© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

لیکونکی:    ډاکتر نظیفی

جمعه  ۲۹د اپريل ۲۰۰۵

 

 

 

 

 

دامريكا غضب

 

چې دفقيرشوي يورانيوم استعمال په عراق او نورو ځايوكى يې نړۍ په خطر كى اچولې ده

 

 

 

 

فقير شوي يورانيومو استعمال په وسلوكې د امريكا له خوا(دبشريت  لويه ګناه ګڼل كيږى چه سارى يې نه ليدل كيږى)امريكايي عسكر چى په عراق كى يې وظيفه اجرا كړې د فقير شوي يورانيوم له كبله مرګ ته په قطار ولاړدي

زه ډارېدلاى يم ،د عراق خلك،مېډيا، ژورنالستان او نورو ته خطر متوجه دى. دفقيرشوي يورانيوم خطر ټولو ته دى او كېداى شي دزرهاووماشومانو ژوند ته خطر وى. مونږ ټول پو هيږو چې وړانګۍ څومره لرى تللاى شي د چرنوبيل وړانګې په  ويلز كې ليدل شوي دي ددې خبرو لومړىرپورټ وركونكى كوم الارميست يا ويره اچوونكى نه دى او دى بريتانوىد وړانګو متخصص دىچى ډاكټر كريس بسبى نوميږي(۱)نوموړى دليورپول  په پوهنتون استاد او د بريتانيانماينده دى د اروپا په اتحاديه كې د وړانګو د مخ نيوي  دپاره. هغه په خپلو خپرو كې زياته كړه چې امريكا او بريتانيا په عراق كې فقيرشوي يورانيوم كارولي او په دې ډول عراق او ټولې نړۍ ته خطر متوجه كړى او دا كارسينو جينيك او ميوتو جينيك ذرات د باد په واسطه ټولې نړۍ ته خپريږي جى بريتانيې ته هم رسيږي باد سرحد نه پېژني اودوخت په تيريدو هر ځاى ته رسيږي او دا راديو اكتيويتي ډيرعمر پاتې كيږي يعنى ۴۵۰۰۰۰۰۰۰۰كلونه دوام كوي او د سر طان، لو كيميا، د مغزو خرابيدل، د پښتورګو نواقص اوپه نوزادانو كى د غړو عيب به په راتلونكو پېړيو كې هم دوام ولري او د تاريخ ليكونكو په نظر به دا ډير لوى جنايت وګڼل شي مونږ بايد پوه شو چى عراقيانو ته  ضروري دوا وركول كيږي او كه نه او همدارنګه هغه عسكر چى بيرته كورته راځي دعغو غم خوړل كيږي او كه نه . فقير شوي يورانيو م د نوم نه داسې معلوميږي چى ضعيف دي او يواځينى ضعف يې دادى چى ارزانه دي  فقير شوي يورانيوم د اتومي ريكتورو فاضله مواد دي او د امريكايي عسكرو په منځ كې يې  د تايسن سوك بولي او جان پلګر په لرې مسافه كې واړه ليدلي چى مړه شوي  او داسې ښكاريدل لكه په اور چى سوي وي كله كله دا ذرات دومره واړه وي چىد مسكې نه تيريږي اوداغيرمريي وژونكي په هيچا صرفه نه كوي او نر،ښځې،واړه ځناورو ته هم تاوان رسوي.

