© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


ليکوال:ايفگېني ښيستاکوف (Евгений Шестаков)
له روسي ژبې ژباړونکی : حبيب الله غمخور

 

منبع :رسيسکاياگزيتا(Российская газета )

 



                                                         اوباما اومشورې


د۲۰۰۹ م کال دمارچ ۱۸مه
امريکا یي کارپوهانواوڅېړونکوجمهوررييس بارک اوباماته دروسې سره دوستانه اړېکي مشوره ورکړې.
کارپوهان بارک اوباماته مشوره ورکوي چي نه اوکراين، اونه هم گرجستان دناټودسازمان غړيتوب ته اماده اوتياردي .
دمارچ تېزيسونه :
فکر کوم بېله ټوکو نه دغه مشوره چي دروسې په اړوند دامريکا دسياست څېړنې کميسيون ولسمشر بارک اوباماته ورکړه پدغه نامه يادسي .
خواوس بايد دې ته انتظاروايستل شي چي ددولت مشرتابه ددوي نظريات اومشوري اوري اوکنه؟
که چيري هغوي دمسکوسره داړېکوپه اړوندله ددغو۱۹مشورونه يوازي څومشوري هم ومني ،دابه دزموږدهيوادوترمنځ دمسايلوپر سر ډيالوگ کښي يوبنيادي پرمختگ معناولري .
په عين حال کښي ددغومشورواماده کول په خپله ددې شاهد ي ورکوي چي :
دواشنگتن په بهرني سياست کي تغيرات راځي،اودغه تغېرات دټولنيزوچارو دڅېړونکوله سترگو اونظرنه پټ نه دي پاته سوي .
دامريکايي تېزسونو راپيداکېدل چي دهغودطرحي په کارکښي دامريکاددموکرات اوجمهوري خواه گوندونو مشهورو اوپېژندل سوو څېروبرخه اخيستي ده،او دروسې سره اړيکو په اړوند دبارک اوباماپه ټيم کښي ډير لويوکارپوهان ددغه ټکی اړتياتشريح کوي .
خورښتيادادي چي دبارک اوباما نه مخکښي ريس جمهورجورج ډبليو بوش دحاکميت په وختوکښي به دغه ډول مشورو په هېڅ ډول سپني ماڼۍ ته لارنه واي پيدا کړې .
جالبه ده چي ددغه سندطراحان دروسې سره داړېکو داوښتون په اړوند کوم ډول وړانديزونه لري ،چي په هغه کښي دروسيې جيوپوليتيکي گټي په نظر کښي نيول سوی وي اودبلې خوادامريکادمتحده ايالاتوعلاقمندی هم له نظره نه وي غورځول شوې؟
لکه څنگه چي ددې سند جوړونکو له جملې نه پخوانۍ سناتور گاري هارت دامسله روښانه تشريح کړه چي امريکا نه غواړي دروسې سره دښمني ولري.
دروسې دبهرنيو چارو وزارت دچارواکولخوادهغومسائيلو مکمل ليست چي دامريکا سره داړيکواواختلاف په اړوندډيري مشهوري دي له امريکايي سيالانو سره په خبروکښي تل مطرح سوی دي .
دجورج بوش دادارې لخواپر هغو تلاښونو چي په هرقيمت کيږي اوکراين اوگرجستان دناټودسازمان غړيتوب ته راکش کړي ،په شرقي اروپاکښي دراکټ ضد سيستم دستگاوي اورادارسيسټم ځاي پر ځاي کړ ي سياست اوهمدا ډول دروسي دسوداگری پر خلاف د((جکسونا - وې نيکا )) په نامه بنديزونوباندي له سره کتنه اساسي دروسي او امريکاپه اړېکوکښي اساسي مسايل دي .

اوس ددې کمېسيون غړي غواړي چي دروسې په اړوند که ټول بندېزونه له يوه سره نه ايسته کيږي نو يوه اندازه بايدايسته شي ،اوپر مسکو بايد ددغواونورو سوالونوپه اړوند فشارونه راکم سي .

