داځکه چی :

١ - امان الله خان دمسکو دتوقع په خلاف دبخارا استقلال په رسميت وپيژندې اوهمدارنګه يي دبخارا امير سيدعالم خان ته  دبلشويکانو سره په جنګ کی دده دملاتړ په موخه وسلې او ان سربازان وروليږل .
٢ - روسانو هيله درلوده چی په هند کی دانقلابی چارو دتنظيمولو سره مرسته وکړی او پدی موخه دافغانستان دلاری دشمالې هندوستان خلګو ته وسلې وليږی څو هلته داستعمار پرضد مبارزو کی تری نه کارواخلې .
 په پای د١٩٢٠ کال دسپتمبر په ١٣ نيټه په کابل کی د دواړو هيوادونو تر منځ د دوستۍ تړون لاسليک شو . دی تړون دبرتانيی سره په خبرو اترو کی دافغانستان دريځ پياوړۍ کړ . برسيره پر دی ٫ ددی تړون له مخی افغانستان ته د روسيی د لاری د هر ډول مالونو پرمخ د بی محصوله ترانزيت لاره پرانيستل شوه اوهمدارنګه هرکال ديوه ميليون طلايی روبلو  ورکول اونوری  مرستې هم په پام کی نيولې شوی وی .
له دی نه پرته د تړون په ٨ ماده کی ٫٫ د اداری د شکل په نظر کی نيولو نه پرته دبخارااو خيوا رښتينۍ استقلال ،، هم منل شوی وو . ددی ټولو برسيره مسکو داهم منلې وه څو هغه سرحدی ځمکی لکه پنجدی او ورسره تړلې سيمی چی په ١٩ پيړۍ کی دافغانستان خاوره وه او روسيی ورنه لاندی کړی وی ٫ بيرته افغانستان ته ورکړی . افغانستان بيا دخپل لوری نه په تړون کي دامنلې وه چی دهيڅ  هيواد سره به داسی يوه نظامی يا سياسی تړون ته غاړه نه ايږدی چی د روسيی ګټوته زيان رسوی او همدارنګه به شوروی روسيی ته اجازه ورکوی څو د افغانستان په پنځو سيمو کی خپلې قونسلګرۍ پرانيزی .
 کله چی انګريزانو دافغانستان د استقلال په رسميت پيژندلو نه ډډ وکړه نو شاه امان الله مجبورشو په ١٩١٩ کال د برتانيی په وړاندی دجنګ اعلان وکړی . ځينی څيړونکې د امان الله خان دا اقدام دده دپلار امير حبيب الله د وژلو سره تړی چی په پايله کی يی ځوان امان الله د واک چاری تر لاسه او خلګ يی داستقلال په مينه پر ځان راټول کړه . دوی ليکی - امان الله لدی نه ډار درلود چی خلګ به دی دخپل پلار په وژلو کی دلاس درلودلو په تور متهم او په اغتشاش به لاس پوری کړی ٫ ځکه نو ده ددی دپاره چی دخلګو پام بل لوری ته واړوی ٫ د افغان - انګليس دريم جنګ ته ملا وتړل او پدی توګه يی دخلګو قهر دهغوی د دوديز دښمن په لور چی برتانيه وه ٫ را واړاوه ( ترهغه ځايه چی مالوستی دی ٫ داخبره دهغو څيړونکو نظر دی چی دامان الله خان دشخصيت دبرجسته کيدلو سره يی مخالفت او دانګريزانو سره يی خواوږی درلوده . ددغی موضوع تر اغيزی لاندي اوس هم دتنګ نظرو نيشنليستانو ځينی کړۍ په خپلو کی پر دا ډول خبرو شخوند وهی . ژباړونکۍ ) .
 خو دانظر دواقعيت سره سمون نلری . امان الله ان په خپلې لومړنۍ بيانيی کی خپلو پلويانو ته وعده ورکړه چی تر بشپړی ازادی پوری به لاره ووهی او همدغه وعده وه چی خلګ يی دملاتړ په موخه پرڅنګ ودريدل .ده دا ټينګ عزم کړی وو چی يا به دسوله ايزو خبرو اترو دلاری او يا که داسی ونه شول نو دجنګ دلاری به تر بشپړی ازادۍ پوری ځان رسوی . په ١٩١٩ کال نور هغه وخت را رسيدلې وو چی هيچا بيله يوه ازادی غوښتونکی شاه نه دافغانانو مشرتوب کولای نشو .
