دوکتور لطیف بهاند

 

    


درنو دوستانو، ګرانو فرهنګیانو او هیوادوالو‌، سلام،

ښاغلي دوکتور اکرم عثمان، هغه ځانګړتیاوې درلودې، چې ډېرکي افغانان یې نه لري: دقت، ځیرکتیا، بې‌پایه زغم، بشري کرامت ته درناوی، سپیڅلې ژبه، ملي ارمان او نور نور.

هغه نه یوازې خپل ملت ته، د هنري نثر ناسپړلی راز وروښود، بلکې هڅه کوله، په خورا هنري او نرم انداز، په دې هنري نندارې سره، د یوې راکدې شوې ټولنې اصلي جوړښت، خپلو خلکو، په تیره بیا ویده روښان اندي ته، څرګنداوه.

ددغو او ډېرو نورو غوره انساني ځانګړتیاوو په خاطر، هیواد او د سیمې فرهنګ ته، دده د خدمت په ویاړ، د میخایل شولوخوف، د نوبل د جایزې ګټونکي اثر (۱۹۶۵)، آرام دون، چې نوی مې پښتو ژبې ته ژباړلی او پښتو ژباړې یې، تر ۲۸۰۰ مخه زیات دي، ده او درې نورو فرهنګیانو ته، چې د افغانستان هنري نثر او فرهنګ ته بې ساري خدمتونه کړي دي، ډالۍ کوم. په پام کې ده، چې ددغه نړیوال شهکار پښتو ژباړه، تر یو دو و میاشتو، په کابل کې خپور شي.

په مینې او درنښت
دوکتور لطیف بهاند
کابل- افغانستان/ د لړم د میاشتې ۷ مه نیټه ۱۳۹۵

[][]

درود بر دوستان گرامی، فرهنیگان و هموطنان گرانمایه
آقای دکتور اکرم عثمان بهره‌ور بود از ویژگیهایی که در بسیاری از افغانها یافت نمیشوند: ژرفنگری، هوشمندی، شکیبایی بی‌پایان، ارجگزاری به کرامت انسانی، زبان پالوده، آرمان ملی و بیش و بیشتر

او راز نکشوده نثر هنری را نه تنها به کشور خودش نمایاند، بل پیوسته میکوشید در همچو نمای فرهنگی ساختار بنیادین جامعه ایستا و مردم - به ویژه روشن‌نگران خوابیده - را با شیوه ملایمتر به تماشا گذارد.

از بهر همین و بسا نمودهای یگانه دیگر، به پاس کارکردهایش در راستای فرهنگ کشور و منطقه، برگردان تازه ام از "دُن آرام" میخاییل شولوخوف (برنده جایزه نوبل 1965) را به دکتور اکرم عثمان و سه سیمای دیگر فرهنگی که خدمات شایانی به نثر افغانستان کرده‌اند، پیشکش میدارم.

امیدوارم برگردان پشتوی این شهکار جهانی با فزونتر از 2800 برگ، تا یکی دو ماه دیگر در کابل پخش گردد.

با مهر و حرمت
دکتور لطیف بهاند
کابل- افغانستان/ 28 اکتوبر 2016

[][]



 

 

 

                      

 برگشت به صفحهء اول