© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پوهاند مجاور احمد زيار

 

 

 

 

 

 

پوهانددوکتورم.ا.زيا ر

( اکسفورډ)

 

 

 

 

 د يوې – کره پښتو ليکلارې اړ وند ليکدود

(Orthography)

 

 

 

١- يوه کره ليکنۍ پښتو ٣۶غږونه (sounds)، خوابېڅې(الفبې) له دېرشو نښو(توريو) تېری نه کوي. له ٧خپلواکو(واوېلو) څخه يازې درې دا ليکنۍ نښې یا توري(وای) لري. د زور(فتحې)او زورکي لپاره(ه) يا (ء) او يا چرګۍ(هه) کارونګ د ژبپوهنيز قانون«توپير» تر ډېر ځايه زيانمنوي او له لوستونکي لار لودن ورکوي. يوازې د«ی» د څلورګونو ډولونوله رامنځته کولوسره يو څه ليکدودي سمون راغلی دی چې له ښه مرغه پېښور اکېډيمۍ هم هوکې کړي، که څه هم د اردو په پېښو(ے) او دغه راز(ء) بېخرته کارونې کوزنی لیکدود ډېر کړکېچن اوکرغېړن کړی دی !

٢- څلورګونې«ی»ګانې له خپلو بېلګوسره:

- اوږده(ې)،لکه:خدای دې ادې له دې ناوړې پېښې لرې لري.

- لنډه(ي)،لکه:ښادي، خپلوي، وداني.

- نرمه(ی)، لکه: نری سړی، ځای، خدای، وری،وږی.

- درنه(ۍ،ئ)،لکه: نړۍ، کړۍ، ډوډۍ، څوکۍ...

په کړ(فعل)کې،لکه: ډوډۍ وخورئ، ښه کوئ، بد مه کوئ.

3- د واوېلي(غيرملفوظه) اوکنسوننټي(ملفوظه) «ه» توپيرول په کار دي. په دې ډول:

په (دويم ) کې د واوېل (فتحې ) په توګه غورځي او په (نهم) کې د کنسوننټ(ملفوظه ه) په توګه پاتې کېږي. د(نهم) بنسټ(نه-)دی، مانا داچې ړومبۍ(ه) کنسوننټ(حرف صحيح) دی او دويمه هغه يو واوېل(حرف علت) دی. (اووه- اووم، پېنځه- پېنځم، يو- يوم...) هم په همدې لړ کې راځي. نور واوېل پای يا خپلواکپای شمېرنومونه (-ي-) غواړي، لکه:

درې- درېيم، اويا- اويايم، اتيايم، نوي- نوي يم يا نوييم؛«څويم» هم تر ورته دوی يا قاعدې لاندې راځي. کنسوننټ پای هغه  خو په هر ډول اړونده پايله(- م)  سيده په ځان پسې نښلوي، لکه:

څلورم، پنځم، شپږم، اتم، لسم... سلم، زرم، ميليونم... . پرکنسوننټي يا معدوله(و) پايته رسېدونکي شمېرې هم په دې لړ کې راځي، لکه:

يوم(يوسل ويوم)، دوه سوم... .

زور- پای او زورکي پای هم ددغو واوېلوترغورځونې و روسته تر ورته قانون لاندې راځي.

4- په(- ونکی) رغېدونکي کړنومونه همدا يو «و» غواړي، لکه:

ليکونکی،څېړونکی، ژباړونکی، ګنډونکی، خوړونکی، څښونکی، تلونکی، ويونکی، وهونکی... ، خو که له فعلي مصدره(- ل) لرې شي او پاتې بنسټ يو«و» ولري، نو (ونکی) بيا (وونکی) کېږي، لکه:

کاروونکی، خپروونکی، څرګندوونکی، اړوونکی، ټولوونکی... ، له (ښوول) او(پوول) څخه چې (-ل) لرې کړې، نو (وو) پاتې کېږي او په کارده،اړوندستاينومونه يې (ښووونکی) او(پووونکی) وليکل شي، خو د دود وينګ له مخې ترې يو«و» غورځي .

