© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ډاكټر نظيفی

 

 

 

دانسان وجود يوه معمى  ده

 

ايا تاسو كله دخپل وجود په باره كۍ فكر كړى دى كه د خپل وجود په باره كۍ ژور فكر وكړۍ نو تاسې په هم زما غوندې حيران پاتې شۍ په دې وجود كې په ملياردو عمليې واقع كيږي او هره عمليه د تعجب سبب ګرځي  . ولې ژوند په دې وجود كې پيداشوى  چى دا وجود حركت كوي، غذا خوري، ځان ترميموي ، ځان پيژني ، ناجوړي لري روغتيا لري ځان بدلوي  دا بدن چى مونږ يې لرو د مختلفو تجربو دپاره مناسب دى  ستړيا لري ، خوشالي لري ، دلوږې احساس لري ، لو ييږي ، ويره پوهيږي ، جنسي ضروت احساسوي ، فكر كوي ، بد بيني پيژني ، خپل ځان خپله ترميموي او وژني  د حيواناتو سره په دې فرق چې انسان په دې ټولو پوهيږي .مونږ پوهيږو چى دا ژوند يو وخت ختميږي  او مرګ هم بله معمى ده . انسانانو ته دا موضوع معلومه ده  چې په بې ساماده كې سا اچول شوې ده او دا سوالونه چى ولې مونږ پيداشوي يو او ولې ژوندي او مړه شيان شته او كومه رابطه د ژونديو او غير ژونديو شيانو منځ كې شته ؟او څرنګه مونږ خپل ځان پيژنو ؟

د زوړ يونان  په وخت كې فزيكدان او طبيب يو نفر و د مثال په ډول ارستو وايي چى خط فاصلد ژونديو اومړو شيانو په منځ كې نه ليدل كيږي او داسې ليكي :

طبيعت د ژونديو او مړو شيانو نه جوړ شوى او دا نه معلوميږي چى په دقت سره خط فاصل چيرته دى دديكارت تر وخته خلك نه پوهيدل چې ماده اوروح سره جدا دي ماده په يو ډول سره دروح خاونده شوې او نيوتن ميخانيكي وخت له ځانه سره راووړ . او وروسته دهغې ټول طبيعت لكه د ماشين غوندې  ښكاره شواو په دې وخت كې طبيب دفزيكدان نه بيل شو سره له دې چى په بيالوژي او طب كې ډير كار شوىدى اوډير معلومات راټول شوي دي خو دا معمى تر اوسه پاتى ده ډير كتابونه ليكل شوي لكه د انسان د وجود كتنه :

ويل كيږي دا ينه ده او وظيفه يې داده او يا دا د پښتورګو سيستم دى  او داسې نور خو اصل سوال په ځاى پاتى دى  چى څرنګه يو پې سا مادې ته سا وركول كيږي او مونږ په دې پوهيږو. دټولو نوو تجرپو سره سم زمونږ علم په دې پرخه كې نه دى زيات شوى او همهغسې  محدود پاتى دى خو زه غواړم چى د كوانتم ميخانيك په اصولو په دې موضوع رڼا واچوم او وګورو چى څومره دا موضوع روښانولاى شي  لومړى دا چى په كوانتم ميخانيك كىماده په انرژي او انرژي په ماده بدليږي او ددې سره تړلې بله موضوع داده چى هر څومره يوه تجربه په دقت سره اجرا شي سره ددى هم تيروتنه پكې شته چى دا هايزنبرګ پرنسيپ نوميږي  او دى د مشاهد اثر وايي يا په بل عبارت ليدونكي ته داسې ښكاري يعنى اتومي او داتوم نه وړې ذرې داسې نه دي لكه څرنګه چى مونږ ته ښكاري  د اتوم نه وړې ذرې په يو معلوم وخت كې په معلوم ځاى كى نه شته . په طپي كتابو كې د مريضۍ حالت داسې  ښوول كيږي لكه د ماشين بيله دې چى چى ووايي دا ماشين ژوندى دى  او فكر كوي  ايا نوى فزيك به دا موضوع روښانه كړي؟

په كتابو كې د وجود ټولې موضوع ګانې داسې څيړل كيږي لكه د فزيك قوانين خو دا موضوع پې جوابه پاتى كيږي چى څرنګه پخپله د ځان علاج كوي  ، هضمول كوي ، خوب ګوري ، جنسي احساس حسوي  بايد كلاسيك او مودرن فزيك دواړه په دې ارتباط مطالعه شي ګوندې دې سوال ته جواب ووايي .

زه نن په همدې ځاى بس كوم او د لوستونكو عكسالعمل ته ګورم چى ايا غواړي  داسې څه ولولي

 

 

 

 

 

 


اجتماعی ـ تاريخی

 

صفحهء اول