دغه مسله چي اوکراين دناټو دسازمان غړېتوب پيداکړي يو وخت دروسی چارواکو لخوادامريکاسره داړيکو اومناسباتو تر منځ (( دسرې کرښي)) په نامه نومول سوې وه . نوي ولسمشربارک اوباماته په پرنسيب کي عي ني اوچقيقي مشورې ورکوي لکه :
-بايد امريکاداومنې چي نه اوکراين اونه هم گرجستان دناټو دغړيوب لپاره تياردي.
-بارک اوباماته مشوره ورکوي د ددغو هيوادو(اوکراين اوگرجستان) سره متقابله مناسباتواوهمکاريوله پاره له نوروامکاناتونه استفاده وکړي . دناټودسازمان سره دهغوي دهمکاريونوري لاري وسنجول سي .
-څېړنکوبارک اوباماته مشوره ورکړه په پولند اوجکسلواکيا کښي درادار اوتوغنديو ضد سيستم دځاي پر ځاي کېدو پر پروگرام باندي له سره غور وکړي .
کله چي دايران اويابل دريم هيواد دراکټی حملې په مقابل کښي دسپر جوړولومسله مطرح وي ،نودروسې په موقف کښي هم تغير راځي . داسي څرگندېږي چي دمسکو دوړانديزونوپه اړوند تغيريوتصادفي خبره نده ،په ځانگړې توگه پسله هغه دامعلومه سوه کله چي ددې تيزس دليکلونه وړاندي دهغه ځينو طراحانوپه مسکو کښي دروسي چارواکو سره ليدنې کتنې درلودې .
دتوغنديو څخه ددفاع دسياست په اړوند روسيه وړانديزکوي چي دروسې دپخواني جمهوررييس ولاديمير پوتين لخواوړاندي سوي پشنهادبايدي له سره کتنه وسي . دپوتين په پلان کښي داڅرگنده سوې وه چي دواړه هيوادونه يعني روسيه او امريکا کولاي سي په ازربايجان کښي دراکټ ضدرادار سيستم RLC))))له دستگاه نه دگډې استفادي پر مسله خبري وکړي .
ديادولووړ ده کله چي په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کال کښي دجورج ليو بوش اداې پردې مسله باندي زيات ټينگاردرلود چي په اروپاکښي دايران توغنديوڅخه دخپلو ملگرودساتلوپه موخه په پولنډ اوچکسلواکيا کښي ددتوغنديو ضدسيستم اودراداردستگاوي نصب کړي . روسې ددې پروگرام سره مخالفت وکړ،په هغه وخت کي دروسې جمهوررييس پوتين داوړانديز وکړ چي دازربايجالهرادار دستگاه RLC)))) نه دي چي ډيره مډرنه اوپر مخ تللې ده په گډه دتوغنديو ضدحملو دشنډولوپه موخه استفاده وسي،خوهغه وخت داخبره دامريکا له لپاره دقبول وړنه وه ، دادی اوس داسي څرگندېږي چي دواړي خوا وي پر د مسله له سره غورکولوته تياري دي .ژ
مگرنن ددغه پلان په چوکا ټ کښي نورومسايلو په څنگ کښي داخبره هم مطرح کيږي چي دواړو خواته ددريم هيوادله لوري ددوي پر خلاف دتوغندی دتوغېدوپه اړوند دروسې اوامريکا پوځی قواوترمنځ يودبل دخبرولو اوطلاعاتودتبادلې پر مسله هم بحث وشي.
ډير پخوالاداړينه وه چي د((جکسونا - بې نيکا))په نامه بنديزونوطرحه باندي دنوي کتنې لپاره کار پيل سي ،دغه کاربه روسي ته امکانات برابرکړي واي چي د((WТО)) غړې سوې واي ،دامريکادنوي تېزسونو دطراحا نو په انددابه ددواړوسيالو خواوترمنځ دعلاقې دڅرگندولو ښه بېلگه واي ، کوم چي کولاي سي ددواړو خواترمنځ دباور اواعتمادفضارامنځته کړي . داهغه څه دي چي دواشنگتن دبهرني سياست لپاره ډير ارزښت لري .دبېلگې په توگه دزروي وسلو دنه خپږېدوپه هکله گډه مبارزه اوتلاښونه ،يادروسې له امکاناتو اونفوذنه په افغانستان کي دسولي اوثبات دراستولپاره گټه اخيستل .
په هرحال ،سربېره پردې چي ددې سندطراحان ئي مني چي مسکوبه ئي يوسرسخت انډيوال وي،ددا ډول مشورودپيدايښت دليل دادی چي واشنگتن ددغومسايلو په هکله پوره معلومات ترلاسه کړي .
هغه لاملونه چي ددې کميسيسون دڅېړنوپايلو اومشوروته دواشنگتن علاقه پيداسول، دسپيني ماڼۍ وياند ښاغلي بري هبس په دقيقه اوروښانه گوته واضح کړه.
حتاشپږمياشتي پخواډيروکارپوهانو داوړاندوينه کوله چي دروسې اوامريکاترمنځ دډيالوگ ميدان ډير وړوکۍ سوۍ دی .
خودا وړاندوينه رښتيا نه سول،ممکن اقتصادي بهران پر يوشمير څېړونکواوکارپوهانو دااغېزه ښندلې وي چي دواشنگتن دسياست دويکتورد تغيرپه اړونددخپلوڅړنوپايلي دمشوري په بنه په سپينه ماڼۍ کښي بارک اوباماته وړاندي کړي .
