© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

البوم تصاوير

 

 

 

با اظهار سپاس از آقای احمد شاه هوتکی، مدير مسوول  «افغان رساله»، که اين گزارش و عکس ها را برای نشر به «فـــــردا» فرستاده اند.

 

 

 

 

ټورنټو د ملالی جویا هرکلی وکړ

 

ملالی جویا   د ټورنټو څخه تر کابله د جنایتکارانو او جنګسالارانو خوب حرام کړیدی

 

د ( ښځه، قوانین او ډموکراتیک ریفورم Women, Constitutions and Democratic Reform)  په نوم کنفرانس هر کال دکاناډا په پلازمنې اوټاو کې    جوړیږی او د هغو هیوادونو ښځنه استازی     ته را بلل کیږی چې    په هیوادونو کې یې جګړې او ناامنی ،   د بشری حقوقو پر ضد تیری او  د ښځو سره د خشونت او زیاتی   پيښې روانې وی    .

څو ورځې مخکې په اوټاو کې د    د دروو هیواونو څخه (افغانستان، رونډا او جنوبی افریقا)   د مخکښو او مبارزو ښځو هيئتونه رابلل سوي وو تر څو دغه کنفرانس ته د خپلو تجربو یاددونه وکړې او خپل فعالیتونه وښئ.

دافغانستان، رونډا او جنوبی افریقا  دغه ښځنه  استازو خپلې ویناوی واورولې چې د افغانستان په هيئت کې د افغانستان د بشری حقوقو د خپلواک کمیسیون  مشرې سیما  ثمر او په ولسې جرګه ( پارلمان) کې د فراه د ولایت استازې ملالې جان جویا ګډون کړې و.

  

د ۲۰۰۶ کال د فبروری د میاشتې پر ۱۴ په اوټاوا کې د ملالې جویا وینا په هره برخه کې د ګډون  والو په مسلسلو چکچکو سره بدرګه کیده. 

 

پدې کنفرانس کې د کاناډا دحکومت او پارلمان چارواکی  او نور عالی رتبه کسان او  د افغانستان سفر په شمول ګډون کړی و.

 

همدا راز په اوټاوا کې د اوسیدوونکو افغانانو لخوا د ملالې جانې جویا په ویاړ يوه غونده او میلمیتسا هم جوړه سوه وه چې داوټاو اوسیدونکې افغانانو برخه پکښې اخیستې وه.

 

په ټورنټو کې د افغاني ښځو انجمن، د افغان رسالې  او نورو مراجعو هم ملالې جویا ته بلنه ورکړه چې دلته د استوګن افغانانو سره له نژدې وګوری او خپل فعالیتونه توضیح کاندی او د هیواد د مسایلو په هکله خبری وکړی او هم د خپلو دغو پردیسو هیوادوالو سره له نژدې معرفی سی. ملالې جانې جویا دا بلنه په ورین تندی سره ومنله او د فبرورۍ پر ۲۱ د سه شنبې په ورځ د ماښام پر ۶ بجو   په هغه پرتمينه غونډه کې برخه واخیسته چې د هغې په ویاړ دد غوڼدې د جوړې سوې کميټې لخوا، دلته د افغانانو د اتحادیې په فرهنګی صالون کې جوړه سوه وه . پدې غونډه کې څه د پاسه دروسوو افغانانو ګدون کړی و چې په ډير بریالیتوب سره روانه وه.

غونډه د ځوان قاری ښاغلي علی اکبری قدیریان   لخوا د قرآن محید په  تلاوت سره  پرانستل سوه،

وروسته یو شمیر کوچنیانو ملی  سرود یا ترانه  ( دا زموږ زیبا وطن ) په ډير ښه ډول سره په ګډه ولوستله چې د حاضرینو لخوا يې تود هرکلی وسو.

وروسته   پيژندل سوی لیکوالې  او شاعرې محترمې پروين چان پژواک د ملالې جویا سوانح  ولوستله او د هغې پر مبارزو باندې يې پوره رڼا واچول  .  

بیا  په ټورنټو کې د استوګن افغانانو په نمایندګې سپین ږیری مشر ښاغلي سید محمد اکبر سید زاده  هغې  ته ښه راغلاست  ووایه او د هغې هلې ځلې او فعالیتونه  يې  ډیر وستایل او د هغې په ویاړ یې يو ښه شعر هم ولوست چې په هره برخه کې د حاضرینو  په تودوو ولولو سره  بدرګه کیدی .