5- غبرګژبيز توري(ټ،ډ،ړ،ڼ) چې غږونه يې له غږبوهيز پلوه پښتو ډېر پخواله هندي(پراکرېټو) را پور کړي دي، په اروپايي ژبو کې هېڅ نه ويل کېږي. کوم انګرېزي ټکي چې په لره پښتو کې ويل کېږي او کارول کېږي، بيا هم هماغه هندي او بيا اردو- انګرېزي اغېز دی ، لکه:

 ډاکټر، ماسټر، تهئټر، سېنېټر، ډېموکرېټ ،ډېماکراسي، ډېکټېټر، کلېنټن، رامسفېلډ، ټوني بلېر، اکسفورډ... .

که څه هم بره خوا تر پارسي او بيا لاتين آرې پرانسي اغېز لاندې دغه غبرګژبيزوالی له وينګ او ليکنګ دواړو وتلی وو ،لکه: دوکتور،ماستر، تياتر(نندارې)، سناتور، دېموکرات، دېموکراسي، دېکتاتور...، خو زموږ د برنيو له کډوالۍ سره د لرنيو غبرګژبيزوالی پر ټوله پښتو واکمن شو او هغه هم زياتره د انګرېزي پوروييونو په برخه کې، نه د نورو اروپايي ژبو(جرمني، پرانسي، اېټاليي، اسپا نيي...) په برخه کې، لکه:

فيدل کاسترو- فيډل کاسټرو، شورايدر- شورايډر، هېلموت- هلموټ، دوګول- ډګل... . مانا داچې دومره ښنده(زياده روی) هېڅ په کار نه ده !

6- جغرافيايي نومونه، لکه: اسيا،افريقا، اروپا، امريکا، استراليا، انترکتيکا، کاناډا، برتانيا، اېټاليا، البانيا، انتونيا، استونيا، مکدونيا، کروشيا، کولمبيا، ليبيا، سوريا، چېچنيا، سوماليا ،اېتوپيا، ماليزيا، اندونيزيا،... زموږ د لرغونو آريايي نومونو(آريانا، سوغديانا، لوديانا، باکتريا، پښتونخوا...) په بېلګه په الف کره راځي، نه دعربي او اردو په پېښو اسيه، افريقه... . هرګوره، روسيه، تورکيه، فرانسه ،اوتريش- اتريش يا اطريش،پولېنډ- پولند، انګليستان- انګلېنډ يا انګلند...کې لومړۍ بڼې غوره او کره دي.

7- پښتو وياند ته په کار ده، د هرچا او هر ځای نوم د اړوندې ژبې له وينګ سره سم وليکي او ووايي، لکه: پرانسي(مېشل)، روسی او جرمني(ميخاييل)، انګرېزي(مايکل)، عربي- اسلامي(مېکا ئيل- مېکاييل)، يا د جرمني(يوزف)، انګرېزي(جوزف)، اسپانيي(خوسف)، د جرمني پخواني بهرني وزير نوم(يوشکا) چې له آره د (يوزف) کوشيننوم(مصغرنوم) دی، هم همداسې در واخله چې زياتره پېښوري او کوټه وال وياندان يې«جوشکا» ليکي او وايي. روسي «څار» يا جرمني  څويريښ... هم بويه د پارسي يا نورو ژبو په پېښو(تزار، زوريخ يا زوريک...) ونه ويل شي او ونه ليکل شي.

8- پښتو او آرياني يا نا عربي وييونه ، ځاينومونه، ټبرنومونه او وګړنومونه بايد تر وسې وسې له وينګ سره سم په پښتو تورواو ليکدود و ليکل شي، لکه:

توره باز(طوره باز)، تورخم (طورخم)، تورو(طورو)، توتو(طوطو)، توتي، توتا، توتا خېل (طوطاخېل)، تهران (طهران)، اناتوليا (اناطوليه)، توپان(طوفان)، پرښته(فرشته)، خپه(خفه)، اپلاتون (افلاطون)، الينګار (علينګار)، اليشنګ (عليشنګ)،لال وسرځنګل(لعل و سر جنګل)، اسلام کلا (اسلام قلعه)، کلای نو يا نوې کلا(قًلعۀ نو)، کندهار (قندهار)، کندوز يا کوندوز (قندز يا قندوز)، ساکزی (اسحاق زی)، اليزی (عليزی)، دوتر(دفتر)، ساپی (صافی)،  اپريدی (آفريدی)  ، ګدون (جدون)... .

