© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


 

پوهنمل حاجی محمد نوزادی  



                                                اوسنۍ ناورين او د مرغومې ناسور ټپ     

مينه  که زړه شی خو يادونه به  يی  وی
جوړکه شی زخمونه خوداغونه به يی وی


           دافغانانو وياړلۍ هيواد داسيا په زړه کی دخپل جيوپوليتيکی موقعيت له مخی تل د لويو تيری کوونکو پام ځانته اړولې او دهغوی حريصی سترګی يی په خپل لور کږی ليدلې دی . که دتاريخ په اوږدو کی ځينی وختونه پدی خاوره کی دلويو امپراتوريو زڼی زرغونې شوی اوپه هرلورې يی ريښی ځغلولې دی خو ځينی وختونه بيا دپرديو امپراتوريو داړی هم ورته سپنی شوی او پرنازک بدن يی ورته خونړی زخمونه جوړ کړيدی  .
 دنړۍ ډيرو سترو قدرتونو دپيړيو په اوږدوکی ددی هيواد داشغال خوبونه ليدلې ٫ مګر ډيرو لږو دا جرئت کړی چی په نيغ بريد سره ئی په نيولو لاس پوری کړی . دی کارته دوی يوزای هغه وخت زړه ښه کړيدی چی په دننه کی ئی سياسی کړه وړه نازک ليدلې ٫ خپل منځی شخړو ته ئی لمن وهلې ٫ سياسی اړخونه ئی يودبل په وړاندی پرشا ټکولې ٫ يو دبل پلاس ئی له پښو اچولې اوپدی توګه ئی دکړکيچينو حالاتو څخه ګټه پورته کړی او حمله ئی پری کړيده . لکه څنګه چی تجربی ښودلې ددغسی نازکو شرايطو په منځته راتلو سره هيواد په نسبتا ً اسانه توګه دپردو پلاس کښيوتې , ولی داشغال په حالت کی ئی بيا ساتنه ورته ډيره ګرانه تمامه سوی ده . دی کار که ديوی خوا داشغالګرانو پزه په خاورو پوری مښوولې ده ٫ خوله بلې خوايی دوطن بی شميره بچيان د وينو په رود کی لاهو کړی , مادی او معنوی شتمنی يی دخاورو سره خاوری شويده . پدی ډول داجنت نښانه ځمکه داشغالګرانو پاره جهنم ګرځيدلې ٫ دهغوی دپاره په اديره اوښتی او ژوندی پاته شوی کسان يی په مړو سترګو لدی خاوری شړل شويدی .
د ١٣٥٨ کال دمرغومې شپږمه نيټه دهغو تورو ورځو په ډله کی تر ټولو کرغيړنه ده چی دکرملين دناروغو واکمنانو په امر د ( کا جې بې ) ناپاک لاسونه دافغان سپيځلو شاځلميانو په وينو سره شول .
 ددغی ورځی څخه چی نژدی دری لسيزی تيري سوی دی ٫ لاتر اوسه پوری هم نه يوازی داچی زخمونه يی ګنډل سوی ندی ٫ بلکه هغه په ناسور اوښتی او لاهم تری دوينو لښتې بهيږی . پدی کی شک نشته چی هيوادته دکرملين په لاسونو او يا دهغوی دکورنيو چوپړيانو د ورانکاريو له کبله به منځته راغلې مادی زيانونه يو وخت يا دنړيوالو په مرسته اويا پخپله دافغانانو دزيار او زحمت په مټ بيرته جبران او داسی به ورغول شی چی ان نښی نښانی به يی لا ورکی شی ٫ مګر هغه زخمونه چی پدغو ناوړو لاسونو د افغانانو پرروح اوتن باندی لګيدلې دی ٫ داغونه يی تر پيړيو پيړيو پوری لا پاته او تاريخونه به يی ديوه نسله تر بله پوری ورسوی .
جوړکه شی زخمونه خوداغونه به يی وی

