© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

گل آقا احمدی وردک

 

ګل آغا احمدي وردك

 

 

 

 

د هیوادوالو هیلې او د انتخابي حكومت مسئوليتونه

 

 

 

 

 

له منتخب ولسمشر او حكومت څخه كړيدلى افغان ولس لاندې هيلې لري چې د دولت مهمې دندې يې ګڼلى شو:

 

لومړى: د بشپړ امنيت تامين

د هيواد د بيا ودانولو په بهير كې امنيت د ټولو اقتصادي، پوهنيزو او ټولنيزو سمونونو لپاره د يوې داسې ډيوې حيثيت لري چې د خپلو زرينو وړانګو په وسيله د ژوند كاروان ته لاره رڼا، او په همدې بهير كې تر ټولو لويه او ستونزمنه دنده په غاړه وړي. په حقيقت كې  د هيواد  او خلكو راتلونكې برياوې او نيكمرغۍ په امنيت پورې تړاو لري چې ټينګول يې د انتخابي حكومت داسې يو عظيم مسئوليت دى چې په تامين سره به يې افغان ولس او ټاكل شوى حكومت بريالى كيږي. په همدې توګه هغو ټولو ګواښونو ته به معقول ځواب وايي چې افغان ولس د خپل نوي ژوند په لړ كې ورسره مخ كيږي.

 

دوهم: د پوهنې او روزنې بيا رغونه او تعميم

په ټولنه كې د پوهنې او روزنې عام كول د انتخابي حكومت يوه داسې لويه دنده ده چې له هيواد او خلكو څخه د تيرې لويې غميزې تاثيرات او اغيزې جارو كوي، دقانون دروازه د خلكو پر مخ پرانيزي او هيوادوال د پرمختياوو په ښكلي كاروان ورګډوي.

كه د پرمختلليو هيوادونو او ټولنو د پرمختګ بهير ته وكتل شي، نو په دې اړوند تر ټولو لويه او مهمه ونډه پوهنې او روزنې تر سره كړيده. په افغانستان كې هم ښايي چې لږ تر لږه تر دولسم ټولګي پورې زده كړې او تعليم ته جبري بڼه وركړل شي او هر هيوادوال مكلف وي چې نوموړى شرط پخپل ژوندكې عملي كړي. د دې كار له امله به له يوې خوا څخه د زياتو ستونزو مخه نيول شوې او له بلې خوا به زموږ خلكو ديني او دينوي ښيګڼې تر لاسه كړي وي او انتخابي حكومت د پوهنې او روزنې د اصل د برابرولو دروند مسئوليت په خپله غاړه لري.

په همدې توګه د تعليم په هره سطحه د هيواد له روزنيز او پوهنيز چاپيريال څخه دسياسي سياليو او ناندريو سوداګر را وباسي او اجازه ورنه كړي چې سياسي ناندرۍ د پوهنې په ډګر كې د افغان زلمو د تعليمې ودې مخنيوى وكړي. بلكي حكومت دنده لري چې ټولې علمي موسسې، ښوونځۍ او پوهنتونونه له سياسي بحثونو، فعاليتونو او ناندريو څخه وژغوري.

 

در يم: دملي اقتصادي بيا رغاونه او فقر له منځه وړل

د ملي اقتصاد بيا رغاونه  هغه بنسټ دى چې د فقر ستونزه له منځه وړي او هيوادوالو ته د يوه روښانه ژوند زيرى له ځان سره لري. د اقتصادی رغونې په ډګر كې د كرنې، بريښنا، تيلي كميونيكشن، ترانسپورټ او داسې نور بسټونو بيا رغول هيوادوالو ته دكار زمينه برابروي او زموږ د خلكو سره د فقر په كموالي كې لويه مرسته كوي. همدارنګه د لويو لارو جوړول، سوداګرۍ ته وده وركول او د لويو اقتصادي پروژو د كار پيل زموږ هيوادوال تر ډيره حده د بيكارۍ او بيوسۍ له ستونزو څخه خلاصولاى شي چې په دې لړ كې له ګاونډيو هيوادونو څخه د ګاز او تيلو  په نل ليكه د عملي كار پيل كول د حكومت د خورا لويو، پخو، ضروري او مهمو ګامونو څخه ګڼل كيږي چې انتخابي حكومت به يې پورته كوي.

