© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


 

 لیکوال : حـجــرالاسـود
hajarulaswad@yahoo.com

پښتو ژباړه : رحمت آریا

 

 

 

هــذه قـبله الـوداع مـن الشـعـب الـعـراقـی

 

یو شمیرنېکمرغه کسان چې کولای شو هغوی له "موره نیکمرغه زیږیدلي" و بولو تـل له نومیالیتوب او رخې سخۍ ډک ژوند لري. له هغوی سره ځان پرتله کول گټه نه لري، ځکه پخوانیو مشرانو ویلي چې "چاته چې خدای ورکړي وي له هغه سره ټانـټې مه ژویه، ځکه چې هغوی ته خدای ورکړې!"

ددغو ښکلیو هـَډَورو له ډلې څخه، ښایي ترټولو ښه ښکلی هـَډَوَر، د باربرا او جورج هربرت بوش نامتو او ویاړلې زوی، د آسمان پرمخ (وبخښـﺊ) د ځمکې پرمخ د ستر او پياوړي هیواد مخکښ لارښود، جورج واکر بوش وي.

بوش چې هر څه وایي، هر څه چې کوي او هر چیرې چې ولاړ شي له آپرینونو ډک گزارشونه زیږوي. د اته کلنې واکمنۍ پر گدۍ د ناستې په وروستیو اونیو کې چې ورپسې د هر ولسمشرد نوم د یاد لمر سوکه سوکه را پریوځي، نوموړی بیا هم سپینۍ ماڼۍ ته د لومړۍ پرتمینې ورځې د ننوتلو په شان د پرتمینۍ ځلا تر پرتم لاندې په پرتمینۍ ځلا او پړقا راڅرگند شو او له ۲۴ ساعتو په لږ موده کې د مخور نومیالیتوب سپوږمکۍ یې د ځمکې گرد چاپیره را تاو او د ټولۍ نړۍ پر رسنیو یې د ستورو باران جوړ کړ.   

د ۲۰۰۸ز کال د د سامبر په څوارلسمې د یکشنبې په ورځ، په بله وینا له کورناسته کیدلو اووه دیرش ورځې مخکې جورج بوش د بغداد د کتنې پټې پتیـینې ته ملا را وتړله او د چا خبره غوښتل یو "surprise trip" " گل یون /گلگشت" ولري. هغه ناڅاپه د عراقي ډیوټ "قندیل" په شان په یوه لوی تالار کې راڅرگند او د یوې غټې عراقي ډلې اوریدونکو ته یې وویل:

"The war is not over. It is decisively on its way to being won." (جگره لا پای ته نه ده رسیدلې، [خو] له څونه څاره پرته د سوبې پرلاره د درمولو په درشل کې ده.)

بوش خپله خبره لا نه وه خلاصه کړې چې د البغدادیه د تلویزیون خبریال منتظر الزیدي را پورته شو او خپل غبرگ بوټان یې یو په بل پسې د هغه پرمخ وویشتل او ویې ویل:

"هــذه قــبله الـوداع مـن الشـعـب الـعـراقـی ايـهـا الـكـلب! و هــذه مـن الارامــل والايتام والاشـخـاص الـذين قـتـلـتهـم فـی الـعـراق" (اې سپیه! دغه د عراق د ولس او د هغو کونډو او بې پلاروشویو ماشومانو له پلوه له تا سره د خدای په امانۍ مچکه ده چې په عراق کې وژل شوي دي.)

بوش د تگزاس د کاوبایانو د اکټ او پـېـښو په کولو په بریالیتوب وکولای شول چې خپله له اندیښنو ډکه او، په ناببره ټپ ککړیدونکی ککرۍ د منتظرالزیدي د نښه ویشتونکو سترگو او لاس له کړس څخه ایخوا دیخوا کړي او پرې نه ږدي چې پرچوڼیا [بنفش] رنگه مخ یې د نـَمجنو قهوه یي بوټانو مچکې و موښلي.

د الزیدي بوټان د یوه شپږ متریز واټن له وهلو وروسته د جورج بوش او دهغه د [کیڼ لاس] لاسپوڅي نوري المالکي له منځه تیرشول او د اسلامي او امریکایي بیرغونو ترشا پردیوال له مښتلو وروسته د یوه درَز وږمي غږ په جوړولو چې باید له لرگي او څرمن څخه راپورته شوی وي، پرځمکه ومښتل.

