© Farda فـــــردا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

گل آقا احمدی وردک

 

 ګل آغا احمدي وردك

 

 

 

 

آيا په هيواد كې جګړه او  ترهګر اعمال د ستونزو حل دي ؟

 

 

 

 

د افغانستان تاريخ ته چې فكر وشي او بيا د تيرو دوو نيمو لسيزو مسئلو ته په پاملرنې سره هر با ضمير افغان ته پته لګيږي چې جنګ، جګړه، ورور وژنه او هر راز تروريستي اعمال د ستونزو د حل لاره نه ده ځكه چې تيرو جګړو او ورانيو موږ ته جوته كړه چې نوموړ اعمال په يوه هيواد كې ګډوډي منځته راوړي، د قانون مخه نيسي او هيواد له ورانيو او ويجاړتياوو سره مخامخ كوي چې بالآخره د انساني بهير د هر راز پرمختګ په مخ كې خنډونه سر راپورته كوي.

د افغانستان تيرې غميزې ته په كتلو سره دا حقيقت په پوره توګه سړي ته څرګنديږي چې افغانان نور له جنګ او د قانون له نشتوالي څخه په پوره پيمانه ستړي شوي دي او نه غواړي چې د زمانې په دې اساس پړاو كې يې نور هم هيواد د ورانيو په ګرداب كې سرګردانه او لالهانده وي بلكي غوره ګڼي چې ستونزې او مسئلې د سولې، خبرو اترو او مذاكراتو له لارې حل كړي. خو كه څوك په دې نظر وي چې اوس هم كولاى شي د جګړو او ترهګرو عملونو د سرته رسولو له لارې  به خپلو موخو او مقصدونو ته رسيږي اشتباه كوي په دې ځاى كې به ښه خبره دا وي چې په هيواد كې اوسني ترهګر اعمال او قيامونه د پخوانيو قيامونو او مبارزې سره پرتله كړو.

د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غوايي د خونړۍ كودتا څخه وروسته د افغانستان په سياسي ډګر كې زيات بدلونونه وليدل شول چې د هغه له ډلې څخه دوه اساسي بدلولونه دساري په توګه يادولى شو:

لومړى هغه بدلون دى  چې د ۱۳۷۱ هجري لمريز كال بيا هم  د غوايي په مياشت كې رامنځته او مجاهدين واك ته ورسيدل.

دوهم هغه بدلون دى چې د ۱۳۷۵ هجري لمريز كال د ميزان په مياشت كې طالبان په كابل باندې واكمن شول.

په پورتنيو دواړو قيامونو كې واك ته د جنګي ډلو او قيام كوونكو رسيدل خپل خپل او ځانګړي عوامل لري چې ولې بريالي شول او ولې يې ولس او خلكو ملاتړ وكړ؟ بله پوښتنه داده چې د دومره جنګ او ناخوالو وروسته كه بيا هم په اوسني پير كې يوه ډله وغواړي چې خپل اهداف د ټوپك په وسيله لاسته راوړي او د برياليتوب سرحد ته ورسيږي، نو آيا په حاضر وخت او له جګړو او ناخوالو څخه د دې ستړي نسل په موجوديت كې به د دې كار كيدل شوني وي؟

نوموړو عواملو ته په لاندې ډول او لنډه توګه اشاره كيږي:

لومړى: د دواړو ياد شوو قيامونو پر مهال د هيوادوالو زياتره برخې وګړو داسې پتيلې وه چې شايد د خپلې مبارزې په ترڅ كې به وكولاى شي چې تر فعلي حكومت غوره نظام او ښه چارواكي د سياسي واك په ګدۍ كښيني او د دوى سياسي، ټولنيزو او هر اړخيزو غوښتنو ته به په ښه توګه ځواب ووايي نو له همدې كبله د افغان ولس لويې برخې د قيام كوونكيو ملاتړ كړى او د بري تر سرحده يې هغه پر مخ بيولى دى.

