© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 



حبيب الله غمخور
 

دمارچ اتمې په وياړ دوې شرمونکی ډالۍ

پرون ي  دمارچ داتمه  دښځو دنړيوال پيوستون دجشن ورځ وه،  دوه شرموونکي  خبره چي يو داريانا افغانستان تلويزيون (دبيات ملکيت)له لاري  دجوزجان ښځوته دزندان دډالۍ کېدو اوبل دبي بي سي دفارسي ويب پاڼې له لاري په هرات  کي ديوې اړې شوې ښځې دځان سوځونې  زړه بوږنونکۍخبرخپورسو .

 دمارچ  اتمي ورځي ياد اودرناوي دا  (( ۱۵۲)) کاله دنړۍ په اکثره هيوادوکي تر سره کيږي .

پدې مناسبت زموږپه هيوادکي هم دځينو تشريفاتي غونډو دجوړيدوتر څنگ دجوزجان  ولايت  دشبرغان په ښارکي ددولت لخوا دهغه ولايت  زنداني ښځوته نوۍ  زندان  ډالۍ شو.

ددې په څنگ کښي دبې بې سي فارسي پاڼي په خبرکي بيا يوبل تکان ورکونکۍخبر نشرسو چي پدې ورځ  دهرات ولايت داوبې ولسوالۍيوې ۴۴ کلنې  ښځې داقتصادي اونوروستونزوڅخه دنجات  په خاطريوازنۍ لاره  ځان سوځونه غوره کړې وه .

پدې خبر کښي راغلي  : ((به گفته مسئول بیمارستان سوختگی هرات، بیش از ۸۰ درصد از این افراد بین ۱۳ تا ۲۵ ساله بودند.فقر، مشکلات خانوادگی، ازدواج های اجباری و تفاوت های سنی زوج ها و خشونت های خانوادگی از عواملی است که به گفته کارشناسان سبب می شود زنان دست به خود سوزی بزنند.))

پدې بايد باورولرو چي زموږ دهيوادپه ټولوسيموکښي ښځي اوپېغلې دورته ستونزوله امله  ځان وژنې او سوځونې ته مجبورېږي ،خوددغوپېښوخبر تر ډله ايزو رسنيو نه رسېږي اونه هم موږ اونړيوال پرې خبرېږو،کنه يوازي په هرات  کي ښځې په ځان سوځونه لاس نه پوري کوي بلکې په ټول هيوادکي همدا ډول ورته حالت  اوناورين مسلط  دي . 

که يوازي په همدي کال کښي دهمدې ولايت دځان سوځونې پېښي وشمېرونودايواتيايمه ښځه ده چي دغريبۍ ،کورنې اوټولنيز ظلم ،ستم اوتاوتريخوالي  نه دخلاصون لپاره يوازي همدا دځان سوځونې لارغوره گڼي ،البته داهغه پېښي دي چي دمطبوعاتوپه مټ موږ اوتاسو پري خبر ېږو .

په حقيقت کښي دښځودنړيوال پيوستون دجشن په ورځ  ،ښځوته دگلونواونوروډاليوپر ځاي که څه هم په زندان کي وي دزندان ډالۍ کول اويا په همدې ورځ ديوې ښځې دځان سوځوې خبر، زموږ په هيواد کې دښځودکورني اوجتماعي  حال او احوال ښکارندويي کوي اوداڅرگندوي چي دبهرني نړيوال زبرځواک په بې ساري شتون ،مالي اومادي لگښتونو،دبشري عدالت اودموکراسی په شعارونواودښځومقام ته ددرناوی تر تبليغاتو لاندي افغانو ښځوته څه ډالۍکېږي اولاهم اړېږي چي تر خپل خواږه ژوند تېري سي .

داچي زموږ خويندي اوميندي دې ته اړې دي چي په ځان سوځونه لاس پوري کړي دا اوس له هيچانه پټه نده ، ځکه زموږ په هيوادکي ددموکراسی تر ښکلو اوغولونکو شعارونولاندي دښځوسره هغه ډول کړنې کيږي چي هغه دچاخبره دعطارپه قطۍ کښي نشته ،يعنې په قانون کښي دبرابر حق لرونکې خوپه عمل کښي بياتر ټولو رټل سوې اومحرومه ساتل سوې  ده .

