© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

گل آقا احمد وردک

 

ګل آغا احمدي وردك

 

 

 

 

 

معياري ښوونه او روزنه د بريا وو سرچينه

 

 

 

 

 

كه د پرمختللیو هيوادونو اقتصادي، سياسي او ټولنيزې ودې، پرمختيا او په دې لړ كې حيرانوونكيو پرمختګونو  ته په ژوره توګه وكتل شي نو داسې ښكاري چې معياري ښوونه او روزنه په نړۍ كې د ټولو برياوو سرچينه او بنسټ ګڼل كيږي.

د نوموړي بنسټ اهميت د اسلام په دين كې تر بلې هرې نظريې ښكاره او څرګند دى او د ګڼو قرآني آيتونو او نبوي احاديثو په ترځ كې يې خلك د پوهې زده كړې خپلولو ته رابللي او پوهنه  يې د ټولو ښيګڼو اساس بللې ده.

په همدې توګه د نړۍ زياتو پوهانو، روڼ آندو، مفكرينو، شاعرانو، اديبانو او ليكوالانو د دې موضوع اهميت په خپلو ليكنو او ويناوو كې پټ نه دى ساتلى بلكي وخت پر وخت يې خلك د پوهې زده كړې ته  رابللي او پوهنه يې د نړۍ د ولسونو د نيكمرغۍ ، سوكالۍ او پرمختګ يوازينۍ وسيله ګڼلې چې نوموړى بهير ورو ورو په مسلكي ښوونه او روزنه بدل شوى دى.

د افغانستان خلك او چارواكي هم د نړۍ د نورو ولسونو په څير د معياري ښوونې او روزنې  بنسټ ته په ځانګړي اهميت قايل دي او په دې لړ كې ځينې ګړندي ګامونه مخكې له مخكې اخيستل شوي چې د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه او شهيد سردار محمد داودخان د حكومتونو پر مهال  د پام وړ كارونه سر ته رسيدلي دي. خو په خواشينۍ سره بايد ووايو چې د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غوايي د كودتا سره سم معياري ښوونه او روزنه هم د ژوند د نورو ګټورو بنسټونو په څير د ويجاړتيا په خوا روانه شوه او په تدريجي توګه يې خپل معياري اساسات له لاسه وركړل.

د افغانستان د لنډمهالې او منځمهالې ادارې د رامنځته كيدو سره جوخت د ښوونې او روزنې معيارونو ته يو ځل بيا د افغاني پوهانو او چارواكو پام ور واوښت چې تراوسه په دې لړ كې څه سطحي كارونه سر ته رسيدلي دي خو په حقيقت كې زموږ د ښوونې او روزنې بهير لا تراوسه هغه وړ معياري بنسټونه په لاس نه دي راوړي چې د زمانې له غوښتلو سره سم افغان وياړلى ملت ورته اړتيا لري.

د معياري ښوونې او روزنې په لړ كې ښه خبره داده چې د مسئلې په ټولو خواوو له سره غور وشي په دې هكله به غوره خبره دا وي چې په ټولو ښاري او كليوالي سيمو كې د وګړو د نفوس په انډول د ښوونځيو د رامنځته كولو، تعميرونو ، مسلكي ښوونكيو، درسي موادو، كتابونو، كتابتونونو، ژبې، كلتور او فرهنګ، علمي او مسلكي سمينارونو جوړولو او داسې نورو اړينو ګامونو د پورته كولو په هكله له سره فكر وشي چې بايد د زمانې له غوښتنو سره سم پورته او په دې لړ كې د هر راز ګډوډۍ او ناخوالو مخه و نيول شي.