دوهم: د كمونستانو د واك پر مهال د پخواني شوروي اتحاد ښكاره نظامي يرغل موجود وو چې په ټوليزه توګه د افغانستان د خلكو كركه او نفرت ځنې كيده، نوموړي كار ته د يوې  ديني او ملي فريضې په سترګه كتل كيدل او نه يې غوښتل چې د يرغلګرو تر ولكې لاندې ژوند تير كړي او نوموړى يرغل يې د خپلو ملي، ديني او كلتوري ارزښتونو او آزاديو په لاره كې د يوه خنډ او تهديد په توګه تعبير كاوه.

دريم: په هغه وخت كې د خلكو اقتصادي وضع څه نا څه ښه وه چې د يوه مشكل او ستونزې سره يې د يوه نامعلوم وخت لپاره ډغرې وهلى شوې لكه چې وليدل شول د هيواد خلكو د شوريانو د يرغل پر مهال د ډير وخت لپاره سختې ستونزې او تكليفونه زغملي دي.

څلورم: د افغانستان سرحدونه د افغانانو پر مخ پرانيستي وو او نوموړى كار بيا په ځانګړې توګه د ګاونډيو هيوادونو ايران او پاكستان په سرحدونو كې په لوړه پيمانه مراعات كيده چې په ډيره آسانۍ سره به جنګي ډلو او ګروپونو كولاى شواى چې له سرحد څخه د تيريدو او بيرته راتللو چانس ترلاسه كړي.

پنځم: په واقعيت كې د شورويانو په مقابل كې د جهاد پر مهال تقريبا د نيمې نړۍ خلك ځينې د ديني بنسټونو له مخې، ځينې د شوروي د ضعيف كولو له امله او ځينې نور بيا په نړۍ كې د خپلو استعماري نقشو د پلي كولو په مقصد د افغانانو د برحق جهاد او مبارزې سره د ملاتړ په نوم له افغانانو سره ولاړ وو چې د هغوى د مالي، تسليحاتي، لوژستيكي او هراړخيزو مرستو په وسيله جنګي مقاومت پرمخ روان او خپل حضور ته يې ادامه وركوله.

شپږم: د افغانستان د وګړو زياتره برخه له وسله والو ګروپونو او ډلو سره عملا ولاړه وه، د عملي خواخوږۍ مثال يې وړاندې كاوه او د خپل توان له مخې يې د هغوى مالي، لوژستيكي او تسليحاتي ملاتړ ته دوام وركاوه. همدارنګه په هغه  وخت كې د خلكو اقتصاد هم د اوس په پرتله پياوړى وو، د جبهاتو تر شا يې د ډوډۍ او كارتوسو د رسولو دنده په زياتره وختونو كې په غاړه اخيسته او په خپلو كورونو او جوماتونو كې يې جهادي ډلو، ټپيانو او د وسلو ځاى په ځاى كولو ته ځاى وركاوه چې د مبارزې د وړاندې تګ په لاره كې د يوه غوره ګام په توګه ثابت كيده.

اووم: چا به چې په وسله وال جهاد كې ګډون نه شواى كولاى ، له مالي اړخه به ناتوان وو او داسې نارينه به يې هم نه درلودل چې د جهاد ليكو ته واستوي نو د خپلو دعاګانو په وسيله به يې د وسله والې مبارزې او معركې ملاتړ څرګنداوه.

آتم: افغانستان كه څه هم له يوې اوږدې جګړې سره مخ او ويجاړتيا پكې روانه وه خو اوبه، واورې او بارانونه وو او په نسبي توګه د هيواد په زياتو سيمو كې كرنه او زراعت فعال وو، وچكالي نه وه او زياتو وګړو د خپل كښت اوكروندې له لارې خپل ژوند ته سمون وركاوه او خپلې اقتصادي ستونزې به يې له همدې لارې له منځه وړې.

نهم: په حقيقت كې د نړۍ د همدې هيوادونو زياتره برخه چې همدا اوس له موږ سره د هيواد د ناسالمې فضا په آرامولو كې مرسته كوي د افغاني مبارزينو تر شا ولاړ وو شايد زياتو به نه غوښتل چې زموږ دې هيواد آرام شي  او عملا يې له هره اړخه د وسله والو ډلو لوژستيكي، مالي او تسليحاتي مرسته كوله. خو اوس چې د جنجال لمنه د دوى تر خپلې سيمې او كور پورې و عزيدله  نو راغلي چې له موږ سره د دې هيواد د وضعې په ښه كولو كې مرسته وكړي.