په دې توگه د نړۍ تر ټولو نیکمرغه سړی یو ځل بیا "اتـل" شو ( که رښتیا ووایم، په دغو کلونو کې اتـل کېدل څومره اسانه او ارزانه شوي دي!) او منتظرالزیدي د بوش او مالکي د ساتندویانو دلینگتو او سوکانو تر درَب لاندې راغی.

اتـل دواړه بوټان د غالۍ له مخې راپورته کړل، د هغو تــَـلیو ته یې په ځیر وکتل، د څو شېبو لپاره چوپه خوله پاتې شو. بیایې په ډیرۍ هوښیارۍ او اندیالۍ وویل:

"If you want the facts, it's a size 10 shoe that he threw." (که رښتیا راباندې وایاست، د هغه د را غوځارشویو بوټانو شمیره ۱۰ ده)

د جورج بوش هوښیارۍ د چا رخه او سخه راپاروي ، که فروغ فرخزاد ژوندۍ وای نو هغې به ویلي وای "ای په ما گرانه، ای زما یوازینی یاره! / کله چې تا درواغ ویلې، څومره زړه سواندی ښکارېدې"

هوښیار جورج بوش د منتظر الزیدي د بوټانو شمیره په هوښیارۍ پټه کړه او ډیر په زړه سواندي غږ یې (ښایي نه یې غوښتل د چا زړه و ځوروي) "Size 10 وویل ، که نه خدای پوهیږي چې د الزیدي د بوټانو نابرابره شمیره ښايي ۱۱ او ۹ وي

که زما خبره نه منـﺊ، نو د نړۍ له لوی نفت سالار څخه په لاندینۍ پته وپوښتۍ :

ttp://satiricalpolitical.com/?p=5188

دغه بوټان د سترگو په رپ کې د جورج بوش او نوري المالکي د کنفرانس له تالاره دباندې ووتل او لکه له ځمکې هوا ته د چټکو توغنديو په شان له یوې شپې ورځې په لږ موده کې په لوړه غاړه د اُستوا تر لیکي راتاو شول او اوس د ازانگو له نړیوال غبرگون څخه یې  داسې بریښې چې بیرته د ځمکې پرمخ د کښینستلو او د الزیدي د کور انگړ ته د بیا تگ هیله نه لري. څومر سرغاړي او سربداله بوټان دي!

اتل او د اتل دښمن !

په امریکا، عراق او افغانستان کې ډیري کسان جورش بوش پیژني. هغو کسانو هم چې د ۲۰۰۸ ز کال د دسامبر تر څوارلسمې د هغه نوم نه وو اوریدلی نوموړی د یوه چټک ورزشکار په توگه پیژني او په خپلو ستاینو کې د هغه نړۍ غاړه او د ریدي گل په شان نازک اندام ور ستایي.

څرگنده ده چې بوش د خپل نومیالیتوب د بیا نومیالي  کیدلو لپاره اړتیا نه لري چې له منتظرالزیدي او یا د هغه له بوټانو څخه منندوی اوسي. که هر چا غوښتي وای چې بوش په هر څه وولي، نو د زیدي په شان به په ماتو هډونو، پښو او پوښتیو په زندان کې غورځول شوی وای او د" گلاب او نومیدۍ د اور په لمبو کې به یې د کباب شوي بلل" د ځورول شوي زړه له کوکارو سره د گډو ځورونو خوند څکلای وای؛ ان که خدای مه کړه د عراق ټول ولس پر بوش د بوټونو باران وَرَولای وای بیا به هم ډله ډله وژل شوي وای او دی به بیاهم لوړه غاړه افغانستان ته تللی وای او د خپل د [ښي لاس] لاسپوڅي له لاسه به یې د "شاه امان الله خان" مډال تر لاسه کړی وای او همداسې به د یوه اتل په توگه پاتې شوی وای او اتلواله ژوند به یې درلودلای وای.

دغه بدمرغه بوټ غورځوونکی څوک دﺉ؟

آیا تر دې به بله له لیونتوبه ډکه پوښتنه وموندل شي؟ د یوه بوټ- غورځوونکي خبریال چې نوم یې د پرون په شان د ناپیژندنې په تورو وریځو کې پټ دﺉ، زموږ د دردونو د کوم درد په ځانگړې توگه زموږ د "دانشګاهي"  او " پوهنتوني" دردونو درملنه وکړي؟ تر اوسه د هغه د توکم ، ژبې او یا د ټبر او ټغر تأریخي ویاړونه یا شرمونه نه دي څرگند. خو له دې سره سره په ځینو رسنیو کې داسې راغلي دي :

