© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


 

  پوهنمل حاجی محمد نوزادی



                                        اوباما-اميدونه اوچلنجونه(تحليلی ليکنه )

دامريکايی اولس او نړوالو تر ډير انتظار وروسته ٫ اخر دادی اوبا هم دخپلو پرګنو دغوښتنو او هيلو سره سم په سپينی ماڼۍ کی ميشت شو . هغه وخت چی می په تلويزيون کی دده د لوړې پرتمين مراسم کتل ٫ کله به می پدی خاطرسترگی دخوښۍ په خوږو اوبو لندی شوی چی دادی يو تور پوستې غلام نژاد سړې ته هم ديوه بشپړ انسان په سترګه کتل کيږی چی يو وخت يی ددغو سپين پوستانو سره يوځای په يوه حوض کی د لمبيدلو او يا په بس کی د سپين پوستی سره پر يوه چوکۍ باندی دکښيناستلو حق ندرلود او اوس کله چی دامريکا پشان د دومره زبر ځواک مشرتوب ترلاسه کوی ٫ دپيمخو سپين پوستو په سترګو کی ورته دخوښی اوښکی رغړی رارغړی . هو ٫ داکار دخوښې خبره ده او هر با احساسه انسان بايد پری خوښ شی . ددی سره جوخت بيا چي کله به می دنړۍ ستونزمن حالات ٫ دخپل هيواد او فلسطين کربلاوی راپه زړه شوی نو د خوښيو خوږو اوبو به می يو دم سترګی راترخی او ستونۍ را وچ کړ .
راشې وګورو چی ايا امريکايانو اوباما ته يوازی پدی خاطر غيږه پرانيستل چی هغه د دموکراتانو کانديد او ژبه ور سړی دی ؟ نه ٫ لږ تر لږه زه داسی فکر نه کوم . زما په اند امريکايان نور د جمهوری غوښتونکو او دموکراتانو دواړو د دروغجنو وعدو او ناوړو کړنو څخه چی دامريکا په ټول تاريخ کی يی يوازی سپين پوستانو استازيتوب کړی ٫ تر پزی راغلی دی او د اوسنۍ نړۍ د ټولو ناخوالو او غميزو پړه پر دوی اچوی ٫ ځکه نو ديوه بدلون په فکر کی دی او دبدلون چاره يی داګړۍ د اوباما په وجود کی وليدل چی یو تور پوستۍ دی اوديوه نوی الترناتيف په توګه يی وازمايی . دبله طرفه په دموکرات ګوند کی د نوماند غوره کولو پروخت د اوباما او هيلری کلنتن ترمنځ سيالی داچی هيڅ يوه لازم اکثريت ترلاسه کولای نه شو ٫ ډيره اوږده وغزيده او پدی ډول امريکايان د اوباما سره بلد او خواخوږی يی ورسره وزيږيده . داکارهم پخپله دده دپاره په طبعی توګه د کمپاين لامل وګرځيد او په ټولټاکنو کی يی اغيز وښانده . دا منم چی په نسبی قضاوت کی به د دموکراتانو دګناه پيټۍ تر جمهوری غوښتونکو يوڅه سپک وی مګر په ټوليز ډول يی توپير دپام وړ ندی . پدی کی هم شک نشته چی په امريکا غوندی هيواد کی جمهور رئيس په مثبتو اومنفی کړنو کی خورا اغيزمن رول لری اوپه همدغه خاطر داوباما څخه پدی اړه په مثبت لوری کی لوړی هيلې هم امريکايانو اوهم نړيوالو په زړونو کی ساتلې دی . عمل دقضاوت اصلی بنسټ جوړوی او عمل ته دانتظار دپاره نور نو دچين ديوال په مخ ندی پروت اوبايد ورته سترګی په لار اوسو .
نړۍ که يوی خواته پريږدو او دا روسی متل به په پام کی ونيسو چي ( خپل کميس تن ته نژدی دی ) ٫ را به شو له ټولو نه وړاندی دخپل وطن ورانی سوزيدلې ښوونځۍ ٫ د وينو په ويالوکی غرق ټوټې ټوټۍ جسدون ٫ کونډی يتيمان او د اوښکو رودونه به را يادکړو . داټول زخمونه هم داګړۍ د اوباما له لاسونو څخه ملهم غواړی . خو داملهم به ور ورسيږی کنه ؟ کله به ورسيږی ؟ اکسير به وی که يا ؟ داهغه څه دی چی ورباندی سوچ کول پکار دی .
ها بله شپه می د اريانا ټی وی دلاری د ( ديد ګا ) پروګرام کوت چی ژورناليست رازق مامون او سياسی څيړونکۍ وحيد مژده يی رابللې وه او دافغانستان دغميزی په حل کی يی د اوباما څخه دافغانانو دهيلو او د پوره کولو د امکاناتو په اړه پوښتنې تری نه کولې . ښاغلی مامون د په اصطلاح متحدی ملی جبهی ديوه نژدی خواخوږی او اولسمشرکرزی دمخالف په توګه داسی استدلال کاوه چی کرزۍ دبوش دملاتړ څخه برخمن وو او پدی خاطربه د اوباما دملاتړه څخه خلاص وی. کله چی دامريکا حکومت دکرزۍ نه لاس په سرشی نو په افغانستان کی به هرڅه سم او داوبا پواسطه د واک ترلاسه کولو سره جوخت به دلته ارا مه ارامی وی اووطن به ګل وګلزار شی . داډول تحليل ماته نه يوازی په علمی لحاظ بلکه په ژورناليستيکی لحاظ هم ډير کمزورۍ وښکاریده ځکه چی بنسټ يی عقدی ٫ شخصی او سليقوی مخالفتونه دی . وحيد مژده زه نه پيژنم ، ده ارامی مؤدبانه خبری کولی او دتحليلي ارزونو څخه يی ښکاريده چی دسيمی او نړې د واقعيتونو سره پوره بلد او داستدلال کچه يی لوړه ده . ده بيا پخپل وار دهيواد ٫ سيمی او نړۍ واقعيتونه سره وتړل او دی پايلې ته ورسيدی چی د دغسی ځواکونو پاليسی داړوند دوکتورين زيږنده ده او بدلونونه يی يوازی تاکتيکي بڼه اخيستلای شی نه ستراتيژيکی . داچی هرڅه دستراتيژې تابع دی او ستراتيژيکی بدلونونه وخت نيسی ٫ ځکه نو داوبا ما په راتګ سره دفوری معجزو طمع درلودل دسياسی منطقو سره ډير سر نه خوری .
بوش لکه څنګه چی دټولې نړۍ قهر او نفرت ځانته راپارولې وو ٫ همدارنګه افغانان هم ورته په سترګو ړانده دی اوپدی خاطر داوباما د برې هرکلی کوی . پداسی حال کی چی ځان دښاغلې مژده د ارزونو سره همږغی بولم ٫ پدی هيله چی د اوباما لخوا په پام نيول شوی بدلونونه زموږ دهيواد اونړۍ په خير تمام شی ٫ غواړم څو اړوندو ټکيو ته د لوستونکو پام راواړوم :
اړين ريفورمونه :
د واک اخيستلو نه وړاندی اوباما داسی سترو ريفورمونو ته اشاری کولې لکه : لکه داقتصادی کړکيچ د مخنيوی په هيله ٧٠٠ ميليارده ډالره کارول ٫ د مالياتی سيستم داسی تنظيول چی له مخی به يی ستر پانګوال لوړی ماليی ورکوی او د منځنيوپانګوالو ماليی به لږی وی يانی د مترقی د مالياتو سيتم ته وده ورکول ٫ د امريکا دانفراسترکچر مودرنيزه کول ٫ په روغتيايی بيمو کی ښه والې او سمون راوستل ٫ د بيکارانو له ډلې نه څلور ميليون کسانو ته د نوو کارونو پيداکول او همدارنګه پراخ سياسی ريفورمونه پياده کول .
داخو هغه څه دی چی په اوږدمهال به ورته سترګی په لار يو . په دقيقه توګه به بيځايه نه وی چی ځينو هغوکارونو او ورسره تړلو چلنجوو ته چی دده دلومړيو او بيړنيو کړنو په لست کی راځی ، په لنډوکی اشاره وکړم :

