© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

گل آقا احمدی وردک

 

ګل آغا احمدي وردك

 

 

 

د ښايستونو وركه نړۍ

 

 

 

 

نور كله به مې د حال په ژبه پټ پټ له ځان سره  ويل: خير دى، خداى پاك خو به زما په ژوند كې هم داسې وخت راولي  چې په خوښۍ سره د خپل سوي ګلزار ټاټوبي  ته ستون شم نو شايد چې زما د هيلو په سوزيدلي ګلبڼ كې به يو ځلې بيا هغه سمسوره، ښيرازه، ګل ورينه او رنګينه نړۍ وګورم چې له ما څخه وركه شوې ده. هو! هغه مهال به د رنګينو ګلونو هرې يوې تاندې غوټۍ د خپلو بوڅو بوڅو  غوزو زړه وړونكيو خوږو شونډو ته داسې رنګ وركاوه چې د آسمانونو د لوى څښتن په نعمتونو كې به ډوبې او د ښكلا د سيالۍ په ډګر كې به يې د خيال په نازكو ګامونو قدم واهه . ګلونو به خپلو پاڼو ته د افق د لوړې كرښې له سهار څخه  د شبنم داسې څاڅكې خوښ كړي وو چې د هر څاڅكي په وړوكي ډنډ كې به د ښايستونو په لسهاوو ښاپيريو لامبو كوله او د ګلونو د سرو پاڼو په نكريزو رنګ لاسونو به يې د خپلې خوښې د جانان خوا ته  خوځول او د مستو زمزمو په پټ كاروان كې به يې د سرو شونډو له زيبايۍ سره يو ځاى د مرغلرو په څير ځليدونكيو غاښونو د رڼا نڅا كوله. ځوانيمرګو ښاپيريو به د خپلو نازكو كمڅو په ځونډيو كې د داسې خوږو عطرو ته ځاى وركړى وو چې د سهار زړه وړونكي نسيم به په منډه منډه ترې غلا او د هغه عاشق داحساس مخې  ته به يې ګرد تاواوه چې د ګلونو مينه به يې د زړه له مراندو څخه تيره بيره شوې وه. خو د لمر زرينې وړانګې به چې كله د ګلونو د خيالي نړۍ په خوا كې پنډې شوې نو د طلايي رنګ په بدل كې به يې  په بيړه بيړه د خپلې مينې د لويې تندې له مخې هغه ټول ډنډونه په يوه دمه غوړپ كړل چې د سهار د افق شبنم به د خپلې ځانګړې لورينې له مخې د ګلپاڼو د رنګينو صورتونو پر مخ جوړ كړي وو. لدې سره به د هر څه رنګ بدلون و موند كه به څو شيبې وړاندې د رنګينو نړۍ يوازې د ګل، سهار، افق، شبنم، نسيم او عطرو په وجود باندې نازيدله نو اوس له طلايي رنګ سره د لمر د څرګ او وړانګو زرګونه نور رنګونه هم پرې را ښكته شول چې عاشق زړه به يې د انتخاب په حيرانوونكيو ټالونو كې راګير كړ، د ښايستونو زانګو به د خوږو وږمو په بدرګه په هر لوري داسې عجيب او غريب ټالونه وهل چې نو  راشه كه يې ګورې. اى لويه خدايه ستا له عظيم دربار څخه به څه كم شي چې يو ځلې بيا زه د خپل ګلزار په څڼو كې د داسې يوې رنګينې نړۍ سره خپل راز شريك كړم.