 

په عراق كى ډاكټرانو تخمين كړى چى ۲تر ۶ ځلو پورى زيات كوچنيان معيوب زيږېدلي او ۳تر ۱۲ ځلوزياتو كوچنيانو كى سرطان يا لوكيميا تر ۱۹۹۱وروسته پيداشوې او همدارنګه د لانسيت په رپورټ كىچى په ۱۹۹۸كىخپورشوى راغلي دي چى ۵۰۰كوچنيان دورځې مري چى ټول يې د جنګ د بيلو بيلو كارو پايله ده په ۱۹۸۹كى په عراق كى ۲۳واړه په زروكى مړه كيدل او په ۱۹۹۳كى دا عدد ۱۶۶ته ورسيدپه عمومي ډول ليمفو بلاستيك لو كيمياڅلور ځله زياته شوې او په نارينه وو كى د سږو،تريخي، تنفسي ارګان، پوستكىاو معدې سرطان ډير زياتوالى ښودلى دى په ښځو كى  تريخى،  سينې او نان هاډكن ليمفوما(۲)سرطان ليدل كيږي

 

كله چى واوريدل شو چى فقيرشوي يورانيوم په جنګ استعمال شوي  دبريتانيا اتومي انرژي يوخاص رپورټ  ددفاع وزارت ته واستاوه چى متن يې دادى چى دا مواد به ۵۰۰۰۰۰د سرطان واقعات په لسو كلو كىتوليد كړي .مقامات وايي چى ۳۲۰ټنه فقير شوي يورانيوم يې لګولي او يوه هالنډۍخيريه موسسه لاكا وايي چى ۸۰۰ټنه يې استعمال كړي او دومره تاوان چى اوس او په راتلونكى بشريت ته رسيږي د تصور نه لرى دى مونږ بايد هغه اطفال چى د كمې مودې ضايع شوي هم په نظر كى ونيسو څوك نه پوهيږي چى څومره خلك به د فقيرشوي يورانيوم له امله مړه شو ي وي  اما هغه عسكر چى دلږ وخت دپاره وړانګې وررسيدلي وې تر اوسه يعنى اته كاله وروسته دهغو په سپرمو كى يورانيوم ليدل كيږي او بعضى يې ۱۰۰ځله د مجاز اندازې نه ډير دي او همدارنګه يو تحقيق ښيي چى  د هغو عسكرو ښځې چى عراق كى وودرې ځلې زيات اطفال ضايع كړي نظر وهغو ته چى په جنګ كى نه وو ډاكټرروزالي چى د ملل متحد له خوا تعين شوې وه او د ۳۰كلو مطالعې وروسته وايي چى د يورانيوم ذرات كولاى شي چى حجرات تخريب كړي او ډي ان اى خرابوي چى د سر طان پاعث ګرځي (۳)بله مهمه موضوع داده  چى د بدن مايعات داذرې له ځانه سره وړي او بيل بيل غړي خرابوي ډاكټر برتل وايي چى په هغو عسكرو كى چى د ګولف دجنګ نه راغلي داسې مرضونه ليدل كيږي چى يو له بل سره اړه نه لري ډاكټر اريك رايت هم داخبره تاييدوي چى د يورانيوم ذرات ډير تاوان كوي ددي نه چى فكر كيږي او دا چى كوم كوم كس روغ دى هغه د جينو پورې او مقاومت پورې اړه لري

د عراق نه لاس ته راغلې نتيجې  ښايي تصادفي نه وي شاته غورزول شوي . يو رپورټ چى د امريكايي مقاماتو نه  راغلى وايي چى د فقيرشوي يورانيوم خطر يو حقيقت دى خو داهم حقيقت دى چى د اوږدې مودې تداوي بيمه ډيرې زياتې پيسې كيږي او دا يوازې د حكومت مسله نه ده بلكه دهغو كمپنيو مسله چى دا وسلې جوړوي او دا كمپنۍ سپينې ماڼۍ ته  ډيرې نژدې دي او همدارنګه  داوننګ ستريت ته هم نژدې وي نو ځكه دا موضوع شاته اچول كيږي د امريكې او بريتانيې د حكومتو په غاړه دي چې دا مسووليت ومني  ددې نه پخوا هم دا معلومه وه چى فقيرشوى يورانيوم څومره ډير مضر دي