١ - اقتصادی بحران :
د رامنځته شوی مالې کړکيچ دمهارولو په موخه د هغو ٧٠٠ ميلياد دالروڅخه چی پخوالا دکانګرس لخوا تائيد شوی وه ٫ ٣٥٠ ميليارده يی لا وړاندی له ده نه ښاغلی بوش په اړوندو چارو کی کارولی دی مګربحران لا نور هم ورځ تر بلې ژورتيا مومی . اوباما به اړ وی چی د پاتو ٣٥٠ ميلياردو په مرسته نه يوازی اقتصاد له لا نور لويدلو څخه وژغوری ، بلکه بايد هغه په چټکۍ سره پر پښو ودروی . ددی کار چټک برياليتوب ته کارپوهان دشک په سترګه ګوری . داهم ديادولو وړ ده چی دده ټول نور ريفورمونه ددغه برياليتوب سره نه شليدونکۍ تړاو لری او بيله دی به يی تر سره کول اسانه کار نه وی .
٢ - دمنځنی ختيځ شخړی :
اوباما پخوالا ځان داسرائيلو دوست ياد کړی دی اوتيرکال ئی منځنی ختيځ ته دخپل سفر پر مهال که څه هم په ضمنی ډول په غزه کی پر بشری ستونزو باندی خپل تشويش وښود مګر په ډاګه يی د بيت المقدس د نه ويشلو ملاتړ وکړ . پهرحال ده په منځنی ختيځ کی د سولې ټنګښت دخپل کار دلومړيتوبونو څخه ګڼلې دی خو دا به ووينو چی دی پدی اړه څه ډول لار نقشه وړاندی کوی .

