© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

اکبر کرگر 

 

                                      هغه پانسي (په دار) شو!


سهار چې د چاپ په کارخانه (چاپخونه) ورننوتم، نو سملاسي راته ډگروال بيدار چې د انگړ له دروازې گوښی ولاړ وو په سترگو کې اشارت وکړ. هدف يې دا وو چې ور نژدې شم او څه راته ووايي. زه هم چې د سربازۍ (سرتېرۍ) په کاليو کې وم ور نژدې شوم. د مامور په څېر مې درناوی وکړ، خو هغه همدومره راته وويل:
بېگاه بيا يو لوی دېگ پوخ شو او کور ته يې واستول شو. زه هم د واره په خبره پوه شوم. د هغه مطلب لوی آمر وو چې د لويو څوکيو د ترلاسه کولو لپاره يې مېلمستياوو ته ښه زور ورکړی وو او لگښت يې هم د کارخانې له جيبه کاوه.
هغه په داسې انداز دا خبره وکړه چې گواکې نوموړی هره ورځ دا کارونه کوي او بيت المال د هغه د ساعت تېريو وسيله ده. ما يوازې ورسره د تاييد سر وخوځاوه. همدومره مې وويل: زه پوه شوم.

خو زه په دې خبره لا له مخه پوه وم چې نوموړی د خپل لوی آمر سره په ډېره سخته سړه جگړه بوخت دی او د دواړو پوره وخت په دې خبرو تېرېږي چې څه رنگ يو بل ته کوهی وکيني او يو بل له پښو راونيسي او را وی پرزوي؟

کارخانې له عمومي سړک څخه د ننوتلو لپاره دوه دروازې درلودې چې يوه لويه او بله کوچنۍ وه. لويه دروازه به هروخت تړلې وه. يوازې د خرڅ د لارۍ او د آمرصيب د گاډي د راتلو په موقع به پيره دار بېرته کوله او بيا به بېرته ډېره ژر تړل کېدله. له دروازې نه په ننوتلو سره به د سړي سترگې ډېرې ژر په مخامخ دفتر لگېدلې. هلته چې به يو کنډوکپر مخ افسر پکې ناست او ننوتونکي او وتونکي دواړه به يې په ډېر ځير څارل. هغه د مرکزي دايرې دفتر وو چې د ننوتلو دروازو ته مخامخ واقع وو.

پخپله لوی آمرصيب په دويم پوړ کې کښېناسته. هغه ښه مجلل او شاندار دفتر درلود. له لومړي منزل نه ورته يوه ښه ارته او سوره وره زينه ورختلې وه. دفتر ښه مجلل او شانداره وو، خو د مامور پرخلاف يوازې آمرصيب پکې نه کښېناست، بلکې آمرصيب يو سکرتر گوټی هم له ځانه سره په خونه کې کښېنولی وو چې هغه يو عادي سرباز (سرتېری) وو. داسې سرباز چې له پيرې او گزمې خبر نه وو، بلکې هغه د چا خبره چې د خپلې تورې له برېښ يا په بله مانا د خپل قلم له څوکې يې هر څه خوړل. هغه د معمول پرخلاف د آمرصيب په دفتر کې کار کاوه.

سرباز (سرتېری) چې قد يې نسبتاً ټيټ او لږ څه هډور برېښېده، د سر وېښتان يې د تندي له خوا مخ په کمېدو وو. هغه ډېر ارام او د چا خبره د سړې سينې خاوند وو – سرباز هغه څه کولی شول چې نورو نه شول کولی او ان لوی آمرصيب هم د هغه لاس ته ناست وو.

اوس له هغه دورانه پوره زيات کلونه تېر دي، خو چې کله زما دنده په هغه لوی انگړ کې پای ته ورسېده او هره ورځ يا هره اونۍ يا کله ناکله به زه له هغې لارې تېرېدم، نو سم د واره به راته ډگروال بيدار د هغه مړې مړې خبرې، د انگړ په مينځ کې پيښې او زما د ذهن يو بوږنوونکې کيسه را تداعي کېده. د وجود خوله مې يخه په ځان احساس کړه وېرې او ترهی به واخېستم. زما دا ويرې او ترهې تر ډېر کلونو دوام وکړ، خو يوازې هغه وخت له دغې وېرې زما ولي سپک شول چې کله د اصلي کيسې په پای وپوهېدم.