په ۱۹۹۶د بشرحقوقوكميسيون دا وسله غير قانوني وګڼله  او د جينوا د قرارداد سره سم د ټول وژنې وسله ومنل شوه او اروپايي اتحاديي هم دوه ځله دا غوښتي دي چى داوسله دې منع شي

اوس  بريتانيا او امريكا دا نه مني  اما ولې هغه عسكر چى دبالكان،افغانستان،او عراق نه راغلي  ډول ډول مريضي ګانې يې له ځان سره راوړي. دا يو تصادف نه دى به ۱۹۹۷ كى يو تحقيق وشو په سپيو باندي او سپي د يورانيوم ګرد ته محول شو ۸۴ په سلو د سږو سرطان توليد كړاو مړه شو . ډاكټر اصف دوراكويچ چى په جارج ټاون پوهنتون كى پروفيسورووايي چى له ما نه دامريكا دحكومت مقاماتو پوښتنه وكړه چى فقير شوي يورانيوم خطر لري او كه نه او ده ور ته وويل چى يورانيوم ميوتيشن جوړوي يورانيوم وژني او كه مونږ همداسې بې مسووليته بيوسفير ككړ كړو او دا چى بشريت ته خطر دى په نظر كى ونه نيسونو مونږ نه ځانته خدمت كوونه رښتيا وايو او نه خداى ته خدمت كوواو نه راتلونكي نسل ته. نو سمدستي هغه تحقيق  پروژه بنده شوه

نژدى ۱۲ كاله كيږي چى پريتانيه په يوه عسكري شفاخانه كى داموضوع تر كتنې لاندې نيولې د ټولو نښو او نښانو سره دوى دا نه مني چى دا مريضي ګانې له دې نه پيداشوي  او په رپورټ كى داسې ليكي چى دا مريضي ګانې ښايي بله منبع ولري او يو څو نفر چى په ګولف جنګ كى مريضان شوى يورانيوم يي سبب نه دى ۲۵۰۰۰۰نفرو ته په رپورټ كى يو څو نفر وايي

بريانيه او امريكا فقير شوي يورانيوم په عراق ،افغانستان او كوسوو استعمال كړل د ګولف په اول جنګ كى ۳۲۰ ټنه او په دوهم جنګ كى ۱۵۰۰ټنه استعمال شول  دا ځل نه يوازې په ټانكو بلكه په كورو هم وكارول شواو ذرات يي په هوا تيت شو او باد به هر چيرې وړي وي  رايل سوسايتي پيش نهاد وكړ چى د فقير شوي يورانيوم ككړ تيابايد پاكه شي اوس دا سوال دى چى څرنګه تر اوسه داسى تكنالوژي چى ذرات بيرته را ټول كړي لومړى عراق چى يو لوى ملك دى اوبيا نړۍ.

زما په نظر يوازې يوه لار ياتې كيږي او هغه دا چى عسكرو او د عراق خلكوته بهترين طبي خدمات اماده شي او په راتلونكې وا وسلې بالكل منع شي اوس دا سوال دى چه د ګولف د جنګ سيندروم د هغو وسلو د استعمال نتيجه ده چى پنتاګون جوړې كړي او كارولي كله چى  دريمونډ راموس وايي لومړى هدف جنګ وو خو ده پكى دبندونو درد ، د عضلاتو درد، زړه بد والىاو سر دردي  وه ده كوشش كاوه چى سپورت وكړي خو حال يې ورځ په ورځ بديده او د يوې شفاخانې نه به بلې ته لېږل كېده تر څو چى د عسكرۍ نه معاف شو.