9- يوځای ليکل او جلا ليکل:

 د ژبپوهنيز دوی (قاعدې) له مخې ټول ژبني توکي يا يوونونه (واحدونه) سره بېل بېل ليکل، په بله وينا، د اړوند ليک سېستم له شونتيا سره سم، تر وسې وسې جوليز يووالی له مانيز يووالی سره غاړه غړۍ کول په کار دي. که هغه ازاد وييکي وي، لکه: سربلونه، وستربلونه اواړيوييکي(په، پر، تر، د، له، سره، کې، پورې، ته... چې، که، او، هم...)، که ساده وييونه وی، لکه: نومونه(کور،لوی، زه، ته، دی، دا، هغه، يو، دوه...)، ياکړونه(تلل،خوړل، ځي، خوري...) او يا تړښتي (ترکيبي) او بېلښتي(اشتقاقي) وييونه وي، لکه: کټمل،پوهنمل،پوهنتون، مرستون، خپلمنځي، خپلچاری، خپلخوښی، ځانساتی، تلپاتې، پښتونولي، پښتونخوا، ولسمشر يا هېوادمشر،  بنسټپال، بېلتونپال، منځلاری، ترهګر، کتابتون، ټولپوښتنه، ټولوژنه، ځانوژنه، بلوژنه،  ليکلړ، نومليک، برخليک، برخوال، پانګوال، پانګواکي، ځمکوال، ځمکواکي، ځمکسمون، ژبپوهنه، ټولنپوهنه، لرغونپوهنه، وييپوهنه، وييپانګه، وييزېرمه، سونتوکي، لرغونتوکي، مخنيوی ، مخکتنه، کتنپلاوی، لاسليک، لاسليکول، لوستليکی(درسي کتاب)، مخامخول ، مخامخېدل،مخبېلګه، وړانديز، وړاندوينه، وړاندېينه، ترينکوټ، لوبغالی، لوبغاړی، لوبډله... .

په دې لړکې له دوو وروستيو توکيو(نومونو او کړونو) سره د ړومبيو هغو(ازادو توکيو) يوځای ليکل کره نه دي، لکه:

 لخوا، لما، پکور(کې)، پخپل(هېواد کې)، غزنيته(ځم)...، نخورم، نکوم، نلرم، مخوره، مکوه... .

پخوا(قبل،قبلا)، پخپله(شخصا) ځکه سم راځي چې خپلواک وييونه(قيدونه) دي، ځانته - ځان ته او مخکې- (په) مخ کې سره هم په ورته دليل توپيرېږي.«بلخوا» له «يوخوا» سره د اړيکوييکو په توګه همداسې يوځای دود موندلی دی.

يو لړ وييکي سره په خپلو منځو کې يا له خپلواکو توکيو سره ځکه يوځای ليکل کېږي چې د يو يوازېني چار يا مانا لپاره سره په غونډله(جمله) کې  تل پرله پرله پېيلې راځي، لکه: پکې(درآن)، همدا، همدغه، همدی، همده، همدې، هماغه، همداسې،  هماغسې يا همغسې، همدارنګه، منځته راوړل، منځته راتګ، رامخته کول، لاسته راوړل، لاسته راوړنه، پايته رسول، لپاره، نشته، يا په(ستړي مشي، خدای مکړه يا خدای دې نکړي) غوندې ګړنو او څرګند نو کې وييکي(مه، نه) له کړونو سره يوځای ليکل هم همداسې درواخله! 

که نه، د ټوليز دوی يا قاعدې له مخې د غه دوه توکه له کړ سره نښلول سم نه دي اوبايد جلا وليکل شي، لکه:

نه خورم، نه خورو، نه کوم، نه کوو، نه لرم، نه لرم، نه شم کولای، يا کولای نه شم، ونه شم کولای، را به نه شم، وابه نه وړم... . دلته کېدای شي، د ليک اسانتيا لپاره يوه نيمه بېدويي يا استثناء ومنو، لکه پاس په يادشويو، او يا په( وانخلم ، رانغلم ، رانغی) غوندې دودو بېلګو کې.