دامريکاپه کانگرس کښي پر دولت باندي دکنترول ادارې يوه بيانيه ترتيب کړې ، په دې بيانيه کي ويل سوي چي پر ځمکه باندي دراکټ ضد دستگاوي چي دتوغنديوضدپروگرام ((PRO)) پر بنيادپه نظر کښي دي چي په پولنډکي ځاي پر ځاي سي ،له ۵ نه تر ۱۳ ځلو پوري دراکټ ضد دغه دستگاوي وآزمويل سوې خوکومه مثبته نتېجه ئي ورنکړه اوهدف ئي له منځه نسو وړاي . ددغوڅېړونکوپه سندکي دامريکادادارې لپاره يوبله خواشينونکې خبره داهم دی چي دوي په خپلو وړانديزونوکښي دامسله هم په گوته کړي ده چي داقتصادي بهران پدې ستونزمنو شرايطو کښي ممکن امريکاپه اقتصادي لحاظ دومره مالي توان ونلري چي دغه پروگرام تر خپلو پلو بهرپلۍکړي.
سپينه ماڼۍ بله لارنلري بېله دينه چي خپل لگښتونه راکم کړي ،په شرقي اروپاکښي ددغو دستگاوونصبولونه دتېږېدوپه پاله کښي به د۹ څخه تر ۱۳ ميليارډه ډالرو پوري سپماوشي . ځکه نو بارک اوباماته وړاندي سوي مشورې کيداسي دداسي يوعالي سندپه توگه ومنل سي کوم چي سپيني ماڼۍ ته دقانوني اصولوپر بنياد دامکان پلاس ورکړي ترڅوپه بهرکښي دزياتو پيسوپه ارزښت له يوشمېردرنواوگرانوهغوپروگرامونودپلي کېدوله لگښتونوڅخه،کوم چي پخوانۍ ادارې (دجورج ډبليو بوش ) دولت غوښتل اوکراين اوگرجستان دناټوسازمان غړيتوب ته ورکش کړي اوياپه بهرکي دتوغنديوضد دستگاه اورادارسيسټم نصبولو (PRO) د پروگرام له پلي کېدونه تير شي .
په اخر کې يو بل له اساسي اومهمو فکتورونوڅخه چي امريکا غواړي دروسې سره دباورفضارامنځ ته کړي دادی چي پدې ورستيو کشي فرانسه غواړي دناټوپه سازمان کښي له سره فعال گډون ولري .د فرانسې دغه پرېکړه په عام ډول دناټوامکانات نورهم پراخوي اوبل لوري ته پدې سازمان کښي دامرکا موقف کمزوری کېږي . اودناټوپه سازمان به فرانسه داسي يو هيوادوي چي له روسي سره ځانگړي روابط لري اودپخواپه پرتله په ډيروکمو مسايلوکښي دروسې سره اختلاف لري .
..............................................
اړينه يادونه : ددې لپاره چي ټول په ځانگړې توگه ځوان لوستونکي له غونومونو اواصطلاحاتوسره پوره اشنا يي ولري ،اوياوکولاي سي بل ځا په خپلو ليکنو کښي ترېنه استفاده وکړي مادلاندي ټکو تشيح اړين وبلل.
۱/ هيري ام . جکسن Henry M jackson اوچارليز وينيک Chales Vanik دامريکادگانگريس غړوپه ۱۹۷۴ م کال کي پر سوسيالستي اوهغوي هيوادو چي ديهودانواوخپلو هيوادو داتباعودمهاجرت دپروسې سره ئي مخالفت کاوه دامريکاد سودا گری په قانون کښي يوسلسله بنديزونه پشنهاد اومنظورسوه،چي دجکسن – وانيک دتغيراتونپه نامه ئې دددغو هيوادوپه وژاندي داقتصادي اړېکوپه ډکشينرۍ کي شهرت وموند . دشوروي نظام دړنگېدونه تر ابسه دغه بنديزونه تر يوه بريده پاته دي اوروسېه له امريکانه غواړي دغه بنديزونه لذوه کړي.
۲/ PRO داپه رسوي ژبه ادتوغنديوضد اوهوايي دفاع د پروگرام مخفف نوم دي.
۳/ Gary Hart) )او (Chuck Hagel) دا دواړه هر يوگاري هارت دامريکادجمهوري خواهانو دگوندپخواني سناتور اوچوک هاگل ددموکرات گونداستازی دروسې په اړوند دامريکادسياست جوړولودکميسيون مشران دي چي دروان کال دماچ د مياشتي پر ۱۷ مه ئي مسکوته رسمي سفردرلود.ددگه سفرپه جريان کښي دوي دنورو اړونده چارواکو ترحنگ دروسي دجمهوررييس ميدوېديف سره هم وکتل .
جلبه داده چي گاري هارت په يوه کنفرانس کي څرگنده کړه چي زه حيران سوم ولي دلته د روسيې په پلازمېنه مسکوکي دومره دامريکا ضدروحيه موجوده ده ؟ هغه وويل دامريکا په وړاندي مخالف نظر حتادسړې جگړي ددوام تر وخت لا هم ډير زيات دي .
۴/ WTO دسوداگرۍ نړيوال سازمان مخفف نوم دي .
پدې هيله چي ددې ژباړي لوستل تاسوته په زړه پوري اوگټورتمام سي . پاي
 

          

اجتماعی ـ تاريخی

صفحهء اول