کرملين چی دخپلو طلايی خوبونو دعملې کولو پخاطر نه يوازی پر حفيظ الله امين باندی چی تر وروستنۍ سلګۍ پوری يی دشوروی  اوولس سره دخپلې صادقانه دوستۍ ناری وهلې ٫ زړه سوۍ ونکړ ٫ دهغه بيګناه او معصوم ماشومان يی هم له تيغه تيرکړل , بيانو دعامو وطنوال په ډله ايزو وژنو ٫ نسل تباهۍ ٫ کليو او ښارونو په ورانولو څه بند و واز وو ؟ داټول هغه څه دی چی دافغانانو پر بدن يی زخمونه ناسور کړی او نننې ټولې بدمرغۍ يی مستقيمه پايله او کرغيړن ميراث دی .
دسره اردو دشړلو څخه وروسته که تنظيمي جنګونه دکرملين دخپلسرې او معيوب مشرتابه د ناسنجول شوو کړنو زيږنده وه ٫ خو امريکا او لوديز بيا د ( کا جی بې ) پلاس ددغه زيږيدلې ښامار په روزلو او چاغولو کی د پام وړ رول ولوباوه . دمنځنيو پيړيو بنسټپالنې دهمدغو تنظيمونو په ګيډه کی وده وکړه چی د پاکستان په غيږ کی وزيږيدل ٫ امريکا او غرب په ناز او شفقت سره و روزل . امريکا او لوديز که هغه وخت ددغه اوه سرې ښامار په زيږيدو سره دخوښۍ جامونه پورته کړل خو يوازی د ٢٠٠١ کال دسپتمبر پر ١١ دهغو زهرو په تاثير باندی پوه شول چی په خپل لابراتوار کی يی په ډير دقت سره جوړ کړی وه . دغه هيوادونه وه چی نړيوالي القاعدی ته يی افغانی تنظيمونه دشاګردانو په توګه وسپارل څو د بنسټپالنی په سيپاره کی  سبقونه ورکړی او د کرملينی خرس زامی پری ماتی کړی . دا دوی دی چی اوس ورته په خپل لستوڼی ساتلی مار ګرځيدلې او هرګړی يی دنيښ د زهرو مزه څکی . دا دتاريخ هغه درسونه دی چی سياسوال بايد تری ډير څه زده کړی .
له دی نه برسيره بلې تيروتنې د بن په کفرانس کی دطالبانو تر ماتې وروسته په ډاګه وښودل چی د زور ښودلو نيشه دمنطقو مقتل دی . دا هغه ستره تيروتنه وه چی پر بنسټ يی دافغانی ټولنې ترکيب او ځانګړتياوې په نوموړی کنفرانس کی بيخی له پامه وغورځولې شوی .  
پدی کی هم د شک ځای نشته چی طالبانو هم د نورو تنظيمو پشان وخارجی مرستو ته اړتیا درلوده او پاکستان پدی اړه ورته سينه ټکول . مګر داخبره هم بايد دياده و نه باسو چی د کنړه تر نيمروزه او بيا دنيمروزه د بدخشان تر لوړو څنډو دطالبانو رسيدل يوازی دخارجی ( پاکستانی ) قوتونو پر اوږو دامکانه وتلې کار وو . کنه نو ولې کارمل بيچاره ونکړای شوه څو د ١٢٠ زره کسيز سره اردو پر اوږو چی دعصر په ټولو پرمختللو وسلو ( ځمکنې او هوايی ) سمبا ل وه ٫ په لسو کالو کی ځان دنژدی لوګر ولايت د نرخ يا خروار تر اولسوالۍ پوری ورسوی . ددی نه په څرګنده ښکاری چی دخارجی هيوادونو نظامی مرستې که هرڅومره زياتې هم وی ٫ په يوازی سر هيڅ نشی کولای . ددی خبری بله ښه بيلګه په هيواد کی همدا د نننې کړکيچ غميزه ده چی دنړۍ دنژدی څلويښتو پرمختللو هيوادونو څه باندی ٦٥ زره ترغاښو وسله وال پوځيان د اوسنې عصر په ډيری پياوړی تکنالوژۍ سره مجهز د طالبانو ديوه ګروپ په وړاندی بيرحمانه جنګيږی ولی دپرمختګ تر سرعت يی پرشاتګ ګړندۍ دی . ددی نه هم سترګی پټول سخته ده چی   پاکستان د طالبانو سره اقتصادی او تريوی ټاکلې کچی پوری د وسلو مرستی هم کولې . برسيره پردی لکه څنګه چی طالبانو پخپله هم منل , يو تعداد پاکستانی طالبانو هم دشهادت جام دترلاسه کولو پخاطر دافغانی طالبانو سره يوځای دشر او فساد پر ضد په جهاد کی فعاله ونډه اخيستل . لدی نه پرته دطالبانو په ټول جنګ کی هيڅ يوی بی پری سرچينې تر اوسه پوری دپاکستانی منظم اردو ٫ ټانک يا الوتکو دګډون يادونه نده کړی . طالبانو خپل جګړه ايز حرکتونه دشر او فساد په وړاندی دجهاد پنامه يادول .