٣ - دنړۍ سره دامريکا اړيکې :
په يو قطبی نړۍ کی دبوش خپلسريو د ډيرو هيوادونو سره د امريکا اړيکی په مختلفو کچو ترينګلې کړی چی دځينوسره يی خبره تر سپکو سپورو هم رسيدلې ده . د سوريي ٫ شمالې کوريا او ايران سره شخړو ژوره بڼه اخيستی چی عادی کول به يی داوباما لاسونه تڼاکی کړی . همدلسی نور ډير هيوادونه شته چی بوش پر نفس راوستې وه او حالات يی مخ په نازک کيدو وه چی اوباما ته د يوه بد ميراث په توګه پاته دی . اوباما دايران داټمی شخړی په هکله د ديپلوما تيکو اړيکو بيا دسره نيول اړين بللی او د ا هغه څه دی چی دده د خارجی چارو وزيری هيلری کلنتن ورسره مخالفت ښودلې دی .

٤- د ګوانتانامو د زندان تړل :
داهغه وعده ده چی ده يی تر ټولو نورو دمخه وپرځای کولو ته ليڅی را ونغښتلې . دزندان دتړلو نه لا وړاندی ٫ اوباما امر وکړ چی ددغو بنديانو دمحاکمی لړۍ دی د اوس دپاره څلور مياشتی وځنډوی تر څو په نورو محکمو کی يی دڅيړلو پرکار غور وشی . د زندان دتړلو سره سم ده غوښته چی بنديان وعادی زندانونو ته وليږدوی او داهم په نظرکی لری چی دخپلو ائتلافی هيوادونو څخه وغواړی څو ځينی بنديان يی دخپل بند موده په هغو هيوادونو کی تيره کړی مګر نوموړو هيوادونو لا وار دمخه دهغوی دمنلو څخه معذرت غوښتی دی .

٥ - په عراق او افغانستان کی دامريکايی قواوو شتون :
اوباما خو پخوا لا ويلې چی له عراقه به خپلې قواوی باسی مګر دبشپړ ايستلو دقيقه نيټه لا پوره څرګنده نده . دی همدارنګه غواړی چی افغانستان ته بيا ترديرشو زورو تنو پوری نور عسکر وليږی او دائتلاف دنورو هيوادونو څخه يی هم ورته غوښتنه کړيده . که څه هم ده په افغانستان کی د سولې د راوستلو خبره ياده کړی مګر دعسکرو زياتول يی ښئی چی دا کار د جکړی دلاری ترسره کول غواړی . پدی اړه ديادونې وړ بولم ٫ لکه څنګه چی ټوله نړۍ خبره ده پخپله امريکايی جنرالانو په وار وار دا خبره په ټينګار ياده کړيده چی پر طالبانو باندی د پوځی لاری برۍ ترلاسه کول يو ناشونۍ کار او دامکانه وتلې غوښتنه ده . همدغه ټکۍ دائتلاف دنورو غړو قوماندانانو هم په مختلفو فرصتونو کی ياد کړی دی . ځکه نو څيړونکې ددی لاری نه د اوباما برۍ ناشونۍ بولې او ورته پکار ده چی دپوځی لارو پر ځاي سوله ايزو لارو ته مخ کړی . زما په اند که دی غواړی داافغانانو زړونه پلاس راوړی ٫ بايد د يوه بل مارشال پلان له مخي د بيا رغونې پراخ او هراړخيز پروګرامونه تر لاس لاندی ونيسی چی هم به سولې ته لاره پرانيزی ٫ هم به يی په يقين سره لګښتونه تر پوځی چارو کم وی او هم به په دواړو خواوو کی دانسانی تلفاتو مخه ونيسی .

