© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 


 

  پوهنمل حاجی محمد نوزادی



                                  دايران دولت اساسی تشکيلاتواودندو ته لنډه کتنه

د روان ٢٠٠٩ کال دجون مياشتی د اولسمشرۍ تر لسمې دوری ټولټانو ورسته چی پايلې يی داوسنې جمهور ريئس محمود احمدی نژاد په ګټه اعلان شوی ٫ دمخالفو ( اپوزيسيون ) کانديدانو دپلويانو لخوا اعتراضی لاريونونه پيل او په تاوتريخوالې واوښتل . دلاريون کوونکو او امنيتې ټولګيو تر منځ په شخړو کی تر اوسه پوری نژدی شل تنه وژل شوی ٫ په لسګونه ټپيان او په سلګونه زندان ته وغورځول شول . دی کار په نړيوالو رسنيو کی داعتراضه ډک غبرګونونه رامنځته کړل .
ددی لنډی ليکنې نه زما موخه دانتخابانو پررڼوالې يا نارڼوالې اوياهم دپايلوپر کره والې ياناکره والې باندی درڼا اچونه او دنظر څرګندونه نده . ډيرۍ لوستونکې وطنوال چی پدی اړه رسنۍ تعقيبوی ٫ دايران دولت په پيچلو داخلې اساسی تشکيلاتو او دواکمنو څانګو په دندو او ځانګړتياوو باندی که څه هم زموږ سره داوږده سرحد لرونکۍ ګاونډۍ دی ٫ پوره بلد ندی . پدی خاطر غواړم لاندی لنډ معلومات می دګرانو لوستونکوسره شيريک کړم :
کله چی په افغانستان کی په ١٣٧٥ کال دثور په مياشت دپاريدلو افسرانو پلاس دولتې واکمنۍ بدلون وموند ٫ په ايران کی هم چی له پخوا لا اوبه ګرمی وی ٫ ددی اوښتون تر تاثير لاندی خلګو دشاهی سيکولاردولت پرضد په
اغتشاش او شخړو لاس پوری او شاه يی له وطنه و وتلو ته اړ ايست . دافغانستان نه خلاف دلته دچارو واک په فرانسه کی ميشت دايت الله روح الله خمينی چی يو بنسټپال روحانی سړې وو او دشاه تر وتلو وروسته هيوادته راوستل شو ٫ پلاس ورغی او دايران اسلامی دولت بنسټ يی کښيښود . دا دولت اوس ديوی مذهبی سياسی اداری لخوا چی ځانته خاص تشکيلات لری ٫ اداره کيږی . دايران داداری شکل او اړوندی څانګی دنورو اسلامی دولتونو سره هم ډير توپير لری . ددغو اداره کوونکو څانګو جوړښت اودندو ته په لاندی کرښو کی پام اړوم :
١ - جمهور ريئس :
دامقام د واک له مخی دويمه کړۍ ګڼل کيږی . جمهور ريئس دڅلورو کالو دپاره د ټولټاکنو دلاری انتخاب او داساسی قانون سره سم يوتن يوازی دوی دوری پر دی چوکۍ باندی ټاکل کيدلای شی . دی داجرائيه قوی مشر او داساسی قانون تفسير هم دده دنده ده چی دکوم بل هيواد په هکله دجمهور ريئس په دندو کی ددغه کار صلاحيت زما تر سترګو شوې ندی او راته دحيرانتياوړ ښکاری . دايران اسلامی دولت جمهور ريئس په عمل کی د روحانيت لوړ واک دتمثل يو ځانګړۍ ارګان جوړوی . د اولسمشرۍ په ټولټاکنو کی کانديدان هغه وخت په سياليو د دريدلو حق تر لاسه کوی چی د ( شورای نګهبان ) لخوايی وړتيا تائيد شی او لدی نه پرته هيڅوک ځان کانديد کولای نشی .
٢ - حکومت :
دلته هم حکومت دنوروهيوادونو پشان د دولت داجرائيو چارو اساسی کړۍ ده چی غړې يی دجمهور رئيس لخوا نومول کيږی او دپارلمان څخه دباور ترلاسه کولو وروسته په کار ګمارل کيږی .