زه پخپله دهغه وخت کړو وړو ته د ( شر او فساد ) داصطلاح ټاکلو سره  همږغۍ يم ځکه چی د ١٣٧١ کل دغوايی د ٨ نيټې وروسته دتنظيمی انارشيو او اړودوړ پرمهال هيڅ ډول ټولنيز قانون ( اسلامی شريعت يا مدنی قانون ) حاکميت نه درلود ٫ هره ورځ دخلګو پرسر ٫ مال اوناموس باندی تيرۍ کيدې . پاټک بازی او قطاع الطريقی د تنظيمې وسلوالو
 ( دطالبانو په اصطلاح توپکيانو ) دپاره يو غوره دود ګرځيدلې وو . په سلګونو کلنو دهيواد را ټوله شوی مادی او معنوی شتمنې ددغوکسانو پلاس چی د فی السبيل الله جهاد ناری يی خپری وی ٫ يوازی دڅو لومړنيو ورځو په موده کی په ناروا توګه دغنيمت ترنامه لاندی ديوه مخه چور او تالان شوه . پردغو چارو باندی به نو بيله شر او فساد نه بل څه نوم کښيښودل شی ؟ . يوه خبره ټولو ته روښانه او هغه داچی همدغه دشر افساد پرضد دجهاد شعار وو چی طابانو يی له مخی دهيواد په هرګوټ کی دخلګو ملاتړ ترلاسه او په مرسته يی په ډير لنډ وخت کی دافغانستان ٩٥ % برخه داسلامی امارت تر کنترول لاندی راوستل. دهيوادپه هر ولايت کی دتنظيمی جګړو او ورسره تړلې شراو فساد نه خلګ پر نفس راغلی وه ٫ ځکه يی نو طالبانو ته لبيک ووايه . دلوړو څرګندونو پربنياد دا دخلګو ملاتړ وو چی طالبان يی دبدخشان څوکو ته ورلنډ کړه . په يوازی سرد پاکستان مادی او معنوی مرستو ( البته دغو مرستو هم تر ټاکلې کچی پوری خپل رول درلود ) طالبانو ته هيڅکله هم دومره برياوی ور په برخه کولای نشوی چی بيلګی يی په لوړو کرښو کی په ګوته شويدی . خو داچی دجهادی حاکميت ددغو اعمالو ضد
فعاليتونو ته دجهاد نوم ورکول پرځای کار دي که بيځايه ٫ زه څه نشم ويلای . پهر حال ددی خبری سپياوۍ می داګړۍ د ليکنی موخه نده  . او هغه څه چی ويل ئی غواړم دادی چی دغه ترخه واقعتونه او همدرانګه ددغو واقعتونو په غيږ کی د فوندامنتاليزم وده اونننی ځان وژونکې بريدونه  ٫ ورور وژنې ٫ دعامو تاسيساتو ورانول ٫ بد امنی ٫ دنشه ای توکو کښت ٫ دخارجی قوتونو په بمباريو کی دملکی وګړو مرګ ژوبله او عام قتلونه دا ټولی بدمرغۍ دهغه ناسورټپ د وينو داری دی چی د ١٣٥٨ کال د جدی دشپږم ماښا راهيسی  دهيواد پر بدن پريوتۍ دې .   
 بله خبره چی ديادونې وړ يی بولم داده چی که پر حق وو يا ناحقه طالبانو وکړای شول د امنيت  په راوستلو سره تر لازمی کچی پوری د خلګو ملاتړ پلاس راوړی . دا بيا هغه څه دی چی بايد د امريکا او ددوی د انډيوالانو په مټ دطالبانو تر ماتی وروسته هم په پام کی نيول شوی واې او په وروستی دولت کی دطالبانو دقوت د نفی کولو پايلي ارزولې شوی واې . دغه بنسټيز ټکې دی چی غواړم دلوستونکو او اړوندو چارواکو پام ورته راواړوم . دبن دکنفرانس لويه تيروتنه دڅيړونکو په اند همدا وه چی هلته دفوندامنتاليزم د ونې وښاخونو ته پام واړول شو ٫ نه دهغه وريښو او علتونوته . داځکه چی :