 

هو ما ته به د خپل كلي او ولس اختر د رنګونو په داسې يوه نړۍ كې ميلمه كيده، ټوله شپه به مې د سهار انتظار ويست ځكه چې د دې مباركې شپې په زياتو شيبو كې به ويښ وم، كله كله به مې د خپلې خوب د خونې د دوربچو خوا ته كتل او داسې فكر به مې كاوه: نه،  داسې بايد  پيښه نه شي، چې سبا شوى وي، ټول ويښ شوي وي او له تا مخكې يې لاسونه له نيكريزو څخه  وينځلي وي. ما به سهار وختي خپل واړه لاسونه له نيكريزو څخه پرې وينځل او مشرانو به راته ويل چې لمونځ قضا نه كړى ځكه چې د اختر په ورځ لمونځ ډير زيات ثواب لري. زه به د خپلو مشرانو سره يو ځاى په داسې حال د خپل كلي جومات ته تللم چې د چاى، نينو، پتاسو، بوسراغو، غونډاريو، او ډول ډول ميوو څخه ډك پتنوسونه به يې په لاس كې وو. د كلي د جومات د ملا صاحب نالبكى به ځانګړي شخص له ځان سره د جومات په لوري ليږداوه. جومات ته له رسيدو سره سم به يې په هغه چادر ور تش كړ چې د بختور ملا صاحب د ميوو درمند به پرې جوړ وو. هر چا به كوشش كاوه چې په جومات كې د ملا صاحب سره نږدې ځاى ونيسي ځكه چې هغه لوري ته به نو تقريبا د ټول كلي په كورونو كې پاخه شوي خواږه څيزونه ور روان وو. مشرانو ته به په لومړي كتار كې ځاى ور كول كيده او تر هغه به د چاى په خوړلو پيل نه كيده څو چې به د كلي ټول نارينه اوسيدونكي جومات ته را غونډ شوي نه وو. ملا صاحب به مختصر قرائت وكړ، دعا به وشوه او د چاى خوړل به پيل شول. له چاى خوړلو وروسته به د اختر مباركي په داسې ډول تر سره شوه چې د كلي ټولو اوسيدونكيو به يو او بل په غيږ كې  و نيول. عجيبه خو داده چې كه مو پام ورته كړى وي نو زياتره وخت له سترګو څخه د خوښۍ پر مهال هم د اوښكو باران جاري شي چې د يووالي په دې بختور محفل كې به هم له ډيرو سترګو د خوښۍ اوښكې جاري شوې او خلكو به د نوو كمسيونو په لمنو او د نوو لونګيو په شملو پاكولې له سترګو څخه وچولې. هلكان به له دې مراسمو وروسته سمدلاسه له جومات څخه ووتل او خپل رنګارنګ د سونډي نه ګله دستمالونه يې په غاړو كې بند او د كلي له كورونو څخه به يې د نينو په ټولولو پيل وكړ. د كلې په كورونو كې به يې هغه ښځې ته د ترور خطاب كاوه چې د نينو د ويشلو دنده به يې په غاړه درلوده او داسې به يې ورته ويل: (ترورې عيد دې مبارك شه يا ترورې اختر دې مبارك شه) ترور به نو د يوې لپې نينو او ځينو ځانګړو ماشومانو ته له يوې پخې هګۍ او يا چارمغز سره يو ځاى په ورين تندي وويل: (ستا دې مبارك شي دا خوله دې جار شم) او له دې خبرې سره به شرپ شو او ميوه به د ماشوم په دستمال كې ځاى ونيو. زه به تاسو ته د هغه اختر د ورځې كومه ښكلا بيان كړم په رښتيا درته وايم چې نه مې له خپلې جونګړې بهر د خيال په نړۍ كې داسې رنګينه نړۍ پيدا او نه هم د خپل ګلزار ړنګې جونګړې ته په راتللو سره په دې بريالى شوى يم چې د اختر د وركو ښكلاوو رنګينه نړۍ بيا مومم. خو د خداى ج ستر دربار ته د هيلې سره يو ځاى د خپلو ښايستونو په وركه ليلا پسې سرګران او لالهانده يم ګوندې وي چې پيدا يې كړم. ګرانو لوستونكيو نيكمرغه كوچنى اختر مو مبارك شه.

 

كلوله پوشته، كابل

 

 

چارشنبه: ۳۰/رمضان/ ۱۴۲۶ هجري قمري

            ۱۱/عقرب/۱۳۸۴ هجري لمريز

              ۲/نومبر/۲۰۰۵ ميلادي

 

 

 

 


اجتماعی ـ تاريخی

 

صفحهء اول