© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


 

 

 

 

د شهيد داؤد خان د نړيوال سيمينار

په اړه د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې خبرتيا )جرمني(
www.rohi.af/fullstory.php?id=2718&CatID=8

 

 

په نظر کې ده چې په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه د شهيد محمد داؤد خان د سلمې کليزې په وياړ يو نړيوال سيمينار جوړ کړي. دغه سيمينار به په جرمني او افغانستان کې د درنو غونډو په جوړېدو تر سره کېږي .

په دغو غونډو کې به د افغانستان د معاصر نامتو شخصيت محمد داؤد خان پر ژوند او دهغه د صدارت او جمهوريت د دورو په اړه علمي او اکاډميکې ليکنې او ويناوې واورولې شي .

له درنو پوهانو، د نظر له خاوندانو او د دې موضوع له مينه والو په درناوي

 هيله کوو چې :

1)  هغه کسان چې د د شهيد داؤد خان او د هغه د صدارت او جمهوريت د دورو په هکله ويډيويي يا اوډيويي اسناد ولري، د مهربانۍ له مخې دې يې يوه کاپي موږ ته د روان کال د اپريل تر پای راواستوي.

2)  موږ په نظر کې لرو چې د دغه سيمينار د مقالو او ويناوو ټولګه مخکې له مخکې چاپ او خپره کړو. له همدې امله له هغو پوهانو څخه چې د مقالو سپارښتنه ورته کېږي، هيله من يو چې د روان کال د می تر مياشتې موږ ته خپلې مقالې راوستوي .

3)  هغه دوستان او مينه وال چې په دې اړه ځانګړي وړانديزونه لري، هيله ترې کېږي چې موږ ته يې مخکې له مخکې راواستوي .

موږ په نظر کې لرو چې په دغه مناسبت يو شمېر مهم کتابونه او اثار چاپ او خپاره کړو. هغه ليکوال چې په دې اړه وړانديزونه لري، هيله ترې کېږي چې له موږ سره يې شريک کړي .

د ټولنې د ايمېل پته دا ده :
info@afghan-culture.org

 


                                        

                                                                                                    
 


 

اجتماعی ـ تاريخی

صفحهء اول