له اوسنيو کمپيوټري اسانتياوو  او بيا د«يوې- کره پښتوليکلارې» دننه د کره ټولمنلې  پښتوابېڅې پر بنسټ رامنځته شويو کيبورډو سره په کارده، په يو يو وت (space) سره د هرې کرښې يا غونډلې دننه په يو يو وت (space) سره د بېلابېلو لويو اوکوشنيو توکو تر منځ ليکنی بېلوالی او خپلواکي ښه ترا سمباله کړو.    

10-  په پښتو کې د نورو ژبو پور وييونه له ژبپوهنيز او نړيوال دود و دوی پر بنسټ تر کېدونه له پښتو وينګ او لږوډېر مانيزاړونګ سره راخپلول په کار دي، لکه: ګاډی(ګاړی)،ماشوم(معصوم)، شمه(شمع)، تمه(طمع)، کيسه(قصه)، پوځ(فوج)، سبا(صباح)، ميرات(ميراث) د تباه او برباد په مانا، کرار(قرار)، سهار(سحر)... . پيل، توپان، اپت، تم، تپوس، پرښته، پراخ، خپه، خپګان، کميس يا کميز، مانا، دين، شېر (شعر) او يو لړ نور داسې وييونه د ډېرو آرپوهانو(اېتېمولوجېستانو) د څېړنو له مخې نا عربي يا عربي شوي(معرب) ګڼل شوي او ياهم ټکرويي(تصادفي لغات) زباد شوي دي..

 11- «ځ» دپښتو په څلورګونو ګړدودي ډلوکې د(ښ، څ، ږ، ژ) تر څنګه له شمال ختيزې هغې څخه تری تم شوې او له همدې کبله يې اړوند ليکوال په ليکدود کې زياتره ټکني کېږي: 

هغلته چې بايد ځ وليکل شي، ز ليکي او چېرې چې ز ته اړتيا وي، هلته ځ کاږي، د ځ  پر ځای ز، لکه په: غزېدل، خوزېدل، وزي، زلېدل، زيرک...کې؛   د ز پر ځای ځ، لکه په: ځوی، ځوی ځات يا ځوځات، ځېږېدل، ځانګو،ځانګل ياځنګل، ځنګول، ځنګېدل، يواځې، ځما، ځموږ، ځګېروی(زبېرګی هم ناکره دی)،سلېمانځی، قتيل ځوی... . که څه هم په يو لړمنځنيو ګړدودو، لکه د خروټو ،اندړو او وردګو په هغوکې يې څه ناڅه وينګ هم شته، خو د لږه کيوالي له کبله له آرومعياره غورځي.

 د ارواښاد استاد الفت دا خبره ، که څه هم پر ژبپوهنه برابره نه ده چې:« ځ څوک په خوله نه وايي، نو ليکل يې څه په کار دي!»، خو دومره بېځايه ليکل يې هم په کار نه دي ، لکه څومره چې د ساپي پښتو مرکز«خوږياڼي ورونو او ورېرونو» او قلمي همکارانو تازه رادود کړې ده ! د دې لپاره د « يوې- کره پښتو ليکلارې» پر بنسټ  د «ځ» کارونځايونه په لاندې ډول لنډيزمومي:

ـ د تلل، وتل، راوتل، ننوتل، پرېوتل، پورېوتل، کښېوتل، پرتل، پرانېستل يا پرانېتل... «ت» په وسمهال کې پر ځ اوړي، لکه په:

ځم، وځم، راوځم، ننوځم، پرېوځم، پورېوځم، کښېوځم، پرځم، پرانېځم...کې.

هرګوره ټول (ـ ت-) والا کړونه دا مهالي بدلون نه مومي، لکه: نتل، کتل... . ختل پر خېژي، کوتل پر کوژي، نغوتل پر نغوژي... اوړي. دغه راز د «ځ» لرونکي ګړدود والا کندهاري ليکوال هم په پاسنيو کړونو کې يونيم په«ز» کاږي، لکه: وزي، پرانيزي... !

