© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

گال آقا احمدی وردک

 

 

 

ګل آغا احمدي وردك

 

 

 

 

 

پارلماني ټولټاكنې او اخلاقي معيارونه

 

 

 

 

 

د خوښۍ ځاى  دى چې دا دى د جمهوري رياست له ټولټاكنو څخه وروسته يو ځل بيا افغان برميال ولس د ولسي جرګې، ولايتي او د ولسوالۍ د شورى ګانو د غړو د غوره كولو لپاره د ټولټاكنو په لوري ګامونه ږدي او هغه توره سيالي چې د جګړو ، مرګونو او ناوړه كارونو په وسيله واك ته د رسيدو لپاره ترسره كيده اوس مهال د سوله ايزې سياسي مبارزې په لړكې ترسره كيږي او هر مطرح لورى هڅه كوي چې د يوه غوره او عملي پروګرام په وړاندې كولو سره ځان د ملت په وګړو كې محبوب څرګند ولسي جرګې، ولايتي او د ولسوالۍ شوراګانو ته د وكيل په توګه د ښو خدمتونو د سرته رسولو له ژمنو سره يوځاى د رسيدو هڅه وكړي.

د نوموړې سيالۍ روښانه او غوره ټكي لاندې څيزونه كيداى شي:

·      دا سيالۍ سوله ايزې دي او په سياسي بڼه كې به رامنځته كيږي چې يوازې د ملت د اعتماد د رايې په وسيله به د كانديدانو درجه څرګنديږي او په دې لاره كې د وسلو كارولو او ناوړه كړنو ته ځاى نشته بلكي د هيوادوالو قناعت به ديوه غوره عملي پروګرام له لارې ترلاسه كيږي چې بريالي كانديدان به يې ملت ته د ازميښت په ډګر كې ږدي.

·     د ټولټاكنو په سياليو كې ګډون د درې ګونو يادو شوو جرګو د غړيو په توګه د زړه سواندو، هڅاندو او وړ شخصيتونو د را منځته كولو لپاره تر سره كيږي چې نوموړي به د راتلونكي لپاره هيواد ته د داسې يوه قانون جوړولو په لاره كې ونډه اخلي چې د افغانستان د خلكو هيله او آرمان دى. د هيواد راتلونكې ولسي جرګه  به له داسې كسانو څخه تشكيل مومي چې روښانه او له وياړه ډكه ماضي ولري ، د هيواد د امن سوكالۍ او ښيرازۍ لپاره يې هلې ځلې كړې وي او د راتلونكي لپاره هم د همداسې يوې وړتيا په درلودلو سره د خلكو د قناعت وړ وګرزي.

په پورتنيو دواړو صورتونو كې د ولسي جرګې، ولايتي او ولسوالۍ د شوراګانو د كانديدانو لپاره ښايي داسې روښانه او له وياړه ډكه انتخاباتي مبارزه وكړي چې د يوه ښيرازه او سوله ايز افغانستان لپاره د خپلو ديني او ټولينيزو ارزښتونو سره يو ځاى روښانه، غوره، پياوړى، ملي او هراړخيز قانون  رامنځته، د حكومت همكار او دهيواد خلك د ستونزو له ګرداب څخه د روښانه هيلو او آرمانونو د آبادۍ په  زرغون پسرلي ورګډ كاندي او نور نو د تورتم په هرډول كړنو خاورې امبار او هيلې يې له خاورو سره خاورې كړي.

د نوموړو موخو د تر سره كولو لپاره به غوره خبره دا وي چې د ولسي جرګې، ولايتي او ولسواليو د شورى ګانو د وكالت د لاسته راوړولو لپاره  د قدر وړ كانديدان لاندې ټكي په پام كې ونيسي:

1.    محترم كانديدان دې له غوره اخلاقو او بشپړې حوصلې سره يو ځاى د سياليو ډګر ته ورګډ شي، د نورو له سپكاوۍ او شخصيت ټيټ ګڼلو څخه دې ډه ډه وكړي او يوازې د هغو سترو موخو لپاره دې كار وكړي چې افغان ولس د ستونزو له سراب څخه د نجات ساحل ته بيايي.

