© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

گل آقا احمدی وردک

 

ګل آغا احمدي وردك

 

 

 

 

د زده كړې په بهير كې د مورنۍ ژبې نشتوالى

اوپه زده كوونكي د هغه منفي اغيزې

 

 

 

 

زده كړه د لوى خداى ج ستر نعمت او په انسانانو باندې يې حاصلول د لوى خداى ج له خوا فرض ګرزول شوې ده څو انسانان خپل ژوند ته پرې سمون وركړي، ورځنۍ چارې پرې ښكلې او د ژوند ټول تياره اړخونه پرې روښانه كړي. بريالى زده كړه هغه ده چې په خپله مورنۍ ژبه تر سره او بشپړه شي. په همدې توګه نوموړى كار انسانانو ته دا توانايي ور په برخه كوي چې له هرڅه د مخه خپله مورنۍ ژبه په ښه شكل زده كړي. خو كه چيرې انسانان مجبوريږي چې له خپلې مورنۍ ژبې پرته پر بله ژبه لومړنۍ، منځنۍ او ثانوي زده كړې وكړي نو تر يو زيات شمير منفي اغيزو لاندې راځي چې ځينو ته يې په دې ليكنه كې په لنډه توګه ګوته نيول كيږي.

 

لومړى: د محروميت د احساس پياوړتيا

له خپلې مورنۍ ژبې پرته پر بله ژبه باندې زده كوونكي ته شايد د خپلې زده كړې په لومړيو مرحلو كې دومره پته نه لګيږي او نه هم په لومړيو ټولګيو كې د دې خبرې اهميت ورته څرګنديږي خو كله چې نوموړى زده كوونكى د زده كړې له منځنۍ مرحلې تيريږي او د ثانوي زده كړو په دروازه كې ګام ږدي نو ورو ورو په دې پوهيږي چې په حق كې يې لوى ظلم شوى دى. په همدې توګه زده كوونكى د يو لړ  راز راز پيچلو او بې ځوابه پوښتنو سره مخ كيږي چې ګواكي ولې د خپلې مورنۍ ژبې په وسيله ترې د زده كړې حق اخيستل شوى؟ ولې پرې بې وخته د بلې ژبې زده كړه تحميل شوې؟ آيا پخپله مورنۍ ژبه كې څه نقص او تاوان دى؟ آيا خپله مورنۍ ژبه يې د دې وړتيا نه لري چې زده كړه پرې وكړي؟ په دې ډول يې په سلګونو نورې پوښتنې د ذهن په يوه او بله خوا كې را تاويږي او داسې ځواب نه مومي چې قناعت يې پرې حاصل شي. همدا راز بې ځوابه پوښتنې او داسې نور عوامل د دې سبب كيږي چې زده كوونكى د يو ډول مايوسۍ او محروميت احساس وكړي. په همدې توګه د خپلې زده كړې په ډګر كې هر بدلون ورته بل ډول ښكاري، هر څه ته د شك په سترګه ګوري، خوند نه وركوي، له خپل ښوونيز ماحول سره دلچسپي له لاسه وركوي او د ورځې په تيريدو سره د  محروميت احساس ورسره پياوړى كيږي.

 

دوهم: د ذهني او پوهنيزو ستونزو سره مخ كيدل

هغه زده كوونكى چې له خپلې مورنۍ ژبې پرته پر بله ژبه ليك لوست كوي نو د ډول ډول رواني، ذهني او پوهنيزو ستونزو سره مخ كيږي په دې توګه چې نه ورته خپله د حل لاره موندلاى شي او نه هم په ناپيژندل شوي ژبنيز ماحول كې داسې خواخوږي څوك مومي چې ستونزې يې كشف او د هغه د حل په لاره كې مرسته ورسره وكړي. زده كوونكى په دې حالت كې له يوې ذهني او رواني خلا سره مخ كيږي چې نوموړې تشه يا خو د ژوند تر پايه او يا هم د خپل ژوند تر ډير وخت پورې ورسره ملګرې وي چې د زده كوونكي د پوهنيزې ودې  په لاره كې يو لوى خنډ بلل كيږي.