دوسلو هغه سيستمونه چى فقيرشوي يورانيوم كاروي  يو څه يي تر اوسه هم په عراق كى شته چدهغې جملې نه ايم ۱ اپرهام تانك ، براډلې فايتنګ او اى ۱۰وارتهوګ او ۱۲۰ ملي متره توپونو ګولۍ ۹پونډه فقيرشوي يورانيوم لري  كله چى دا ګولۍ په هدف ولګيږي ډير واړه ذرات ترې  په هوا ګې تيتيږي او دا ذرات كله چى سږو ته داخل شي ډير خطر ناك دي د ګولف د جنګ نه دمخه يې داسې اوامر صادر كړي وو چې ملكي وګړي او عسكر بايد وساتل شي اما پس له جنګه پنتاګون ادعا كوي چې د عسكرو دا مريضۍ د فقيرشوي يورانيوم نه نه دي . متحده ايالاتو يوازې ۱۶۷ نفر په جنګ كې د لاسه وركړي خو  هغه چې د جنګ نه راغلي او دتقاعد او صحي كومكو غو ښتنه يې كړې ريكارد حالت ته رسيدلي دي د بيرته ستانه شويو عسكرو اداره وايي چې دوى تقاعد اونور كومكونه  ۱۸۱۹۹۶نفرو سره چې په جنګ متضرر شوي كړى دى او ۳۲۴۸نفر و مرضونه نه وي پېژندل شوي د پنتاګون نطاق ميخاييل كيلپاتريك وايي چى د جنګ نه راغلي او هغه چى جنګ ته نه دي تللي په صحت كې يې توپير نه ليدل كيږي . كله چى د عراق نه راغلي عسكر په جولاى ۲۰۰۴كې امريكې ته راغلل نو ۲۷۵۷۱نفرو صحي كومكونه وغوښتل چى دا ۱۶په سلو كى جوړوي چى ۸۱۳۴ د عضلو او هډوكو ددرد نه شكايت درلوداو ۳۵۰۵تنفسي مشكل درلوداو ۵۶۷۴نورې مريضۍ ښودلې او په ۱۵۳د سرطان په مرض اخته شول خو بنتاګون دا نورمال ګڼي

بله مهمه خبره داده چى په بصره كى چى ډير جنګونه شوي ډير معيوب اولادونه تولد شوي خو كيلپاتريك وايي چى بصره يو مهم مركز دى او دلرې ځايو نه ورته مريضان راځي او دداسې پېښو يو خاصه شفاخانه ګرزېدلې ده لكه د اندرسن شفاخانه په هيوستن كى  او يا به دصدام د كيمياوي وسلو د پروګرام سبب وي

په اكتوبر د ۲۰۰۴ كى يوه مشورتي كميټه جوړه شوه چى د عسكرو دمريضۍ موضوع وڅيړي  ډاكټر لي ستيلى چى د كميټې مشر وه وايي چى دا مريضي ګانې ښايي  د هغو دوا له امله وي چى عسكروته وركړى شوې وې چى د نورو كيمياوي وسلو تاثير پرې كم وي دده نه پوښتنه وشوه چى ولى فقير شوي يورانيوم په باب خپرې نه كوي ده وويل هغه به هم وڅيړو

ډاكټر اصف دوراكوويچ چى ۶۴كلن دى او امريكايي ډګروال وه هغه په ۱۸نفروپه ادرار  كى چى جمله ۳۰ كسه ووفقيرشوي يورانيوم وموندل  او هغه دا خطر په ګوته كړ چى دا مواد كلونه كلونه په وجود كى پاتې كيږي او وړانګې صادروي لومړى ورته اخطار وركړى شو او بيا د كار نه لرې شو ډاكټر دوراكوويچ اوس په كاناډا كى په دې موضوع كاركوى او نتايج يي جرمني ته دبيا ارزيابۍ دپاره ليږلې و چى دفقيرشوي يورانيوم موجوديت تاييد شو