خو اوس مې د آمرصيب خبره کوله.
د لوی آمرصيب چالاکي او زرنگي هم د شيطان له پوهې لوړه وه، نو ځکه خو يې سمندر ته چې د نورو سربازانو (سرتېرو) په څېر يو عادي سرباز (سرتېری) وو په خپل دفتر کې ځای ورکړی وو. هره ورځ يې نازاوه. دی يوازې سرباز (سرتېری) نه، بلکې هغه مجسمه ساز ته ورته وو چې ډبرې او خټې يې په مخ کې ډېرۍ کړي او له هغو مجسمه جوړوي. آمرصيب هم ورته درناوی درلود او بايد يې لرلی وای. دا ځکه چې هغه ورځ د آمرصيب شخصيت ته خاص پالش ورکاوه او هغه يې برسېره پر دې چې په لوړ پوړو دولتي کار کوونکيو کې يکه تاز ځلېده، دغه راز يې هڅه کوله چې په لويو فرهنگي مجالسو او غونډو کې هم د يوه عالم او فاضل شخصيت په توگه وپېژندل شي – نوځکه خو سمندر ته خدای ورکړې وه – خولۍ يې د چا خبره په غوړو کې وه او د دې کار له برکته نه يوازې د پيرې او گزمې نه بېغمه وو، بلکې د بهرنيو ملکونو له سفرونو هم بې برخې نه وو.

د سمندر يو کار خو دا وو چې ډېرو مهمو اخبارونو او مجلو ته به يې مقالې ليکلې، خو د مقالې په تندي به د آمرصيب نوم کښل کېده. ځکه چې آمرصيب اړ وو چې له هغه نه پورته لويان په دې خبره وپوهوي چې آمر ته د هغه د علميت او فضيلت په مقياس اوسنی پوسټ ډېر کوچنی او د هغه په حق کې د چا خبره جفا ده.
خو بلې خوا ته نور سرابازان (سرتيري) هم په دغه انگړ کې کښته پورته کېدل چې په هېڅ شان يې د سمندر نه ښه نه اېسېدل. د چاپخونې او د ادارې د مقرراتو له مخې به هر سهار سرتېري په يو لين (کتار) د ټولي د مشر د امر د پرځای کولو او د هغه د کتنې او رپوټ د بشپړولو لپاره په يو لين (کتار) تيارسي درېدل. او کله چې به د ټولي مشر راڅرگند شو، نو سم د واره به ټولو سرتېرو حق په جانب څېره غوره کړه او غلي به ودرېدل. قوماندان به د لين (کتار) مخې ته ځورونې سبب شي چې ډېره موده يې ارام ته پرې نه ښودم او تل به له ځان سره په ژوره شخړه اخته وم.

د ټولي قومندان چې په ونه منځنی او ښه هډور او د منځني عمر سړی وو هڅه به يې کوله چې په خپلو جدي خبرو خپل رعب او وېره زموږ په زړو کې کښېنوي، خو دا کار لږ ناشونی وو. هغه به د لين (کتار) پر سر غږ کړ:
«هلکو سم ودرېږئ تيار سي شئ! خبرې وانه ورم.»

او بيا به يې د يو نيم سرباز (سرتېري) د رسېدلو وېښتانو، برېتو او موذو پورې خبرې پيل کړې او پوره نيم ساعت به يې د سربازانو (سرتېرو) په اصطلاح «ملوکانه ارشادات» پُف کړل.

د لين (کتار) پر سر د قومندان د خبرو په جريان کې به ورو گونگوسې پيل شو. نيامت (نعمت) چې کلونه کلونه زما د اندېښنو او ذهني ځورونو لامل وو، ورو به يې د استاد سيفو دا سندره په داسې انداز زمزمه کوله چې ان شونډې به يې رپېدې، ويل به يې:
«ليلا غوټی جان غم نه داری»
او يارمامد به ورسره سم د واره سر راتاو کړ چې:
«غير از رنگ زلف ديگه کار نداری.»