دشرم خبره داده چي دهمدې وياړلي اوتاريخي ورځې په مناسبت دافغاني چارواکي ښځوته دگلونوپر ځاي زنداني جونگړه ډالۍکوي .دبشريت په تاريخ پداسي ورځ  چا داسي ډالۍ نه ده لېدلې . له دې کارنه داله ورايه ه څرگندېږي چي زموږ دولتي چاروکي له دي امله چي دټولنيز ژوند په هيڅ ډول نزاکت نه پوهېږي اونه هم بلديت لري ،فکر ئې کړۍ چي ښځو ته بايديوڅه ډالۍ شي ،نوئې نوی زندان ورته ډالۍکړ . ممکن نوی زندان تر زاړه يوڅه ښه وي،مگر زندان ،زندان دی په هيڅ صورت ديوې نړوالي ورځې هغه هم دداسي ورځې چي هلته دآزادی اوعدالت لپاره  دښځو دنړيوالي مبارزې اوقربانيو خبرې کيږي ،وښځوته  زندان نه ډالۍ کيږي .جالبه خولادا چي داساده گان بيا ددې نامعقوله کارخبردتلوزيون له لاري تر ټولونړيوالو پوري رسوي ،ترکومه ځايه چي هر لوردقدرت پر سرسيالي روانه ده په ډله ايزو رسنيو کښي  هم ياقصدأ نه غواړي دابېچاره گان خپلو تيروتنوته متوجه کړي اوياهلته هم څوک پدې نزاکت نه پوهېږي  . ولي داښاغلي پدي نه پوهېږي چې ددې خبرپه اوريدوبه نړيوال دافغانانوپه اړوند څه ډول قضاوت کوي ؟
پدې اميد چي دهغوي قضاوت يوازي دهمدې بېسواده چارواکو په اړوندوي نه دټولوافغانانوپه هکله .
په نوره دنياکښي حکومتونه پدې ورځ دزنداني ښځودزندان پاتې موده بخښی اوياپه زندانوکښي دښځولپاره ډالۍ برابروي .

خوزموږ . . . چاروکي زندان ورته ډالۍکوي .

پردې خبره ئې ځکه پېچم چي زموږ دورسته پاتې ،دوديزي اوبنسټپالي ټولنې اورشوتخوره عدلی سيستم په نظرکي نيولوهر هوښيارسړۍ پدي پوهېږي چي په سلوکي ۹۰ ښځې لکه نارينه بيله کومي محکمې د پرېکړې اوجرم دثبوت نه په زندانوکي شپې او ورځي سبا کوي. داهم له چانه پټه نه ده چي په همدې زندانوکښي دزنداني ښځونه ناوړه استفاده کيږي ، اوزيات وخت هغوي دناروا استفادې لپاره مجبورېږي .

اوس هر افغان پدې  پوهېږو چي دولتي چارواکي په شعارونوکښي دښځوله حقوقونه ددفاع تر نامه لاندي دخپلو شمونو سياسي غرضونولپاره څومره ناروا استفادې کوي .مگر حقيقت دادی چي  ترهر چا زيات زموږ خويندي اوميندي پدې ناوړو اوستونزمنو شرايطو کښي تر ظلم اوستم لاندي په تورتم کښي دټولنيزي بې عدالتۍ په درياب کښي لاس اوپښې وهي  .

تراوسه ښځوته ددوي روا اوانساني حقوق ندي ورکړه سوی، اوپه مختليفو بهانو دښځوپر حقوق تېرئ سوۍ .

پدې هيله چي په دراتلونکی کلونوکښي  دمارچ اتمه زموږ ښځوته دزندان اوځان سوځونې پر ځاي دژونددبقا، ازاديواوښېرازيوپيغام له ځان سره ولري ،نه ځان سوځونه اوزندانونه .

راشی خپل اولاد،مور اوناموس  ته هغه څه ډالۍکړو چي په هغه کښې ددوي شرافت ،عزت اوراتلونکې خوندي وي  . ومن الله التوفيق

۲۰۰۹ کال دمارچ لسمه 

          

اجتماعی ـ تاريخی

صفحهء اول