ـ له خپلوانو ژبو سره د همريښه وييونو د«ج» پر وړاندې پښتو «ځ» راځي، لکه په دې لاندې وييونو کې:

- ځمکه(هندي جماکه، پارسي زمين)، ځنګل(هندي، پارسي او انګليسي جنګل)، ګا ځره(هندي ګاجر)، ځای(جا، جای)، ځوان، ځلمی، ځک(جک)، ځښت(زشت)، ځنبل(جنباندن)، ځولۍ (جولی)،ځور(جور)، ځلېدل، ځل، ځلا(جلا)، ځلوبۍ(جلبي)، ځوږ(جوش)، ځيګر، ځنکدن، زنځير يا ځنځير... . دا هم هېرول په کار نه دي چې هره پښتو ځ د پارسي له ج سره يومخيزه اېتېمولوجيکي مخامختيا نه لري، بلکې لږوډېر له نورو فونيمونو سره هم انډولتيا مومي، لکه په: نمونځ يا لمونځ- نماز، ځيرک- زيرک، ځمکه- زمين، روځ يا ورځ- روز... کې.د «د» پروړاندې، لکه په ګرديدن- ګرځېدل کې. ځواب له عربي جواب څخه   کېدای شي، پښتو له پارسي لارې راخپل کړی اوسي.

- د تونروستاړي(مکاني لاحقې)، په بله وينا، د –ځای، -ځی او يا –ځ په توګه، لکه په:

رغځی، دمه ځی، مېله ځای، پخلنځی، دريځ، ختيځ، لويديځ، اوريځ، مينځ يا منځ، اخځ، ترخځ، چورليځ (محور)، ګهيځ(دمهالروستاړي په توګه)؛ رېبځ يا ربځ(جاروب، برس)هم ددغې لړۍ اړوند برېښي.

ـ په ګړدودي ځېلونو(وارينټونو) د «ز» او «ج» پر وړاندې «ځ» کره راځي، لکه په:

جاله- ځاله، زلمی- ځلمی، ګونجې- ګونځې يا غونځې، نا نزړه- نانځړه، جار- ځار، جرنده- ځرنده يا ژرنده، جندره- ځندره يا ژندره، زمکه-ځمکه(نه مزکه او مځکه)...کې. ختيز او لويديز له آره د ځتيځ او لويديځ د ستاينومونو( ختيځيزاو لويديځيز) لنډيزونه دي او په کارده، ليکوال  ددغه ليکدودي توپير خيا ل وساتي ! 

12 - په ډېروخپلو او پرديو وييونو کې تر چ ،څ د کره ليکلارې او ليکدود ښکارندويي کوي، لکه په:

څښل(چښل) څښاک، څټک، څګ(ګوړه)، څوکۍ، څپلۍ، څله( د ژمي يا واده)، څمڅه، څمڅۍ، څمڅوکۍ(کاشوغه)، خرڅ(خرچ، خرچه)، څڅۍ(ناوه)، څرمه(چرمه)، څرم، څرمن، څرمي، څرمني، (پس) کوڅه، نڅوړ، نڅوړل، سمڅ يا څمڅ، څرمښکۍ، څمڅاره، څنۍ(نه سنۍ)، څوباړی( نه سوباړی)، څېره (نه چېره يا چهره اوڅهره )،څيرل، څيرې، څيرله(ريتاړه، پرزه)، اڅکزی ...کې .

13- « چې» د(چه، چي، څې) او«کې» د(کښ، کښې، کښي، کي) پرځای کره منل شوې دي.

14- ځينې د(بعضې) او ځنې د(څخه، ورڅخه، ترې) په مانا توپيرول په کار دي. 

15- يو لړ وييونه او نومونې چې لرو پښتو ليکوالو زياتره له انګرېزۍ  او څه ناڅه(د اردو له لارې) له پارسي او عربي، او برو له بېلابېلو ژبو په بېلابېلو بڼو راخپل کړي او راخپلوي، يوازېنی هواری به يې دا وي چې پښتو نوې رغاونې(نيولوجېزمونه) يې ځای ونيسي، لکه:  

بيالوجي، بيولوجی، بيولوژي، بيولوګي(ژوند پوهنه)، لنګويستيکز، فلالوجي، لسانيات(ژبپوهنه)، سوسيالوجي، سوسيولوجي، سوسيولوژي، سوسيولوګي، اجتماعيات(ټولنپوهنه)، سوسياټي، سوسيټي، جامعه، معاشره(ټولنه)، ډيماکراسي، ډېموکراسی، د موکراسي، جمهوريت(ولسواکي)، کلچر، کلتور، کولتور(فرهنګ، هڅوب)، موومنټ، تحريک، حرکت، جنبش( غورځنګ)، نشلېزم، نېشلېزم، ناسيونالېزم(ولسواله)... .

