|
حبيب الله غمخور
داوس ني ليکوال دچاپ په بهانه ښاغلي مطيع الله روهيال صاحب ! په سلامونو اودرناوي مو پالم دمهاجرت ستونزمن ژوند ماته دا مجال نه راکوي چي کله ناکله افغاني ټولي ويب پاڼې له يوه سره ولولم اوددغو پاڼودليکوالوسره دزړه خواله وکړم . که څه هم ناوخته دی ،خويوروسی متل دی چي وايي : (( تر هيڅکله ناوخته هم ښه دی))غواړم ستاسو ددغه پر ځاي فرهنگي تکل اوزيارستاينه وکړم چي دافغانانو په مالي مرسته مودپياوړي اومنلي ليکوال عبدالروف بينوادتاريخي اثر ((اوسني ليکوال ) دوباره چاپ ته ملاتړلې ده . له نېکه مرغه پدې ورستيوکښي مي خبر تر لاسه کړ چي دافغانستان دمشهوراووياړلي ليکوال عبدالروف بينوا دتاريخي او علمي ارزښتناک اثر (اوسني ليکوال) دبيا چاپ دمالي لگښت په اړوند چي زموږ دهيوادپه علمي اوتاريخي چاپي اثاروکښي ارزښتمند اوروند مقام لري دسويډن دمالموپه ښارکښي افغاناني کلتوري ټولنې هم ستاسوسره پدې لارکې بې سارې مالي مرسته کړېده . زه ددې ټولنې ددې ملي اوپر ځاي کړنې څخه دستاينې په وړاندي کولوسره غواړم تاسو ښاغلي ته څرگند کړم چي : د۲۰۰۹ م کال دجنوري دمياشتي پر اوله ورځ په بينواپر ليکه پښتوويب پاڼه کي ستاسو يو خپورسوی ليک مي همدا لهظه دجنوري پر څلرمه ولوست . ستاسودخبر ليک په لوستلو ډير خوښ اووبالېدم ،له ځانه سره مي وويل : شکرخدايه ! بياهم پدي کړېدلې سوځېدلې سيمه کي چي له آسمانه بهرنيان اوله مځکې نه په اصطلاح د اسلام مدافعېن هره ورځ دښکلي کندهارلکه په بل هر ځاي اوسيمه کښي زموږ شاگردان ،ښوونکی ،ځوان ژورناليستان اونور فرهنگيان دژوند له خدايي نعمت څخه محروموي ،دادی بيا هم پدې ښکلې اوجنت نښان کندهار،د طلوع افغان دادافغانستان دفرهنگونو،ادبونواوسياسي مکتبونوپه ځانگوکښي فرهنگپال ځوانان راټوکېږي ،دادی يوځل بياديوه نوميالي ليکوال چي متاسفانه هډوکي ئي په پردي وطن کي خاوري سول اودټولوهغو دولتي چارواکو چي دامريکايي اونورو بهر نيو سياسي ملحوظاتو په خاطر دافغانيت دروغجنه ډبره پر ټټر ټکوی هيرسوی دی ،دليکنو اوزيارونويادهمدا پياوړي افغانان اوافغان زلمي تازه کوۍ . وياړ په تاسو اوهغوچي ستاسو سره ئې پدې لارکي مالي اومادي مرستي کړې اوپه معنوي ملاتړ ئي نازولي ياست . ښاغلې روهيال صاحب !