لين (کتار) به له يوه سره تر بله له خندا ډک شو. خو قوماندان به له خپلې بزرگوارۍ (!) نه کار اخېسته او ځان به يې په ناگارو کې واچاوه. خو چې حوصله به يې ختمه شوه، نو سم د واره به يې په پټکو پيل وکړ.

هلکو! لکه چې نه سړي کېږئ؟ قسم مې دې په رب وي چې د اس سره به مو په يوه اخور وتړم.
اقا به ورو وويل: «اس خوب است خدا ما را از خر نجات بته.»

دغه اشاره به (خان) به د دې کنايې (اشارې) په اورېدو سره بيا سور سپين شو او په توره مښوکه به يې وويل:
«او مرده ... ادم نه شدی؟ مه کتی تو کار دارم.»

خبره دا وه چې هغه زموږ په ټولي کې په خر مشهور وو، او په لاره به هم چې چا خر وليده او دی به هم روان وو، نو روان ملگري به اول څاروي او بيا ده ته په کتلو سره دا افاده ورکوله چې گوندې انډيوال دې گوره! او بيا به د هغه په اکر کې بدلون راته، خو دا مهال به د قوماندان پټکو هر څه غلي کړل. او نيامت به غاړه صافه کړه، غلی او حق په جانب به ودرېد. يارمامد به هم ورسره ودرېد. څه به يې ونه ويل، خو چې د قومندان مخ به بلې خوا ته شو، نو بيا به يې زمزمه کړه:
الا شا کوکو جان، سرت شال بندازم
الا شا کوکو جان، هر روز نه که دريشی
الا خوبش استی ازی بهتر نميشی
او د دې سندرې سره به بيا د سربازانو سکوت مات شو ...
بيا به سملاسي په لين کې خندا غزونې وکړې او د قومندان رنگ به هم لکه سور الوان وتښتېد.

په لين (کتار) کې به د آمرصيب د دفتر سرباز هم کله ناکله ودرېده. کله ناکله ځکه وايم چې هغه هره ورڅ دې لين (کتار) ته نه راتلو، بلکې هغه په يو مهم کار بوخت وو. د چا خبره چې هغه د شخصيت د هستولو په کار بوخت وو. نو ځکه خو کله چې د لين (کتار) سر ته د موجوده گۍ لپاره راغی، نو سملاسي به پرې د ټوکو او ملنډو باران پيل شو.

دې کار دوه وجهې درلودې: يو خو دا وه چې په گرم او نرم دفتر کې د هغه پاتې کېدلو او کار کولو د ټولو سربازانو (سرتېرو) کرکه راپارولې وه. نه يوازې سربازانو، بلکې ډگروال بيدار خو به ورته غاښونه چيچل او ويل به يې: «ده ته گوره ټوله ورځ ورته ليکنې کوي او هغه يې په خپل نوم چاپوي. زه يې قوماندان نه يم چې د پورتاتيف په خېمه کې يې څو ورځې وساتم چې پوه شي چې يوه ډوډۍ څو پتيرې کېږي.»

او بله وجه دا وه چې سمندر ډېر د سړو مغزو خاوند وو، هېڅ قهر (غوسه) يې نه درلود. ښه مې په ياد دي چې په يوه محفل کې چا په څپېړه وواهه نوموړي ورته همدومره وويل: «بچيم کار خوب نه کدی!»

همدا سبب وو چې نورو سربازانو به له هغه انتقام اخېست او کله به چې په لين (کتار) کې ودرېد، نو د ځورونو او فشارونو تر قمچينې لاندې به يې ستمي ويستل. چا به آمر باله، چا به رئيس او چا به د آمر پنسل پاک ... همدا سبب وو چې کله به ډېر اړ نه شو، نو لين (کتار) ته به له خپل دفتر نه نه راکوزېده.