16- « ګ » چې له بده مرغه کوزه خوا دود لري او زموږ کمپيوترپوه نورحمان لېوال هم د يوې بې سروبوله انګېرنې له مخې د خپل«ايشيا سافټ» پر پښتو ابېڅې را تپلی دی، نه يوازې له تخنيکي- اقتصدي، بلکې له ژبپوهنيز پلوه يو خورا ناسم کار دی. ځکه «کړۍ» يا د پېښوريو په نومونه«کونډه» د غبرکژبيزوالي  ښکارندويه ده او زموږ پخوانيو، اګاهانه يا نا ګاهانه د څلورګونو پښتوغبرګژبيزو غږونو(ټ، ډ، ړ، ڼ) لپاره رامنځته کړې ده چې له وينګ سره يې رښتياهم ژبه په خوله کې را کړۍ کېږي. دا ښه شوه چې تر څنګه يې د اجمل حمزه، اېمل پسرلي او نورو نوښتګرو د ښاغلي لېوال ټيکه والي نوره ننګولې او د پارسي او اردو په ګډون يې هماغه پخوانی«برنی» هغه (( ک )) پښتو پروګرام ته را ننه اېستی دی او ورځ پر ورځ دودېدنه مومي. اېمل،هرګوره، بياهم د کوزنيو په پېښو د زورکي (همزه) ټينګ ساتلی دی!

17 - د کابل پښتو ټولنې د ناسمو ليکدودي پرېکړو يوه بېلګه دا وه چې د پارسي (بود- بودند، بوديم) پښتو انډولونه(و- وو- وو) وکښل شي او په دې توګه يې ما هم د ډېريو برنيو ليکوالو په لاروۍ د دودوالي او يووالي پر بنسټ په خپلو لوستليکيواو بيا کره پښتو ليکلاراو ليکدود کې دا درې لسيزې همداسې خيا ل ساتلی وو. خو په دې وروستيو کې چې دغه کتابونه مې د بيا چاپ لپاره ترنوې کتنې ، کرونې او بشپړونې لاندې ونيول، د نوې پښتو غږپوهنې له آرومعيار سره سم مې د يوګړي درېيم وګړي، يا په دوديزه- ملايي نومونه(مفرد غا ئب)« وو»، ډېرګړی يې «ول»، يا د(- ل) په غورځونه« وه » او ډېرګړی لومړی وګړی(جمع متکلم) پرهماغه زړه بڼه«وو»، يا د(ول) په آره ګرداني بڼه«ولو» کړ.

«ول» د پارسي«بودن» د انډول په توګه يو ژوندی کړ(فعل) دی او د نورو کړونو په څېر يې ګردانول په کار دي، لکه له تلل څخه:

تلو (لنډيز: ته)، تلل يا تله او تلو... . ړومبی اوږد – و( o) اودويم (لنډ- و u) وګړيزې پايلې

(personal endings) بلل کېږي چې په ملايي ژبپوهنه کې ورته هسې بېځايه«متصل ضميرونه» وايي. د (بود) انډول هم په دې(وو) کره راځي چې ړومبی(و) د کړبنسټ په توګه يو کنسوننټ يا معدوله و(w ) دی او دويم د يوګړي د پايلې په توګه يو واوېل(اوږد وo ) دی او بې له دې ړومبی کنسوننټي هغه هېڅ ويل کېدای نه شي. د(بوديم) انډول(وو) ورسره په وينګ او غږيزليک توپيرېدای شي، ړومبی( و) د کړبنسټ په توګه کنسوننټ( w) دی او دويم د ډېرګړي لومړي وګړي پايله يو واوېل(لنډ وu ) دی.

په هره توګه، زموږ په نيمګړي عربي آري ليک سېستم کې له دې نوي ليکدودي سمون سره سره بياهم لوستونکی اړوځي، د وړاندې وروسته توکيو له مخې يې سم ولوستلای شي.