چې يادشوو او داسې نورو ډيرو عواملو هغه مهال په افغانستان كې د جګړې د ادامې او پراختيا لپاره لاره هواره كړې او وسله والو ډلو كولاى شول چې د هيوادوالو او نړيوالو په مستقيمو او تر پردې شاته مرستو په وسيله خپل حضور په سيمه كې ثابت او جګړې ته ادامه وركړي چې په دې ترځ كې لكه چې وليدل شول د هيواد سياسي او نظامي ډګرونه له حيرانونونكيو بدلونونو سره مخ كيدل.

خو آيا په حاضر وخت كې  هغه ډلې او افراد چې غواړي بيا هم خپلې موخې او اهداف د جګړې، تشدد او وسله والې مبارزې له لارې په لاس راوړي او ددې لپاره ګمارل شوي نو په اوسني وخت كې به وتوانيږي چې د هيواد اوسنۍ كورنۍ او بهرنۍ وضعې ته په كتنې سره بيا هم هغوى وكولاى شي چې د داسې عجيبو بدلونونو د راوستلو جوګه شي؟

په لنډه توګه او ښكاره توګه بايد ځواب وركړو چې د هيواد اوسني سياسي اجتماعي او نظامي وضعيت ته په كتنې سره زياتره ناظرين په دې عقيده دي چې نه او  شايد چې د يوې راتلونكې پيړۍ په اوږدو كې تر څو چې فعلي نسل ژوندى دى نو څوك به ددې جوګه نه شي چې داسې لوى لوى بدلونونه د هيواد په سياسي او نظامي اړخ كې رامنځته كړي ځكه چې اوس د هيواد حالات له هغه وخت څخه زيات توپير لري چې هرې جګړه مارې  او غيرجګړه مارې ډلې به د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره په آسانۍ سره خلك تير ويستل او د جګړې ډګر به يې تود پرې ساته. موږ په خپله دغه ليكنه هغو دلايلو ته په لنډه توګه اشاره كوو چې د هيواد په نژدې راتلونكي تاريخ كې جګړه مارې ډلې د دې كار جوګه نه شي كيداى چې د هيواد په سياسي فضا كې لوى لوى بدلونونه رامنځته كړي.

لومړى: د افغانستان خلك په كافي توګه له جګړې، نظامي ښورښونو او ګډوډيو څخه ستړي شوي دي چې يو محدود شمير ډلګيو به  د خپل ځان په ګټه لمسول او پاڅون ته به يې اړ ويستل ځكه چې د دوونيمو لسيزو جګړو او ورانيو په ترځ كې له حده زيات وځوريدل نو بيا به په آسانۍ سره  په هماغه ډول او طريقه د خلكو پارول شوني نه وي چې يو وخت كې يې افغانان پرې لمسولي وو.

دوهم: د نوموړو ډلو د برياليتوب وروسته هغه پايله ټولو پخپلو سترګو وليده چې جګړه مارو ډلو يوازې د ځان غوښتلو بنسټ و پاله او هغو ټولو وعدو او ژمنو ته يې له يوه مخه په بشپړه توګه شا كړه چې د پاڅون په لومړي سركې يې له خلكو او ملت سره كړيوه او يوازې د ځان غوښتلو سطحي بنسټ ته يې كار وكړ او هغه هم په داسې يوه خونړۍ مبارزه او چاپيريال كې چې ددې ځوريدلي ملت ټوله مادي او معنوي شتمني يې په ډيره بې پروا توګه له تباهۍ سره مخ كړه چې ملت ته يې پرته له ورانۍ ، ويجاړتيا او اوږدو غمونو څخه نور هيڅ هم په ارمغان پرې نه ښودل.

