|
داکتر مجاور احمد زيار
بادوباران
باران کښي په پستوګوتو څه پستې پستې سندرې څه خوږې خوږې بدلې... خو، دباد دې غبرګ لاسونه چورلټ مات شي چې يې څومره زړه راکښونکې مينه وړې ترانې راولوټلې! 30 / 10 / 2005
دکتولاسليک
په نن اوپه سباکې ډېرکلونه ولاړه راغله، اوزمابرخليک لاهسې دی په تمه ستادسترګوپه دوتر کې، ستاديوکتولاسليک ته! 31/ 10 / 2005
توکم ـ ګروهه
توکمپال ته له خپلوهمتوکو اوګروهپال ته له خپلوهمګروهو پرته بل څوک هډوانسان نه ښکاري . 10/ 10 / 2005
لمرپرښتي
نمرګلي له ډېرې لمرپرښتۍ نه ـ ګردسره ـ دلمربڼه راخپله کړې ده. 9 / 8 / 2005
آرلامل
د پښتنود نه پرمختګ آر لامل دادی چې پرله پسې خره مخکې اودوی ورپسې دي. 7 / 10 / 2005 لندن
|