په همدې توګه زده كوونكي ته ډيرې زياتې او حتى ټولې كليمې، جملې، لغتونه، د درسي كتابونو محتويات، شعري او نثري ليكنې، ښوونكي، هم صنفيان، له نورو زده كوونكو سره خبرې او هر څه نا آشنا ښكاري او زده كوونكى د راز راز پوهنيزو او ټولنيزو ستونزو په ګرداب كې د زده كړې بهير ته دوام وركوي چې له سمې ودې او پرمختګ څخه بې برخې كيږي.

 

دريم: له خپلې مورنۍ ژبې سره د بې تفاوتۍ احساس

ځينې هغه زده كوونكي چې په پردۍ ژبه زده كړې كوي او ژر د خپلې ژبې اهميت او هغو يو شمير باريكيو ته پاملرنه و نه كړي كيداى چې لدې امله په نا څرګند ډول له خپلې ژبې سره د يو ډول بې تفاوتۍ او بې مسئوليتۍ احساس وښيي. ځينې دغه راز ده كوونكي كولاى شي چې د خپلې مطالعې او د خپلې مورنۍ ژبې له  پوهانو سره د ناستې ولاړې له لارې نوموړې تشه څه ناڅه ډكه او هغو چلنجونو او باريكيو ته متوجه شي چې د پردۍ ژبې په وسيله د زده كړې له لارې ورسره مخ دي. خو په خواشينۍ سره بايد وويل شي چې د دغه راز زده كوونكيو لوى شمير بيا د خپل ژوند تر پايه په همداسې يوه بې مسوولتۍ كې پاتې كيږي لكه چې اشاره ورته وشوه چې د خپلې مورنۍ ژبې لپاره په نه جبيره كيدونكي تاوان تماميږي. بايد يادونه وشي چې كه چيرې دغه راز زده كوونكيو په خپله ژبه زده كړې كولاى، نو له غوره تعليمي ودې څخه به برخمن واى او كيداى شواى چې له منځ څخه يې د خپلې ژبې تكړه پوهان، ليكوالان، شاعران او اديبان را پيدا شوى واى. په خپله مورنۍ ژبه يې غوره آثار ليكلي او ژباړلي واى. خو له مورنۍ ژبې پرته په بله ژبه  زده كړې د دې ډول زده كوونكيو د خپلې مورنۍ ژبې د ودې ټولې لارې تړي او په دې هكله د بې مسووليتۍ له احساس سره مخ كيږي.

 

څلورم: له خپل كلتور څخه ليرې والى

ژبه او كلتور له يو بل سره ډيرې نږدې اړيكې لري بلكي ژبه او د هغې هراړخيزه بډاينه د يوې ټولنې د كلتور بنسټيزه برخه ګڼل كيږي. نو كله چې يو زده كوونكى له خپلې مورنۍ ژبې پرته پر بله ژبه په زده كړو ته مخه كوي نو تبعا په شعوري او يا غير شعوري توګه مجبوريږي چې د هغه ژبې د كلتور پيرو و اوسيږي چې زده كړه پرې كوي او كه يې پيروي نه كوي نو بيا په ښوونځۍ او ټولګي كې بيګانه ښكاري او د ډول ډول ستونزو سره مخ كيږي. نو په دې توګه ويلاى شو دغه راز زده كوونكى داسې يو كلتور په نا غوښتل شوي ډول خپلوي چې په خپله كورنۍ او ټولنه كې يې د منلو ځاى نه وي ځكه چې د هرې ټولنې كلتور خپلې خپلې ځانګړنې لري.

له خپل كلتور څخه لرې والى په جامو، لوبو، خبرو، خوراك، كړو وړو او هر څه كې څرګنديږي چې د دغه ډول زده كوونكي ژوند، كورنۍ، ټولنې او حتې هيواد لپاره يو منفي ګذار او ستر ګواښ ګڼل كيږي. كله كله خو زده كوونكى په خپله كورنۍ او ټولنې په منځ كې د هغه كلتور په را څرګنديدو سره د شرم او عار احساس كوي چې په غير شعوري ډول يې له مورنۍ ژبې پرته د زده كړې په بهير كې خپل كړى او د نوموړي د ژوند په كړو وړو يې منګولې لګولې دي.