 

څلورم: د وسلو د ټولولو بهير ته وده وركول

وسله، ټوپكماري او جنګ سالاري هغه لويه ستونزه ده چې د هيواد له زياتره وګړو څخه يې د خپل خواږه ژوند عادي جريان  اخيستى او د كلونو كلونو په موده كې يې له دې ستر نعمت څخه محروم كړي دي. په همدې توګه دغه شومې پديدې داسې بدمرغ، تور او وحشي قانون له ځان سره راوړى دى چې هيڅ ډول انساني معيارونه په نظركې نه نيسي بلكي د خپلې شومې غريزې د اشباع  لپاره هر ډول جنايت او تيرى روا ګڼي.

د وسلو ژر تر ژره راټولول او د ټوپك سالارۍ له منځه وړل به د هيواد له امنيت، غوره ژوند او د نيكنامۍ له اعادې سره ډيره مرسته وكړي چې په دې لړ كې د DDR  د بې وسلې كولو پروګرام او داسې نورو غوره ګامونو ته وده او چټكتيا به  د نوي انتخابي حكومت يو ښه نوښت او عظيم مسئوليت وي او دى.

 

پنځم: له مخدره موادو سره د مبارزې بهير ته پرمختيا

مخدره مواد د زمانې هغه لويه ستونزه،بدنامي او پيغور دى چې افغانستان ورسره مخ دى چې د هغه توليد، كرنې، استعمال، قاچاق او سوداګرۍ له منځه وړل يې د حكومت او افغان ولس ګډ مسئوليت ګڼل كيږي. حكومت او ولس ته ښايي چې د دې ناولې پديدې په له منځه وړلو سره هيواد ته داسې يو زرغون انقلاب را ميلمه كړي چې هرې خوا ته يې د آبادۍ او ښيرازۍ وړانګې ټوپونه وهي.

د مخدره موادو په وړاندې  مبارزه د انتخابي حكومت يوه ډيره لويه او ستونزمنه دنده ده چې هيوادوال د دې ستر آفت او لعنت له منګولو څخه ژغورلى شي او د هغه په له منځه تللو سره به د ترهګرو او قاچاقبرانو مالي سرچينې بندې، له استعال څخه به يې ټولنه خلاصه او هيواد به مو د بدنامۍ له تور ليست څخه ويستلى وي چې د دې شومې پديدې په ترځ كې په نړيواله سطحه ور پورې نښتى دى.

 

شپږم: د اداري فساد او رشوت مخنيوى

حقيقت دادى چې تيرې سترې غميزې مو هيواد د ادارې له نشت سره مخ كړى دى او كومه اداره چې د دوه نيمو لسيزو جګړو او ناخوالو څخه وروسته رامنځته شوې ده د يوې لويې پيمانې نيمګړتياوو سره يو ځاى خپلې دندې سر ته رسوي او له دې حقيقت څخه انكار نه شي كيداى چې د حكومتي اداراتو په منځ كې دغه ناولې پديدې خپل ناولي تارونه غزولي او د ورځې په تيريدو سره نوره هم پياوړي كيږي. د اداري فساد، اختلاس او رشوت د ستونزې د زياتيدو عوامل زيات دي خو تر ټولو ستر عامل يې اقتصادي كمزوري او د دولتي مامورينو ناوړه اقتصادي حالت ګڼلى شو چې له كافي معاش څخه برخمن نه دي او هغه نيمګړى معاش چې وركول كيږي بيا په خپل وخت نه ور رسيږي. په همدې توګه له ځينو ځينو سره د پوهې د كچې كموالى او د هيوادوالو په وړاندې له مسئوليت څخه د خپلو اوږو خالي كول او داسې نور عوامل هم شته دي چې د دې ستونزې په پراخوالي كې يې ونډه درلودلې ده.