په همدې توګه زموږ ښكلى او تاريخي هيواد يې را وران او د خونړيو وسلو د سيالۍ په ډګر يې بدل كړ چې په ميلونونو لويې او درندې وسلې په هيواد را ماتې او د لسګونو بيلتون پالو ډلو د مختلفو او نه پخلا كيدونكو افكارو  سره يوځاى يې په سيمه او هيواد ډه ډه ولګوله چې د همدې پرديو نظرياتو د پلي كولو په لاره كې يې له همدې خطرناكو وسلو څخه كار واخيست او هيواد ته يې له مادي او معنوي نابودۍ پرته بل هيڅ څيز په ميراث پرې نه ښودل.

دريم: زموږ د هيواد خلك په نژدې راتلونكي كې له دې امله يوه هراړخيز پاڅون ته چمتووالى نه لري چې وسله وال پاڅون ته د هيوادوالو راپورته كول خپل ځانګړي شرايط لري هغه دا چي په لومړي سر كې له نظرياتي پلوه خلكو ته قناعت وركول دي، اقتصادي ستونزې به يې څه نا څه حل وي، ټولنيزه وضعيت به يې روغ وي، ملي يووالى به لري او د جګړه ماره خوا به د معقولو دلايلو په وړاندې كولو سره خلك د مبارزې ډګر ته وړاندې كوي.

له بلې خوا پراخ پاڅون هغه مهال شونى دى چې د ياد شوو ټكو په پام كې نيولو سره سره د هيواد خلك د يوې اوږدې ناآرامۍ څخه وروسته د معقولو دلايلو سره يوځاى د ستونزو او وسله وال پاڅون ډګر ته ور وړاندې شي او هغه معقول دلايل د دې ارزښت ولري چې خلك د خپلو سرونو او مالونو څخه تير شي او خپلې قيمتي وينې په هغه لاره كې تويې كړي چې د هيواد په فعلي شرايطو كې نوموړى كار ناشونى بريښي ځكه چې د هيوادوالو اقتصادي او ټولنيزه وضعه په كلي توګه خرابه ده، د يوې اوږدې او تباه كوونكې غميزې څخه يې د نسبي آرامۍ ساه ويستلې خو د ژوند د زياتو ډګرونو بنسټونه يې لا اوس هم وران او ويجاړ دي. په همدې توګه زموږ هيواد وال د پخوانيو پاڅونونو څخه ښه خاطره نه لري بلكي له يوه ترخه او داسې نامعلوم برخليك سره مخ كړي دې چې د ښې پايلې په ځاى يې يوه ناوړه او ډيره بده نتيجه په برخه شوې چې په هيڅ راز چاته د منلو او تحمل وړ نه ده البته داسې پايله چې د سمون لپاره يې شايد د پيړيو پيړيو زيار، هڅو او سوله ايز ژوند ته اړتيا وي.

له بلې خوا كه د پخوانيو وسله والو پاڅونونو په لړ كې د نړۍ زياتره هيوادونو زموږ د هيواد د ورانولو له كبله د وسله والو پاڅون كونكيو سره د وسلې، مهماتو، پيسو، خوراكي توكيو او داسې نورو څيزونو مرسته كوله خو اوس د نړۍ زياتره هيوادونه له موږ سره د هيواد د ارامۍ، سولې او سوكالۍ په لاره كې مرسته كوي او د ملګرو ملتونو د امنيت د شورى د پريكړې سره سم يې زموږ هيواد ته امنيتي ځواكونه را استولي دي. خو لدې سره سره د ځينو ګاونډيو هيوادونو په شمول اوس هم داسې هيوادونه شته چې زموږ په هيواد كې لاسوهنه كوي او نه غواړي چې هيواد مو آرام او د پرمختګ په لوري ګامونه پورته كړي، خو اغيزې يې دومره زياتې نه دي چې د يوه سراسري ښورښ سبب شي او زموږ د هيواد د ملي بنسټونو په پياوړتيا سره نوموړې اغيزې ورځ په ورځ خپل اعتبار له لاسه وركوي.

له بلې خوا د شمالي اتلانتيك دتړون يا ناتو د غړو هيوادونو نظامي ځواكونه هم په افغانستان كې د امنيت د راوستلو په چارو كې ښكيل شويدي چې نوموړى كار له اروپا څخه د باندې د نوموړي تړون په تاريخ كې لومړى ګام دى چې پورته كيږي چې زموږ د هيواد د سولې او امنيت په لاره كې يو غوره ګام ګڼل كيږي. د نوموړي كار عملي كيدل د افغانستان د زياتره خلكو او تقريبا ټولو سياسي حلقاتو يوه غوښتنه وه چې په وار وار له نړيوالې ټولنې څخه كړيده.