ما داخبر پوره اوڅو ځله
ولوست ،تاسو ليکلې چي : ((د ارواښاد استاد بېنوا (اوسني ليکوال) نومی اثر
د نن څخه تقريباً څلوېښت کاله مخکي چاپ او خپور سو، ارواښاد بېنوا پخپل
دغه اثر کي د لر و بر (۲۲٦)
تنه پښتانه ليکوال معرفي کړي، چي د دغسي يوه کار کول پخپل وخت کي د پښتو او
پښتنوله پاره يوه پر ځای زياتونه وه. زه مطبوعاتي سړۍ نه يم اونه مي ژورناليزم مسلک دي ،اوله بلې خوانه پوهېږم چي تاسوته چاڅه ډول مشورې درکړي دي ؟ پدغو مشوروپوهېدل هم دځان مسوليت او حق نه گڼم .ولي يوه ټکي ته غواړم په خپل نيمگړي نظر گوته ونيسم ،هغه داچي : دعبدالروف بينواټولې ليکنې اوچاپي اثارو شتون همدا اوس يوه لويه تشه ده ،خو زموږ دهيواد داطلاعاتو اوکلتور وزارت په نوروسياسي اوتنظمي کارو مصروف دی ،متاسفانه هلته زيات شمير چارواکي چي پخوائي دافغاني کلتور او ادب څخه ددفاع ډبرې پر ټټر ټکولې او س په نورو کارونو اوکله کله په پيسو راټولو لو مقام تر لاسه کولو مصروف دي ،له وزيرصاحب نه خو څوک هيڅکله گيله نه کوي . زما اوزما پشان دبې شمېره بينوايانو اودبينواپشان دغيرتی اوسپېڅلو پر وطن او ولس مينو ليکوالوټول هغه قلمی اوچاپي اثار چي ددوي لخوا اوددوي په زيار ليکل سوی دافغان ولس فرهنگی اوملي تاريخي علمي او ادبي پانگه گڼل کېږي .اودازموږ لپاره لاس نه وهونکې ملياو وياړلې سرمايه ده .زه او زما دوستانو ستاسو ځوان گمارل سوی دغه څو ټکې يوڅه نا ارامه کړو چي ليکلې مودي :(( نن چي د دغه کتاب د چاپ څخه تقريباً څلوېښت کاله تېر سوي دي، خو د بيا چاپ له پاره يې په هيواد کي ټولو اکاډميکو مرکزونو او شخصي فرهنګي ټولنو لستوڼي راپورته نه کړل، نو علامه رشاد خپرندويي ټولني وغوښته چي د ارواښاد استاد بېنوا د اروا خوښۍ او ياد سوي اثر ته د سخت ضرورت له مخي نوموړی اثر د زياتونو سره يو ځای چاپ او ټولني ته وړاندي کړي. ))
زه پدي باوريم چي موږ
افغانان په رښتيا سره دبينوادغه علمي اوتاريخي سند تر کومه ځايه چي ماته معلومات شته په مالمو کي افغاني کلتوري ټولنې هم ددغه تاريخي اثر ددوباره چاپ ابتکار پلاس کي واخيست اونږدې ۲۰۰۰ ډالره مالي مرسته ئې ددې کتاب ددوباره چاپ له پاره تاسوته در ولېرل ، چي ددوي دغه نيک اوپر ځاي عمل به دهیوادپه تاريخ کي تل پاتي کار وي . زه فکر کوم ددوي موخه هم داده چي دارواښاد بينوا په زيار ليکل سوی اوچاپ سوی کتاب په هغه بڼه چاپ سي کوم چي دبينواپه نامه ئي ملي اونړيوال شهرت موندلی .که څوک غواړي داوسني ليکوالوپه نامه ددغه تاريخي اثر په پاڼوکي دنورو کسانو چي په يقين سره به علمي او ادبی شخصيتونه وي نومونه اوليکنې ورزياتي کړي ،په هغه صورت کي به په يقي سره ددغه اثر تاريخي ارزښت راکم شي .داپدې معنا ده لکه چي څه موده پخوا پاکستانيانوپه طالبانو باندي دبوداتاريخي مجسمې له منځ يووړې ،خو اوس ځيني کسان وايي موږ هغه دوباره په هغه شکل ابادولکه چي وې ،تاسو فکر وکړی ! هر څومره چه ښکلې او پخوانۍ بڼې ته ورته په زيات مهارت دامجسمې دوباره جوړي سي ،بياهم نوي مجسمې دي اوهغه پخوانۍ تاريخي ارزښت نلري . داپدې معنا چي نوې لاس وهنه پکښي وشوه . پدې خاطر غواړم څرگنده کړم چي بېله اړينو لاس وهنوهغه هم چي دکتاب په شکل اومحتواکي هيڅ ډول تغير رانشي ددې کتاب دوباره چاپ اړين او ملي خدمت بولم .اوکه تاسو اويابل هر څوک غواړي پدې کتاب کي دليکوالودشمير اويانورو مسايلو دزياتېدوپه نامه لاس وهنه وکړی ،دابه نه يوازي داچي له بينوا سره لويه جفاوي ،دکتاب تاريخي ارزشت ته به هم په لوي لاس سترزيان وروسوی . دمرحوم غبار اويوشمېر نوروتاريخ پوهانواوعالمانوپه تاريخياو علمي ،ادبی اثاروکي دتکمل په نامه دلاس وهنوپايلې موږ ټولوته څرگندي دي . زه ديوه افغان اودبينوادمينوال په توگه ستاسو لاندي لاس وهنې هغه هم په ډير احتياط سره دقبول وړ بولم ،بله هر ډول اوپه هره بڼه اونامه لاس وهنه دتاريخ اوبينواسره جفابولم ،بل نوم به همدا اوس نه ورکوم .