1) www1.farsnews.com/newstext.php?nn=8709260898

په عراقي "بین النهرین" اډې کې میشتې د فارس خبري رسنۍ ولیکل : "د لویدیځ د یو شمیر رسنیو د ادعا برعکس او له هغو څخه د Associated Press په گډون، منتظرالزیدي نه یوازې دا چې سني نه دﺉ او نه د شیعه گانو په لاس نیول شوﺉ، بلکه یو زړه ور عراقي شیعه دﺉ چې د امریکا د امنیتي ځواکونو له پلو نیول شوی او تر اوسه د هغوی د ځورونو تر متروکو لاندی پروت دﺉ" . گزارش د شیعه گانو پر وړاندې د لویدیځو رسنیو پر بې ځایو، بلوسناکو او لاسوهونکو ادعاگانو ټینگار وکړ." منتظر، یو شیعه نوم دﺉ چې عراقي شیعه گان یې د خپلو ماشومانو لپاره په دې مذهبې هېله خوښوي چې یوه ورځ به ځان د زمانې (عج) د امام په رکاب کې د نړۍ له زور واکو ناتارگرو سره په جگړه کې بلهاری کړي"

2) www.bbc.co.uk/persian/world/2008/12/081219_v_r_iraq_bush_shoes_iran_media.shtml

"د منتظر الزیدي له نوم غټاوي څخه دې دډه وشي، ځکه هغه ویلي چې په عراق کې د ایران له لاسوهنو څخه زښت زیات خواشینی دﺉ."  

3) www.bbc.co.uk/persian/world/2008/12/081216_nh_shoes_bush_ieaq.shtml

د Associated Press خبري رسنۍ د ضرغام الزیدي له خولې لیکي: "منتظرالزیدي نه یوازې دا چې په خپل هیواد کې د امریکایي ځواکونو له شته والي څخه کرکه درلودله بلکه د ایران له برلاسیو او د ایران تر سیوري لاندې د عراقیانو له سیاسي او ټولنیزژوند سره هم په ټینگه مخالف وو او گروهن وو چې ایران او امریکا دواړه د یوې سکې دوه مخونه دي.   

"هغه څه چې منتظر الزیدي وکړل ...."

  د بوش پرمخ د بوټ ویشتلو په سبا ورځ  Dave Lindorff د امریکا نومیالي خبریال او کره کتونکی تر دغه سرلیک لاندې یو اوږد یادښت لیک ولیکه: "هغه څه چې منتظرالزیدي وکړل، باید څو کاله مخکې نورو خبریالانو کړي وای". د هغه د یادښت لیک لنډه ژباړه داسې ده:

" فلادلفیا ، د ۲۰۰۸ز کال د دسامبر پینځلسمه: عراقي خبریال منتظرالزیدي په بغداد کې د رسنیو د یوه کنفرانس په ترڅ کې خپل بوټان د امریکا د ولسمشر جورج بوش پرمخ ور وویشتل. دغه کارباید د سپینۍ ماڼۍ د رسنیو د کارکوونکو له پلوه څو کاله مخکې تر سره شوی وای.

همدلته به یې رابربنډه کړم چې د رسنیو ترمخ د جوج بوش د بې سارو درواغو ته غوږ نیول په ځانگړې توگه د پردۍ د شا ساز ته د نڅېدونکو لاسپوڅو خبریالانو په مکیز تاویدنه چې مخکې له مخکې جوړې شوې پوښتنې د وښو په شان ژویي ما دې ته اړ باسي چې بوټان مې را واخلم او د تلویزیون ښیښه پرې وولم.

که څه هم الزیدي د خپل کار بدل د ناتارگرو د سوکانو او لینگتو په درَب کې د ځان په بیه واخیست خو په خپله ورهڼه کې اتـل وگڼل شو. هغه د بوش د "مردارو خبرو"  مخه ونیوله او بوش یې بیرته ځانته په خپله هینداره کې داسې ور وپيژانده: سړي وژونکیه ناتار گره! لاس دې د یو میلیون عراقي وگړو په وینو سور دﺉ. 

الزیدي د لارښود د مکیزونو د مخنیوي لپاره هغسې چې ښایي له لنډ مهالي نیول شوي مورچل څخه کارواخیست. الزیدي د بې ژبو کسانو ژبه شوه او د ټولو هغو کسانو استازیتوب یې وکړ چې ژوند یې د همدغه لارښود له لاسه پو پنا شوی وو. هره ورځ زموږ د پلورل شويو لاسپوڅو خبریالانو له پلوه د وژل شویو کسانو گزارش نه ور کول کیږي.