د ١٩١٩ کال داپريل په ١٣ نيټه ديوی درباری وينا په ترڅ کی امان الله اعلان وکړ : ٫٫ . . . . زه خپل هيواد دنړۍ د نورو ازادوهيوادونو تر څنګ  ديوه کامل ازاد هيواد په توګه اعلانوم . هيڅ خارجی هيواد ته به اجازه ورنکړم چی زموږ په کورنی يا بهرنی چارو کی لاسوهنه وکړی . که هر چا دی کار ته زړه ښه کړ ٫ پدغه توره به يی غاړه ورپری کړم ،، . ددی سره جوخت امان الله فرمان لاسليک کړ او هلته يی پر دی خبری ټينګار کړيدی چی دی دخلګو دارادی له مخی د افغانستان امير وټاکل شو او پدی شرط يی دا مسئوليت ومانه چی هيواد به يی پخپلو کورنيو او بهرنيو چارو کی بشپړ ازاد وی .
انګريزانو بيا دافغاستان سره دمناسباتو دساتلو پخاطر لاندی شرطونه وټاکل :

١ - دافغان دولت پرخارجی اړيکو باندی دکنترول واک درلودل .
٢ - دافغانستان څخه دټولو خارجی اتباعو ډير ژر ايستل .
 ٣ - دخپلو دندو څخه د محمود طرزی او عبدالقدوس خان ليری کول .
  د انګريزانو لوړو شرطونو ته اميرامان الله داسی ځواب ورکړ : ٫٫ افغانان مړينه منی خو دهيڅ خارجی دولت اوامرو ته غاړه نه ايږدی ،، 
 ديادونی وړ ده ٫ لدی خبری نه ٧٠ کاله وروسته په ١٩٧٧ کال اولسمشر محمد داود چی دمحمود طرزی يو رښتينۍ  سياست پلوی مشر وو ٫ په مسکو کی دخپل رسمی سفر پرمهال دامير امان الله پورتنې ځواب ته ورته خبره وکړه . ده د شوروی مشر ليونيد برژنيف ددی غوښتنی په ځواب کی چی بايد دلوديزو هيوادونو ټول ماهران دافغانستان دشمالی برخو څخه وايستل شی ٫ په ډيره تنده ژبه داسی وويل : ٫٫ موږ به هيڅکله هم هيچاته اجازه ورنکړو چی زموږ دخپل هيواد په اداره کولو کی راته خپل نظر ديکتې کړی او يا راته ووايی چی دکوموهيوادونو ماهران خپل هيواد ته را وبولو او دکومو هيوادونو ماهران له خپل   هيواده وباسو , دا يوازی او يوازی دافغان دولت ځانګړۍ صلاحت دی چی دکوم هيواد ماهران دافغانستان په کومه برخه کی په کار وګماری . که بله هيڅ چاره پيدا نشی ٫ افغانستان به دا ومنی چی غريب او نادار پاته شی مګر په خپلوکړنو او پريکړو کی به ازاد و اوسې ،، .
 امير امان الله دافغانستان دخارجی سياست په اړه ديوه سپړونکې ليک په ترڅ کی دهند ويسرا ته وليکل : ٫٫ افغانستان د اوږدو کلونو په موده د دوو دولتونو - برتانيی او روسيی تر منځ فشارونه وزغمل . زموږ دهيواد برخليک تل ددغو دوو يو له بل سره دښمنو دولتونو لخوا ټاکل کيدی چی په پايله کی مو لومړۍ دخپل هيواد شمالی برخی له پنجدی او کوشکه له لاسه ورکړی اود تيز غاښې ليوه تر ستونې تيری شوی . همدارنګه زموږ دهيود پراخی جنوبی او لوديزی برخی ستاسی دهيواد لخوا اشغالې شوی شوی . پدی توګه چی کله ددغو دوو دښمنو هيوادونو ترمنځ دوستی ټينګه شوه ٫ نويی و پتيئل چی زمو هيواد تر خپل منځ ٫٫ په ورورګلويز ډول ،، سره وويشې . داهغه چاری دی چی له مخی يي زموږ سره دوستی په دښمنۍ واوښتل ،، .
