پوهنیار بشیر مومن
ای ز ما وطنه
ای ز ما وطنه !
دهر کال دنوو غوټیو سره
په صحراکی ستا سترگی را ویښیږی او باغ ډک ز ما دخیالاتو له غوټیو څخه
ستا دسترگو په دشت کیی، دا شنه دشتونه
زما د کلام هر بڼ
دناز او مینی زیرۍ لری
هره پاڼه
هره غوټۍ
هره لښته
بله دنیا لری
ای ز ما وطنه!
زه دباغ د سندرو له روح نوازه مرغانو سره
ستا د سترگو په دشت کی
بی خوده اومست یم
زه د د ی ښکلی باغ د رڼا په هیله
په خپل ځان کی ژوندۍ یم
ستا دسترگو ځوان دشت دی
تل سوراو سمسوروی
22-08-2007
څه شیبې
هغه شپه چی ستا تر څنگ وم
څومره بی می ومست وملنگ وم
ټوله شپه سترگی ډ کی له اوښکو
څه شیبې بی له تا،ستا ترڅنگ وم
02-03-2006
«»«»«»«»«»«»
ادبی ـ هنری
صفحهء
اول
|