© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

واحــد نظری

 

واحــــد نظری

 

 

 مړی

 

 

آرامه ساه مي ويسته، چي ددژونددجنجالوڅخه بيغمه سوم . لا مي سترګي دتاريکي سره پوره نه وي عادي سوي، دروازه خو نه وه په تياره خاورين دهليز کي مي سترګي پريوچا ولګيدي چي زما وخواته را روان و..ژر مي ځان سره را ټول کړ. راته غير مترقبه هم نه وه، انتظار مي يې درلود.

ولي کله چي مي وليده چي يو کس دی ، نوپوه نه سوم چي دايې نکر و که منکر. ښه چي را نژدي سو، ومي ليدل چي ګرز ـ مرز يې هم له ځانه سره نه و را وړی ،خو يو تور شی يې په لاس کي و  فکر مي وکړ ،چي حتماًيې دګرز پر ځای برقي ډنډه له ځانه سره را وړي ده.  زړه مي ولويدی ما ويل ولادا دوه وړونه ووايم که دوي خويندي هم اوس مډرن سوي دي.اوس دګرز پرځای برقي ډنډي له ځانه سره ګر ځوي ...

 دی مي  مخي ته مي ودريد ،جوله هم انسانانوته ورته وه . زړه مي غوښتل چي ځيني وپوښتم چي دا څهره خودي نکر او منګر ته  نه ده ورته ... که څه هم ما خپله  لا يو هم نه و ليدلی خو اوريدلي مي وه .  بيا مي په زړه کي را تير سول چي دا به حتماً زما دنيکو اعمالوپه خاطر وي چي دبنيادم په بڼه  ځان راته ښکاره کوي .

تور اوږد لرګی چي يې په لاس کي و او ما دبرقي ډنډي خيال پر کړی و زما وخوليته را نژدي کړ.ومي ليدل چي مګروفون دی. ومي ويل ولا اوس دوی هم خپل وخت پر ليکلو نه ضايع کوي. سوال او جواب راساً ثبته وي . هم د مړي د وخت د ضايع کيدو مخه نيسي او هم دوی ته يې اوريدل اسانه دي. او ددي پر ځای چي په اټکه او پټکه رانه وپوښتي په ارام او نازک ږغ  يې را نه وپوښتل :

ــ نوم دي څه دی؟ په خټه څوک يې؟...او په چا پوري تړلی يي ؟

بيله دي چي فکر وکړم لکه بلبل غوندي ورته شروع سوم : نوم مي خاوري صيف....

ژر مي عقل سرته  راغی، چي دايي څنګه سوال وکړ. لکه  چي اوس يي دسوالو رنګ هم بدل  سوی دی .ده بايد رانه پوښتلي وای: ربکم ، دينکم، ايمانکم ...

اوما چي يې جواب  لا پخوا ايجيګي  کړی و سمدستي په جواب کي ورته ويلي وای:

بنده دخدای امت دمحمد رسولاالله، او له پلاره پلاره مسلمان زی .

 ياره خدای دي دا زموږ ملايان هم په نس نه مړه وي. دا دونه تغيرات را غلي دي او دوي موږ ته هيڅ هم نه وو ويلي. هغه پخوانی با بولالي يې راته تکراره ولي .څومره ښه سو چي دهر چا څخه پخپله مورنی ژبه پوښتني کوي . دادی خواست مو خدای قبول کړ.دستي مي په غيږ کي ونيوی او پر دواړوخواو مي نکر و که منکر مچ کړ :

ـــ تر خولي دي کربان سم شکر دی چي زما په ژبه پوهيږي، کنه نو ستا په خبرو به څنګه پوهيدلای وای . له ځانه سره مي ويلي و چي  درنه وغواړم چي دعربي پر ځاي په اردو سوال او جواب راسره وکړي. ځکه چي دفلمو څخه مي زده کړي وه .د ادی زما په ژبه څنګه رواني خبري کوي.

ته اول دا راته ووايه چي ته کوم يو يې؟ نکر يي که منکر ؟ او ددي راز را پارونکو پوښتنو څخه دي مقصد څه دی .داراز خبروچي  موږ په دنيا کي هم خراب او تراب کړو ،دلته هم موډ سويدي؟

 خوارکي خپل ستونی تازه کړاوپه ډيره پسته ژبه يې راته وويل :

ـــ زه نه نکر يم اونه هم منکر . هغه دواړه اوس دبمو او را کټو له بيري چندان نه راګر ځي. زه ددی ځای محلي  ژور نالست يم . زما دنده داده  چي هر څوک چي دلته نوی  راځي وپوښتم چي په هغوتروريستي سازمانوکي چي د دسپتمبر په يوولسمه کي يې لاس درلود عضويت خو نه لري . که چيري وي چي  رسوا يې کړم او ددي ځايه  يې ... خبره مي ور پري کړه ورته ومي ويل :

ـــ وروره زه خو په ولا که يا سازمان لرم او يا هم پوښتن والا، کنه نو دلته مي څه کول...

 ژور نا لست وويل: موږ خبر نه يو چي ته څوک يې او چا پوري تړلی يې. دازما وظيفه ده چي دغسي بي مسئوليته  خلک رسوا کړم تر څو ددوی له لاسه ددي ځاي دمحترمو مړو ارام ژوند ګډوډ نسي  او پر قبرو يي   پطرولي بمونه وا نه چول سي ....

دي ژور نالست ورور هم رښتيا ويل .کله چي ډاډه سو، چي زه دهغوکسانو څخه نه يم او پخپله دتروريزم قرباني سوی يم ،ژور نالست  څټ و ګراوه  او بيرته ولاړ.

ما هم  ژردخپل کفن يوه ټوټه څيري کړه او په غټو تورو مي پر وليکل:

تا سو چي هر څوک يا ست له راتګه څخه  مومعذرت غواړم ...

او ددهليزپه خوله کي مي وزړاوه . پر دي راز خلکو څه باور دی ، دلته  به يې هم يو نوم را با ندي ايښی يي او د بلا خوليته  به يې ورکړی يم .آخر موږ مړي هم ارامي ته ضرورت  لرو....

 

30دجنوري2002

 

 

 

 


صفحهء  پيشتر

 

صفحهء اول