© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

گل آفا احمدی وردک

 

ګل آغا احمدي وردك

 

 

 

روښانه سيالي

 

 

 

د افغانستان ځوان فرهنګي كهول او روڼ آندو ځوانانو د هيواد په دې تاريخي شيبو كې يوه داسې بختور يون ته مخه كړې ده چې ډير ژر به د هيوادوالو د ژوند په زياتو ډګرونو كې د لوى خداى (ج) په مرسته د وړانګو د څرك يوه نوې پاڼه پرانيستل كيږي چې پلوشې به يې د هيواد په ګوټ ګوټ كې د هراړخيزې سمسورتيا سره يوځاى موجونه وهي. په دې لړ كې د كلتوري او فرهنګي هڅو خوا ته د افغانستان د ځوان فرهنګي كهول ځانګړې پاملرنه د يادولو وړ ده.

هو دا دي ګورو چې په هيواد كې د ننګرهار د نارنج ګل روښانه لړۍ  د كندهار  انارګل، د وردګو تر مڼې ګل او د زابل تر بادام ګل څخه راتيره د لوګر تر سنځل ګل پورې را ورسيده چې د هيواد په ګوټ ګوټ كې يې د لا زياتې غوړيدنې تمه كيږي. د لوى خداى (ج) شكر دى چې د افغان وياړلي ولس پوهانو او ځوان فرهنګي بهير ته يې د دې ډول يوه بختور يون وياړ ور په برخه كړ.

په دې ځاى كې به اړينه وي چې د پښتو ژبې د يوه نوماند، شاعر، ليكوال، اديب، د افغانستان دخلكو د سترخدمتګار او هير شوي ستوري ښاغلي ارواښاد محمد ارسلان سليمي يادونه وكړو د نارنج ګل د كتاب او ۱۳۵۰ هجري لمريز كال  ژوندون د مجلې د دريمې ګڼې د څرګندونو له مخې يې په لومړي ځل په ۱۳۴۹ هجري لمريز كال د نارنج ګل دوديزې مشاعرې ته بين الافغاني بڼه وركړه چې ارواښاد سليمي په هغه وخت كې د پښتو د انكشاف او تقويې رئيس وو او د نوموړې روښانه لړۍ د اتل لقب يې تر لاسه كړ. انشاالله چې د يوې ځانګړې ليكنې په ترځ كې به د پښتو ژبې د خپل دغه هير شوي ستورې ارواښاد سليمي په هكله څرګندونې وشي.

افغان وياړلى او ميړنى اولس چې د تاريخ په اوږدو كې يې د زمانې له سترو سترو ناخوالو سره د پاخه هوډ له مخې ډغرې وهلې دي، د دې وړتيا لري چې د خپل اصيل كلتور او فرهنګ غښتلي بنسټونه د خپلو علمي، پوهنيزو او كلتوري هڅو په لړ كې نور هم ځواكمن كړي.

د افغان ځوان كلتوري يون د خپل روښانه سفر په ترځ كې يو شمير غوره  كارونه تر سره كړي او نوموړې لړۍ د افغان ولس د يو شمير ميړنيو فرهنګپالو ځوانانو د كلك ايمان، ټينګ عزم او نه ستړي كيدونكي كار په نتيجه كې په حيراونوونكې توګه پر مخ روانه ده.

لومړى: د كلتوري او ادبي ټولنو رامنځته كول

ادب او كلتور د ځمكې پر مخ د يوې ټولنې د بقا ضمانت له ځان سره لري. كومه ټولنه چې فرهنګي آرونه، كلتوري يون او ادبي ارزښتونه و نه لري د نا پيژندل شوو او مړو ټولنو په ډله كې راځي. د اسلام مبارك دين هم تر بل هر ديني فكر څخه زيات د ادب لورى ستايلى، په ټولنه كې يې د پوهې، كلتوري ارزښتونو، شاعرانو او ليكوالانو اهميت څرګند كړى او په دې لړ كې يې زيات عملي اقدامات تر سره كړي دي.