دده له وینا وروسته د پروګرام خوانې انسانسرې  محترمې ملالې جانې  د افغان رسالې د مسوول احمدشاه هوتکی څخه هیله وکړه چې د ټورنټو  د افغانانو لخوا هغه  تصویر چې د هیواد تکړه نقاش او انځورګر ښاغلی کامران احمدی د ملالې جانې جویا لپاره  ا نځور کړی   دی هغې ته اهدا کړی.  چې  بیا هوتکی د ښاغلي سید زاده او د  افغانی ښځو د انجمن د مشری محترمې ادینې جانې نیازې   څخه هیله وکړه چې په ګډه سره دا سوغات ملالې جانې ته وړاندې سی .

 پدې تصویر کې د ملالې جانې جویا هغه عکس انځور سوی و چې په اضظراری لویه جرګه کې يې د جنایتکارانو او جنګسالارانو پر ضد آواز پورته کړی و. پدې تابلو کې يوې خوا ته د کاناډا او بلې خوا ته د افغانستان ملی بیرغونه هم ترسیم سوی و چې دې حالت انځور ته نوره ښکلا او رنګینی هم بخښلې وه.

 

ورپسې د ښاغلي صبو الله سیاسنګ پيغام چې د ریجینا څخه يې رالیږلې و د ښاغلي غوث عندلیب لخوا ولوستل سو او په آنتريو کې د اوسیدونکو افغانانو د اتحادیې رئیس ښاغلي ډاکټر حسین دانشور هم  خپله وينا واوروله .

 وروسته د ملالې جویا د وینا هغه ويديويي صحنه  پر پرده پاندې وښودل سوه چې هغې د اضظراری لویې جرګې پر مهال د جنایتکارانو د محاکمې په هکله کړې وه او هم هغه صحنه  چې هغې ته په نوی پارلمان کې د وینا اجازه نه ورکول کیده حاضرینو نه وښودل سوه.

 

 د پروګرام په ورپسې برخه کې د افغانستان په ولسې جرګه  کې د فراه  ولایت استازې محترمې ملالې جانې جویا  څخه هیله وسوه چې خپله وینا واوروی.

 

ملالې جویا د خپلې وینا  په پيل کې وویل چې  افغانستان د ستونزو، ناخوالو ، فساد او لویو مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ دی او نه پوهيږم  له کوم مصیبت څخه یې را پيل کړم. هغې وویل چې افغانستان پدې څلورنیمو کالو کې لکه چې تمه کیده هغونه آرامی او سوکالې نده حاصله کړی او د ژوندانه په هره برخه کې  لوی  مشکلات او جدی خنډونه هماغسې مسلط دی.  دې وویل ښه بیلګه یې دا چې د ارګ په يو کیلومترۍ کې خلک له یخنی څخه مړه کیږی څوک یې غمو نه خوری او ولایتونه خو بیخی د چاپه یاد هم ندی.

 

 ملالې جویا د خپلو خبرو په دوام  وویل چې په بلیونو ډالره  خارجی مرستې غیب سوی او زیاته برخه یې د فساد قربانی  سوی او عوام  له هغو ته هیڅ ندی مستفید سوی. دې زیاته کړه چې جنګسالاران، جنایتکاران او قاتلان اوس هم په دولت کې شامل دی  ان د اوسنې پارلمان ۷۰٪ استازی هماغه پخوانی مجرمین دی چې د تقلب، رشوت ، تطمیع او تهدید پر اساس پارلمان ته راغلی دی،  ملالې جویا زیاته کړه چې د دغو جنایتکارانو او جنګسالارانو زیاته برخه هماغه شمال ائتلاف دی چې په دولت او پارلمان کې لوی لاس لری او هغوی ټول باید په ملی او بین المللی توګه محاکمې ته راکش کړه سی.

ملالې جانې جویا د وینا د اورولو په هره برخه کې د ګډون کونکو د تودو هرکلیو او خوښیو سره مخامخ کیده.

 

ملالې جویا د پرون او نن په ارتباط وویل چې پرونی طالبان او نننی جنګسالاران ( چې شمال ائتلاف غړی دی) د یوې سکې دوه مخه جوړوی او امریکا پدې هکله عموماْ او حامد کرزی خصوصاْ مسؤل دی.

 

ملالی جویا د خپلې  اوږدې وینا په بله برخه کې وویل چې په عمومی توګه د هیواد جوړښت او پرمختګ ته اساسی کار ندی سوي حال دا چې د مخدره موادو کښت او تجارت ښه په زور کې دی چې په  هغه کې لوړ دولتي مقامات او د شمال ائتلاف کسان لوی لاس لری. او د هغو کسانو   لست تر اوسه د ښاغلی علی احد جلالی په جیب کې پروت دی.