١ - د هيواد په دننه کښی پرهغو ډلو باندی تکيه وشوه چی د ناوړتياوو له کبله يی خلګ په تنګ شوی وه او طالبانو ته يی لبيک ويلې وو .
٢ - د افغانی ټولنې ترکيب او تاريخی ځانګړتياوی له پامه وغورځولې شوی .
٣ - نړيوال قوتونه د طالبانو په ماتولو سره په خپلو برياو باندی دومره مغرور او نيشه شوی وه چی د سبا ورځی دحالاتو او احتمالی پيښو په هکله يی فکر هم کولای نشو .
٤ - دحکومت په جوړولو کی منطقی ترکيب اصلا ً په پام کی ونه نيول سو .
٥ - دموجودو اوتيرو واقعيتونو په هکله څيړنې او پايله اخيستنې هيڅ تر سره نشوی او پدی اړه د م. م. يا ايساف لخوا کومه تحليلې څيړنيزه ليکنه خپره نشوه .
٦ - د بيارغونی دپاره په ملی کچه پرکوم منظم پروګرام ( لکه تر دوهم نړيوال جنګ وروسته د جيورج مارشال پروګرام په اروپا کی ) باندی فکر ونشو .
٧ - تر بن وروسته په لومړيو ارامو کلنوکي دبياجوړونې چارو ته ټينګه پاملرنه ونشوه او دملی وسلوالو قوتونو و روزلوته پوره پام وا نه ړول شو ځکه چی لومړی خښته يی د تنظيمی بنسټپالو لخوا کښيښودله شوه او مسلکی روزل شوی کادرونه تری وشړل شول .
٨ - په را وروستو کلنو کی امريکا او انډيوالانو يی د کرملين تيروتنې له ياده ويستلې او تر ډيره حده کټ مټ د هغوی پر پله روان دی چی بايد پايلې يی هم دهغو تيروتنو له پايلو سره ورته والې پيداکړی .