زموږ د سربازۍ (سرتېرۍ) دوره نيمايي ته ورنژدې کېده. شپې او ورځې په گړندي بدلون سره بدلېدلې. اصلي کيسه دا وه چې يوه ورځ کله چې له بهر نه د کارخانې په انگړ ورننوتلم، نو نيامت راته په انتظار ولاړ وو. پرتله او ماشيندار يې څنگ ته پراته ول. ذره بيني عينکې يې پر سترگو وې د تل په څېر يې خوله له خندا ډکه وه. وی ويل ډېر ښه وخت راغلې.
ما ويل: خيريت خو دی؟
هغه وويل خيريت دی. له تا سره مې يو کار وو.
له روغبړ نه يې وروسته زما لاس ټينگ ونيو او يوې خوا ته يې کش کړم. ورو يې راته وويل: يو څه مې په کار دي چې زه نه پوهېږم ته يې پيدا کولی شې ډېره سخته اړه ورته لرم. يا به له تا سره وي ارومرو يې راته پيدا کړه. ما ترې پوښتنه وکړه.

هغه وويل مرمۍ ... مرمۍ مې په کار دي. څو دانې مرمۍ مې په کار دي؟
نيامت زما د پوهنتون د دورې دوست وو. په يو پوهنځي کې مو سبق لوست. هغه په ونه جگ او نری او ډنگر هډوکن تن درلود. تل به يې سترگۍ په سترگو اېښې وې. زيات وخت به يې کتاب په لاس کې وو. په خبرو کې ارام او صبرناک سړی وو، شمېرلې خبرې به يې کولې – د کتابونو راکړه ورکړه به مو درلوده او په کتابتون کې به مو هروخت ليدل. لنډه دا چې زما او د هغه پېژندگلوي يوازې د سربازانو (سرتېرو) د لين (کتار) پورې اړونده نه وه.

خو هغه مهال چې ما هرڅه ټينگار وکړ نوموړي راته سم حال ونه وايه. همدومره يې وويل له ما نه په پيره کې ورکې شوې دي. قوماندان يې رانه غواړي راسره مرسته وکړه. جزايي کوي مې. ما ورسره ومنله او ورته مې وويل سبا ته به يې درته راوړم. خو وروسته وپوهېدم چې هغه راته بهانه کړې وه. سهار چې بيا کارخانې ته ورننوتلم. نيامت د پرون په څېر زما لار څارله. يو وار بيا په خندا شو، وی ويل:
خدای دې وکړي چې زما سره د مرستې په ثواب کې شريک شې!
ورته مې وويل: غم مه کوه.
له لاسه يې ونيولم يوې گوښې ته ولاړو. د خپلې تفنگچې مرمۍ مې ورکړې. مننه يې وکړه او بيا له ما جلا شو. له هغه نه په گوښه کېدو سره مې زړه ډوب ډوب وکړ. حواسو مې بل شان گواهي ورکوله او له هغه ورځې وروسته مې بيا نيامت هم په سترگو ونه ليد.

نيامت ورک شو او بيا يې چا نوم هم په خوله وانه خېست. په سربازانو (سرتېرو) کې گونگوسی وو له هماغې شېبې زما د ژورو د اندېښنو لړۍ پيل شوه. «نيات وتښتېد». چا به ويل نيامت خدمتي ولاړ او چا بل څه؟ خو څومره چې نيامت د نورو له اذهانو ليرې کېده دومره يې زه ځورولم. هغه شېبه – د گوښه کېدو شېبه. د مرميو ورکړه. مننه او بس تری تم کېدل.
مياشتې مياشتې زموږ د سربازانو (سرتېرو) لينونه (کتارونه) هماغه شان جوړېدل – خنداوې پکې کېدلې، ټوکې پکې کېدلې – او دغه راز ملنډې پکې وهل کېدلې. منځ قدی او چاغ چمنډ قومندان هم هماغه شان خپلې پټه کې جاري ساتلې او مونږ په پوره زغم اورېدې. خو بيا د لين (کتار) پر سر چا د ليلا غوټۍ جان سندره د ملنډو لپاره زمزمه نه کړه او نه خو نيامت وو چې په قطار کې ولاړ سربازان (سرتېري) وخندوي. نيامت ورو ورو د ټولو له ذهنه ووت. ټولو هېراوه، خو کله چې به زه د کارخانې په دروازه راننوتم سم د واره به مې مخ ته ودرېد او له هغه سره د روغبړ وروستۍ شېبه به بيا راتداعي شوه او ترڅو چې بېرته له هغه ځايه تللم او په بل کار به بوختېدلم زه به يې ځورولم.