البته په دې ځاى كې بايد يادونه وشي چې كاشكي خپله افغانان ددې كار جوګه واى چې خپلې ستونزې يې د سولې او خبرو اترو له لارې  په خپله حل كړې واى خو په خواشينۍ سره بايد په دې خبره اعتراف وكړو چې د اوږدې جګړې او غميزې په ترځ كې ښكيلو اړخونو دا استعداد او توانايي له لاسه وركړې ده چې خپلې ستونزې په سوله ايزه توګه په خپله حل كاندي او نوموړى حقيقت د داسې يوې ليدل شوې تجربې له مخې څرګنديږي چې د هيواد په نژدې تاريخ كې په لويه كرښه ليكل شوى دى. نو په دې هكله ويلاى شو چې د نړيوالو پراخو، مخلصو، بې قيد و شرط او هراړخيزو مرستو پرته به افغانان د دې كار توانايي و نه لري چې د اوږدې او مهلكې جګړې څخه را ولاړې شوې لويې لويې ستونزې پخپله او يوازې ځان هوارې او د يوه پرمختللي او هوسا افغانستان د جوړولو په لوري ګامونه اوچت كړي.

په دې ځاى كې به بده نه وي چې د ځينې نورو هغو عواملو نومونه هم واخيستل شي چې د هيواد په اوسني وخت كې د يوه سراسري او عمومي پاڅون شونتيا يې له منځه وړې ده لكه څوكلنه سخته وچكالي او د خلكو خراب اقتصادي حالت، له جګړه ايزو خواوو سره  د بهرنيو نظامي او مالي مرستو نشتوالى چې بهرني هيوادونه يې د افغانستان په داخل كې له وسله والو ډلو سره كوي، د وسله وال پاڅون لپاره د معقولو دلايلو نشتوالى، په هيواد كې د تيرې غميزې د ناوړه پديدې موجوديت، د تيرو پاڅونونو د ناوړه پايلې ليدنه، د زمانې له غوښتنو سره سم سولې ته د خلكو اړتيا او ليوالتيا ، له ترهګرو وسله والو عملونو څخه د افغانستان د خلكو كركه، بيزاري او د لسګونو داسې نورو عواملو موجوديت دا خبره جوتوي چې د هيواد په نژدې راتلونكي كې د داسې يوه هراړخيز وسله وال پاڅون شونتيا او امكان يې له منځه وړى دى چې ځينې ډلې، اشخاص او حلقې يې اوس هم د خپلو سطحي خيالونو په هنداره كې ويني.

نو په دې توګه ويلاى شو چې د ځينو جګړه ايزو او ترهګرو اعمالو سر ته رسول په سيمه كې پرته له بيځايه تشويش، بيرونۍ لاسوهنې او پخپله د جګړه ايزو لوريو له  تجريد څخه  بله پايله نه شي درلودلاى البته له دې سره سره كه په ظاهره كې نوموړى عمل په هرڅومره سپيڅلو نومونو تر سره كيږي. نو ښه خبره داده چې د افغانستان په سياسي مسئلو كې ښكيل اړخونه د يووالي، ملي تفاهم او ګډو هلو ځلو په درشل كې د خپل هيواد د آبادۍ، پوهنې ، ښيرازۍ بې وسلې كولو او له غير مسئولو او بيلتون پالو ډلو د واك اخيستلو  په لوري ګامونه اوچت او خپل ځوريدلي افغانان له بدبختيو، ناخوالو، تورتمونو، بيسوادۍ او لاقانونيت څخه د خپلو ديني او ملي بنسټونو له مخې د پخلاينې، روښنايۍ، قانون، پوهې، تمدن، پرمختګ او يوې نيكمرغه ټولنې د جوړولو خواته را وبولي او نوموړى كار د لوى خداى په توكل سره شونى دى.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


صفحهء مطالب و مقالات

 

صفحهء اول