د برتانيی سره په خپلو مناسباتوکي ٫ اميرامان الله دپخوا پشان انګريزان ودفاع کولو ته اړ يستل . د ١٩٢٠ کال دفيبروری په ٢٣ نيټه ٫ ده دبرتانيی مرستيال ټولواک نه غوښتنه وکړه څو دهغه هيات په ليږلو کی ورسره مرسته وکړی چی ده لندن ته دليږلو په موخه ټاکلې وو . دهيات دنده داوه چی د خلافت او حرمينو شريفينو - مکی او مدينی دبرخليک په هکله دانګلستان د اعلحضرت په نظر باند ځان خبر کړی .
پدی ترڅ کی د ١٩٢٠ کال داپريل په مياشت دهندوستان په ميسوری ښار کی دافغانستان اوبرتانيی ترمنځ د اړيکو دعادی کولو په موخه خبری اتری پيل  شوی دافغانستان لخوا دهيات مشر محمود طرزی او دبرتانيی لخوا په هند کی دخارجی چارو سکرتر هنری دابس دهيات مشرې کول . د راتلونکې تړون په لار کی ډير خنډونه پراته وه . په پيل کی انګريزانو دافغانستان داستقلال منلو ته غاړه نه ايښوده او غوښتنه يی کول چی کابل بايد دسرحدی پښتنی قبايلو له ملاتړ نه لاس واخلې . دوی همدارنګه پرافغان دولت فشار اچاوه چی دشوروی دولت سره دخبرو اترو نه پر شا سی .
 دخارجی چارو افغان وزير محمود طرزی دهغه راتلونکی تړون نه چی دافغانستان او شوروی دولتونو ترمنځ د لاسليک دپاره داماده کيدو په درشل کی وو ، دبرتانيی سره دخبرو اترو پروخت ديوی وسلې په  توګه په پور مهارت کارواخيست . دخبرو اترو دلومړی دور نه دپام وړ پايلې تر لاسه نه شوی . دامهال په کابل کی دافغانی او شوروی استازو ترمنځ هم خبری اتری روانی وی چی دشوروی سفير ی. سوريڅ پرمخ بيولې . کله چی دانګريزانو سره دخبرو لومړۍ دوری نتيجه ورنکړه ٫ افغان لوری په ډيری خوښې دشوروی استازی سر تړون لاسليک او متن يی دتائيد په خاطر مسکوته وليږل شو . پدی تړون کی له هغه نه چی مسکو خپل استازی ته سپارښت کړی وو ٫ لږ څه زيات امتياز دافغان لوری دپاره په پام کی نيول شوی وو . ځکه نو کرملين دتړون منظورول نه غوښته او له لاسيک نه يی ډډه کول  .
 افغان لوری ته ددغه لږ امتياز سره هم دشوروی استازی دموافقی لامل دا وو چی له يوی خوا  د داړه مارانو ځيني ډلې به تل دشوروی ترکمنستان لخوا د افغانستان خواته په غلا رااوښتلې او دځايی اوسيدونکو مالونه او رمی به يی ورنه غلا کولې او ترکمستان ته به يی اړولې چی د افغانانو دشکايت سبب ګرځيدلې وو . ددی لږ غوندی امتياز بل لامل هم داوو چی دافغان دولت دمخالفت سره سره ٫ بياهم  دسره اردو لخوا دبخارا امير رانسکورشو . داکار دتړون دلاسليک نه يوازی څو ورځی وړاندی تر سره او داسی ښکاريده چی ددی کار له مخی به د دواړو غاړو ترمنځ خبری بيله نتيجی پای ته ورسيږی . دی پيښی انګريزانو ته دابتکار اخيستلو چانس پلاس ورکړ . مګر داچانس دانګريزانو دلاسه پدی خاطر ووت چی افغان دولت اخر ځان ديوه انجام شوی عمل په مقابل کی مجبور وګاڼه څو دبخارا داشغال نه سترګی پټی اوپدی هکله نور دخواشينۍ نه لاس واخلې . امان الله خان و دی پايلې ته ورسيدی چی په کارده په تړون کی خپلو ګټو ته پا م واړول سی او دشوروی دولت سره دوستې د بخارا د امير قربانې نشی . بيا يی هم د بخار اميرته په افغانستان کی پناه ورکړه . ديادونی وړ ده چی لدی نه وړاندی امان الله خان څوځلې داګواښ کړی وو چی که روسان پر ( بخارا شريفی ) باندی حمله وکړی ٫ دی به مزار شريف کی خپلو وسله والو قواوو ته امر وکړی چی دبخارا دامير ملاتړته ور ودانګې او دهرات ګارنيزون ته به حرکت ورکړی چی بيله ځنډه دترکمنستان سره سرحدی ښار کوشکه اشغال کړی .