زه هېڅکله ددې وړاندیز نه کوم چې د ولسمشر له کنفرانسه دې خبریالان تل په لوڅو پښو را ووځي. خو د هغو کسانو د سپکاوي لپاره چې موږ سپک گڼي، د بوټ غورځولو له لارې پرته نورې ښې لارې مگر دا هم بده نه ده چې کله نا کله خپلې سترگې د یوه یا دوه تنو خبریالانو د بوټانو په لیدلو هم روښانه کړو چې د یوه درواغجن لارښود پر خوله یې ور ولي. یا دا چې یوه ورځ دې ټول خبریالان د کنفرانس له تالاره ووځي چې ولسمشر په تالارکې یوازې پاتې شي؟

زه وړاندیز کوم چې د ولسمشر د واکمنۍ د پاتې د وروستیو پینځو اونیو په ترڅ کې دې خبریالان د ولسمشرۍ له ماڼۍ سره خپلو اړیکو ته نوی رنگ ورکړي او د همدغه نوښت تر سیوري لاندې دې د مخکې له مخکې فرمایشي پوښتنو او له شرمه ډکو چلونو ولونو څخه لاس پر سرشي، د ور لنډو شویو خبرو لړۍ دې پریږدي او کله چې اړینه وي له تالاره دې ووځي. دا به هم بده نه وي چې ځینې ککرې او مخونه دې په بوټانو ونازول شي.

د بوش د واکمنۍ تر سیوري لاندې ژورنالیزم په رسوا ترینه آفت او اړه دوړۍ اوښتای وو ... نن سبا چې ددغې ادارې له سره تر پایه بنسټ د ورځني ژوند یوه ملنډه گرځېدلی، ژورنالیزم ته نوۍ کړکۍ پرانیستل کیږي او ورته نوې سا ور کوي، پرته له هغه به اوسنۍ رسوایي گانې د نوۍ ولسمشرۍ [اوباما] ادارې ته هم لاره ومومي.  

زه وړاندیز کوم چې د کولمبیا د ژورنالیزم پوهنځی – چې زه هم هلته روزل شوی یم – منتظر الزیدي دې په رسمي توگه په کار و گوماري او له هغه دې وغواړي چې زده کوونکو ته "په کنفرانسونو کې د ژورنالیزم چلونه" ور زده کړي (دغه کاري قرارداد باید څو کلن وي، ځکه د الزیدي له بیرته تگ وروسته به گرانه وي داسې سړی وموندل شي چې د هغه پښه د الزیدي په بوټ کې برابره را شي.)

د سپینۍ ماڼۍ د ټولنیزو چارو کارکوونکی ښاغلی Skip Mendler په زړه پورې وړاندیز لري: د هر چا چې د بوش/ چینې له اداره څخه ښه نه ایسي نو خپل یو بوټ دې سپینې ماڼۍ ته راولیږي. آیا ددغو زَړو او بدیو بوټانو غونډۍ او کواړۍ به نندارچیان ونه لري؟

لاس په کار شـﺊ، د بوټ لیږلو پته دا ده :

Outgoing President George Walker Bush,

The White House, 1600 Pennsylvania Av., NW, Washington, DC 10500, USA

 

[][]

ريجاينا/ کانادا

ددسامبر اوه لسمه، 2008
 

  

تـړ لیک :

۱ – د Dave Lindorff اوسنۍ لېکنه د ۲۰۰۸ زکال د دسامبر د ۱۷ تر ماښامه په ۴۳۸۰۰ ویب پاڼو کې خپره شوې.

۲- که غواړﺉ چې د هغه لیکنه له نوموړي څخه ترلاسه کړﺉ نو د dlindorff@yahoo.com په پته ور سره اړیکه ونیسـﺊ.

۳ – د لیکوال له د لوی والي یو ښه بیلگه دا ده چې د خپلو لوستونکو بریښنالیکونه بې ځوابه نه پریږدي.

۴ – په دغه لیکنه کې د BS د مانا لپاره مو د بلې مانا تر موندلو پورې د "مردارو خبرو"  په راوړنې بسنه وکړه

د فارسي اخځ لېک :

www.kabulnath.de/Salae_Charom/Shoumare_87/Dr.Siasang-president-Bush.html

 

          

اجتماعی ـ تاريخی

صفحهء اول