2.    له نورو اړخونو څخه دې د غير معقولو غوښتنو څخه ډه ډه وكړي او د اساسي قانون سره سم دې پريږدي چې افغان ولس د خپلې آزادې ارادې له مخې هغه چاته خپله رايه وركړي چې د خپلو ملي او نړيوالو ګټو لپاره يې ګټور بولي. افغان ولس په دې ښه پوهيږي چې څوك د ملي موخو د لاسته راوړلو  لپاره په ريښتنيې توګه كاركوي نو د ناروا چارو په كار راوړل به نور نو كومه ګټه و نه لري.

3.    ټولو سياسي اړخونو او محترمو كانديدانو ته ښايي چې دې خبرې ته ښه پام وكړي چې د وسلې، زور او ناروا كړنو وخت تير شوى نو څومره به ښه وي چې په هغو ټولو ناروا كړنو او افكارو د بطلان كرښه راكش كړاى شي چې ناولي اهداف او موخې له ځان سره ولري او يا د ناروا لارو څخه څوك د وكالت مقام ته د رسيدلو هڅه وكړي.

4.    محترمو او د قدر وړ كانديدانو ته نه ښايي چې د ټولټاكنو په بهير كې له توان، استعداد، او صلاحيت څخه لوړې وعدې او ژمنې د ملت له وګړو سره و كړي بلكي د خپل استعداد، توان او صلاحيت په اندازه د رايې اچوونكو پاملرنه په خپله خوا راجلب كړي.

5.    د قوم ، ژبې، سمت او يا داسې نورو نومونو د كارولو په وسيله د خپل ځان خواته د خلكو د پاملرنې را جلبول د ځان، ملت او خلكو سره خيانت او له هيواد سره جفا ده او باور لرو چې هيڅ ګټه به و نه لري. ځكه چې دتيرې لويې غميزې په ترځ كې نوموړي شعارونه د زياتو ډلو او اړخونو له خوا ښه ډير تكرار شول خو په دې و نه توانيدل چې هغه افغان ولس سره جدا كړي چې د پيړيو پيړيو راهيسې د وروڼو په څير سره اوسيدلي او نوموړى كار به په راتلونكي كې هم امكان و نه لري انشا الله.

6.    د وروستي ټكي په حيث به د محترمو كانديدانو لپاره به غوره خبره دا وي چې د داسې ناروا سياليو ډه ډه وكړي چې د هيواد وګړي نور هم د تورو شپو د تل خواته بيايي بلكي هغه څوك چې ځانونه يې كانديد كړي دي په ځانونو كې تر ډيره حده ددې وړتيا ويني چې د سيمې وګړي به يې د خپل وکیل په توګه غوره كوي. خو كه چيرې كوم يو محترم كانديد په ځان كې ددې وړتيا نه ويني نو په ځاى ددې چې د يوه مثبت، غوره او ځواكمن راتلونكي په مخه كې خنډ شي ښه به دا وي چې د ټولټاكنو د رارسيدلو څخه د مخه د خپل ځان په اړه تصميم بدل كړي.

پريږدى چې افغان ملت په آزاده اراده او خپله خوښه د خپل پارلمان، ولايتي شورى او د ولسواليو د شوراګانو  لپاره داسې وكيلان  غوره كړي چې د ولس له هيلو سره سم په نظري او عملي دواړو ډګرونو كې د وړتيا په تول  پوره ختلي وي.

د افغانستان ولسي جرګې، ولايتي او د ولسواليو شوراګانو ته د زړه سوانداو، ديندارو، مخورو، كار پوهو، عالمانو، خادمانو او ملي شخصيتونو د ټاكل كيدو په هيله.

 

 

 

 

 

 


صفحهء مطالب و مقالات

 

صفحهء اول