 لندن پدی وخت کی سترګی په لار وو چی ښايی امان الله خان به د روسانو په وړاندی د بخارا دملاتړ پخاطر له انګريزانو نه مرسته وغواړی . مګر ده دا کار ونکړ او يوازی يی برتانيوی هيات دمذاکرو دپاره و کابل ته راوباله . کله چی نوموړې هيات کابل ته راورسيد نو بيله ځنډه يی له افغان دولت نه وغوښته چی دسرحدی پښتنی قبايلو سره خپلې اړيکی وشکوی . پدی اړه يی افغانستان ته د سبسايډيو او مرستو وعدی ورکړی . دوی له افغان چارواکو نه داغوښتنه هم وکړه چی شورويانو ته اجازه ورنکړی څو ددی هيواد په جنوب لوديز کی ځانته د قونسلګريو دفترونه پرانيزی . پدی مهال شوروی او برتانيوی خواوو په لندن کی يو تجارتی تړون لاسليک کړ چی ورسره سم بلشويکانو نور دبرتانيوی هند سره دافغانستان په سرحدی سيموکی دقونسلګريو پر پرانيستلو باندی له ټينګار نه لاس واخيست . په همدی وخت کی د محمد ولې خان په مشرۍ افغاني  ديپلوماتيک هيات په لندن کی په ساړه هرکلې سره ومنل شو او نوموړی هيات لدی کبله دبرتانيی داعلحضرت سره دملاقات نه ډډه وکړه . دی خبری يوار بيا افغانان پدی باندی ډاډه کړه چی انګريزان به هيڅکله هم دافغانستان دبشپړی ازادۍ سره پخلا نشی او داهيله به دلاسه ورنکړی چی افغانستان لاهم ترخپلې اغيزی لاندی پاته راولې . امان الله خان چی د انګريزانو لدی ډول غيردوستانه موقف نه په ژوره توګه مايوس شو نويی دشورويانوسره تړون تائيد او د ١٩٢١ کال داګست په مياشت کی يی هغه لاسليک کړ . پدی وخت کی کابل ته شوروی سياسی استازۍ  ف. راسکولنيکوف راورسيد او له ځان سره يی دهغو ټاکل شوو يو ميليون روبلو سبسايډۍ نيمه برخه دمخکی وړاندی کولو په توګه راوړه . ده همدارنګه دوی دانی ايروپلان ( الوتکی ) هم افغان دولت ته وسپارلې ٫ خو دسرحدی خاوری پنجدی له بيرته ورکولو نه يی ډډه وکړه . وروسته شورويانو خپل ددی کار لامل دا وګاڼه چی ګويا دپنجدی ځايی اوسيدونکو دا تقاضا کړی وه چی دپخوا پشان د روسيی په ترکيب کی پاته شی . پدی ډول دپنجدی خبره کرار رار د دواړه هيوادونو لخوا هيره او شاته وغورځول شوه . لدی نه لږ موده وروسته افغانستان په مسکو کی دخپل سفارت سره په تړاو چی سفير يی ميرزامحمدخان يفتلې وو ٫ دخپلو قونسلګريو څانګی په تاشکند او مروه کی پرانيستلې . روسيی هم په هرات ٫ ميمنې او مزرشريف کی دخپلو قونسلګريو په پرانيستلو لاس پوری کړ .