18 - شو(شد) او شول(شدند) په لړ کې چې  د ويونکيو د ډېري دآر پربنسټ د(سو) او (سول) پر وړاندې کره ارزول شوی دی، شوو د(شديم) يا(شدند) د انډول په توګه له دوو(وو) سره کښل، بېځايه دي، ځکه ، لکه چې پاس وويل شول، هماغه ړومبنی لنډ- و وګړيزه پايله رغوي، دويم ته هېڅ اړتيا نشته. که په دې موخه پښتوټولنې يا بل چا رادود کړی چې له يوګړي اوږد- و سره يې توپير وشي، هم کوم آر نه شي ګڼل کېدای، که نه، په کار ده چې هرچېرې د لنډ- و لپاره غبرګ(وو) وليکل شي،لکه په(يو، ځو، رېبو...) يا په نومونو(ټټو،لاټو، ډېپو،لاهو...)کې.

19- د لرې پښتونخوا ليکوال او وياندان بايد د(ږ- ګ)،(ښ- خ)،(څ- س)،(ژ- ج) او(ځ- ز) توپيرسره وکړي: نه سترګې(سترږې) وليکي، نه کېږي(کېګي) او داسې نور، که څه هم په ګړدودو ګې يې د ځلور واړو (ږ،ښ،ځ،څ)وينګ له منځه تللی او له ليکوالو او وياند ويانو يې هم د اداينې تمه نه شي کېدای، خو د ((يوې-کره پښتو))  په پار يې بايد تاريخي  اروالی په  ليک کې خوندي وساتي.

20- که پردي او په تېره، عربي وييونه څوک له کره پښتو«شوي» وينګ او ليکدود سره سم ليکل غواړي، ورته اړينه ده چې يو مخيز يې را پښتو کړي، لکه: فوج د فوځ اوفوز پرځای(پوځ)، فرشته د فرښته پرځای(پرښته)،  قصه د قيصه پرځای(کيسه)، شمع د شمعه پرځای(شمه)... . همدارنګه که (صا حب) اله ماله کارول کېږي، نو د(صيب) منځغړوپ وينګ او ليکدود څه په کار! څه مهال له مخه يوه وياند(صحاب منصب) کښلی وو او ښا يي همداسې يې اورولی هم وي، نو ولې يې اسان او ساده انډول«افسر» و نه کارول شي چې د (تاج) په مانا هم آريا ني بنسټ لري او هم له انګرېزي(آفېسر) سره اړخ لګوي. بره خوا کلونه کلونه مخکې له سرتېري(عسکر) اوکارمن(مامور) سره يوځای را دود کړ شوی وو، خو اوس ورسره  د بي بي سي پارسي ځپلو پښتو وياندانو په پېښو  دا نور دوه وييونه هم بيرته عربي انډولو ته اړول شوي دي.    

21- تر ټولو وروسته پر کښېنيو وياندانو بيا هم ټينګارپه کار دی چې د اردو مسخه اومېکسډ ژبې او ليکدود په پېښو پښتوژبه او ليک په بېخرته(زورونو، زېرونو او همزه ګانو) انجړبنجړنه کاندې، بلکې پر ليکه(افقي )اوډون ډېر زور واچوي، په بله وينا، واوېلي توري همداسې ساده او بې خدوخاله (و،ا،ی،ې،ي،ۍ) وکاږي.د(زېر) پرځای(ې) او د(پېښ) پرځای(و) وکاروي، که څه هم ځای ډېر ونيسي او کرښې زياتې وغځېږي . بره خوا، ان د پښتوټولنې  په دېرشمو لمريزو کلونو کې پر دغه ار ټينګار شوی وو، لکه په دې بېلګو کې:

ګومان، ګومارل، خوله، کوچنی (کوشنی)، غوټۍ، غونچه،  موسکا، موسکی، پوخلا، پوخلاينه، خورما، توند، توکم، توخم، اوتمانخېل، کونړ، اورزګان يا ورزګان(ارزګان)، کوندوز يا کوندز، کولپ...، ګيله، څېرمه، ګيلاس، اورګان، رومان، کولتور، دوکتور، کلينيک، ټېکېټ، ژورنالېست، ژورنالېزم... .(پوره څرګنداوی<پښتو ليکلارښود).

 

 

 


 

ادبی ـ هنری

 

صفحهء اول