نوى حكومت دنده لري دغه ناولې پديده له دولتي اداراتو څخه لرې او د وړتيا سره سم د حكومتي چارواكو په ټاكنه لاس پورې او داسې شرايط رامنځته كړي چې تر ممكن حد پورې يې د اداري فساد او رشوت مخه نيولې وي.

 

اووم: د ملي اردو او ملي پوليسو پياوړتيا

د هيواد د بيا ودانولو په بهير او سياسي ثبات  كې ملي اردو او ملي پوليس د ملا د تير حيثيت لري كوم هيواد چې ملي اردو او ملي پوليس ونه لري نو بيا خپلسري د خلكو په خوشحاله ژوند خپلې ناولې چمبې خښوي او داسې ناخوالې منځته راوړي لكه افغان ولس چې دا تيرې دوه نيمې لسيزې د خپل سر په سترګو وليدې چې ويره، وحشت او داړماري يې مهم عناصر ګڼل كيږي.

پدې لاره كې هر ډول مرستو، ابتكار او چټكتيا ته ښه راغلاست ويل د انتخابي حكومت ډيره مهمه دنده بللى شو. بايد په ښكاره توګه وويل شي چې هغه مهال به موږ د يوې غوره ټولنې په رامنځته كولو كې بريالي شو چې د ژوند د يوه روښانه قانون سره يو ځاى غښتلې او له وياړه ډكه بې پرې  ملي اردو او ملي پوليس ولرو.

 

آتم : د بهرنيو مرستو راجلبول

افغانستان په وچه كې حصار هيواد دى چې له سمندر سره مستقيمې اړيكې نه لري څو له منابعو څخه  يې ګټه پورته او خپل ملي اقتصاد له دې لارې غښتلى كړي. په همدې توګه د خليج د عربي هيوادونو په څير د تيلو او ګاز سرشارې سرچينې هم په دې هيواد كې نشته چې پخپل ځان باندې متكي شي بل دا چې د تيرې غميزې په لړ كې يې ټوله مادي او معنوي شتمني د اور په لمبو كې لولپه شوه او ورپسې څو كلنې اوږدې وچكالۍ د دې هيواد كرنيز بنسټونه له منځه وړي دي چې ياد شوو عواملو زموږ د وګړو ژوند له زياتو ستونزو سره مخ كړى دى چې د خپلو منابعو په كار اچولو سره سره به د بهرنيو مرستو له جلبولو پرته نورې ستونزې هم خداى مكړه ډيريږي.

نو په دې توګه انتخابي حكومت دنده لري چې د هيوادوالو د ژوند د ښه كولو او بيا رغونې د بهير د ګړندي كولو لپاره د بې قيده او شرطه بهرنيو مرستو په راجلبولو كې خپل مثبت رول و لوبوي. په همدې توګه يادونه كيږي چې نوموړې مرستې د ملت د لوړو ګټو لپاره د لاسته راوړلو لپاره په كار ولويږي او د هغو اړخونو، غير دولتي موسساتو يا انجوګانو او لاسونو څخه محفوظې كړاى شي چې په مالي فساد او خيانت كې ښكيل دي. په همدې توګه له نوموړو مرستو څخه داسې ګټه واخيستل شي چې د هيوادوالو لپاره په خپل ځان باندې د متكي كيدو په چارو كې و لګول شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت ولسمشر، د كابينې غړي او ټول حكومتي ارګانونه د هيواد د چارو په سمون كې د خپل توان، مقام اوصلاحيت په اندازه مسووليت لري چې د خپلو هراړخيزو هڅو په وسيله  هيواد  له  ورانۍ، بربادۍ او خوارۍ څخه د ښيرازۍ په لوري ګړندى كړي.

 

 

 

 

 

 


صفحهء مطالب و مقالات

 

صفحهء اول