دا چې نن ورځ د هيواد په ګوټ ګوټ كې د افغان پوهانو او ځوان نسل د كلتوري، مدني او فرهنګي ټولنو د جوړښت غږونه را پورته كيږي په خپل ځاى كې يو ښه زيرى، وړانګيز نوښت، يو دروند خبر او يو نيك فال دى. په دې توګه ويلاى شو چې ډير ژر به د پښتني ادب، كلتور او فرهنګ په پراخ بڼ كې د سمسورتيا او ښيرازۍ بې شميره ګلونه سر را اوچتوي او د افغاني ټولنې فضا به د خپلو عطرينو او ګلورينو وږمو په طراوت سره پالي.

دوهم: پښتو مهالنۍ خپرونې

د كلتوري او ادبي هڅو په بهير كې د ورځې په تيريدو سره د هيواد له پلازمينې او ګوټ ګوټ څخه د يو لړ پښتو مجلو، ورځپاڼو او جريدو د خپريدو خبرونه خپريږي چې په ډيرو ناڅيزو امكاناتو سره د خپلو خپرونو لړۍ ته دوام وركوي او د افغان ولس لپاره يو ښه زيرى ګڼل كيږي. دې ډول خپرونو د هيواد د كلتوري يون د روڼ آندو او ځوان كهول سلګونو مقالو، ادبي ټوټو، خوږو شعرونو، لنډو كيسو، خبرونو او هراړخيز معلومات ته په خپلو پاڼو كې ځاى وركړى دى. همدارنګه دې ډول خپرونو د دې وړتيا لاسته راوړې ده چې د ټولنې په منځكې د سلهاوو او زرهاوو نوو ادبي ګلونو ټوكيدو ته لاره په ګوته كړي. اړينه به وي چې د ښكليو بنسټونو په پياوړي كولو سره به نوموړې خپرونې نور هم خپل ملي رسالت ترسره او د وخت په تيريدو سره به يې په كميت او څرنګوالي كې غوره زياتوالى رامنځته كيږي.

دريم: د ادبي غونډو او بنډارونو جوړول

د ادبي غونډو او بنډارونو جوړښت يو بل نيك ګام دى چې د افغانستان د كلتوري يون په ترځ كې پورته كيږي. نوموړې غونډې په دې توانيدلې دي چې د فرهنګپالو افغانانو د شعري او نثري ليكنو په كره كتنه كې جوت رول و لوبوي، افغان فرهنګيان له يو بل سره پيژندګلوي حاصله كړي، د خپلو هيلو د سمسورتيا لپاره د زړه خواله وكړي، د دې لارې له د مخكښانو له تجربو څخه ګټه پورته او د سلګونو تازه ګلونو په شعري او نثري ليكنو د نظر څرګندونې وكړي. په همدې ډول د ادبي غونډو او بنډارونو په ترځ كې د فرهنګي يون د مخكښو ستورو يادونه كيږي، حق يې په ځاى او له تجربو څخه يې ګټه پورته كيږي. همدارنګه د دې ډول غونډو په ترځ كې د ځينو  هغو نوو كتابونو مخكتنه صورت مومي چې نوى يې د چاپ زيور په ځان كړى وي.  د دې ډول غونډو بله ګټه دا ده چې د غوره احساس والا افغان فرهنګپال ځوان ته د داسې يوه الهام د حاصلولو چانس په لاس ورځي چې خپل خداى وركړي ذهن او استعداد ته نوره هم وده وركړي.

څلورم: د نوو كتابونو چاپول

د دې روښانه لړۍ په ترځ كې د افغان ولس كلتوري ډګر د هيواد په داخل او بهر كې د خپلو پوهانو، ليكوالانو او شاعرانو د سلګونو او حتى زرګونو كتابونو د خپريدو ګواه دى چې په څو تيرو كلونو كې د ډول ډول ديني، كلتوري، ادبي، فرهنګي، سياسي، ټولنيزو، تاريخي، اقتصادي، روغتيايي او هراړخيزو موضوعاتو په هكله خپاره شوي او نوموړې لړۍ مخ پر وړاندې روانه ده.