  هغې زیاته کړه چې حامد کرزی د جنګسالارانو او شمال ائتلاف د عناصرو په محاصره کې دی او هغه د ملت د اعتماد له رایې څخه ناوړه استفاده  وکړه . دې وویل چې که دغه څیرې او دغه ډلې ټپلې خپل فعلې چال  چلند ته ادامه  ورکړې او که امریکا پدې اړه خپله پالیسی بدله نکړې نو افغانستان به د مسلسلو او اوږدو مشکلاتو په جال کې بند پاته وی.

د ملالې جویا وینا د برخه والو د تودو چکچکو  او خوښیو په فضا کې بدرګه کیده. د پروګرام په پاې کې د ښځو د جوړښتو مشرې محترمې آدینې نیازې لنډې خبری وکړی او د پوښتنو اوځوابونو برخه يې مشخصه او تنظيم کړه.

د حاضرینو له جملې څخه د ډول ډول نظریو او مختلفو ګوندونو او ډلو ټپلو اعضاوو هم ګډون درلود، هر چا په  پوره استقلال سره آزادنه پوښتنې کولې چې ملالې جویا په ډير جرات سره هغه ځوابولې.

د حاضرینو له جملې څخه څو تنه د شمال ائتلاف خواه خواهان او د شوراې نظار د دډلې غړو هم اشتراک درلود او هغوی هڅه کول چې غونډه اخلال کړی او پخپلو ناوړه سوالونو سره د ملالې جان جویا  زړه ور توب پیکه کړی  مګر هغې په بشپړ درایت او شهامت سره د هغوی خولې په مستندو ځوابونو سره وګنډلې چې د غونډې برخه والو دا هرڅه په تودو ولولو سره ستایلې.

 

غونډه    په بشپړ بریالیتوب او د خوښۍ په یوه ډکه فضا کې د شپې پر لسو بجو پای ته ورسیده.

 وروسته  حاضرینو د کابل کباب رستورانت په هغه   ډوډۍ  کې برخه واخیسته چې ددې غوندې د جوړولو د کميتې لخوا برابره سوې وه  .

د ډوډۍ خوړولو په پاې کې زیاتو برخه والو په ګروپي او انفرادی توګه د ملالې جویا سره د یادګار ی عکسونه واخیستل او پر سالون باندې یوه کاملاْ افغانی فضا خپره وه .

 

د یاددونې وړه ده چې په هماغه شپه دلته د شورای نظار هوادارانو د خپلې راډیو له لارې پر دغه پروګرام باندې منفی تبصره وکړه او مستقیماْ یې کابل ته تيلفون وکړ( د ټورنټو د شپې ۱۱ بجې – د کابل د سهار۷ بجې) چې له هغه ځایه یې د پارلمان  رئیس یونس قانونی په لاین کې داخل کړ او هغه ته یې ددې غونډې ټول بیان وکړ . دغو عناصرو یونس قانونی ته وویل چې ملالې جویا دلته په تاسې پسې منفی تبلیغات پیل کړی او ادعا کوی چې د فعلی پارلمان ۷۰٪ استازی مجرمین، قاتلان، جنګسالاران او د مخدره موادو قاچاقبران او د بشری حقوقو سرغړونکی دی، تاسی پدی هکله څه غبرګون ښکاره کوی؟

 

 یونس قانونی په ځواب کې  ورته وويل چې ملالې جویا په همدې کابل کې هم  په ولسی   جرګه کې دغسې آواز جګ کړیدی . هغه تل دغسې جدی انتقادونه کوی او دا  د هغې شخصي نظر دی  .

 

مګر ګرانه لوستونکیه !  دا د هغې شحصي نظر نه بلکې د ټول افغان ولس آواز دی چې که پرون د میوند ملالې هغه جګ کړی و او دا دی نن یې ثانی ملالې اوچتوی  چې د ټول افغان مظلوم ولس د فریاد  انعکاس دی او افغانان پرې ویاړی.

 

باید وویل سی چې ملالې جویا له کاناډا څخه وروسته امریکا او هسپانیا ته روانه ده چې  هلته هم دغسی پروګرام لری ویناوی اوروی.    تمه کیږی چې حامد کرزی به هم هسپانیا ته ورځی  .

 

افغان رسالې تل حقایق ویلې او خپل ږغ  د ملالې جویا د ږغ سره همنوا کوی او پدې ویاړی چې ملالې جویا په کاملاْ افغانی شهامت سره ترخه واقعیتونه په ډاګه کوی.

 

موږ د ملالې جانې جویا ټوله مبارزه او ټول فعالیتونه ستایو او د لوی خدای (ج) له درباره روغ صحت او اوږد عمر او بشپړه کامیابی ورته غواړو.

 

 

 

 

 

البوم تصاوير محفل قدردانی از ملالی جويا

 

 

 

 

 

 

 


اجتماعی ـ تاريخی

 

صفحهء اول