|
د سلام فرهنگی تولنی
د سلام فرهنګي ټولني د مبارکئ پېغام
سلام فرهنګي ټولنه او ټول اړوندان يې د هېواد د نامتو مورخ ، اديب اوسياست پوه ښاغلي کانديد اکادميسن داکتر اکرم عثمان د ګټور ژوندانه داويايم پسرلي د رارسېدلوپه اړه ټولو هېوادوالو ، اود پوهي-ادب مينه والو ته د زړه له کومي مبارکۍ وايې . داکتر اکرم عثمان زموږ د هېواد د څو ګتو په شمير څيړونکو ، ليکونکو او ادب پوهانو څخه دئ چي ، خپل عمر يې د پوهي- ادب دودولو ، پراخولو او پلي کولو ته ځانګړئ کړۍ دئ . د خپلو پوهنيزو څيړنو په ترځ کي يې د هېواد د پيچلي تاريخ پټي غوټي پرانستلي ، په بشپړ نوښت يې د ادبي نړۍ لوړي څوکي را لاندي کړي او د سياسي چاپير يال د ناخوالو سره يې د خپل اولس تر څنګ ډغري وهلي دي .او يوه ستره ځانګړنه يې لا دا چي زموږ د هېواد د ښه ځوانانو ( عيارانو ) رښتينئ لاروۍ او پيژندونکۍ دۍ . سلام فرهنګي ټولنه د ښاغلي داکتر اکرم عثمان اويا کلن ګټور ژوند زموږ د هېواد هغه ستره ملي او معنوي زيرمه ګڼي چي د راتلونکو افغان زلميو لپاره د هېواد پالني ، پوهي پالني ، ادب پالني او انسان پالني سپيڅلئ لارښود او د تاريکو لارولپاره ، روښانه ستورئ دئ . په دې هيله چي د افغان اولس او نوي نسل لپاره يې قلم لازياتي پنځوني وکړي ، موږ ورته د بشپړي روغتيا او د خوشاليو ډک ژوند دعا کوو ، او خپل د مبارکئ پيغام د ښاغلي ( بابوزي ) په يوه پښتو شعراو ورسره هغو څلوريځو پای ته رسو چي د ښاغلي داکتر اکرم عثمان د ژوند داويايم پسرلي په وياړ يې په دري ژبه ليکلي دي .
د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب پوهنوال رسول باوري
«»«»«»«»«»«»«»«»
|