 دبرتانيوی هيات مشر هانری دابس لاهم په کابل کی ناست او هڅه يی کول څو دافغان لوری سره دګاونډيتوب دښو اړيکو تړون د لاسليک لپاره اماده کړی . امان الله خان هم نور دا درک کړی وه چی هيواد يی د روسيی پشان د انګلستان سره هم د ښو اړيکو درلودلو ته اړتيا لری . ده دا اړينه بلل چی ددغو دوو سترو هيوادونو ترمنځ په عنعنوی سياست کی يو بيلانس ( تعادل ) وساتل شی . هغه وو چی دهمدی ١٩٢١ کال په نوومبر کی محمود طرزی او هانری دابس په خپلو کی يو تړون لاسليک کړ . په تړون کی دافغانستان استقلال په رسميت وپيژندل شو خو د ډيورنډ کرښه د دواړو هيودونو ترمنځ دسرحد په توګه پاته شوه . ددی سره سم افغانستان د عبدالهادی داوی په مشرۍ په لندن کی افغانی سفارت او په هند کی دقونسلګرۍ څانګه پرانيستل . اميرامان الله خان دتړون دلاسليک کولو پرمهال وبرتانيوی هيات ته وويل چی دا د دوستۍ تړون نه بلکه دګاونډيتوب دښو اړيکو يو تړون دی . ددی سره سره چی تړون لاسليک هم شو ٫ خو دافغانستان او برتانيی ترمنځ اړيکی دپخوا پشان ترينګلې پاتی شوی ٫ داځکه چی دواړو خواوو يوپربل باور نه درلود او تر ډيره وخته يی يو له بل سره ګډه ژبه پيدانکړه .
 اميرامان الله دخپل سلطنت په لومړيو کلونو کی پان اسلاميزم دخپل سياست بنسټ ټاکلۍ وو اوپه شدت سره يی پرمخ شاړه . دی پدی اند وو چی ديوی سياسی موسسی ( انستيتوت ) په توګه دخلافت په له منځه وړلو کی د اروپايی هيوادونو هلې ځلې اسلامی نړۍ ته ګواښ ( تهديد ) او خطر پيښوی . په هند کی اسلامی مشرانو چی دترکيی دسلطان تر روحانی اغيزی لاندی يی خودمختارې غوښته ٫ دوی داګواښ کاوه چی که دخلافت مسئله دهندی مسلمانانو دغوښتنی سره سم حل نشی نو دوی به ياجهاد اعلان کړی اويا به له هند نه کډه وکړی . امان الله خان په پريکنده ډول ټول مسلمانان د يوموټی توب پخاطر راوبلل چی د خلافت ملاتړ وکړی او دپاک خدای په لاره کی خپل سرونه قربان کړی . ددغه شعار سره يو ځای ده دپرمختيا او مودرنيزه کولو شعار هم وړاندی کړ . دده په اند دا يوازنۍ لاره وه چی اسلامی نړۍ يی له ړنګيدلو نه ساتلای شوه .
 په ١٩٢٠ کال کی دامان لله خان دپورتنۍ غوښتنې سره سم ډيرو هندی مسلمانانو له هغه هيواد نه پښی سپکی او ١٨ زره تنه يی افغانستان ته رامهاجرشول چی امان الله خان يی تود هرکلۍ وکړ . له دوی نه ځينی کسانو امان الله خان ته داوړانديز هم وکړ چی پرهندوستان يرغل وکړی او مسلمانان يی دانګريزانو له منګلو ازاد کړی .
 اميرامان الله دخپلې دغی عقيدی له مخی په شوروی ترکستان کی هم د شوروی ضد باسماچی جنبش ( # ) د مشرانو سره اړيکی ونيولې او هغوی ته يی دشوروی قواوو سره په جنګ کی مادی او نظامی مرستی ورکړی . په منځنی اسيا کی دافغان دولت داډول سياست دساده پان اسلامی عقيدی له چوکاټ نه وتلۍ ښکاريده . دبخارا ازادی کيدلای شوه د روسيی او دنوموړی دولت دګټو پرضد په افغانستان کی په يوه جنجال واوړی . دپان اسلاميزم پلويان هيله من وو چی د روسيی څخه دبخارا بيلوالۍ کيدلا شی د مرکزی اسيايی کانفدريشن دپاره يوه هسته وګرځی چی دامير امان الله خان په مشرۍ به افغانستان هلته اغيزمن او ټاکونکۍ رول ولری .