د معياري ښوونې او روزنې په لړ كې زيات كار ته اړتيا ده خو دوه څيزونه تر ټولو مهم دي چې د غوره ښوونكي او بريالي تعليمي نصاب څخه عبارت دي. په دې ځاى كې اړينه ګڼم چې دې دواړو اړخونو ته په لنډه توګه اشاره وكړم:

 

لومړى: غوره ښوونكى يا استاذ

ښوونكى د ټولنې د زده كړې او د پوهې د بنسټونو اصلي معمار او بنسټ ايښودونكى دى چې نوى او ځوان نسل د خپلې ټولنې د پرمختګ الهام او پيغام ترې اخلي. نو ښه خبره داده چې ښوونكى په دې لړ كې د مناسبې مسلكي زده كړې څخه برخمن وي، په ښوونيزو، تدريسي چارو او د خپل  مضمون د محتوياتو په اړه پراخ معلومات ولري. همدارنګه بريالى ښوونكى د خپلو زدوه كوونكيو د زده كړې له اړتياوو څخه پوره پوره معلومات ولري او د زده كوونكيو د سويې سره سم په داسې اغيزناكه توګه د تدريس چارې پر مخ بوزي چې هر زده كوونكى د خپل استعداد په انډول له درسي ټولګي څخه د زده كړې ونډه په لاس راوړي. بريالى ښوونكى بايد داسې وي چې د خپل ټولګي په فضا بشپړ كنترول ولري او له هر راز توپير  پرته د يوه ښه مربي او مهربانه پلار  په توګه كار وكړي. په همدې توګه حاكمه اداره، چارواكي او ذيدخل اړخونه هم بايد د ښوونكي لپاره داسې ماحول رامنځته كړي چې د هغه ټولنيزې، علمي او اقتصادي اړتياوې يې په ښه توګه په نظر كې نيولې او د غوره كار په نتيجه كې يې په مالي او تشويقي ډاليو و پالي.

 

دوهم: غوره تعليمي نصاب

غوره تعليمي نصاب د زده كړې په بهير كې د خپل ځانګړي اهميت څخه برخمن دى چې د عصر له غوښتنو سره سم په داسې توګه برابر شوى وي چې د هرې مرحلې د زده كوونكيو له استعداد سره سم د پرمختګ په لور ګامونه ږدي.

د افغانستان ښوونيز او روزنيز ډګر په دې لړ كې د مختلفو نصابونو شاهد دى چې د زياتو نيمګرتياوو سره د خپل عصر له غوښتنو او شرايطو سره سم د زده كړې په ډګر كې پلى شوى دى. خو په دې لړ كې هره زمانه د خپلو ځانګړو غوښتنو او شرايطو درلودونكې ده او كوم تعليمي نصاب چې په حاضر وخت كې د ښوونې او روزنې ډګر ته ور وړاندې شوى يو بيړنى نصاب دى چې په هيڅ توګه د اوسنۍ زمانې تعليمي غوښتنې بشپړ ځواب له ځان سره نه لري چې د دې تعليمي نصاب بدلول د زمانې يوه مهمه  او اړينه اړتيا ده.

په همدې توګه د معاصر دور د ښوونكيو د زياتره برخې  په اړه هم داسې فكر كيږي چې له هغو ښوونيزو معيارونو او لازمې زده كړې څخه بې برخې دى چې د هيواد د تنكيو بچيانو د سالمې او علمي روزنې په  وړ او مناسب دي چې په دې لاره كې ارزښتناكو، عملي او بيړنيو ګامونو ته اړتيا ليدل كيږي.

د افغانستان اوسنى ښوونيز او رونيز نظام بنسټيزو بدلونونو ته اړتيا لري څو د نړۍ د نورو ولسونو په څير د معيارونو په تول پوره وخيږي او په دې لړ كې بايد وويل شي چې يوازې د قانون په رڼا كې  معياري ښوونه او روزنه به هيواد له اوسنيو لويو لويو ستونزو او خنډونو څخه ژغوري، همدغه معياري ښوونه او روزنه به د افغانانو لپاره د قانون په رامنځته كولو او لوړو لوړو هيلو په لاسته رواړلو كې جوت رول لوبوي چې په دې توګه نوموړى بنسټ د ټولو راتلونكيو برياوو پيلامه او سرچينه يې ګڼلى شو. لوى خداى (ج) دې زموږ حاضر او نوى نسل ته د معياري ښوونې او روزنې د ښكلاوو جامې په تن كړي.

 

 

 

 

 

 

 


صفحهء مطالب و مقالات

 

صفحهء اول