ترتيب:
زياتوني : موږ دا کار تر هغه ځايه چي زموږ په وس او امکاناتو يې اړه لرله کړی دئ، او د هر ليکوال په باب مو په لمن ليکونو کي يادي سوي زياتوني ور کړيدي، البته په دې برخه کي زما سره ډېرو نورو ملګرو هم خولې تويي کړي دي، چي زه يې له همکارۍ او مرستي څخه مننه کوم . هيله مي داده چي دغه دلراوبر اصطلاح دبينواپه نامه استعمال نسي ،ځکه هغه خپل اثر داوسني ليکوال په نامه ليکلی،هلته بل هيڅ مختاژی او وروست تاړی نسته . زما هدف هم همدادی هغه ليکوال چي ښاغلي بينوا په خپل دغه اثرکي دهغه نه يادونه کړېده ،کېداي سي يوازي ئې په بيوگرافی کي ډيره کمه لاس وهنه وسي هغه هم ددغې مطلب په يادولوسره چي دا لاس وهنه په دوهم ځل چاپ کي ددگو اړتياو له مخې دغه ياهغه شخص کړېده . زه دامنم چي اوس به تر بينوا ښه ليکوال وي اوښه ليکنې به کولاي سي ،داځکه چي دايوتاريخي اوفلسفي اصل دی ،خوداهم راسره ومنۍ چي هر تاريخي اثر لکه څنگه چي دی په هغه شکل خپل تاريخي ارزښت لري ، په هغه کي هر ډول اوپه هرنامه لاس وهنه دغه تاريخي ارزښت ته بي اندازې زيات زيان اوضرر رسوی . داچي په څوټوکوکښي تاسو دا کتاب چاپوی داپه تاسو اوستاسو په مالي امکاناتو پوري اړه لري ،خويوه ټکی ته بايد جدي پاملرنه وسي که يوکتاب تر پنځه سوه مخه زيات چاپ سي ډير ژر له منځه ځي اوداستعمال قابليت ئې راکمېږي . ځکه داستعمال په وخت کي دزياتو پاڼو لرونکي کتاب هرو مرو سره جلاکېږي . پدې خاطر ښه به داوي چي داکتاب په کمو مخونواودريو ټوکونوکي چاپ سي .ترکومه ځايه چي ماپوښتنه کړې دچاپ موسسې دپانوپر شمير پيسې اخلې نه دټوکونوپر شمېر ،هدف مي دټوکونودشميرنه دادی چي که دا کتاب په يوه جلد کي دبېلگې په توگه په زرو مخونوکي حاپ سي اوياکه همدا رزپاڼې پر دريو جلدونو ووېشل سي ،خوکه کوم تفاوت ولري هغه هم بايد دير کم وي . له بلې خواکه داکتاب په کوزه پښتونخواکي چاپ سي تر دې چي دکندهارپه دولتی مطبوعه کي چاپ سي ارزانه تمامېږي .همدا لهظه چي دادارزانه کليمه ليکم که راباندي په قهر نسي چي غمخور له هري خبري نه سياسي مسله جوړوي پر بدن مي ورېښتان جگ ،جگ ودرېدل . تاسو گوری!!! چي موږڅومره بيگانه دولت لرو ؟ اوڅومره بېگانه داطلاعاتو اوکلتور وزارت ،اوياکه خفه نشی بېگانه ولسمشر چي دبينواغوندي يوه وياړلي ليکوال دداسي تاريخي اثرلکه ((اوسنی ليکوال )) ددوباره چاپ لپاره په بهرکي يوه فرهنگی ټولنه په څومره زيار اوزحمت پيسې راټولوي اودغه دولتي چارواکي بياله کالو سره زموږ اوټولو افغانانو په ستر گو راننوز او وايي موږ دملت خدمتگاريو. ماته دامعلومه ده چي ددولت په پيسوډير اوبې ارزشته کتابونه چاپېږي اوکتابخانې پرې ډکېږي ، خوهغه اثار چي زموږ ولس اوزموږ ځوان نسل ورته دخوړواو اوبو په شکل اړتيالري بايد موږ په خپل وطن اوگوياپه خپل دولت کي په خپلو شخصی پيسو چاپ کړو. دادشرم پېټۍ دي دهغوپر اوږودابد لپاره پروت وي چي دتنظمي اوسياسي گټوپه خاطر بيگانه پرسته اوخپل وژونکي دي ،پدې اميد چي يوه ورځ افغان ولس دخپل هيواد کالخواي اوسي .ومن الله التوفيق د۲۰۰۹ م کال دجنوري ۴ مه
|