خو پنتاګون دا نه مني او وايي  چى مونږ  پخپله څيړنه كوواوددوى نماينده كيلپاتريك وايي چى دا مريضي ګانې د يورانيوم نه نه دي  او ادعا كوي چى تحقيق  تر اوسه سل په سلو كى نه دي ښودلي چى دا دفقير شوي يورانيوم سره تړاو لري هغه عسكر چى د ګولف ر جنګ نه بيرته راغلي او سر درد لري يا د غړو درد لري د پښتورګي پرابلمونه لري نو معلوميږي چى دا ورته د وړانګونه پيښ شوي چى ددى جملى نه دوه نفر چى يو يې ۳۳كلن اوپل يې ۴۲كلنوه او دواړو سګريټ نه څكول  د سږو په سرطان اخته شول فقير شوي يورانيوم هډوكو ته ځي او دهډوكو مغز ته وړاانګې رسوى چى د ټول بدن دپاره حجرې جوړوي او وينه جوړوي كه داحجري نقص ولري  نو ناقصې حجرې جوړوي  او ناقصې حجرې ميوتيشن توليدوي .څرنګه چى منتقدين وايي فقير شوي يورانيوم  دومره ضرر ناك وي نو پر سيره پر سرطان نور مشكلات هم تو ليدوي لكه د تيري كيسه سوسن چىدده ښځه ده داسې وايي چى تيري په ۱۹۹۱ كى عراق ته لاړ او كله چىبيرته راغى نو داسې مشكلات يې لرل چى سر دردي، دوجود دردونه يې لرل خو وروسته يې د جماع په وخت دسپرم راوتلو سره شديد سوزش لاره او وروسته ښځې سوزش  حس كاوه  په بريتانيه مالكولم هوپرچى د ايميريتوس د پوهنتون پروفيسر دى هغه هم په دې موضوع واقف دى  او نظر يه لري چى سپرم په الكلي بدليږي د تيري حالت ورځ په ورځ بديده او ريودورن هم داسې ناروغه شو او وروسته بالكل امپوتنت شو . د۱۹۹۵ په اخيركى سوسن او تيري سره نور په يوه بستره كى نه ويده كيدل او كله كله به يې په يو اوبل حمله كوله يو ځلى يې په زوى حمله كړې وه چى پوليس ترې خلاص كړ په ۱۹۹۹ كى په مكمل ډول معيوب شو او په ۲۹د اپريل ۱۹۹۹مړ شواو مرض يې تشخيص نه شو لږ وروسته له دې سوزان ريوردان  د ډاكټر اصف دوراكوويچ سره تماس ونيو او دډيرو څيړنو وروسته ډاكټر دوراكوويچ  او ملګرو پكى د فقير شوي يورانيوم اثرات په هډوكو او سږو كى پيداكړل فكر كيږي چى پنتاګون داخطر ځكه كم گڼي چى لومړى د جنګ په جناياتو ګى حساب نه شي او دوهم چى د مليونو ډالرو د خرڅ مخ نيوى وشي او ښايي دفقيرشوي يورانيوم دنفوذقابليت هم په دې كې راشي

داسكان په كلي كې چى يو عسكري برخه او رياض سره نژدې واقع دى  ډګر وال چى ډاګ  روك ته يو يادداشت  وښوودل شو روك چى يو فزيك دان  او د تعليم ترپيې مسوول و ددې دياره د امريكا دريم لښكر ته راوليږل شو چى فقيرشوى يورانيوم ارزيابي كړي دا ياداشت د مارچ په اول ۲۰۰۴ليكل شوى واو د لاس الموس ، نيو مكسيكو نه راغلى واو ليكلي و چى فقيرشوي يورانيوم ډير زيات  نفوذ درلود خو د چاپيريال دخرابوالي ډار هم ډير دى او په سياسي نظر به دمنلو وړ نه وي پايد ددې نه كار وانه خيستل شي