د كتابونو خپريدل افغان ولس ته يو ښه زيرى او يو خوږ الهام له خپل ځان سره لري. البته په دې توګه چې ډير ژر به زموږ د ټولنې د عامو وګړو تر منځ د كتاب سره د مينې، ليك لوست، مطالعې او څيړنې وړتيا رامنځته كړي او په هغه صورت كې به بيا افغان فرهنګي يون په دې توانيدلى وي چې د خپلو لويو لويو او روښانه موخو هسكو پوړيو ته ورپورته او خپله ټولنه له راز راز ناخوالو څخه وژغوري.

پنځم: د پښتو بريښنايي پاڼو يا ويب سايټونو رامنځته كيدل

انټرنيټ او انټرنيټي خدمتونو نه يوازې د افغانانو بلكي د نړۍ د ولسونو د زياتره انسانانو په ژوند ژورې اغيزې كړې دي. د انټرنيټ پراخ جال په دې توانيدلى چې د يوه وړوكي ماشين په وسيله نړۍ سره وتړي چې پښتنو ليكوالو ورته د نړيوال كلي نوم روكړى دى. اړينه خبره دا ده چې پښتانه په دې نړيوال كلې كې د سيالۍ ډګر ته راووزي او د هغه د مثبتو اړخونو څخه د خپل ولس د پرمختګ په لاره كې تر بل هر چا زياته ګټه پورته كړي. د انټرنيټ بريښنايي پښتو پاڼو افغان ليكوالو، شاعرانو، پوهانو او اديبانو ته د دې وړتيا په برخه كړې ده چې له يو بل سره په آسانۍ و پيژني، اړيكې ټينګې كړي او د خپلو افكارو راكړه وركړه صورت ومومي. همدارنګه ليكوالان او پوهان كولاى شي چې خپلې هيلې او آرمانونه په بيړنۍ توګه د نړۍ له ختيځ څخه لوديځ او د نړۍ له سهيل څخه شمال ته ورسوي، د خپلې ټولنې د ناخوالو او ښيګڼو څرګندونه وكړي، د خپلو غمونو او ښاديو په هكله د افغان ليكوالو تر منځ د مشترك دريځ د پيداكولو لارې چارې ولټوي او بالاخره له خپلو لوړو ملي ګټو څخه د دفاع د څرګندولو وړتيا ترلاسه كړي.

د انټرنيټ آسانيتاوې نه يوازې د ليكنې په ليږدولو پورې محدودې دي بلكې د دې وړتيا لري چې هر راز ويديويي، آديويي، تصويري او ليكلې بڼه د نړۍ بلې خوا ته په ډيره آسانۍ او بيړنۍ توګه واستوي او د نورو د راليږل شوو آسانتياوو له مثبتو اړخونو څخه دخپلې ټولنې د پرمختګ په لاره كې كار واخيستل شي.

د افغان فرهنګي يون په ترځ كې ياد شوو او داسې نورو مثبتو ګامونو ته پراختيا وركول به له افغان وياړلي ولس سره د خپلو لويو لويو هيلو په تر سره كولو كې زياته مرسته وكړي. ډير پښتانه روڼ آندي او نړيوال پوهان په دې عقيده دي چې هله به افغان ولس د ناخوالو له ګردابونو څخه د نيكمرغۍ په سمسور ډګر ورګډيږي چې په خپله ټولنه كې د پوهنيزو، علمي، كلتوري، مدني او ادبي بنسټونو په پياوړي كولو سره قانون را ژوندى او پلى كړي.

بايد وويل شي چې په افغاني ټولنه كې د قانون د رغولو او پلې كولو لپاره همدا يوه لاره ده چې ځينو بنسټونو ته يې په لنډه توګه د دې ليكنې په ترځ كې ګوته و نيول شوه او د لا پراخوالي، كره كولو او معياري كولو لپاره يې لا زياتې هڅې په كار دي.

دې مبارك بهير ته چې د افغان ولس په غيږ كې د سترې غميزې څخه وروسته بيا را ټوكيدلى، د روښانه سيالۍ نوم وركول كيږي او د لوى خداى (ج) له دربار څخه يې د لا پياوړتيا غوښتونكي يو.    

  

 

 

 


صفحهء مطالب و مقالات

 

صفحهء اول