 دامان الله خان دا ډول ستر پلانونه چی غوښته يی دټولې اسلامي نړۍ مشرتوب پرغاړه واخلې ٫ په پای کی دماتی سره مخامخ شول . دده دغو پان اسلاميستی نظرياتو په لندن او مسکو دواړو کی حساسيت راوپاراوه . مسکو په منځنی اسيا کی دخپل واک په غزولو او ټينګولو سره په متوديک ډول دافغانستان لاس لدی سيمی نه لنډ کړ . کرملين له افغانستانه وغوښته چی نور نو په بخارا کی خپل سفارت وتړی او لامل يی دا وښود چی افغانی سفير هلته دشوروی ضد باسماچی مشرانو سره اړيکی ساتلې . دباسماچی غورځنګ په ماتی سره افغانستان په منځنۍ اسيا کی خپل ټول اغيزمنتوب له لاسه ورکړ . نوموړی سيمی نور دشوروی امپراتوری په ترکيب کی ورکښيوتې او هلته منحلې شوی .
هغه هندی مسلمانان چی افغانستان ته راکډوال شوی وو ٫ ډيرۍ يی خوار اوغريب خلګ وو چی يوازی په تاوده هرکلۍ سره يی درد دوا کيدلای نشو . دوی دهر اړخيزو مرستو په هيله دلته را کډه شوی وو . داچی افغانستان د دا ډول پوره مرستو دپاره پراخی مالي سرچينې نه درلودی ٫ نو دهغوی برخليک دپريشانۍ او خواشينۍ سره مخامخ شو . دافغانستان محدود مالی امکانات او تنګ جغرافيوی موقعيت ددی هيواد امير ته دپراخ لګښت لرونکې پان اسلاميستی فعاليت چانس نه ورکاوه . ځکه نوامان الله خان مجبور شو چی لدی پلان نه تير او بيرته په سيمه کی د دوو لويو دولتونو تر منځ دتعادل ټينګولو و دوديز سياست ته مخ واړوی .
دانګريزانو سره د تړون دلاسليک نه وروسته هم په ١٩٢٢ کال ده د خپلو پلويانو په وړاندی ټينګار وکړ چي لا اوس هم دمسلمانو دبرخليک ٫ دسرحدی پښتنی قبايلو سره د مرستی اوهمدارنګه دخلافت مينه وال دی . خو په عمل کی يی سياست دنړۍ دټولو هيوادونوسره د دوستۍ او ښو اړيکو د ټينګولو په لور روان وساته . پای .
 
  ( # ) - باسماچی دترکی کليمي ( باسماک ) نه ريښه اخلی چی دحملې اويرغل مانا لری . په روسيه کی داکتوبر تر سوسياليستی انقلاب وروسته دروسی امپراتورۍ په ترکستانی سيمو کی لکه ازبکستان ، قرغيزستان ٫ قزاقستان ٫ ترکمستان او همدارنګه تاجکستان کی دبلشويکی قدرت پرضد دمقاومت يو غورځنګ راپيل شو چی دمبارزی شکل يی تر لويه بريده دترپ او خرپ پارتيزنی حملی وی . دغه مقاومت هغه وخت دباسماچی حرکت پنامه ياديده چی دشوروی واکمنی پرمهال دانقلاب او اولس ضد عمل شميرل کيده او ډيره حده دتوهين او تحقير د يوه لغات په توګه تری نه کار اخيستل کيدی . روسانو دافغانستان داشغال پروخت هم ددوی پرضد جهادی مقاومت دباسماچی پنامه ياداوه او شوروی پلوه واکدارانو يی په دری ژبه ودغو مقاومت کوونکو ته اشرار ويل . ( ژباړونکۍ )
 

                                                                                    

اجتماعی ـ تاريخی

صفحهء اول