داخو هغه څه وو چی زما په اند د اوباما دبيړنی کارونو دلست په سر کی به راشی . لدی نه پرته دی همدارنګه په پا م کی لری دچاپيريا ل ساتلو په چارو هم کوټلې ګامونه واخلې او د کاربن ډای اکسايډ ګازونو کچه په اټموسفر کی په سلوکی ٨٠ ته راکښته کړی ٫ مګر دده دسلاکارانو دنظرياتو په پام کی نيولوسره څيړونکی ددی کار عملې اړخ کمزورۍ بولې . که دا غوښتنه په برياليتوب سره مخته لاړه شی ٫ کيدلای شی په ټولې نړۍ کی منفی اقليمی اغيزی ټيټی کچی ته راولې . داګام به د اوباما په هکله اميدونه نور هم غښتلې کړی . لدی نه برسيره دده په مخ کی داسی پرابلونه هم پراته دی لکه په ختيځه اروپاکی د روسيی سره دتقابل سياست او د ساړه جنګ دبيا تازه کيدونښی نښانی ، د چين سره د اړيکو سپينول ٫ په پاکستان کی دترهګرو دپټنځايونو په اړه چلند ٫ دهند او پاکستان تر منځ نازک حالات او په لسګونو نوری ناخوالې چی د بوش نه د شوم ميراث په توګه ورپاته دی . دا ټول بيا په اوږد مهال کی ډيرو هلو ځلو ته اړتيالری چی په بريا سره بايد حل شی .
اوس به راشو او و به ګورو چی دغه د زبرځواک تور پوستۍ مشر دخپلو پلانونو اوهيلو په بريالې پياده کولو کی د امکاناتو کوم پوتنشيال لری . زما په اند دده د برياليتوب دپاره بيسارۍ پوتنشيال موجود دی چی بايد ورڅخه په پراخه پيمانه کار واخيستل شی . د بيلګی په توګه :
الف - فزيکی امکانات : دی ځوان روغ رمټ دی او پوره انرژی لری . ځکه نو کولای شی په نه ستړی کيدونکی ډول کار او هلی ځلې وکړی .
ب - ټولنيز امکانات : اوسنۍ پراخ اقتصادی بحران او دبوش په کرغيړنو لاسونو رازيږيدلې کورنۍ او نړيوالې شخړی ٫ ده ته دابهانه او اختيار ورکوی چی کوټلې ګامونه واخلې اوپه پراخو ريفورمونو لاس پوری کړی .
ج - معنوی امکانات : دلوړو ستونزوپه پام کی نيولو سره په کور دننه او نړيواله کچه دپرګنو ذهنيتونه د ډيرو ژورو ريفورمونو ومنلو ته تيار اوپه بشپړه توګه اماده دی .
د - حقوقی امکانات : تر ټولو زورور او ترټولو اړين امکانات همدغه دی چی اوباما يی دا ګړۍ پلاس کی لری . دی د دموکرات ګوند کانديد ٫ دهغه ګوند يو جګ پوړۍ او پياوړۍ غړۍ دی . همدا ګوند دی چی دامهال دامريکا په کانګرس کی پريکنده اکثريت لری او دا چانس دده د پريکړو دتائيد دپاره ټينګ بنسټ جوړوی چی کولای شی ورباندی پاخه ديوالونه و دروی او د ژورو بدلونونو ماڼۍ ودانې کړی .
لوړ پوتنشيال ښئی چی که قوی اراده موجوده وی ٫ اوباما داچانس لری څو په هره برخه کی د ژورو بدلونونو په موخه هراړخيز ريفورمونه منځته راولی ٫ امرکايانو اونړيوالو ته وښئی چی هيڅ نژاد له اصله هوښيار يا نادان دنيا ته ندی راغلې ٫ بلکه دا دژوند اومحيط شرايط چی د انسانانو د کړو وړو ډول ورته ټاکی . پهر حال زه پداسی حال کی چی له اوباما نه دمثبتو ګامونوانتظار لرم خو بيا هم فکر کوم چی داګړۍ دده د نيت او کړنو په اړه ډيره خوشبينې يا ډيره بد بينې له وخت نه مخکی خبره ده او دهرچا په هکله دهغه کړنې بايد دقضاوت و ارزولو اصلې معيار وی ٫ ځکه نو پکارده چی دا کار راتلونکې ته پريږدو .
- پدی هيله چی دی به له بوش نه راپاته شوو زخمونوته ملهم شی .
 


                                        

                                                                                                    
 


 

اجتماعی ـ تاريخی

صفحهء اول