 

پنځم: د استعدادونو ركود او له منځه تلل

استعداد له هغه خدايي نعمت څخه عبارت دى چې په فطري ډول د انسان په ذهن، پوهنيزې وړتيا او كړو وړو كې را څرګنديږي او مختلف ډولونه لري. غوره استعداد، منځنۍ استعداد او برابر يا د ښكته رتبې استعداد يې ګڼلى شو او هرو مرو به زده كوونكى د دې ډول يوه استعداد څخه برخمن وي.

له مورنۍ ژبې پرته په بله ژبه زده كړې د انسان په استعداد ژورې اغيزې لري پدې توګه چې د دغه راز زده كوونكي زيات تعليمي وخت د بلې ژبې د لغتونو، ګرامرو او مفرداتو په زده كولو كې لګوي. په همدې توګه د هغه پوهنيزو، ساينسي او ټولنيزو موضوعاتو د يادولو لپاره ډير كم وخت لري چې د ښوونځۍ په نصاب كې ځاى پر ځاى شوي وي. همدارنګه توګه زده كوونكى د يو ډول نا څرګند ذهني ركود سره مخامخ كيږي چې پايلې يې د هغه د علمي ژوند په مختلفو مرحلو كې په وار وار  څرګنديږي او د يوه هيواد يا ټولنې د ټولنيزې ودې د پراختيا مخه نيسي.

 

اووم: له ځينو زده كوونكو سره د منفي اغيزو را پاريدل

ځينې زده كوونكي چې له خپلې مورنۍ ژبې پرته په نورو تحميل ژبو د زده كړې بهير ته وربلل شوي وي نو د وخت په تيريدو او د زده كوونكي د پوهنيزې وړتيا په لوړيدو سره نوموړى مجبوريږي چې له ځينو اشخاصو، سياسي كړيو او حاكم نظام سره د بغض، دښمنۍ او حقارت پاريدو ته په غير شعوري توګه لاره وركړي. البته نوموړي ناوړه فكتورونه د مختلفو دلايلو له مخې چې ځينو ته يې مخكې اشاره وشوه د زده كوونكي په ذهن كې ځاى نيسي، حساسيت پيدا كوي او د نوموړي د علمي پراختيا د مخې خنډ ګرزي.

 

اووم: له خپلې ژبې څخه لرې پاتې كيدل

خپله مورنۍ ژبه له هر څه د مخه په خپل ويونكي او خاوند حق لري چې د پراختيا او سمون لپاره يې مټې را ونغاړي، انسان پرې وياړ وكړي او د هر اړخيزې ودې سره سم يې خاوند ته له اندازې زياته خوښي په نصيب كيږي. خو كه زده كوونكى له خپلې ژبې پرته په نورو ژبو د زده كړې بهير پر مخ بيايي بيا نو له دې راز خوښيو او نعمتونو څخه بې برخې او لرې پاتې كيږي. كه سړى پخپله شاعر، ليكوال او يا ژبپوه هم نه وي خو دا كار د هر انسان خوښيږي چې خپله مورنۍ ژبه يې د نړۍ له ژبو سره سياله، پرمختللې او د هغه د وياړونو سرلښكره وي.

نو زياتره هغه انسانان چې له خپلې ژبې څخه په پردۍ ژبه د زده كړو بهير پر مخ بيايي د خپلې ژبې له اهميت او په دې اړه له روحي او ټولنيزو خوښيو څخه بې برخې پاتې كيږي.

 

آتم: د زده كوونكي په حق كې ظلم

د زده كړو په ډګر كې په پردۍ ژبه باندې زده كړو ته  د يوه انسان مجبورول د نوموړي په حق كې يو لوى ظلم ګڼل كيږي. ځكه چې نوموړى كار د زده كوونكي ډيرې زياتې هيلې له خاورو سره خاورې كوي، د ذهني ستونزو را پاريدو ته يې لاره هواروي، ډير وخت يې ضايع كيږي، ذهني پنځونې يې له منځه ځي او د راز راز ستونزو سره په داسې ډول پر مخ كيږي چې زده كوونكى يې نه غواړي. دغه څيزونه او دې ته ورته عوامل د دې سبب كيږي چې د زده كوونكي په حق كې لوى ظلم وشي البته داسې يو ظلم چې جبيره كول يې ناشوني دي.

