© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ب.مومن

 

 


دطبیعت کالیزه


دپسرلی نوی باده راچلیږه چی عنبرنشته
چی په لاس کی غیرله شرره ساغر نشته
پام کوۍ چی دا شیبی ورنکړۍ له لاسه
ځکه پوهیږم ،صبا صدف کی گوهر نشته
راواړه وې جامونه د میو په گلزار کی
ځکه دا د گلونو ولولی تر بل سحر نشته
له سره و لیکه که زما هم سبق ئی آشنا
چی د پاکی مینی جنون په دی دفتر نشته
د زلال اوبه را په برخه کړی ای آسمانه
په دی چی له هغی اوبوسره درد سر نشته
دا طراوت ، دا عطرونه ، دا شور ما شور
دا د بهارانوالهام دی له هغی نه غیر، نشته
دک جامو سره ولمانځی دا د طبیعت کالیزه
چی نوروز په تیریدو دی صباخواختر نشته
هره خوا کی راسپړیدلی د گلانود نازغوټی
هریو خپله درته وائی له مانه ضرر نشته
هی خلکو دی راوړی له ځانه سره دا پیام
د گولیو سفیرونه بس کړۍ په کی ثمر نشته
دپسرلی دخوش آواز مرغانوشپیلیو په شان
دمومن هیله هم ښادی ده ، په کی ابترنشته
 

 



کاشکی

کاشکی مدام ماشوم او په خپل سروې
کاشکی همداسی لیونۍ وهم سکر وې
کاشکی پرکونډو رنډ وهم کله اختروې
کاشکی لکه نوروز بی غشه داور وې
کاشکی داسی مینه ا ومحبت مقرر وې
کاشکی هرڅه دزړه له زیرا و بر وې
کاشکی ولانتاین په شان پتره گر وې
کاشکی دابلیس اومنافق پر س وزر وې
کاشکی دا آسمان هسی ړوند او کر وې
کاشکی یا ورپکی څه عد ل او ثمر وې
کاشکی د ژوند ناخوالی یوځه کمتر وې
کاشکی دا ژوند صفا لکه شیروشکروې
کاشکی پسرلی غوندی یوآرایش گروې
کاشکی د هر چا لپاره مل او سنگر وې




 

«»«»«»«»«»«»

 

 

 

 


 

ادبی ـ هنری

 

صفحهء اول