© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پوهاند زيار

 

 

 

 

پوهاند مجاور احمد زيار

انگستان

 

 

د افغاني فرهنګ ستر وياړ دوکتور اکرم عثمان ته

د روغ او نېکمرغه ژوند له هيلو سره (پوهاند زيار)

 

 

 

 د اسمان پرتندي

 

 

مه وه تدبير مو د تقدير زولانه

 د برخليک پښې مو بيا زنځير زولانه

 

څو به په بند د بنده ګۍ کې يو ټول

له فلسطينه تر کشمير زولانه

 

د توراند يو د زند يو زندان

له تراجميره تر پا مير زولانه

 

نه چې وادي د تورې شپې مو کړي بيا

د پر مخيون دا ستر بهير زولانه

 

تنا مو وکښي د اسمان پر تندي

په بهانه د مرګ او وير زولانه

 

په ګرمانه کې د ناکړې ګناه

هسې د بل په تور اسير زولانه

 

څه د وختو د هوسو زليخا

ښكلى يوسف کړپه تزويرزولانه

 

پرې! شي پرځای د بېګناه«حسنک»

کوم ګناهګار امير، وزير زولانه

 

د زر و زور خدايان دې ګرځي ازاد،

وي بنده ګان يې تل زهير زولانه!

 

لا مو په غچ د هسک د خدای د دښنو

په ګور کې کړي منکر نکير زولانه

 

تر دې رښتينې  نياو والي به نه وي ،

چې هر هر څوک کړي خپل ضمير زولانه !

                                                                ١٠-٣-٢٠٠٤

 

 

 

 

 

 

 

 


 

ادبی هنری

 

صفحهء اول