٣ - پارلمان :
دايران د پارلمان ( مجلس ) ټول غړې ٢٩٠ تنه دی او دخلګو لخوا دمستقيمو رايو ورکولو له مخی د څلورو کالو پاره ټاکل کيږی .پارلمان دتقنينی ارګان په توګه دقوانينو د وړانديز او تصويب دنده لری . ددی ارګان لخوا ټول تصويب شوی قوانين هغه وخت نافذ ګڼل کيږی چی دشورای نګهبان لخوا دتائيد وړ وګرځی . دپارلمان په ټاکنو کی دکانديدانو وړتيا هم بايد دشورای نګهبان لخوا تائيد او دستر روحانی مشر لخوا ومنل شی . پارلمان کولای شی خپل غړی او جمهور ريئس تر عدلې تعقيب لاندی راولې .
٤ - شورای خبره ګان ( دپوهانو جرګه ) :
ددی شورا له ډيرو سترو دندو څخه يوه هم دهيواد د ستر روحانی مشر ټاکل ٫ له دندی ليری کول او دهغه پراجراآو باندی څارنه ده . دپوهانو جرګه ٨٦ غړې لری چی دخلګو لخوا په مستقيمو ټاکنو کی د٨ کالو دپاره غوره کيږی . يوازی مذهبی روحانيون کولای شی دی شورا ته ځانونه کانديد او دشورای نګهبان له تائيد وروسته سياليو ته و دريږی . ددی شورا تر ټولو مهم غړۍ داګړۍ ښاغلۍ اکبر هاشمی رفسنجانی دی چی په روانوشخړو کی داپوزيسيون ملاتړ کوی .
٥ - شورای نګهبان ( دڅارنی جرګه ) :
داجرګه دهيواد ترټولو اغيزمن ارګان دی چی ټولټال ١٢ غړې لری . دغړو نيمه برخه ( ٦ تنه ) يی د دينی علومو پوهان دی چی دهيواد ستر روحانی مشر يی په ګوته کوی اوپاته ٦ تنه يی دحقوقو پوهان چی دقضا لخوا ټاکل کيږی . دشورا ټول غړی ديارلمان څخه دباور رايی اخيستنی وروسته وظيفوی واک پلاس راوړی او په کارپيل کی . دنومړې شورا دواک موده شپږ کاله او بنسټيزه دنده يی پر ټولوانتخاباتو باندی څارنه ده . داشورا همدارنګه هغه قوانين منظور او تفسيروی چی دپارلمان لخوا تصويب شوی وی .
٦ - دهيوادستر روحانی مشر :
لکه څنګه چی ياده شوه دا شخص دپوهانو دجرګی لخوا په دنده ګمارل کيږی . دستر روحانی مشراصلی دندی د قضايی قوی د ريئس ټاکل ٫ دپوهانو دجرګی دنيمی برخی غړو نومول ٫ د وسلوالو ځواکونو دقوماندانانو ټاکل ٫ د دولتی راډيو او تلويزيون د ريئس ټاکل دی ٫ دامنيت شورا او دمنځګړيتوب شورا ګمارل دی . لدی نه پرته دجمعی دلمانځه امامت کول او ترټاکنو وروسته د جمهور ريئس دصلاحيت تائيدول هم ددغه روحانی مشر په دندو کی راځی . دايران دولت اوسنۍ ستر روحانی مشر ايت الله علی خامنه ای دی چی دژوندترپايه پر دغی دندی باندی ګمارل شوی دی . په روانو شخړو کی نوموړۍ دمحموداحمدی نژاد ملاتړ کوی چی داپوزيسيون په وينا يی په ټولټاکنو کی د درغليو له مخی درايو ډيره برخه دځان کړی
ده .
دايران دولت چی دافغانانو يو نامهربان ګاونډی دی اوتل يی دهغوی په بده ورځ دخوښۍ اتڼونه کړی دی ٫ دخپل اداری واک په پيچلی سيسټم کی اوس ورنه لاره ورکه او يوازی قهريه قوه ده چی دشخړو برخليک به وټاکی .
پای
                                                                           

اجتماعی ـ تاريخی

صفحهء اول