 

نهم: د معاصرې ديموكراسۍ پايمالول

كه په يوه ټولنه كې انسانان له خپله مورنۍ ژبې څخه په بله ژبه زده كړو ته مجبوريږي نو دا كار د نوې ديموكراسۍ څخه خلاف عمل ګڼل كيږي. ځكه چې د د يموكراسۍ د اصولو سره سم انسان يو آزاد مخلوق دى او لوى خداى ج دا حق ورته وركړى دى چې خپله ژبه پياوړې او په هغه باندې د زده كړو بهير ته مخه كړي. په همدې توګه انسان په خپلو ملي وياړونو ووياړي چې خپله مورنۍ ژبه او د هغه پياوړتيا يې د ملي وياړونو د سر كرښه ده. نو كه زده كوونكى مجبوريږي چې له خپلې مورنۍ ژبې پرته پر بله ژبه د مجبوريت له مخې د زده كړو بهير ته مخه كوي نوموړى كار د هغه د يموكراسۍ له اصولو څخه خلاف عمل دى چې نن ورځ د نړۍ زيات انسانان باور پرې كوي او د انسان د طبيعت سره سم ټاكل شوي دي.

 

لسم: د بشر له حقوقو څخه سرغړونه 
پخپله ژبه باندې زده كړه د هر انسان بشري حق دى او نوموړى حق د بشر د حقوقو په اعلاميه كې ثبت او د نړۍ تقريبا ټولو هيوادونو امضا كړى او هغه ته احترام لري. په همدې توګه ځينې نړيوالې ادارې د دې كار لپاره ځانګړې شوې چې هر كال او يا د كال په اوږدو كې څو څو ځلې په نړيواله توګه داسې اعلاميې خپرې كړي چې د بشر له حقوقو څخه سرغړوونكي غندي او هغه ته د جزا غوښتونكي وي. نو له خپلې مورنۍ ژبې پرته پر بله ژبه باندې د زده كړو بهير ته د انسانانو مجبورول هم د بشر له حقوقو څخه يوه ښكاره سرغړونه ګڼل كيږي.

 

يوولسم: د هيواد د اساسي قانون خلاف عمل كول

د انساني ټولنې هر هيواد د خپلو هر اړخيزو چارو د ښه سمون لپاره اساسي قوانين لري چې له يو بل سره زيات ورته والى لري او د نوموړي ورته والى يو مهم ټكى دادى چې په هغه كې د هيواد د اتباعو حقوق په بشپړه توګه منل شوي چې په خپله ژبه د زده كړې حق يو معتبر او منل شوى حق دى چې د نړۍ د زياتو هيوادونو اوسيدونكي او سياسي چارواكي پرې اعتراف كوي.

نو كه چيرې انسان مجبوريږي چې له خپلې مورنۍ ژبې څخه په بله ژبه د ښوونې او روزنې بهير ته وړاندې كيږي نو د اړوند هيواد د اساسي قانون له موادو څخه څرګنده او بربنډه سرغړونه ګڼل كيږي.

 

دولسم: د اسلام له بنسټيزو احكامو څخه سرغړونه

اسلام بيا په ډيرو فصيحو او بليغو الفاظو د انسانانو په حق كې په يوه  آواز هغه ټولې ناخوالې او د بشر له هر ډول روا حقوقو څخه سرغړونه بللې ده چې وړاندې ورته ګوته و نيول شوه. اسلام لكه څنګه چې د زده كړو حق هر انسان او مومن ته وركړى دى په همدې توګه يې د خپلې ژبې حق او په هغه باندې د زده كړې حق هم له انسانانو څخه نه دى اخيستى. پورتني نصوص چې د ځينو يادونه په دې ليكنه كې وشوه زياترو له اسلام، قرآني احكامو او نبوي احاديثو څخه الهام اخيستى او په دې توګه يې د انسانانو په روا حقوقو اعتراف كړى دى چې د زده كړې په بهير كې پر خپله ژبه باندې د زده كړې حق يې د هر انسان ځانګړى حق بللى دى.    

 

 

 


اجتماعی ـ تاريخی

 

صفحهء اول