د نيامت له تري تم کېدو نه مياشتې مياشتې تېرې شوی د هغه هېڅ پته ونه لگېده. هغه تری تم شو. بيا په پيره کې ونه ليدل شو – اوړی تېر شو منی راغی يخني په زياتېدو شوه. د ټولي ترخيصونه پيل شول. موږ هر يو ترخيص تر گوتو کړ – نيامت بيا هم ونه ليدل شو. هغه تری تم وو. خان هم ترخيص تر گوتو کړ – چکچکې پرې وشوې، هرکلی يې وشو، مبارکي ورکړل شوه او ځېنو کينايي هم وويلې – سمندر هم له تقديرنامې سره يوځای ترخيص واخېست. ټولو په يو اواز وويل: نوش جان (!) مبارک (!) فتح وظفر مبارک (!)

دوه کاله وروسته کله چې په يوه دولتي اداره کې په خپل کار بوخت وم. ډېرې نوې خبرې مې ذهن ته راتللې – تېرې يادونې مې ورو ورو له ذهنه وتلې او د هغو ځای نويو نيوه، خو د نيامت وروستی روغبړ به چې کله په ذهن راغبرگ شو د واره به يې ټکان راکړ. د سربازۍ د دوران نورې کيسې مې په ذهن کې نه وې. سمندر مې هم نه ليده. خان هم په څه کار اخته وو. چاغ چمنډ قومندان او د هغه پټه کی مې ورو ورو له ذهن نه وتلې. د ډگروال بيدار خبرې او لوڅونې هم دومره زما ياد ته نه راتللې. يوازې دومره پوهېدلم چې لوی آمرصيب ښه پرمختگ کړی وو او د نويو پوستونو د ترلاسه کولو لپاره يې اشتها نوره هم زياته شوې وه.

ما هم په يو دفتر کې کار کاوه او د مامور په څېر به دفتر ته ورتللم – يوه ورځ چې د سهار له خوا لږ ناوخته دفتر ته ورغلم ډېرې انجونې زما د دفتر له همکارې راتاوې وې. هغې ته يې تسليت ورکاوه.
لومړی مې څه ونه ويل، خو اندېښنه مې زياته شوه او د چوپتيا پوښتنه مې وکړه:
نسرين وويل موږ دوعا کوله. شکېلا ته مو دوعا وکړه.
زه حيران شوم. د څه دوعا؟ پوښتنه مې وکړه:
شکېلا په ژړغوني اواز وويل: دوی ستا د ملگري فاتحه راکوله. زه هک حيران شوم. کوم ملگری؟
هغې وويل: د نيامت فاتحه.
زه ټکنی شوم او سره له دې چې ژبه مې گونگه کېدله بيا مې وپوښتله: کوم نيامت؟
هغې بيا په ژړا وويل: هغه چې له تا سره يوځای سرتېری وو. هروخت به يې ستا کيسې موږ ته کولې.
زه حيران پاتې شوم – تا خو ما ته ويلي وو چې هغه تښتېدلی دی.
نه! هغه نه وو تښتېدلی – هغه همداسې ويلي ول چې تا ته همدومره ووايم.
نو هغه کله ومړ؟
هغې وويل: هغه ونه مړ، هغه پانسي شو ... د پرديو د وژنې په جُرم پانسي شو او مور مې د هغه مړی هم ونه ليد.

لندن،
 

 

    

«»«»«»«»«»«»

 

 

 

 


 

ادبی ـ هنری

 

صفحهء اول