٩ - او ٠٠٠٠٠٠ او ٠٠٠٠


 لوړو تيروتنو داسی حالات منځته راوستل چی مرکزی دولت ضعيف او بيچاره پاته شو ٫ بد امنيو او دنشه ای توکو قاچاق په حکومت کی زور واخيست ٫ اداری فساد چی په تنظيمی حکومت کی يی ريښی ځغلولې وی يوار يی بيا غوټۍ وسپړلې او دولت يی سرګيچ کړ . ددی کړکيچ نه په ګټه اخيستلو د دولت په دننه کی پنځم ستون ته دسبوتاژ دپاره ښه چانس پلاس ورغې چی هم يی پخپله دخپل خصلت له مخی فساد زيږاوه او هم يی ددغه فساد د شتون له کبله دولت تخريباوه ٫ نو يی پدی توګه وکولای شوه چی خلګ له دولت نه بيزار کړی . هغه وو چی خلګو  مجبورا ً و طالبانو ته يو ځل بيا داميد سترګی واړولې او پدی ډول د طالبانو ريښی لا نوری هم په کيلو او بانډو کی اوږدی وغځيدی او ملاتړ يی زيات شو  . دسبوتاژ کوونکو دهيلو په خلاف ددغو ټولو لاملونو نتيجه دا شوه چی طالبان اوس هغه قوت ګرځيدلې چی نفی کول يی ستونزمن کار او داخبره يو انکار نه مننونکۍ ضرورت دی چی بايد په اړه يی دسياسی جوړ جاړيو لاره خپله شی ٠ البته نوموړی پنځم ستون چی اوبه يی خړولې او کبان يی نيول  ٫ دطالبانو سره روغی جوړی مينه وال هم ندی او په يوه يا بل شکل پدی لاره کی خنډونه اچوی . داځکه لکه حميد ماشوخيل چی وايی :
په  رموز د يار د شونډ و يار پوهيږی
چی ميخورزده سوال جواب د می فروش
 ددی خبری نه مراد دادی چی طالبان او په دولت کی داخل پنځم ستون يو بل ډير ښه پيژنی .
 د نيکه مرغه دملی اونړيوالو ميډياوو ( ډله ايزو رسنيو ) څخه اوس داسی ښکاری چی ګوندی دنړيوالو ټولنو پام خپلو تيروتنو ته اوس را اوښتی او د اصلاح کولو په موخه يی دطالبانو سره د روغی جوړی خبری د ورځی توده موضوع ګرځيدلې ده ( # ) . زما په اند دا کار دهغه څه سره ورته والې لری لکه په اتيايمه لسيزه کی چی ډاکتر نجيب الله دګرباچوف دنوی سياست په رڼا کی او دهغه دغوښتنو له مخی دملې روغی جوړی پروګرام رامخته کړ . دا هغه وخت وو چی مجاهدينو زور موندلې وو او نور يی نو يوازی په دولت کی په ګډون سره قناعت نه کاوه . تجربی وښوده چی دجهادی تنظيمی مشرانو دا ډول سرټمبه ګی که څه هم ځينو ډلو يی له دی نه ډيره شخصی ګټه پورته کړه خو په ټوليز ډول نه ددوی په ګټه تمامه شوه اونه هم د وطن او خلګو . لکه زموږ د وطن دری متل چی وايی : دير رسيدن بهتر از نرسيدن . که همدا اوس هم پدی هکله د دوستې په جامو کی که دسبوتاژ کوونکو( پنځم ستون )  مخه ونيوله شی ٫ د روغی جوړی د دښمنانو لاسونه لنډ شی او د زړه له کومې ليڅی راونغښتلې شی ٫ دا اميد شته چی نوموړو بدمرغيو ته به د پای ټکۍ پيداشی ځکه هرشې چی پيل لری بايد پای هم ولری .  
 دبل لوری طلبانو ته هم پکارده پدی خبره باندی ځانونه پوه کړی چی په سوله کی ددواړو خواوو خير پروت دی او د وطن په ورانولو سره دوی هم بدنامه کيږی . دهمدغه حالت نه چی لا ديوی خوا نړيوال اقتصادی بحران ډير ژور شوی ندی او دبلی خوا دنړيوالو پام دافغانستان نه ندی اوښتې ٫ بايد دهيواد په بيارغولو کښی بشپړه ګټه پورته شی . خلګوته په سوکالۍ راوستلو سره د دنيا او اخيرت گټی ترلاسه کيدلای سی چی داپخپله ډير غوره عبادت دی . طالبان بايد دی واقعيت باندی هم ځان خبرکړی چی که هر وخت په افغانستان کی امنيتې حالات مخ پر ښه کيدو شی ٫ هلته دميشتو خارجی قوتونو هيوادوال او پارلمانونه خپل حکومتونه مجبوروی چی له افغانستان نه هرڅه ژر خپل قوتونه راوباسی . ددغسی حالت تر ټولو ښه بيلګه عراق دی چيری چی تراوسه لا امنيتی حالات په بشپړه توګه نورمال شوی هم ندی اويوازی يی په نسبی ډول ډير لږ د ښه کيدو په لور بدلون موندلې دی ٫ اړوند هيو ا دونه يو په بل پسی دهغه هيواد نه دخپلو عسکرو دايستلو پروګرامونه او مهال ويشونه اعلانوی . همداکار په افغانستان کی هم کيدونکی دی . ددی خبری مانا داده چی که طالبانو ته دافغانستان نه دخارجی قوتونو د وتلو خبره مهمه وی ٫ بايد دروغی جوړی  هرکلۍ وکړی څو امنيت ښه او دنوموړو هيوادونو پارلمانونو ته پر حکومت ددوی دعسکرو د رايستلو په موخه دفشار اچولو بهانه پلاس ورشی .
                                                                                    و من الله توفيق

 

( # ) - پدی اړه د ډنمارکی رسنيو څخه (د يوه طالب وژنه د دوو نورو زيږول دی ) تر سرليک لاندی زما ژباړله شوی ليکنه هم په زړه پوری معلومات لری چی په افغان - جرمن انلاين او نورو افغانی انترنيټی سايټونو کی يی لوستلای شې .

   

          

                                                      اجتماعی ـ تاريخی

صفحهء اول