© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پوهاند مجاور احمد زيار

 

 

پوهاند مجاور احمد زيار

 

 

 

د افغاني فرهنګ و پوهې ځلاند ستوري دوکتور اکرم عثمان

 ته د بشپړې روغتيا له هيلو سره

 

 

 

د اسمان پرتندي

 

 

مه وه تدبير مو د تقدير زولانه

 د برخليک پښې مو بيا زنځير زولانه

 

څو به په بند د بنده ګۍ کې يو ټول

له فلسطينه تر کشمير زولانه

 

د تورانديو د زنديو زندان

له تراجميره تر پا مير زولانه

 

نه چې وادي د تورې شپې مو کړي بيا

د پر مخيون دا ستر بهير زولانه

 

تنا مو وکښي د اسمان پر تندي

په بهانه د خدايي وير زولانه

 

په ګرمانه کې د ناکړې ګناه

هسې د بل په تور اسير زولانه

 

چه د مهال زليخايي مكرونو

شكلى يوسف کړپه تزويرزولانه

 

 

پرې! شي پرځای د بېګناه«حسنک»

کوم ګناهګار امير، وزير زولانه

 

د زر و زور خدايان دې ګرځي ازاد،

وي بنده ګان يې تل زهير زولانه!

 

            ګوندې بې نياوه لارويان د تيارو،

            کاندې نياوګر د خپل ضمير زولانه !

                                                                ١٠-٣-٢٠٠٤

 

 


 

ادبی ـ هنری

 

صفحهء اول