روك ترې داسې معنى واخيسته چى په دې موضوع به څه نه ليكود روك دا وظيفه ډيره مهمه او خطر ناكه وه چى ټول ټانكونه ككړ او هوا او فضا يې هم ككړه كړې وه روك مسك استعمالوه خو په  مسك هم څ نه كيده  كلونه وروسته  دى وايي چى دده د يورانيوم اندازه ۵۰۰۰ځلې زياته وه اوس چى روك ۵۵كلن دى د ريمونډ راموس  غوندې  مرضونه پكى ليدل كيږي او علاوه پرهغه دبندونو درد كاتركت پكى پيدا شو په ۱۹۹۴ كى په پنتاګون كى دهغې پروژې مدير شو چى نوروته وښايي چى څرنګه فقير شوي يورانيوم كارول كيږي او ځرنګه ځان ترې ساتل كيږيده ديوه سوال په جواب كى وويل چى زه يو عسكر يم او عسكربايد خپله وظيفه اجر ا كړي زه ددې دپاره مقرر شوى وم چى څرنګه يورانيوم استعماليداى شي او څرنګه ځان ترې ساتل كيږي دا دكتاب علم نه دى دا غل دي چى باديږي او بيرته په مونږ راوريږي نو څنګه  به ځان يا محيط پاك كړې  ډير كوششونه شوى دي چى راديواكتيو ګردونه  څرنګه جمع او ككړتيا له منځه لاړه شي تر اوسه داسې يوه طريقه چه چاپيريال هم پاك ګړي  خاصې جارو ګانې چى ګردونه كش كړي د سيلو د پاكولو دپاره په حضر كى استعماليداى شي او دجنګ په حال كى دا كار ناممكن ښكاري .

دوشنبه پنځم دمى ۲۰۰۵كى كراو فورډ د تكساس په ښاركى د ۲۰نفرو نه پوښتنه وكړه چىفقيرشوي يورانيوم څه ته وايي۱۹نفرو په جواب كى وويل چى نه پوهيږي  يوازې يوه وويل چى دريكتورو دعمل په نتيجه كې په لاس راځي او ددې نه و خبر چې راديو اكتيودي او په وسلو كې كارول كيږي په يوه بله سروې كى يو سړي وويل چى دامواد ټولې نړۍ ته تاوان لري  عسكروته عراقيانوته او نورو ته هم رسيږي او راديو اكتيويتي ديوې قارې نه بلې ته رسيږي

فقير شوي يورانيوم دروند عنصر دى ارزان او په وفرت اووړيا د وسلو جوړونكو ته په لاس ورځي او حتى امكان دې ولري  چى دوسلو جوړونكو څخه مننه هم وشي چې دامواد يې د ذخيره خانو نه لرې كړل فقير شوي يورانيوم دبمو د كارولو وروسته په وړو ذراتو بدليږي چى قطر يې ۱۰مايكرونه دى چې د سپين كروياتو واړه دي اوددې له امله  تنفسي جهاز ته ننوزي .  بله مطالعه چى  پيشچ كړې وايي چى فقير شوي يورانيوم  په عراق كى جدي ستونزې رامنڅ ته كړي په هغو ځايو كى چى ډيره بمباري شوي دي  ډول ډول ناروغۍ رامنځ ته شوي دي چى تفصيل پورته ذكر شوى . زراعتي ځمكې چى ككړې شوې او اوبه چى ككړې شوي دفقير شوي يورانيوم په خپرولو كى هم رول لري چى تړۍ ته تاوان رسوي او دا معلومه ده چى دا ضرر بيرته په شا نه ګر ځي  اوهغه ضررونه چى د وړانګونه منځته راځي(۵)    

   

 

 

 

 

1-      The Lancet volume 351,issue9103,28February 1998

2-      Rosalie Bertell book planet Earththe latest Weapon of War  was reviewes in caduceus issue51,page28

3-      TABL Research Report Summaries

4-      The secret office memorandum to brigadier General L.R Groves from Drs Conant,compton and Urey of War Department Manhaattan district dated october 1943 is available

 

۵ ـ افغان ولس شپږمه ګڼه

6 www.thruout.org/org    

 

 

 

 

 


اجتماعی ـ تاريخی

 

صفحهء اول